جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهیو مېږی زما پر ورغوي | حیات ژوند

یو مېږی زما پر ورغوي | حیات ژوند

په کرسۍ کې ناست یم، تر مخې مې پلن مېز چې د اوبو د څاڅکو ټاپي پرې له ورایه ښکاري، اېښی دی. سهار چې راغلم او اوس چې نژدې نیمه ورځ تېره ده، لس ځلې مې هوډ وکړ، چې پر مېز باید یوه لمده ټوټه تېره کړم؛ خو تر اوسه مې له کرسۍ نه یم پاڅېدلی. له ډېر ناستي مې ان کله کله پښې ویدې او مېږي مېږي شي. زه ګومان وکړم، چې بدن مې له مېږيانو ډک دی، بیا سر وڅنډم او تر مخ خپرو اسنادو ته لاس وراوږد کړم؛ خو لاسونه مې هم ویده شوي وي. ګومان کوم، ورو ورو د بدن غړي رانه پردي کېږي. بیا په ملنډو یوه ډکه موسکا وکړم او خوښ شم، چې دوی خپله خپلواکي او ازادي اخلي او ان د بې حسه کېدو په پلمه له ما ځان بېلوي.

له همدې ګومان وروسته مې ورو ورو د سترګو له کونجونو همکاران تېر کړل، د هر یوه د دېوال شا په کرسۍ سولېدلې ده، د دېوال رنګ اوښتی او او سپین رنګ د کرسۍ په تور پلاستیک توربخون شوی دی. د یوه يې هم ما ته پام نه دی، لاسونه مې یو ځل بیا وخوځول، خو تر پوټکي لاندې په وینه کې مې د مېږیانو د تګ غوغا د زړه په غوږونو اورېدله. کرسۍ مې یوه اړخ ته کږه کړه، چنګاری يې وخوت، پر پښې مې په زحمت زور راوست، کرسۍ تاو شوه، لاسونه مې ورو ورو وغوړېدل، پښې سهي په خوځېدو شوې.

د پتلانه پايڅه مې پورته کړه، له خولې مې «آه» ناره ووتله؛ خو همکاران پر خپلو کارونو بوخت وو، راپام يې نه شو. یوه يې تلویزیون کې د سمسېرو مستند فلم کوت، په ډاکومنټري کې سمسېره پر یوې ډلې مېږیانو وربرابره شوې وه، په ژبه به یې هر مېږی له ستونې تېراوه. یوې سمسېرې د مېږیانو لښکر ته لڅکه وراوږده کړه، نیمه لپه مېږیان یې د دوزخ تر کندې ورسول؛ خو یو څو مېږیان د سترګو په رپ کې له لڅکې وښویېدل، لاندې پر ځمکه ولګېدل. 

ما ژر له پايڅې سترګې پورته کړې، پر لېنګي هر تور وېښته وېرولی وم، ما ګومان کړی و، چې هر وېښته لکه یو مېږی په ما پورې نښتی دی او زبېښي مې. پر وېښتو مې لاس وکاږه، لینګی مې په ګوتو ځیږ راغی.

لا هم په ډاکومینټري کې د مېږیانو لښکر د لڅکو له لارې د سمسېرو تر خېټې رسېده. ناڅاپه مې پر څټ کوچنی شی روان شو، کوچني خوځنده شي ورو ورو د څټ کیڼ اړخ ته ځان ورساوه، ما لکه سمسېره ځان غلی کړی و او غوښتل مې په یوه رپ کې يې د لڅکې له لارې تر یوه دوزخه ورسوم؛ خو وروسته له خپلې غوسې واوښتم، ورو مې لاس ورتېر کړ، خو د لاس تر وروړلو مخکې مې ورمېږ وچوخېده، مېږي خوله راباندې لګولې وه. ناڅاپه مې لاس په چټکۍ تر څټه ورسېد، ورمېږ مې په لاس وسولاوه، په ورغوي کې وړوکی مېږی په ګوتو راغی.

ورغوی مې سترګو ته نژدې کړ، په کيڼ لاس مې د مېز روک راکش کړ، عینکې مې له روکه راوایستلې، له خیرن مېزه ټکاری وخوت، له لاسه مې عینکې پر مېز لوېدلې او دوه لټه اوښتې وې، ژر مې لاس وراوږد کړ، پر مرمرین غولي له لوېدو مې وساتلې. مېږي بسمل زما په ورغوي کې لاس و پښې وهلې.

د تلویزیون ښيښې ته مې سترګې پورته کړې، ډاکومنټري ختمه شوې وه، د لاس و پښو دنني مېږیانو سر نه راپورته کاوه، یو ځل مې د دغو دواړو پېښو تړاو ته فکر واوښت، ما ګومان وکړ، چې دا هر څه تصادفي نه و، حتماً دغه بسمل مېږي تر ما کوم پيغام رارساوه. د سمسېرې له لڅکې لوېدلي مېږیان رایاد شول، هر یوه کوښښ کاوه، ژوندی پاتې شي؛ خو د سمسېرې په لاړو کې یوه نښتي مېږي چې هر څومره کوښښ وکړ، د لاړو له جاله ونه شوای وتلی، سمسېرې بیا ژبه ورټيټه کړه او له خاورو سره يې تر ستونې تېر کړ.

عینکې مې د کیڼ لاس په شهادت ګوته سترګو ته ښې سمې کړې، ورغوی مې سترګو ته ښه نژدې کړ، مېږی زما پر ورغوي نیم ځان اوښت، ورغوی زما د مخ کاسې ته دومره نژدې و، چې په هر ځل ساه اخیستلو به مې، مېږی یوې او بل خوا ړنګېده. 

مېږي ته ښه ځير وم، تندی مې ګونځې شو، سترګې مې رډې راووتلې، د مېږي یوه پښه ګوډه شوې وه، ورمېږي یې تاو شوی و او خېټه یې سره ورغلې وه او سپین زووي ترې راوتلي وو.

د تلویزیون پر پرده مېږیان او د سمسېرو خوراک مې یو ځل بیا ذهن بوخت کړ، هلته د هر ژوند او مرګ ترمنځ د عذاب موده لنډه وه، هر مېږی به د سترګو په رپ کې تر ستونې تېر او څو شېبې وروسته به د سمسرې د خېټې په دوزخ کې پوپناه شو. زما د وجود مېږيان به هم یوه اړخ ته د کرسۍ په کږولو او د لاس و پښو په ښورولو سره اوچت مړه او ورک شول؛ خو دا مېږی زما په ورغوي کې رغړي، د پښې درد زغمي او خېټه يې څيرې شوې ده.

ورو مې ورغوی له سترګو لرې کړ، تر شونډو لاندې مې وویل: «ژوند په دومره مبارزې، خوارۍ او کړاو ارزي؟ ته زما پر متحرک وجود راوختلې، تر ورمېږه دې ځان راورساوه، ناڅاپه دې خوله زما پر ورمېږ ولګوله، دواړو د ځانساتنې غریزه لرله، تا ځان له خطره ژغوره، ما هم. زما ورغوي چخڼۍ کړې، لا هم ژوند کوې؟»

مېږی څه شېبه ارام او بې حسه زما په ورغوي کې پروت و، ګومان کېده، چې زما په خبرو پوه شوی یا زما احساس ورلېږدلی دی. شاوخوا همکارانو ته مې وکتل، دوی لا هم تر خپلو مېزونو شا ته کرار ناست و، یوه يې تر مخې شیندلې پاڼې ټولولې، بل یوه یې د پيالې بوره لړله، درېیم د تلویزیون په لیدو کې ورک و او په تلویزیون کې يې غمجنه نغمه لګولې وه. 

یو ځل مې بیا شونډې ورپېدې: «ویلي به دې و، چې یا وږی یې یا وېرېږې. زما د وجود زینې دې ولې کچ کولې، یو دانه غنم دې بس و، ما به همدلته له نژدې هټۍ درته یوه لپه راوړي وو.»

څو ثانیې غلی ناست وم، ورو مې خبره وغځوله: «که دې ووژنم، قاتل نه بلل کېږم، له کړاوه دې ژغورم. ته د رغېدو نه يې، نه دې هم څوک غم خوري. ته باید هماغه وخت چې په هګۍ کې وې، د سېل په اوبو لاهو شوی وای. چې راغلی یې، کومه ورځ دې کراره تېره کړې؟ یوه ورځ دې هم ډول ډمبک نه دی وهلی، یوه ورځ دې ګډا اتڼ نه دی کړی، تل غنم تر خپلې زېرمې چلوې، یا دې هم کوم ډکی روان کړی وي.»

ښه شېبه نور هم وغږېدم، مېږی په رغړېدو رغړېدو زما د لاس د تقدیر کرښې ته برابر شوی و، ما وانګېرله چې تقدیر مو ګډ دی، خو وخت یې ښايي وروسته وړاندې وي. ورو مې ورغوی سره وروست، زما د پوستکي دېوالونه پر مېږي ورغلل. پر سترګو مې توره پرده راغله، ټول ماحول راته داسې وبرېښېده، لکه د سمسېرو خوله. داسې لکه چې اوس سمسېري زما پر ذهن راج چلوي. سر مې وڅانډه، له ځان سره مې وویل، ویده خو نه یم؟ خو دومره ويښ هم نه وم، زه لکه ميږی او بیا موږ ټول لکه ميږيان چې د سمسېرو د خولې پر لور په ځغاسته يو او اوس یا شېبه وروسته به د سمسېرو خولو ته ولوېږو، ځکه چې موږ مېږيان يو او راج د سمېسرو په لاس کې دی. ځان مې لږ قابو کړ؛ خو د سمسېرې د لڅکې په سرعت مې د سترګو په رپ کې ورغوی ټینګ کړ، ښه مې ټینګ کړ. لاس مې وسولاوه، له کړکۍ مې وایست، پر ورغوي مې تازه هوا ولګېدله. 

سترګې مې تلویزیون ته واړولې، دا مهال د تلويزيون پر پرده سمسېري نه ليدل کېدې، ذهن مې راته ویل چې ټولې سمسېرې له تلویزیونه راوتلې او د ښار کوڅې او سرکونه يې نيولي دي. څربي سمسېري د ميږيانو په خوراک پړسېدلې دي؛ خو وروسته مې چې تلویزیون ته غوږونه څک کړل، په تلویزیون کې نغمه لا غمجنه شوې وه.

۲۰۲۰/اګسټ/۲۷

کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب