یکشنبه, مې 19, 2024
Homeسپورتنبي، راشد او مجيب شپږيزه کرکټ ليګ کې نه لوبېږي

نبي، راشد او مجيب شپږيزه کرکټ ليګ کې نه لوبېږي

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۵) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې مخکښ لوبغاړي راشدخان، محمدنبي او مجيب الرحمن شپږيزه کرکټ ليګ کې نه لوبېږي او د ويسټ انډيز کرکټ ليګ له پای ته رسېدو وروسته مخامخ متحده عربي اماراتو ته ځي چې هند غوره ليګ يا ای پي ال کې برخه واخلي.

د کرېک‌انفو په نوم نړيوالې کرکټ وېبپاڼې د سي پي ال د يوه چارواکي له قوله ويلي، شپږو افغان لوبغاړو ته د افغانستان کرکټ بورډ اجازه ورکړې چې د ويسټ انډيز کرېکټ ليګ يا سي پی ال تر پايه دغه ليګ کې ولوبېږي.

دې چارواکي ويلي، په سي پي ال کې د افغان لوبغاړو لوبېدل خورا مهم دي او د دغه ليګ په لوبو ډېر اغېز لري.

دغه چارواکي له افغان کرکټ بورډ مننه کړې چې يادو لوبغاړو ته يې اجازه ورکړې تر څو تر پايه د سي پي ال سږني فصل کې ولوبېږي.

اوس مهال راشدخان، محمدنبي، مجيب‌الرحمن، نجيب‌الله ځدراڼ، نوين‌الحق او ظاهرخان د ويسټ انډيز غوره ليګ کې په لوبو بوخت دي.

دغه ليګ د سپټمبر تر ۱۰مې دوام کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د کورني کرکټ شپږيزه ليګ سبا کابل کې پيلېږي.

د دې راپور پر بنسټ نجيب‌الله ځدراڼ، نوين‌الحق او ظاهرخان به د شپږيزې کرکټ ليګ وروستيو لوبو ته کابل ته راشي خو راشدخان، محمدنبي او مجيب‌الرحمن به مخامخ متحده عربي اماراتو ته لاړ شي چې هلته د هند غوره ليګ کې برخه واخلي.

دوی به شپږ ورځې قرنطين کېږي او وروسته به د ای پي ال په تمرينونو کې برخه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کرکټ بورډ سرپرست اجرائيه رئيس نظيم‌جار عبدالرحيمزي ويلي وو، افغان لوبغاړي به د شپږيزې تر پيل يوه ورځ وړاندې په چارټر شوې الوتکه کې له ويسټ انډيز لندن او بيا کابل ته راورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب