چېرته مې لوستي و چې: “د ژوند د پوچۍ یو راز خو دا دی چې ښايي تر مړينې وروسته د ټولو هېر شې.” داستایوفسکي به ویل: “ټول هغه څه چې ژوند دې ورته کړی او کوې یې دروغ او یوه دوکه ده چې ژوند او مرګ یې درڅخه پټوي.”
ژوند له سختیو سره سره منل او له مرګه تصوري یا رښتینې وېره د دې سبب شوې چې انسان یې پر وړاندې بېتفاوته ونه اوسي. نن د استاد غفور لېوال داسې یو شعر چې د لفظونو له مخې ډېر کوچنی خو د معنا له مخې ډېر پراخ دی، شاربو چې سراسر پکې ژوند پوچ او بېمعنا رااخيستل شوی دی، خو د سېمبولېزم بار یې دومره ډېر دی، لکه یوه آیینه کې چې ګڼ تصويرونه یو ځای شي:
مانا
ژوند
د ستړي مزل رنځ دی.
یوه دمه پهکې شته،
چې مرګ نومیږي.
لا د مینې په خوب سترګې خوږې نهوي،
چې غږ وشي:
«نور څه نهشته!»

که څوک د ایجاز یوه بهترینه نمونه لټوي، دا شعر يې تر ټولو غوره ثبوت دی. د استاد لېوال دا شعر که څه هم د الفاظو او کلمو له مخې ډېر کوچنی، مګر که محتوا ته یې ورننوځو، د يو دریاب هومره معنا ترې راویستی شو. یو وخت مې د یوې اوچتې هنري ټوټې، شعر او… اړوند دا جمله لیکلې وه: “ډېر شته چې دریاب یې په کوزه کې ځای کړی، مګر کم دي چې دریاب له کوزې راویستی شي.” دا شعر هم کټمټ لکه په کوزه کې دریاب، دا چې له دې کوزې د دې دریاب څومره برخه راایستلی شو، دلته به خپل زور پرې وازمايو.
کیرکهګارد یوه جمله لري، دی وایي: “هغوی چې ناښاده او خپه دي، له دې امله دي چې له مرګه ډارېږي، خو اخر موږ د امواتو د انجمن غړي د لرغوني روم د سپاهيانو په څېر له مرګه نه ډارېږو. موږ له مرګه بدتر مصیبت پېژنو چې په ټوله کې او له هر څه زیات د ژوند کولو مصیبت دی.” دا شعر هم په لومړیو کې ژوند د مصیبت او ستړیاوو ډک رنځ نوموي. شاعر وایي: ژوند د ستړي مزل رنځ دی. دلته مزل یوازې تر شېبو نه دی رامحدود، بلکې د انسان د ټول عمر استازيتوب کوي. د شاعر په اند انسان له پيدايښته بیا تر پناه په یوه اوږده لاره روان دی؛ په دې لاره کې له رنګارنګ احساساتو، خوښیو، غمیزو، بېلتون، ماتو، بریاوو او سره مخ کېږي، خو تر شا يې فقط او فقط د ستړیا په نوم یوه بېخونده ځانګړنه پرته ده.
کله چې انسان ډېر ستړی شي، ډېر مبهم درد و رنځ یې ورسره واخلي؛ فکر کوي چې زما دا نامعلوم رنځ د څه له وجې دی؟ شاعر دلته رنځ یوازې د جسمي و فزیکي درد په معنا نه کاروي، بلکې د اګزسټينسیالېستانو له عینکو ورته ګوري. شاعر وایي: انسان تل د یو څه د لاسته راوړلو په هڅه کې وي، د یوې بشپړې آرامۍ، د یوې پوره مینې، د یوې کاملې بریا او بلاخره د یوې مکملې معنا؛ مګر هېڅکله د یو منزل پای ته نهشي رسېدای، یو چې پوره شي، بل مخې ته راودانګي. نو ځکه دا شعر ژوند د پای ته نه رسېدونکو غوښتنو او نیمګړو ارمانونو له رنځه ډک مزل بولي. شوپنهاور په دې نظر و چې د انسان ژوند د بېپايانه غوښتنو او هیلو تر درانده بار لاندې ساه اخلي، ځکه نو انسان چې څه غواړي، د رسېدو په لار کې یې درد و کړاو حتماً ګالي، مګر بده هاله وي چې د ترلاسه کړي شي خوند یوازې تر شېبو محدود وي، ځکه ځای یې نورې نوې غوښتنې او ارمانونه نیسي.
د داستايوفسکي په “د ايوان ایلیچ مړینه” ناول کې د ژوند د هدف چې آیا لري یې او کنه؟ یا ولې د ژوند تر کړاو تېرولو وروسته باید ومرو؟ د ژوند د بېمعناوالي احساس چې انسان هر دم او هره لحظه له د ننه خوري، د وېرې د شتون پوښتنه؟ او… له داسې عجیبو، وېروونکو او له تراژیدیو ډکو صحنو او ماحول کې ځوابېږي چې په لوستو به يې له ځانه سره وایې: “ټول په دې پوهېږو چې مرګ حتمي دی. ټول دا وایو چې تر آخره ټول مرو؛ مګر عجيبه ده، د مرګ تر شېبې یو هم نه منو چې موږ دې هم ومرو. د مرګ تر شېبې فکر کوو چې مرګ د نورو لپاره حتمي دی.”
همدغه سوالونو ته شاعر لږ بدله زاویه کاروي، دی وایي:
یوه دمه پکې شته
چې مرګ نومېږي.
دلته شاعر اصلن مرګ د ژوند ضد نه یادوي، بلکې د ژوند ورستی دمه ځای یې بولي. مطلب دا چې انسان کله د ژوند له اوږده او له رنځ ډک مزل څخه ستړی شي، د مرګ تم ځای ته وروستۍ پناه وړي. دلته مو یو بل مهم تناقض ته هم سترګې ور اوړي، لوستونکی احساسوي چې که مرګ یوه دمه ده، نو ولې انسان ترې وډار شي؟ ځواب به یې بیا هم د ايوان ایلیچ مړینه ناول د مرکزي کرکټر د وهمناک او له یوازیتوب ډک مرګ او د دې مرګ د وروستیو شېبو په رڼا کې وکړو. ايوان چې کله ویني نور یې ژوند د پاڼ پر ژۍ تم دی او هره شېبه يې شدید درد تدریجي وژني، په دې شېبو کې تېر ته ستنېږي، وریادېږي چې څومره ښکلی ژوند و، نه درد و، نه غم؛ خو دا هر څه هغه دي بېمعنا خېژي. درد يې له دې خیالونو راباسي، یو ځل خو د مرګ خواست کوي، خو چې بیا تېر ور په ياد شي، غواړي په زوره چیغه وکړي چې نه، ژوند که هر ډول دی، په کولو ارزي. چېرې مې لوستي وو چې که په یو انسان ژوند هر څومره راتنګ شي، خو بیا هم د ژوند ظاهري ښکلی نقاب دا انسان نه پرېږدي چې مرګ تر ژوند ښه وګڼي. شاعر دلته راښیي چې انسان له مرګه تنها په دې وجه نه وېرېږي چې ژوند به يې پای ومومي، بلکې اصلي ډار یې له دې دی چې لا یې بشپړ ژوند نه دی کړی، لا ډېر څه ترې نالیدلي پاتې، لا یې د مینې په خوب سترګې نه دي مړې کړې، لا یې پوره خوبونه نه دي لیدلي، لا یې د کوم خوب تعبیر نه دی تفسیر شوی او…
هایدګر به ویل چې مرګ د انسان د وجود یو اساسي او رښتنی حقیقت دی. انسان خپل ژوند ځکه په پوره معنا درک کولی شي چې پوهېږي، ژوند يې پای هم لري. د نوموړي په اند مرګ یو بهرنی او تصادفي شی نه دی، بلکې د انسان له وجود سره یو تړلی واقعيت دی.
وایي: مرګ د ژوند پر ټولو شېبو خپل سیوری غوړوي او انسان دې ته متوجه کوي چې وخت ډېر تنګ و محدود دی، ځکه:
“لا د مینې په خوب سترګې خوږې نهوي،
چې غږ وشي:
«نور څه نهشته!»
دلته د مینې خوب تنها د عشق پر ماڼۍ ناسته مینه نه ښیي، بلکې د یو انسان د ټولو ارمانونو، خوبونو او د ژوند د معنا سره تړلو پدیدو ته هم اشاره پکې وینو. انسان دې نړۍ له یو عالم خوبونو او هیلو سره راشي، د راتلونکي د سازونې لپاره ډېرې یوټوپیاوې ړنګې او جوړې کړي، مګر هغه په کلیوالي اصطلاح: “بنده لرې نښلولې، مرګي لار ورته نیولې”، همدا دې مرګي یو دمي غږ وي چې پرې ویې کړي: “نور څه نهشته”.
دا شعر مو یو بل څه ته هم متوجه کوي، هغه دا چې په ډېر سېمبولیک ډول راته وایي چې د انساني ژوند لویه غمیزه دا نه ده چې مرګ یې پوپناه کوي، بلکې اصلي تراژیدي دا ده چې مرګ انسان نیمګړی له دنيا شړي. راځئ دا شعر لږ د آلبر کامو د ابسورډېزم یا بېمعنایۍ له زاویې هم لږ وشاربو. کامو په پردي ناول کې د انسان او نړۍ تر منځ یوه عمیقه ستونزه ترسيموي. دی وایي، انسان د معنا په لټه کې دی، د معنا غوښتونکی دی، خو نړۍ ورته د وروستي ځواب په توګه څه نه شي وړاندې کولی، مطلب دا چې انسان غواړي پوه شي چې دا ژوند ولې او د څه لپاره؟ بیا له دومره ژوند وروسته مرګ ولې؟ اصلن د دې ادلون بدلون معنا څه ده؟ مګر کله چې مرګ راورسېږي، د انسان دا ټولې پوښتنې همداسې بېځوابه پاتې شي، ځکه نو شاعر راته وایي، زما په حُسن تکرار سره چې: “نور څه نهشته”.