جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهبل واده (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل 

بل واده (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل 

خان ولی که څه هم غښتلی، هډوراو دښې روغتیا خاوند وو خوسره له دې ېې هم نه خوښیدل په ښاری بس او یا د میتر و په ډبه کې په ولاړه سفر وکړي .ځکه خو چې ځنګه میترو ته راوخوت سترګې  ېې اخوا دیخوا وزغلولې څو په میترو کې خالی چوکۍ ومومي. له ده سره یو ځای میترو ته د خلکو لویه جوپه هم راپورته شوه خو دی وتوانید په بیړه ددوو نجونو منځ کې پر تشه څوکۍ کښیني. له ناستې سره سم ېې نا ببره په هغې نجلۍ سرتګې ولګیدې چې له سینګاربکسه یی  کوچنۍ هنداره له لبسیرین سره یو ځای راوویسته او د شونډو په سورکولو یی ځان بوخت کړ . خان ولی چې ځنګه د هغې په بربنډو لیچو او لغړو پښو سترګې ولګیدې. لکه څوک ېې چې په نا پامۍ په لاس پښه کیږدي ټکان وخوړ.له ځانه سره وبوګنید:

ـ د خدای په غظب اخته شې نو کور کې دې څه کول؟

سترګې ېې لکه یوه لویه ګناه چې ترې سرووهي لاندې ونیوې .بیا یی پورته او ښکته ډبه له نظره تیره کړه. د ډبې په منځ کې ېې دوه تنه هلک او نجلۍ ولیدل چې یوبل ېې کلک په غیږ کې نیولی او یو بل ښکلوی. د ې نندارې ېې هم خوا وربده کړه. لکه مچۍ ېې چې وچیچي له خولې نا ببره راووتل :

ـ دا چې د خلکو په وړاندې لکه خره یوه په بل سپریږي په کور کې به یی څه حال وی؟

له ځانه سره همدا سې بوخت و. کرل او ریبل ېې چې په دم ګړۍ کې میترو تمځای کې ودریده . ګڼ کسان ترې کیوتل او نور راپورته شول . دده تر خوا هغه نجلۍ هم له ځایه پورته او له میترو ووته چې دده ترخوا ېې پخپل سینګار دده خوا بدوله. هغه جوړه چې یو بل یی کلک په غیږ کې نیولی او یو دبل په مچولو ګرده لار بوخت وو هم له میتروووتل.  خان ولی لکه ساه یی چې ددوی په موجودیت کې ینده وی ددوی په نشتون کې د ارام ساه وکښله. په ډبه کې ېې هر لور نظر واچاوه. دخوښۍ احساس ېې وکړ ځکه په ډبه کې د ناستو ښځو په شته والی کې ېې ّځان داسې احسا سوه لکه کوم ملا چې دې په زور د نڅا او سندرو په تاوده مجلس کې کښینولی وی.

شکر ېې و کیښ . له جیبه ېې تسبیح راوویستې. ذکرته ېې ځان جوړکړ. مخکې له دې چې په  ذکر او د تسپو په اړولو بوخت شي له ځانه سره ېې وویل:

ـ ددې لغړوهلکانو او نجونو په منځ کې سړی د الله د نامې په اخیستو او ذکر هم ګنهګاریږي .

دتسبحو په اړولو ېې ځان بوخت کړ.لا دوه دقیقې نه وی تیرې چې د میترو بل تمځای راورسید. دا ځل لږګسان کیوتل خو ګڼ کسان میترو ته راوختل . په ډبه کې د واړوو خواوو ته په خالي څوکیو بیا څو چټې پیغلې چې د ښا یسته عطرو وږم ترې خوت کښیناستې . خان ولی دسترګو په رپ کې له نظره تیرې کړې. تسبیح ېې بیرته جیب ته واچولې .لکه څوک ېې چې په ستونی کې ونیسي ذکرېې دستی ودراوه . لکه وچې شرمیږي سترګې ېې ټیټې ونیوې . شیبه سوچ کې لاړ خو زرېې بیرته سر راپورته کړ.مخامخ ېې وکتل لکه ترمخه ېې چې بم وچوي:

ـ تولعنت ! د خدای په عظب اخته شئ.

ښځه چې لنډه لمن ېې اغوستې او له نری نیکره ېې هر څه په ډاګه ښکاریدل دخان ولی سترګې لکه  تیز روښانه لمر وبریښولې. ده ته مخامخ ځوانې نجلۍ نه یوازې لنډه لمن او خورا نری نیکراغوستی وو ، له سینه بنده لویو راوتلو تیانوېې هم له لیرې د نارینه د شهوت رګونه تخڼول . خان ولي لکه له کومې بلاسره چې مخ شي او دتيښتې هڅه وکړي له خپلې څوکۍ  په منډه را پا څید. هڅه يي وکړه ځای او چوکۍ بدل کړي . خو چې هره خوا ېې نظر وزغلاوه په خالی څوکۍ ېې نظر سترګې ونه لګیدې .ټولې څوکۍ په خلکو ډکې وې. بیرته پخپله څوکۍ کښیناست. د اعتراض په پار ېې پخپلو سترګو لاسونه کیښودل .

ـ خدایه مه یی راباندې ګوره 

شیبه نه وه تیره دکوچنی ما شوم په څیرېې له سترګو لاسونه لیرې کړل. لکه د ښځې تصویر چې په کامره اخلی  سترګې ېې بیرته ښځې ته سده ونیوې .ښځه لاندې ټیټه شوه . په ټیټیدا ېې برنډ تیان نور هم له سینه بنده دباندې راووتل. دې تصویر او حالت ېې په وجود اور بل کړ . تندي ېې ګونځې وکړې. سترګې يې بې واکه پټې کړې .له خدایه ېې وغوښتل او وپوښتل :

ـ  خدایه څه کیدل که په داسې حالت کې دې د نارینه په مخ پرده راخورولی ؟ 

شیبه نه وه تیره چې سترګې ېې بیرته پرانیستې لکه دښځې څیره چې د جاذبې له قوې برخمنه وی سترګې ېې بیرته د هغې لورته سیخ او کږې شوې . دا ځل ښځه بیا پورته او ټیټه شوه لکه په زور ېې چې غوښتل د خپلو راوتلو سینو ننداره بیا خان ولی ته وړاندې کړي. . دخان ولی سترګې لکه د لمروړانګې چې ېې په سترګو ولویږي وبریښدې . ناببره خندا ورشي . 

ـ دا څه بې شرمه ده په زورلکه چې ځان راباندې تاوانوي!

ښځه هم لکه دده په احساس چې پوهیدلي وي موسکۍ شوه . یوه سترګه ېې لکه سترګګ چې ووهی پټه او  وغړیده. خان ولی په شونډو ژبه تیره کړه . ژبه ېې لکه کوچنی ماشوم چې تږي وی بې واکه دباندې راووته:

ښځه لکه دخپلو سینو تمرین چې کوی نوره هم ښکته او پورته شوه . پښې ېې نورې هم ارتې ونیوې . لمن یی پوره پورته شوه . خا ن ولي بیرته له غوسې سور راواوښت: 

ـ تو لعنت دې په شیطان شي!

ښځه لکه په ژبه چې ېې پوه شوی وي .او یا دهغه داحساس تصویرپه ذهن کې جوړوی نوره هم خوله له خندا ویړه کړي. د ا ځل لکه دهغې کرشمې چې په ده جادو وکړي دده په شونډو هم نرۍ موسکا خپره شي. میتروودریږي . بل تمځای راورسیږي .خو دخان ولي اوس په ښځې کې سترګې داسې ښخې دی  ته به وایی ویده او یا يي هم کومې نشې هوښ له منځه وړی دی. هر څه ترې هیر دی . میترو له لنډ تمکیدو وروسته بیرته روانه شي. له روانیدو سره سمدواره د خان ولی سترګې له میترو دباندې د تمځای په نوم ولګیږي . تندي ته ټس ورکړي . 

ـ دا خو مې ستیشن وو. 

ځان ګرم او ملامت وګڼي: 

ـ شیطان ځنګه سړی ګمراه او بې هوښه کړي چې هرڅه ترې هیر شي: 

ښڅه لکه په ده ېې چې زړه بایللی وی دده هرڅه په غور او مینه وڅاري . له ده سترګې نه اړوي . او په ټول مکیزخپلې سینې ښکته ،

 پورته او مخته بیا یی . خان ولي له ځانه سره ووایی :

ـ  لکه دا ډمه چې راباندې ځا ن تاوانوي…هسې تش ست غواړي. کاشکې څنګ کې سړی ترې پا څي. 

نا ببره یی ګړۍ ته پام شي.

ـ اخ شیطانه کور دې وران شه دا خورانه لمونځ هم قضا شو.

تمځای بیا راورسیږي او متروبیا ودریږي. دی اوس پوهیږي چې مترو ولاړه او دریدلې ده خو دښځې په نشه کې د هیڅ شی په کیسه او اندیښنه کې نه دی . اوس ېې ټول حواس په ښځه کې راټول دی او په دې فکر کوی چې څنګه ېې په لومه کې ونښلي. خو ښځه چې تمځای یی رارسیدلی دی له ځا یه ولټیږي. دهغې له پا څیدنې سره دی هم لکه له دې سره چې تړلې وی له خپلې څوکۍ راپاڅي .ښځه شا ته راوګوري ،. ښځه مخکې او دې ورپسې روان شي. ښځه ګړندۍ او چا بکه روانه شي .مزل ته زور ورکړي. دی هم چابک او تیز قدمونه واخلي . پوره ورنږدې شي . لکه غواړي لاس په لاس کې ورکړي . دمخه ددې چې دې هیلې ته ورسیږی ناببره ېې له خولې راووځي .

ـ سلام 

ښځه هم په مکیز سلام ځواب کړي . 

غواړی د پیژندنې او ورنږدې کیدو خبره بشپړه کړي چې ناببره لکه غلا چې کوي پښه نیولی شي . شا وخوا وګوري. له ځانه سره غلی شان ووايي:

ـ بچیان او خپلوان مې چیرته ونه ویني؟

دی په همدې اندیښنه کې وي چې له شاه پسې غږ شي.

ـ خان ولي ! 

دغږپه اوریدو لکه څوک ېې چې ځای په ځای په زنا ونیسي ټکان وخوري .واروپارېې خطا شي. هرڅه ترې هیر شي .د مخکې تر دې چې په غږپسې شاته مخ ورواړوي .له غږ سره سمدستي ېې په اوږه لاس کیښودل شي. لکه څوک ېې چې مخکې تګ ته دیوال شي. ځای پرځای ودریږی. مخ راواړوی. ګل مرجان ېې نورهم اوږه زورکړي:

ـ څنګه په منډوېې؟

خان ولی وخاندي او په شرمیدلي غږ ځواب ورکړي. لکه کنهګارچې پخپله ګناه اعتراف کوي.

ـ تا څه ولبدم ؟

ـ ما له هغه اوله لیدلی یی. څنګه مو په یو بل کې سترګې ښخې وې .

خا ن ولي ټکان وخوري:

ـ رښتیا؟

ګل مرجان په ږیره لاس راتیرکړي. ځان ورجوخت کړي. غوږ ته ېې خوله نږدې کړي :

ـ نو که له مخلوقه ځان پټ کړې له خدایه به چیرته پټ شې؟

په خان ولي دشرم خولې راماتې شي لکه یو ګنهکار چې پخپله ګناه پښیمانه شي :

ـ دا خو رښتیا واېې خو په دې لعنتي وطن کې څنګه شیطان له ځانه شړلی شې. دې سر سپینو ته به سړی څنګه ټینګ شي چې په هزځای کې درسره بدرګه روانې اوسي؟

ګل مرجان بیا په ږیره لاس راکاږي. په نصیحت او مشوره لاس پورې ګړي: 

ـ توبه وباسه او ایمان ټبنګ ساته 

خان ولي ته خندا ورشي او خپل دلیل وړاندې کړي:

ـ چې سل ځلې توبه وباسې بیرته به په توبه بیا خیژې . په دې ملګو ګې نه کیږي . 

ګل مرجان بې ځوابه شي :

ـ نو چاره څه ده؟

خان ولي لکه له ډیره پخوا راهیسې ېې چې ددې ستونزې په هواری په شپو شپو فکر کړی وی په بیړه په لنډو ځواب ورکړي:

ـ چاره یی دا ده چې دا دکفرملک بایدپریږدو.

ګل مرجان اوږې پورته ونیسي .

ـ دا بې شرمه ملک کله پریښودل کیږي. بچیان اوښځه کله درسره ځي. 

په سړه سینه ځواب ورکړي :

ـ بس غاړه پرې خلاضه کړه .چې خدای ته دې غاړه خلاصه وی نور ېې پریږده چې څه کوی هغه به کوي!

ګل مرجان ته دا پریکړه درنده او ګرانه په نظر ورشي: 

ـ دا ناشونې او ډیره ګرانه ده .

هغه وخاندی :

ـ د خدای ساده هر څه شونی دي. په دې کار دوه ګټې کوې :  یو به دلته له هره ورځ ګناه نجات ومومې او بل به دې زړه ښځه په ځوانه بدله شي .

ګل مرجان چې دده خبرو ته سوچ کې تللی وو لکه بیده چې وي او له خوبه راکښیني:

ـ هغه څنګه ؟ 

ـ هغه داچې لاړبه شې بل واده به وکړې .

وایله ـ ډنمارک 

د شپې لس نیمې بجې 

د۲۰۱۹ مسلادی کال د دسمبر۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب