تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/ د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اوره لوبلړۍ نن یکشنبه، د سپټمبر ۱۳مه په نوي ډیلي کې پيلېږي.
دغه لوبه د هند په سیمهییز وخت اووه بجې پيلېږي.
پرون شنبه ماښام د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ډاډ ورکړ چې، لوبډله یې د هند پر وړاندې سیالیو ته بشپړه چمتو ده.
هغه زیاته کړه چې، افغان لوبغاړي د هند له شرایطو سره بلد دي او هیله لري چې، د خپلو پلانونو په سم عملي کولو سره ښه لوبه وکړي او لوبلړۍ وګټي.
د یادونې وړ ده چې، د افغان لوبډلې چټک توپ اچوونکی نوین الحق له اوږدې مودې وروسته له ټيم سره یوځای شوی او تمه دا ده چې د نوین په بېرته راګرځېدو به د چټکې توپ اچونې برخه کې د افغان ټيم تشه تر یو بریده را ډکه شي.
اخوا بیا د هند نوموتی چټک توپ اچوونکی جسپرټ بومرا هم خپل تمرینات کړي او راتلونکو لوبو لپاره یې خپل چمتووالی ښودلی دی.
د یادولو ده چې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ راتلونکې دوې نورې لوبې د همدې سپټمبر په ۱۵ مه او ۱۷ مه نوي ډيلي کې ترسره شي.