تېره اوونۍ په تصادفي ډول یوټیوب کې اشنا ټلویزیون سره د استاد اسدالله غضنفر مرکه مخې ته راغله. استاد غضنفر او ډاکټر نورالحبیب نثار له کابو شلو کلونو راهیسې زما د خوښې لیکوال دي، له لیکنو او خبرو یې تل خوند اخلم.
دمرکې په یوه برخه کې ښاغلي غضنفر د نثر پر ښکلا خبرې کولې، ماته یې فیسبوک کې دیوه ملګري شاکر قرار پوسټ رایاد کړ چې د کوم لیکوال له نثره یې شکایت کاوه. له ځان سره مې فکر وکړ چې لوستونکي ولې زموږ له نثره شکایت کوي. د ځینو لیکوالو نثرونه ولې زړه تنګوونکي وي؟
موږ په انساني ژوند کې یو لړ ارښتونه لرو، هر کار چې کوو، هرڅه چې وایو او هرڅه چې اخلو هغه ارزښتونه په کې ګورو. کله چې زموږ له معیار سره برابر نه وي خوند نه راکوي. د مثال په توګه که په چا کور جوړوو هغه استاکار غوره کوو چې په خپل کار کې ماهر وي، د کور له بنسټه تر چوکاټ او ښکلا پورې زموږ د ارزښتونو په معیار برابر کار وکړي. که د کالیو مینځلو ماشین، لېپ ټاپ کمپیوټر او یا بل هر شی اخلو، سهولتونه او ښکلا په کې لټوو، که د چا خبرې ته غوږ نیسو د رښتینوالی او منطق تمه ترې لرو. دغسې دلیکنو لپاره هم یو شمېر ارزښتونه لرو، کله چې دیوه لیکوال لیکنه زموږ له هغو ارزښتونو او د لیکوالۍ اصولو او قوانینو سره برابره نه وي موږ ته ارزښت نه لري او خوند نه راکوي.
زه په خپله چې کله کوم نثر لولم، درېیو شیانو، دلیکوال اخلاق، منطق او د نثر ښکلا ته په کې زیاته توجه کوم. د لیکوال اخلاق له دې معلومېږي چې لوستونکو ته احترام ولري، دروغ ونه وایي، هرڅه چې لیکې د کره معلوماتو او سرچینو په اساس یې ولیکي. هوایي او بې سرچینې خبرې د لیکوال اخلاقي کمزوري ښیي او پر لیکوال مو باور زیانمنوي. همداسې دلیکوال منطق هم موږ ډېر ارزښت لري. کومه خبره چې منطقي دلایل لري او کنه. د نثر ښکلا او د ژبې رواني بیا هغه لوازم دي چې د لیکوال هغه سمې خبرې او منطقي دلایل راباندې په مینه لوستلی شي. دا درې شیان لازم او ملزوم دي، که د یوه لیکوال په لیکنه کې اخلاق او منطق هم وي خو چې ژبه یې پېچلې او سخته وي د لوستونکو زړه ورته تنګېږي.
زه دا څو کاله په پښتو ژبه د ډېرو کمو لیکوالو لیکنې لولم. یو ځل چې د چا لیکنه ولولم راته معلومېږي چې د یوه لیکوال په توګه لوستونکو سره څومره رښتینی دی، دخپلو خبرو کره والي او منطقي اړخ ته څومره پام کوي، له کلیمو او جملو سره څه ډول چلند کوي. معمولا هغه کسان چې پرته له سرچینو او معلوماتو بې منطقه لیکل کوي، لیکنې یې خوند نه راکوي، هغه کسان چې په لیکنو کې لفاظي کوي، جملې او کلمې بې ضرورته اوږدوي، لیکنې یې راته ارزښت نه لري. د لیکلو پر وخت باید دې ته پام وکړو چې خبرې کول او لیکل ډېر توپیر لري. هر هغه څه نه شو لیکلی چې موږ یې وایو.
یو وخت مې د افغانستان ولسي جرګې د وکیلانو دغونډو راپورونه لیکل، ډېر وخت به داسې و چې د یوه وکیل له لس دقیقو خبرو به یوه جمله هم نه جوړېده. ډاکټر صیب نورالحبیب نثار به د افغانستان د یوه سیاسي چارواکي په اړه تل ویل چې دا سړی د خبرو په هنر پوهېږي، واضحې او شمېرلې خبرې کوي. لکه څنګه چې واضحې او شمېرلې خبرې خوند راکوي، همداسې له لیکوالو هم تمه لرو چې واضحې او شمېرلې کلمات راته ولیکي. نه د ژبې سختول هنر دی او نه د جملو او پراګرافونو پېچلی کول. بر عکس دواړه کاره زما غوندې لوستونکو ته لیکنه بې ارزښته کوي. هر وخت چې مو څه ولیکل اول یې خپله ولولئ، که ژبه مو په کې بنده نه شوه او تاسو ته یې خوند درکړ پوی شئ چې لیکنه مو روانه او واضحه ده.