پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبطنزونهد عمومي رئیس فکري تمرکز (طنز) حبیب بختیال

د عمومي رئیس فکري تمرکز (طنز) حبیب بختیال

سهار به چې د خوب له ځایه راپاڅېدو نو د تیرې ورځې اغوستو کالیو پرتوګ او زیرپیرانۍ کې به یې ناشتې ته کېناست او دفتر ته د تګ پر مهال به یې بیا هغه کالي بدل کړل او نور به یې واغوستل. خو نن چې لږ ناوخته شوی ؤ او ریاست کې یې د ښځو حقونو خوندېتوب په اړه مهمې ناستې کې ګډون او وینا هم ور تر غاړې وه، نو د بیګا شپې تورو کالیو له پرتوګ سره راپاڅیدو او نیغ تشناب ته له تګ وروسته سهارنۍ ته کېناست، خو دا چې ټول تمرکز یې پر وخت ؤ او په کار وه چې په وخت دفتر ته ورسیږي، نو د ناشتې پر څرنګوالي یې له میرمنې سره د دسترخوان پر سر یوه توده شخړه وکړه، څو څېړې یې ووهله او د برابرې شوې ناشتې کاسه یې په غېږ کې ورغورځوله، په همدې حال کې په نیمه ګېډه خپلې کوټې ته په بیړه ولاړو او د سپینو کالیو قمیس یې واغوستو، چې په دې وخت کې یې ورته موټروان زنګ ووهلو او د باندې کوڅه کې یې موټر هارنونه هم ورته پیل کړل، بس په همدې حال کې یې یوازې ساعت ته وکتل او په بیړه راووتو. 

موټر ته د پورته کېدو پر مهال یې موټروان ته د لاس په اشاره په بیړه د تګ اشاره وکړه او بیا یې ساعت ته وکتل، خو د موټروان چې ورته پام شو، نو همدا چې خوله یې خبرو ته جوړوله او دده د نن تېروتنې په اړه یې په یو ډول پوهاوه  رئیس پرې وار وړمبی کړو او نیغ په بیړه د تګ سپارښتنه یې ورته وکړه. 

د ریاست انګړ کې چې له موټره راښکته شو، نو درجن درجن ښځېنه او نارېنه کارکوونکي د هرکلي لپاره د لارې دواړو غاړو کې تر دروازې ورته کتار ولاړ وو او د رئیس د نن ورځې بدلون یې چې ولېدو نو سره مسک مسک شول، خو د دفتر رئیس یې، چې په محافظه کارۍ کې یې ویښتان سپین شوي وو،  ټول مخاطب کړل او په نسبتاً لوړ غږ یې وویل: (( دا دی د رئیس صیب شیک پوشي به منئ نن په هندي موډ کې د ښځو د حقونو خوندېتوب مهمې ناستې ته راغلو))، د دفتر رئیس له دې خبرې سره د ټولو حالت عادي شو. 

رئیس له ټولو سره د سر او لاسونو په خوځولو له لرې ستړې مه شې وکړې، خو دا چې دده په وینا فکري تمرکز مهم دی، نو په همدې خاطر یې ټول فکري تمرکز په وخت رسېدل او د ښځو حقونو خوندېتوب مهمې ناستې پرانېستل وو او خپل بدل پرتوګ او قمیس ته یې هېڅ پام هم نه ؤ، چې په همدې کې د غونډو تر تالار ورسېدو او له دروازې سره تر ننوتو سره سم ورته ټول ناست کسان ودرېدل او د رئیس دې بدلون سره مسک مسک شول.

شیبه وروسته یو ویاند ناسته پیل کړه او تر دې چې په تلو تلو کې رئیس ته بلنه ورکړل شوه او همدا چې رئیس خپله وینا پیل کړه، نو له مقدمې وروسته یې د معمول په څېر په کارونو د فکري تمرکز ټېنګار وکړ او ټولو کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د اړوند څانګو کارکوونکي وهڅوي، چې وروسته له دې شیک پوشه راشي او پر کارونو فکري تمرکز زیات کړي. په همدې ډول یې د خپلې وینا په دوام زیاته کړه، چې وروسته له دې به په اداره کې د ښځو حقونو بشپړ خوندېتوب ته پر ژمنتیا ټېنګار او کار کیږي. 

رئیس دا خبرې په جدید لحن وکړې او د خطابې میز ته یې داسې سوک ورکړو، چې عینکې یې د مخ له خولو سستې شوې او د خطابې میز لاندې ولوېدې.  رئیس، چې د خپلو عینکو بیرته راپورته کولو پسې لاس ټیټ کړو، نو خپل تور پرتګ، سپین قمیس او خړې کورتۍ ته یې پام شو، چې له دې سره پرې له شرمه یوه نوې خوله او لړزړه رانازله شوه او  نیغ له سټیج راښکته او د خپل دفتر په لور په منډه ولاړو. 

د ناستې ځای کې چې کله ګډونوالو دا حالت ولېدو نو سره خواشیني شول او خیال یې دا وکړو، چې ګواکې د رئیس صیب ډیر فکري تمرکز د ښځو حقونو په خونديتوب او له هغو سره د ظلم او زور زیاتي مخنېوي دی، نو ځکه یې د وینا پر مهال دا ټکي جدي شول او ورسره یې فشار لوړ شو، حتا تر دې چې څو ښځېنه کارکوونکو خو د خواشینۍ ساندې پیل کړې او تر شیبو شیبو یې د عمومي رئیس زړاه سواندۍ او فشار لوړېدو په خاطر د زړه له خلاصه وژړل او اوښکې یې تویې کړې، خو رئیس له شرمه د غونډې له تالاره تښتېدلی ؤ او هلته یې تشناب کې د خولو پاکولو لپاره پر ځان سړې اوبه اچولې او احتیاطي اېښودل شوې دریشي یې اغوسته، خو د باندې ورته د ریاست کلینیک ډاکټر او نرسان له فشار آلې او نورو طبي وسایلو سره ولاړ وو. 

۲۳/۷/۱۳۹۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب