یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهتورخم دروازه د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه

تورخم دروازه د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه

تاند، شنبه د سنبلې ۱۵مه: د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې یواځې د نن ورځې لپاره د تورخم دروازه د مسافر پرمخ خلاصه ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼی وايی، د تورخم دروازه د هغو مسافر لپاره پرانیستل شوې چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته بند پاتې وو او کولی شي چې یواځې د نن ورځې لپاره له دغې لارې هېواد ته راستانه شي.

د خوګیاڼي په خبره، هغه پاکستان وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو، هم کولی شي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

تورخم دروازه په داسې مهال یواځې د نن ورځې لپاره پرانیستل شوې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې یو افغان سرتېری ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ضیاءالحق امرخېل په وینا، پاکستاني لوري د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د مومندرې ولسوالۍ غوړکي سیمه کې د تاسیساتو جوړول په موخه خپلسري تحرکات پیل کړل چې له امله یې د افغان او پاکستان ځواکونو تر منځ نښته پیل شوه.

نوموړی زیاتوي د پاکستاني ځواکونو د دغو تحرکاتو په غبرګون کې افغان ځواکونه برید ته اړ شول، چې یاده مرګژوبله ورته واوښته.

د راپورونو له مخې تر یادې نښتې وروسته افغان او پاکستاني ځواکونو د شپې شاوخوا دوه بجې ګډه ناسته تر سره کړه، خو دا چې په دې ناسته کې دواړه لوري کوم توافق ته ورسېدل یا نه په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې وړ ده چې دغه لاره شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کورونا ویروس د انتقال د مخنیوي په خاطر د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب