Homeخبرونهپه هسپانیا کې د دوو چټکو رېلګاډو د ټکر له امله ۶۸...

په هسپانیا کې د دوو چټکو رېلګاډو د ټکر له امله ۶۸ تنه مړه شوي دي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۶ مه) د هسپانیا چارواکي وايي، د دغه هېواد په مرکزي تولېدو ایالت کې د دوو ایکسپریس یا چټکو رېلګاډو د ټکر له امله د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۶۸ تنو ته رسېدلی دی.

دا پېښه د چهارشنبې په سهار، د لړم په شپږمه، هغه مهال وشوه چې له پلازمېنې مادرید څخه جنوبي ښار پر لور روان چټک رېلګاډی پر هماغه رېللار له یوه درېدلي اورګاډي سره ټکر شو.

د ټکر شدت دومره و چې د یوه اورګاډي دوه واګونونه له پټلۍ ووتل، اور یې واخیست او د رېللارې څنډې ته وغورځېدل.

له پېښې څو ساعته وروسته هم د ژغورنې ډلې د رېلګاډو د ویجاړو شویو پاتې شونو په منځ کې د نورو جسدونو په لټه کې وې.

د هسپانیا صدراعظم، پېدرو سانچېز، د چهارشنبې په سهار له پېښې څو ساعته وروسته په یوه پیغام کې د دې پېښې له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي وښوده. نوموړي د ټپیانو د درملنې په اړه د چارواکو د هڅو یادونه وکړه او ویې ویل چې د پېښې ځای ته به ولاړ شي.

دا په روان میلادي کال کې په هسپانیا کې د رېلګاډو دوهمه خونړۍ پېښه ده. په لومړۍ پېښه کې، چې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د دغه هېواد په جنوب کې وشوه، د دوو چټکو رېلګارډو د ټکر له امله ۳۹ کسان ووژل شول او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان شول.

هغه پېښه له ۲۰۱۳ کال راهیسې په هسپانیا کې د رېلګاډو تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې وه.

د هسپانیا چارواکو د نوې پېښې په اړه په لومړني غبرګون کې ویلي چې د پېښې د علت د موندلو لپاره څېړنې روانې دي.

د دغه هېواد د ترانسپورت وزیر، اوسکار پوینتي، د چهارشنبې په ماسپښین خبریالانو ته د پېښې د احتمالي لامل په اړه د لومړنیو ارزونو پر مهال وویل، چې ټکر وروسته له هغه رامنځته شو چې یوه ایکسپریس رېلګاډي ته، سره له دې چې د بل اورګاډي د درېدو له امله د پټلۍ د بندېدو سور څراغ بل و، د سفر د دوام اجازه ورکړل شوه.

نوموړي دا کار د «کړنلارې سرغړونه» وبلله.

پوینتي وویل، د کمپیوټري اړیکو د یوې ستونزې د پېژندلو له امله د درېدو سور څراغ بل شوی و، خو د رېلګاډي د بیا حرکت لپاره ناسمه پرېکړه شوې وه.

هغه دې پوښتنې ته ځواب ورنه کړ چې ایا د دې پېښې له امله به له خپلې دندې استعفا وکړي که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...