د جام او ګړي ترمنځ د حجم توپير څرګند دی. څومره اوبه چې په ګړي کې ځايېږي دومره په جام کې نه ځايېږي. خو دې ته مو پام نه دی؛ کومه دنده چې جام ترسره کوي ګړی يې نه شي ترسره کولی او د ګړي دنده جام نه شي ترسره کولی. ګړی د اوبو د څښلو په وخت کې خولې ته نه پورته کوو خو جام پورته کوو. ګړی اوبه ډېرې او يخې ساتي خو جام دا کار نه شي کولی.
په همدې ډول د انسانانو معنويت هم دی. ځينې انسانان د ګړي غوندې لويو کارونو ته پيدا وي خو د جام واړه کارونه نه شي ترسره کولی. لمر له سپوږمۍ څخه څو واره لوی دی خو د سپوږمۍ په کار کې پاتې راځي. په همدې ډول ځينې نورې سيارې چې له سپوږمۍ به غټې وي خو د سپوږمې غوندې کار نه شي کولی او نه سپوږمۍ د دوی کارونه کولی شي.
نر له ښځې څخه جسماً قوي بريښي خو ښځه چې د ځېنو کارونو توان لري هغه توان له نر سره نشته او نر چې ځينې کارونه کولی شي د ښځې له وسه نه دي پوره.
که د ژبې د ابڅې تورو ته وګورو نو پوی به شو چې هرڅه په خپل ځای کې د کار د ترسره کولو په نيت پيدا شوي. مثلاً: الف (ا) له ټولو تورو وړاندې دی خو له ټولو څخه د وروسته پاتې توري يعنې د ياء (ی) ځای نه شي ډکولی. له بله پلوه الف ډېر نری او مستقيمه عمودي کرښه ده خو ياء (ی) چې له الف غټه بريښي د ده پر ځای کار نه شي کولی.
د سر، د وروځو او بڼو ويښتان په ټوله کې د ويښتانو په نوم يادېږي. که څه هم د بڼو او وروځو ويښتان د سر له ويښتانو ډېر لنډ دي خو کومه ښکلا چې په همدې لنډوالي کې دغو ويښتانو انساني څېرې ته وربښلې د سر ويښتان يې نه شي ورکولی، يو انسان که د سر ويښتان ونه لري دومره بدرنګ نه ښکاري خو که د وروځو او بڼو ويښتان يې نه وي څېره يې بيخي له انسانه بل ډول مالومېږي.
کله چې الف د ياء، نر د ښځې، لمر د ستورو، زلفې د بڼو او ګړی د جام دنده نه شي ترسره کولی نو بيا ولې دا غټان غټان پر دغه نورو وړو ښه وګڼلی شي؟ يا ولې دوی په خپله له وړو ځانونه غوره ګڼي؟ او دوی که له ځايه غټان غټان پيدا دي خو د وړو کارونه نه شي اجراء کولی!
هر يو شی که د خپل پيدايښت مطابق خپله طبعي دنده په ښه توګه ترسره کړي بس دا تر ټولو ښه او غوره شی دی او په دې ډول به يې د پيدا کوونکي مقصد هم پوره کړی وي. د انسانانو او شيانو تر منځ د لوی او واړه خبره نه ده مطرح او دا د هوښيارۍ خبره هم نه ده چې يو څوک ځان په غټانو يا په وړو کې حساب کړي بلکې خبره د کار په کار ده چې خپل ورسپارل شوی کار ترسره کړي.
ځکه خوشال خان خټک هم ويلي:
زلفې چې ولول وي خو خپل يار لره کنه
توره چې تېرېږي خو ګوزار لره کنه.
شيخ دې لمونځ روژه کړي زه به ډکې پيالې شومم
هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه.
۱۰/۰۳/۱۳۹۲
حيدرآباد
حیدرخیل صیب ډیرښه تحلیل او ښه لیکنه مو کړیده، الله ج دي ډیر آجرونه درکړی
رښتیاهم چی دا دالله ج نظام دی هرشی ته یی دهغه خپله دنده ورکړی اویو دبل کار نشی کولای
ډېره مننه يارانو!
د استادانو او يارانو برکت دی!
تل راته اباد اوسی!