جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودکچه (؟) |  ډاکتر ماخان میږی شینوری

کچه (؟) |  ډاکتر ماخان میږی شینوری

موږ په ژبه کې چې څه په خپله خوښه لیکو، بې له دې چې په هغه وپوهیږو، ناسم راځي. د بیلګې په توګه دا کچه زموږ په ژبه کې د داسې څه له پاره زموږ د لیکلوست خاوندانو له خوا کارول کیږي، چې هغه یې ترې پوهیدنې اوبنسټیزې مانا سره  هیڅ اړوندوالی نه لري

کچه څه ته وایې اوموږ دا څنګه، ولې او د څه له پاره څنګه ناسمه کاروو؟

په لاندې کې یوڅو بیلګې راوړو اوبیا ګورو، چې دا کچه څنګه او د څه له پاره کارول شوي دي.

لولو:

الف :  ،، په جلالاباد کې د کابل په کچه روعتون جوړشو،،.

ب :  ،، سږ کال د ټول هواد په کچه د مالي ستونزو  له امله ۲۲۰  کارخونې تړل شوې دي،،.

پ : ،، ننګرهار کې د درې ولایتونوپه کچه د ړندو تر منځ د کرکټ پنځوس اوریزه سیالي پیل شوه،،.

ت : ،، ولسمشر غني د سیمې په کچه د ترکمنستان…،،

ټ : —- کله کله لولو، چې: ،،….په ډېره کچه…،،…

ث: :…. ،، د سیمې په کچه مرکز جوړ کړي،،.

ج : —- افغان نوولس کلنو د اسیا په کچه د کرکټ تاریخي اتلولي وګټله،،.

ح : ،،افغان حکومت په ځايي کچه سولې ته د طالبانو هڅول غواړي،،.
ګرانولوستونکو! تاسوپه  دې باوروکړي، چې دا پورته ټولې غونډلي ناسمې دي او هیڅ ترې نه پوهیدل کیږي.
داسې به نه وایو، چې دلته به له کچې موخه دا یا هغه وي.
د لیکونکي موخه خو به څه وي، خوپه هرډول ناسم دي.

که ورته زیر شو، نو ځنې ځایونوکې ،،کچه،،  زموږ په ادبیاتوکې د ستاندرد( معیار)، سطحې(هوارې)، سویی، لیول له پاره کارول کیږي او له ځنو خوهیڅ نه پوهیدل کیږي.

موږبه  الف : ته پام وکړو ،، په جلالاباد کې د کابل په کچه روعتون جوړشو،،.

که ووایو، چې ( په ډېره بخښنه): ،، په جلالاباد کې د کابل په ،،درچه،، روعتون جوړشو،،.

یا یو بل څه

نوپه دواړو او په بل څه کې به هم  موږ په همغه موخه وپوهیږو، لکه پورته مو چې ګوته ورته ونیوله یعنې ستاندارد یا مغیار.

دا هر څه به روښانوو اوبیا به دې ناسمون ته ګوته نیسو:

لومړی دا څه څیړو، د څه له پاره چې ،، کچه،، کارول کیږي.

د ،،کچې،، پیژند د ټولو، چې له پاره یې  کاروو په پای کې راوړم.

څه پیژندونه راوړو:

لومړی:  ستاندارد یا معیار:

یو ستاندارد Standard یو پرتلییز ډوله یوونیز یا یوونیز شوی ، لا نور هم پیژندل شوی او زیات کارول شوی( یا لږ تر لږه هڅیدنی وړ) رقم او ډول دۍ، چې یو څه جوړ کړي یا یو څه منځ ته راوړي، کوم چې د نورو رقمونو او ډولونو په مخامخ۰مقابل) بریالی شوی وي.

لنډ: دجوړښتونو  په پرتله کې دجورښت بریالی ډول جوړښت ،،ستاندارد یا معیار،،  دۍ

بیا: دا که کورونه وي یا ماشین الات، د جوړونې له پاره یې ډېر مسلکي کسان وړاندیزونه کوي اودا وړاندیزونه بیا سره پرتله کیږي، هریو ډول چې د غوښتونکو کسانو خوښ شو،هغه بیا ستاندارد یا معیار  دي

دویم:  نیوو Niveau :

۱ – ټاکلې هواره یا کرښه ده، چې د ځمکې د سرهوارې سره غبرګه ځغلي.

