دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهیاد | اجمل پسرلی

یاد | اجمل پسرلی

ټپ ټپ، د البم شا یې وټپوله، ورپو یې کړل. البم یې پرانیست. د یوه تور او سپین عکس پر مخ یې ګوتې تیرې کړې. مخامخ یې وکتل، نرۍ لار یې سترګو ته ودریده، منی و، پاڼې رژیدلې وې، ونې لغړې شوې وې. لار کږه وږه ځنګله ته غځیدلې وه. د غونډۍ له لورې سړه سیلۍ لګیده، دا ورسره وه. بارخوګان یې یخې هوا ته تک سره شوي وو تر دې مخکې زیړه زبیښلې وه، خو اوس چې ټوخیده بیا یې هم مخ ګل کړی و.

وروسته بیا ډاکټر ورته ویلي و چې دغه یې د سرطان اوله نښه وه. البم ته یې وکتل لایې هم ګوته د هغې پر تصویر تیریده لکه تصویر چې تصویر نه وي او هوار نه وي. سترګې یې پټې ونیولې، همهغه کږې وږې لار یې ذهن ته لار وکړه، خو دا ځل لار تته وه، لکه لړه چې پرې راغلې وي، زړه یې وکړ چې پر همدې لار بیا دغه شیبه مخکې سفر له سره وکړي، خو لار یې له ذهن څخه وتله لکه یوه ویډیو چې پیل یې بیا بیا له سره کیږي، همغه د لارې اوله ښکاریده خو په خیال کې د همهاغه ځنګله په لور روان شو……

 ترپ شو البم یې له لاسه ولوید. له لرګینې چوکۍ ورتیټ شو، البم یې راواخیست د عکس پر بارخوګانو یې ګوتې تیرې کړې، لکه څوک چې نازوي. سترګې یې بیرته پټې کړې، هاغه پخوانۍ لار یې بیا سترګو ته سمه ونه دریده…..

البم یې کلک بند کړ دوړه ترې جګه شوه.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب