يادونه: علمي څېړنښود ( علمي څېړنې لارښود) د ښاغلي سيف الرحمن هاشمي ليکلى څېړنيز اثر دى. د دې لپاره چې ټوله ټولنه ترې ګټه پورته کړې دا لړۍ د تاند له لارې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوو. مننه |
لومړى څپرکى:
ادب او ټولنه
ادب که په هره ټولنه کې وي،تل سپېڅلى او له تعصب نه پاک وي. ادب چې له دريو تورو ځنې جوړه کلمه ده او په عربي کتابونو کې يې لغوي ماناوې بلنه،دعوت،پوهه او ځيرکي ده او د حد او اندازې ساتنه کڼل دي. ادب عربې کلمه ده،چې په پښتو ادب کې د دغه کلمې په اړه بيلابيلې څېړنې شوي، چا يې اصل (هذب) ګڼلی چې هذب د ونو زياتي څانګو پريکولو ته وايې او چا بيا د اخلاقو په مانا کارولی دی، دغه کلمه په عربي ادب کې ډيرې زړې ريښې لري. د ادب کلمه پر اجتماعي علومو سربيره د شعر، فصاحت او بلاغت لپاره هم کارېږي او ان ترننه پورې روانه ده.
دغه کلمه نور مشتقات لکه ادب او د هغې فعل وزېږول، د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو حديث مبارک دی وايي:
ادبنى ربى فاحسن تاديبى (ما ته مې رب ډير ښکلى ادب راکړی دی). اوس دا کلمه د مانا له پلوه خپله بڼه بدله کړه او ادب د اخلاقو په مانا وکارول شو.
ځينې کسان د ادب په مفهوم کې ښېګڼه،ښه او نيک چلند هم شامل بولي. د پوهاند رښتين په وينا: ادب هغه فن دى،چې د پاکو احساساتو په خوځولو سره د ټولنې خلک د خير پر لور بيايي او دوى ته د خير مانا ورښيي،ښايي ارواښاد مولاناعبدالقادر هم په همدې منظور ويلي وي چې ادب؛خو له سړي نه سم سړى جوړکړي.
که څه هم د نورو ټولنيزو علومو او هنرونو په څېر ادب کوم داسې ټاکلى او ځانګړى تعريف نه لري.چې هر چېرې دهر چا لپاره يو شان دمنلو وړ وي، له دې سره سره د ادب پو هانو او څېړونکو له خوا،چې د ادب کلمې د لغوي او اصطلاحي تفسير او پېژندنې په برخه کې څه ويل شوي دي، هغه ګډ دي،يانې ګډ ټکي سره لري.
ادبيات بايد اديب ته دهغو معيارونو مفهوم ولري لکه د ونې زاړه او بې ګټې ښاخونه چې بې ځايه د ونې ويني څښي او هيڅ حاصل نه ورکوي،د ونې دکمزورتيا لامل هم ګرځي،يانې ادب د ژبې نيالګي ته يو سالم او ځواکمن ژوند وربښي چې ونه په سهي ډول مقصد ته ورسېږي؛ نو په ټولنه کې ادب هم همدې ته اړين دى،چې په يوه ټولنه کې ادب او ادبيات وي، اديب زېږوي او د ټولنې وګړي له کيڼو اوکږو لارو ځنې را اړوي.
په بشپړه توګه ادب يوه موخه لري،ادب او اديب د سياسي نظرونو له څښتن سره يووالى نه لري او بآور پرې نه کوي؛ ځکه هغوى خوځنده او محتول وي،ناست وي اوکار يې لا ختم شوى نه وي؛بلکې دسياسي نظرونو خاوندان سمونپال وي، خداى مه کړه ادب د سياست ښکار شي. بياهمدا اديب چې له پخوا يې له بشپړې ټولنې سره خيرخواهي وي؛ نو پر دې مهال به د ادب کړۍ ترخپل سياستي بريده پورې تړي، اديب که داسې يوه عام فهمه بنسټيزه موخه په پام کې ونيسي او زيات لوستونکي پرې وپوهېږي دا به په زړه پورې خبره وي (( اګرکه نننى اديب که د ژوند له هر اړخ سره تړاو لري، په شعوري او ناشعوري توګه يې د ژوندانه برېښنايونې ژورې اغېزې اخيستې دي،که څه هم په ننني پېرکې خو انسان او دهغه ټولې غوښتنې نوې دي؛ نو دا حقيقت دى چې هېڅوک ځان له عقيدې،نظريو او پاټکيو (( طبقاتو)) جلا نه کړي د هېچا ځان هم بېديا او سارا نه ده؛ بلکې له چاپېريال ټولني او مزاج نه يې د شخصيت بوده څرګندېږي، خير اديب داسې نه کوي هغه د اولسي وګړيو لپاره دي.
فکر يوه ارزښتمنه ډالۍ وي دهنري ځواکونو کارکوونکي دخپلې مسلکي پوهي په زور دقلم د درناوي احساس لري همدا لامل دى چې نننى اديب چې زېږنې او ايجاد ادب وړاندې کوي نو دايې احساس وي چې دحقايقو په رسونه کې بې پرواهي ګناه ده په ننني ادب کې هغه څوک برېمن او دبېشمېره ستاينو وړ دي چې هميشه په خپله دنده او مسلک کې د امانت او ديانت بوخت وي ))
که موضوع له سره تکرار کړو او وګورو چې د لېکنې په سرکې مو دا وويل چې د ادب په ماناوو کې پوهه، ځيرکي او ځينې پکې ښېګڼه،ښه چلند هم شامل بولي؛نو اکثره ادبيان پرهمدې بوخت دي،چې ټولنې ته پوهه او ځيرکي وړاندې کړي،تل سپېڅلي وي. له بد بينۍ او تعصب نه پاکې ليکنې وکړي اديب تل ټولنه په دې پوهوي چې ددوى اجتماعي او انفرادي ژوند څه راز دى،دوى څه کوي،ددوى خويونه،فکرونه، عملونه او نيتونه څنګه دي. د نن ورځې د ژوند لپاره څه پکار دي او د سبا ورځې اړتياوې څه دي؟ همدا رنګه تل پر خپلو ښېګڼو او ښه چلند سره د ټولنې خوشبيني په نظرکې نيسي.
زموږ ځينې ادبپال کله چې دخبرو او يا دليکلو پر مهال ډېر په افراط او تفريط بوخت شي، په ټولنه کې د يو شخص په جامه او څېره پسې لاړ شي فن او څېړنې ته يې خيال نه کوي.
زموږ په انساني ټولنه کې د هر فن زيات مسلکي وګړي شته ټول پر يوه حرکت او يو انداز نه وي، بايد لوستوال له ځيرکۍ او ښه چلند نه کار واخلي، لکه څنګه چې د ادب له مانا راڅرګندېږي که چا د ادب په جامه کې څه ليکلي يا ښودلي وي،بايد هغو ته څرګند شو، نه دهغه جامو، څېرې او مذهب ته، حضرت على رضى الله عنه وايي: د ويناوال څېرې ته مه ګورئ چې څوک دى او څه کوي؛ بلکې وينا ته يې ځير اوسئ چې څه وايي.
اديب د هرڅه نه صرف نظر وي يواځې د هغه څېړنه او وينا يې د ادب په بڼه وي؛ښاغلى پر دغه مهال داکوښښ کوي چې دڅېړنې او وينا پرمهال له هرډول بدبينۍ او تعصب نه ګوښه وي. بايد ددې په اړه ووايو،که هر څوک د ژوندانه په پړاو کې فرضا په ورځنيو چاروکې فکر نه کوي اديب ته لازما ښايي چې هغه په ادبي ټولنه کې په سلوکې بشپړسل؛ بلکې په ورځنيو خبرو اترو کې هم له احتياط څخه کار واخلي، په ليکنې کې خو ښکاره خبره ده چې يو اړخ ته يې ليکنه بې ارزښته او بل اړخ ته ټولنې ته زيان ور اوړي او ددې په ترڅ کې د ليکوال ارزښت هم له مېنځه ځي او په وينا کې بې احتياطي داسې راپه ګوته کېږي چې د اديب په ليکنه او ويناکې هرومرو بيا تناقض راځي او تناقض بطلان د دواړو خواوو ګرځي؛ځکه که په ويناکې بې احتياطي وشي بيا هم په قول او فعل کې تناقض او که با العکس شي هم.
په ادب کې د ښه چلند او ښېګڼې په اړه بايد ووايو:که د ادب په ماناوو کې ښه چلند او ښېګڼه راغلي؛ خو اړه په اديب پورې لري.
که يو اديب په چاپېريال کې ژوند کوي او ادب يې مسلک هم وي او راپاڅېږي د ادب په يو سپېڅلي لارښود پسې ناروا خبرې کوي او ديوه د بل د خولي په تا ويلو ما ويلو وګړېږي ډيره دشرم خبره ده،که چېرې دا خبرې دښاغلي دمفکورې خلاف وي،نو زموږ د ښاغلي په مفکورې پورې څه؛ بلکې زموږ يوازنۍ کتنه يې ادبي خدمت ته ده چې په څه رنګ او څومره بڼه يې ادب ته لازمي خدمت کړى دى.
موږ که خپلو پخوانيو علماوو او پوهانو ته ځيرشو،هغوي هم دهمدې خبرې معتقد دي چې دشخص مذهب اوکړه وړه له ادبي خدمت سره نه پرتله کوي.
په اسلامي ديني ښوونيزنصاب کې متنبي او مغلقات دهغو دوو کتابونو بېلګې دي چې تر اوسه په ادبي درس کې شامل دي. د لومړني کتاب ليکوال د ادب او فصاحت په باب د شعر په ژبه په خپله زمانه کې بې کچه خدمت ترسره کړى او حال دا،چې دنبوت دعوه يې کړي وه او دوهمه مجموعه د اشعارو او د ادب په اړه په جهالت کې دمشرکينو شاعرانو ټولګه ده؛ نو اديب په خپله ادبي څېړنه کې وګړو ته داسې نه وايي چې ته خپل مذهب پرېږده،يا ته زما دمذهب معتقد شه، اديب په ادبي ليکنه کې هسې بيکاره موخه نه لري، ضرور يو څه د ادب د بډاينې په اړه راټولوي. متنبي خو دانه دي ويلي چې زما پرنبوت قايل شئ او يا د معلقات ليکوال چې د مشرکينو عقيدې، دهغوي بساينه،د ادب تر بلاغته او فصاحته پورې اړه لري.
لنډه دا چې دا خو ټول راسره منئ څوک چې په اسلامي ټولنه کې وي او ځان مسلمان بولي هغه بيا چېرته کولاى شي چې داسلام ضد مفکوره وکاروي، هغه دخپل مذهب او عقيدې امتداد او لوړوالي پېژني.
زموږ له دې خبرو څخه موخه داده چې: اديب چې څه د خپل قلم له څوکه رانغاړي هغه د ټولنې انعکاس دى؛خو ليکوال هم بايد دا رسالت په پوره امانتدارى سره پر ځاى او د خپلې ټولنې پوره ترجماني وکړي،نه داسې چې خداى مه کړه په اپلتو او چټياټو اخته شي او دخپل دود،کولتور،ټولنې او دين سپکاوى وکړي،د داسې ليکوال ليکل هر څه ته زيانمن دي.
راځو دې ته چې څنګه يو څوک ښه ليکل وکړاى شي او هغه دې پر پوره ارونو برابر وي ټولنې ته هم قناعت ورکړي او ټولنه هم د ليکوال ليکلو ته د قدر په سترګه وګوري. نور بيا….