پوهیږو، چې دلته سړی سمسمکيوالی سره پرتله کوي او دا هر اړخیز. دلته د نیوو په ځای هواره یا سطحه  یا level راوړل شوې.

۲ – Niveau  : یوه ټاکلې پوړۍ ده، کومه چې له مخه ورکړشوې سکالا باندې شتون لري او له هغې سره سړی یو څوک یا شي ارزوي. که څوک د زده کړې یا پوهې له مخې یوبل سره  پرتله کوي، نو دلته سړی وایي، چې دا په یوه یا برابره سویه دي. روغتون یا بل څه چې سره پرتله کیږي هم سویه ویلی شو یا وایو.

،، هغه رښتیا سویه لري،،  د روزنې درجه

۱ – ته د ځان له پاره جګ ستاندارد یا  معیار ټاکې، چې ته اوس سملاسې درس ویلو ته د تلو هیله لرې،.

دریم:  نورم Norm :

نورم: ټولیز منل شوې نه لیکلې لار یا قانون دۍ، چې باید د هغې پسې سمه تلنه وشي یا سړی ځان د هغې پسې چمتو کړي.

،، نورمونه کره کړۍ یا نورمونه کیږدۍ،،.

دا یا هغه چې ټولیز ورځنی(مروج) یا پیژندل شوی وي.

،، د هغې لویه د نورم څخه قوي تغیر ده.،،

زیات وخت چې ډېر مخ ته لرو.

د انسانانو د ګډ ژوند له پاره ټولیز پیژندل شوې، منلې باوري لار”ethische Normen” یا اخلاقي نورمونه.

دا په تخنیک کې تخنیکي نورمونه شته اوداسې نور.

څلورم: سطحه ( هواره) Ebene:

یو څه د یو بل څه سره په برابر جګوالي. دا دارزښت له پاره کارول کیږي. دا هم  د لیول له پاره کارول کیږي.

اوس راځو کچونې یا کچې یا کچولو ته:

کچول نو څه ته وایي؟

اوس د کچې پیژند ورکوو اودا پورته پیژندونه هم په پام کې نیسو، چې څنګه اوولې یې له پاره کچه کاروو.

پیژند: کچول دې ته وایي، چې د کچونې لویه (اوږدوالی، دروندوالی،مهال)  د یوه کره ټاکلي کچیوون یا کچ یووالي ( متر، کیلوګران، ساعت) سره پرتله شي.

د بیلګې په توګه یوټوکر په کچه کوو.

یوه بورې غنم په کچه کوو.

له یوځای څخه وبل ځای ته  د تګ وخت په کچه کوو

اوبس همدومره او نه وراخوا.

بیا

د یوې لويې د پیدا کولوله پاره دالویه باید په اړونده کچووني یا کچ الې سره په کچه شي. د بیلګي په توګه د یوه واټن څرګندول یا معلومول په متر یا … کچولو سره روښانه کیږي. که دوه اوږدوالي سره پرتله کوو، نو وایو،  دا یو د دې بل څخه په کچه ستردۍ. دلته نو په کچه ستردۍ.

یعنې کچه، کچونه اویا…د  یوې لويې د څومره ولي د روښانولو له پاره اویا د دوه همغو لو یو له بل سره پرتله کونوله پاره هم باید دا لویې  په کچه شي.

د هغو څه له پاره، چې څومره والی  نه څرګندوي اود یوبل څه او موخې له پاره کارول کیږي  د کچې کارونه ناسمه ده.

که داسې لږنور څه په ورزیات کړو، نوزیان خو نه لري.

نوڅه په کچه کوو؟ موږ چې څه په کچه کوو، هغه فزیکي لويې دي.

( فزیکي) لویې څه شی دۍ؟

موږ په ورځنې ژوند کې تل یا زیات وخت  د دروندوالي، اوږدوالي اومهال سره سر اوکارلرو.

دا لويې دي.

دا چې دا لويې څومره لویې دي، د کچیونونو سره یې کچوو یا پرتله کوو.

کړنه: د یوې لویې کچه ونه، چې له دې لارې یې څومره والی ځان ته روښانه کوو.

یوون یا یووالی   : دا باید د یوه څه سره پرتله شي، چې دې پرتله ونو څه ته یونونه ( یووالي) وایو. ناسم عربي یې واحدونه، چې واحد یوه ته وایې( عربي کې ورته وحدهّ ( ه چې په سر یې ټکي وي،نه شم لیکلی) وایې ، چې انګرېزي او الماني  یې unit Einheit, دي، چې د یوې الې له لارې کیدی شي اودا الې کچوون الې یا د کچونې الې بولو یعنې هغه الې چې کچول پرې کیږي اودا یوونونو ته، چې د کچولو له پاره یې کاروو. کچون یوونونه یا کچون یووالي ( کچه -وون-یووالي )  وایو.

په پیل کې مې چې کومې غونډالې رواړوو، بیایې راوړم اوړاسې لنده شننه یې:

الف :  ،، په جلالاباد کې د کابل په کچه روعتون جوړشو،،.

دا  ،، کچه،، په پورته کې د معیار له پاره کارول شوې.

ب :  ،، سږ کال د ټول هواد په کچه د مالي ستونزو  له امله ۲۲۰  کارخونې تړل شوې دي،،.

،، شږ کال د ټول هیواد په کچه،، څه ترې پوهیدنه نه لري یا څه نه شته.

پ : ،، ننګرهار کې د درې ولایتونوپه کچه د ړندو تر منځ د کرکټ پنځوس اوریزه سیالي پیل شوه،،.

،،ننګرهار د درې ولایتونوپه کچه،، څه شی نه شته

ت : ،، ولسمشر غني د سیمې په کچه د ترکمنستان…،،

،، د سیمې په کچه،، څه شی نه شته

ټ : —- کله کله لولو، چې: ،،….په ډېره کچه…،،…

،، … په ډېره کچه..،، څهشی نه شته.

ث: :…. ،، د سیمې په کچه مرکز جوړ کړي،،.

،، د سیمې په کچه،، څه شی نه شته.

ج : —- افغان نوولس کلنو د اسیا په کچه د کرکټ تاریخي اتلولي وګټله،،.

،، د اسیا په کچه،، مې ګوماندۍ، چې د اسیا د سويې له امله کارول شوی وي،خوبیا ناسم دۍ.

ح : ،،افغان حکومت په ځايي کچه سولې ته د طالبانو هڅول غواړي،،.

،، په ځایي کچه،، څه شی نه شته.

په پای کې زما هیله اود لیکنې بخښنه یې راته وکړۍ:

۱ – چې څه لیکو،باید پرې پوه وو.

۲ – په څه باندې یا د څه په هکله چې څه لیکو، باید پرې پوه وو.

۳ – د بلې ژبې نوم یا یل کوم ،، وي،، له پاره پښتو چې پیدا کوو، ترې  تیرشو.ومو لیدل، چې دا مود ناسمونو سره مخامخ کوي.

او که بیا هم

۴ – څه لیکو  نو په دواړوباید وپوهیږو اووګورو، چې دا یې نږدې انډول کیدی شي، اوکه نه؟

۵ – که غواړو، چې د پردي ،، وي ،، له پاره پښتو ولیکو، نو موږدا د همدې پیداېښته زده کړې او راسره ژبې څخه  باید راونیسو، نو باید وګورو، چې دا ولې انډول دۍ اود څه له پاره کارول کیږي؟

۶ – بیا مې هم هیله ده ، چې هغه د باندني ویونه، چې پرې نه پوهیږو، همهغسې یې ولیکو، پښتوورته پیدا نه کړو، ځکه چې هر کار د هر چا نه وي اونه یې وبولو، که دا ډېر یا لږ پوه وي.

د لا سمون له پاره ستاسو مرستې، کوتنیونو او وړاندیزونو په هیله.

خبرې له خبروراوځي اوپه خبروسمیږي. هیله ده، چې خبرې په وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب