تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) په هرات ولایت کې چارواکي وايي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
دغه شمېره د هرات د والي نوراحمد اسلامجار او د افغانستان لپاره د قزاقستان د ځانګړي استازي یرکین توکوموف په مشرۍ د قزاقستاني پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
توکوموف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ترانزیټي ظرفیتونو پر لوړولو او د ګمرکي خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی. هغه افغان چارواکي په قزاقستان کې جوړېدونکې ګډې اقتصادي غونډې ته هم بللي دي.
اسلامجار د هرات پر ستراتیژیک موقعیت او امنیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه ولایت د پانګونې او سیمهییزې سوداګرۍ د مرکز په توګه د پام وړ ظرفیت لري.
افغانستان او قزاقستان تر دې مخکې د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ پر پراختیا هم خبرې کړې دي. د دغو بحثونو له مخې، افغانستان به خپل کرنیز محصولات قزاقستان ته صادر کړي او له هغه هېواده به اوړه واردوي.
دواړه هېوادونه د تورغونډۍ–هرات د رېللارې د پروژې په اړه هم د همکارۍ پر سر تفاهم ته رسېدلي دي. تمه ده چې دغه پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورت او سوداګرۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې کابل او آستانه د دوهاړخیزې اقتصادي همکارۍ پر یوې نقشې کار کوي. دواړه هېوادونه غواړي د کلنۍ سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسوي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګري راکړو ورکړو له درېدو وروسته د منځنۍ اسیا له هیوادونو او ایران سره د افغانستان سوداګري د پام وړ وده کړې ده.