سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبد قافيې زیانونه| سميع وحدت

د قافيې زیانونه| سميع وحدت

قافیه له کمالونو او ګټو سره- سره، د شعرونو جانبي موسیقي هم جوړوي. چې په شعر کې یې تر ټولو لوی کمال هم، همدا دی. په دې موسیقي کې د اوازونو تکرار راځي او کلمې شرنګېدلې کوي، په منظومو شعرونو کې قافیه تر هرڅه مهمه ده، د قافیې غلطي او یا د قافیې نشت تر هرڅه لومړی د لوستونکي او اورېدونکي توجه جلبوي. د قافيې غلطي پر غوږنو باندې ډېره پرېوځي، اورېدونکی دېته نه ګوري، چې شاعر پخپل نظم کې څه ویل غواړي، بلکې سمدستي په دې عقیده کېږي، چې شاعر د نظم په جوړولو نه پوهېږي؛ خو د شعر دا مهم توک ځینې زیانونه هم لري:

الف: ځینې شاعران د قافیې د کلمو د پيدا کولو په لټه کې وي، چې باید د شعر له نورو کلمو سره یې اهنګ برابر وي؛ نو ځینې داسې نا‌اشنا او نادر لغتونه د قافیې په کلمو کې راوړي، چې د هغو کلمو استعمالول چې لوستونکی یې په معنا نه پوهېږي، د کلام فصاحت کموي او فصاحت او وضوح ته، چې صدمه ورسېږي، طبعا د کلام بلاغت او په مخاطب باندې تاثیر کولو ته هم صدمه رسېږي.

ب: بل لوی تاوان یې دا دی، چې ډېر ځله خیال او مفهوم د قافیې قرباني شوي او شاعر د خپلې تجربې د بیان په ځای د قافیې په وجه نور څه ویلي دي. مثلا که «خزان» د قافیې کلمه وي، همدې سره د بوستان، کلمه قافیه شوې، چې په بوستان کې بیا جانان ګرځېدلی او له جانان سره بیابان پیدا شوی دی…

ج: که له کوم شاعر سره د ویلو له‌پاره ډېر څه وي؛ خو د قافیې ارونه ممکن ورته څه ستونزې پیدا کړي وي او هغه خپلې خبرې، چې څنګه باید شوې وای، نه یې دي کړې او د قافیې په کلمې یې خبره پایته رسولې.

د: داسې هم شوی دي، چې د قافیې کلمې په شاعر باندې ضد او نقیض مفهوم بیان کړی دی. مثلا د فارسي ژبې شاعر صایب، دوه بیتونه را‌اخلو، چې یوه کې صایب د فرهاد ځان‌وژنه د هغه د غیرت او شهامت له وجهې ګڼي او وایي:
فرهاد بد نکرد که خود را هلاک ساخت
عشق غیور بار شراکت نمي کشد
بل ځای بیا یې ځان‌وژنه د مېړانې له وجهې نه بولي او د غیرت له جوهر سره یې منافي ګڼي:
تیشه را بایست اول بر سر خسرو زدن
جوهر مردانه ګي در تېشهء فرهاد نیست
په دې بیتونو کې د شعر د مفهوم نقض کول د قافیې د کلمې له وجهې شوی دی، که د قافیې محدودیت نه وای؛ نو مفهوم به هغسې بیان شوی وای، څنګه چې شاعر غوښت.

3 COMMENTS

  1. سلام
    پنځه شیا ن په قافیه کې باید وپېزندل شی چې یو شی همدا عیب دی نه زیان ،ځکه چې عیب اوزیا ن یودبل سره توپیر لری ارواښاد عبدالروف بینوا دعلم او فرهنګ نامتو لیکوا ل
    :په ټولنه کې اوچت شخصیت اوڅېړونکی داسې وایی

    : د قافيې عيبونه
    دا څو رازه دي چي مشهور ئې دادي : افوا، اكفا، سناد، ايطا، تضمين، اجازه، غلو، عدول

     افوا :
    د مجرى يعني روى د حركت اختلاف ته قلندر وايي
    هوسيه وخورې د سترګـــــــــو تورى
    پر لوړ ولاړه ښكاريان په ګورې
    ښكاريان لا كله د ګور بنديان شوه
    خيزې ولاړي دي تشي تــــــــــــــوري
    ” تورى” او د “يا” په حركت كي اختلاف سره لري.

     اكفا
    د روى د توري اختلاف ته اكفا وايي، چي دا ډېر بد عيب دى، لكه : رقاص اوخناس يا روح او پوه يا ټك اوټګ ، لحاظ او ابراز چي سره راوړه شي.

     سناد
    سناد د ردف اختلاف دى لكه كار اوكور چي سره راوړه شي، دا عيب په پښتو او پارسي كي ډېر بد دى، اوهيڅ روا نه دى، مګر په عربى كي جواز لري مثلاً په عربى كي جميل او نزول په قافيه كي سره راتلاى شي.

     ايطا
    د قافيې د آخر توري تكرار دى په يوه معنى دا دوه قسمه دى : جلي، خفي . جلي هغه دى چي تكرار ئې ښكاره وي لكه ستمګر او خواستمګر. خفي هغه دى چي تكرار ئې نه وي ښكاره لكه : دانا، بينا. جلي ايطا په قافيه كي عيب دى.

     تضمين
    دادى چي قافيه په وروستني بيت پوري معلقه شي، يعني لومړى بيت بېله دوهم بيته خپله معنى پوره نكړي لكه عبدالقادر خان چي وايي:
    لاړم وباغ ته په نيت دګــــــــــــــلو
    د پرېكولو آواز د بلبلــــــــــــــــــــــو
    وكړ دستي مي له لاســـــه پرېوتې
    هس رنګ مست شوم لكه په ملو
    او دا ځكه عيب دى چي دادب پوهان وايي چي د نظم هر بيت بايد دومره مستقل وي چي معنا تمامه كړي البته دكلام د سباق د معنى په ترتيب كي به د نورو سره شريك وي.
     اجازه ۶
    دا عيب داسي دى چي دوه مختلف روى سره راوړه شي لكه : كاسب او فاضل.

     غلو
    چي د روى تورى يو ځاى ساكن او بل ځاى متحرك راوړى.

     عدول
    عدول څو ډوله دى : يو دا چي شاعر د وزن دصحت دپاره په لغت كي تصرف وركړي بل دا چي په قصيده كي له يوې قافيې څخه وبلي قافيې ته ولاړ شي، دا عيب دى مګر كه د قصيدې په مگينځ پخپله شاعر دې تغير ته اشاره وكړي عيب نه دى، د ځانه څخه د شعر په پاى كي لغت جوړول يا پر اصلي لغت څه شى اضافه كول يا د كوم لغت معنى اړول يا بېځايه استعمالول هم عدول دي.

  2. لیکنه مې ولوسته.
    د غضنفر پۀ جادوګر هنر کې هم پۀ دې هکله بحث شوی دی، نو پۀ لیکنه کې هېڅ نوښت او نوې خبره نه وه، تکرار او تکرار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب