تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۵ زره او ۴۴۹ بهرني وګړي د افغانستان د سرحدي دروازو او هوايي ډګرونو له لارو هېواد ته داخل او بهر شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په دې موده کې ۸ زره او ۵۳۸ بهرني وګړي افغانستان ته داخل شوي چې ۳۴۹ یې ښځې وې، په داسې حال کې چې ۶ زره او ۹۱۱ کسان له هېواده وتلي چې ۱۹۷ یې ښځې وې.
د احصایې ادارې ویلي، له افغانستان ته په داخل شویو کې ۸ زره او ۴۳۷ کسان د ځمکنیو سرحدونو له لارې او ۱۰۱ کسان د هوا له لارې راغلي دي.
د راپور له مخې، له راغلو بهرنیانو څخه ۹۳۱ کسانو د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره سفر کړی و، په داسې حال کې چې پاتې کسان د کار لپاره افغانستان ته راغلي وو.
د احصایې ادارې په وینا، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. په دې شمېر کې ۵ زره او ۳۴ کسان شامل دي. ورپسې په هرات کې د ځمکنیو سرحدونو او هوايي ډګر له لارې ۲ زره او ۶۵۹ کسان هېواد ته راغلي دي.
پاتې بهرني وګړي د فاریاب د اقینې، د بدخشان د اشکاشم، د کندهار د سپین بولدک او د بلخ د حیرتان له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د ملکي ثبت او بهرنیو وګړو د ثبت څانګه د زېږون، مړینې، واده او طلاق په ګډون د مهمو پېښو د ثبت، له رسمي سرحدي دروازو او هوايي ډګرونو څخه د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د ثبت او د افغان تابعیت د ترلاسه کولو یا پرېښودلو اړوند خدمتونو مسوولیت لري.