Homeخبرونهکندز کې یوې ترافیکي پېښې ۲۶ کسان ژوبل کړي

کندز کې یوې ترافیکي پېښې ۲۶ کسان ژوبل کړي

تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/ په کندز ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ژوبل شوي دي.

د یاد ولایت امنیه قومنداني نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه پېښه د علي اباد ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کې رامنځته شوې چې، له امله یې ۲۶ کسان ژوبل شو دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دا ترافیکي پېښه تېره شپه د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدلو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې، په ژوبلو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سرچینې په وینا، ژوبل کسان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښيي.

د یادونې وړ ده چې، د افغانستان ولایتونو ته غزېدلې لار هره ورځ د داسې خونړیو ترافیکي پېښو شاهدان وي.

د نظر خاوندان یې دلیل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه مراعت او د سړکونو خرابوالی یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما وتلی لوبغاړی نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر ومړ

تاند/ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه/ د هندي سینما وتلی او تجربه‌کار لوبغاړی نانا پاټېکر د پنجشنبې په سهار، د ۷۵ کلونو په...