جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

طوفان څارونکي

پښتانه متل کوي: خپل چي دي مړ هم کړي، لمر ته دي نه غورځوي. جرمنيان يا المانيان د افغانانو تاريخي وروڼه دي، نو شريکه وينه ده. همېشه د خير پر خوا افغانان يواځي نه پرېږدي. که څه هم خپلي ګټي يا د امريکا سره د يارانې پر پار خير رسوي، خو بالاخره خير رسوي.

اول ځل هم د ګړنګ له بېخه د وتلو له پاره دوی کوربه سول او کله چي خبره غړکه سوه، هم دوی را مخ ته سول، چي دواړه لوري سره جوړ کړي. حتی طالبانو ته ئې د مذاکراتو له پاره روزنيز کورسونه ورکړل، چي په نتيجه کي ئې په کابل کي پر سفارت د جنګ د تاريخ يوه تر ټولو لويه چاودنه وسوه، چي بسته ټانکر ډک کړل سوی پر سفارت وچاودی او هيچا ئې مسؤليت وا نه خيستی.

په کابل کي د جرمني په سفارت کي ټول ناست وه، سفير چورتونو په مخه کړی وو. شازدفير ورته وويل: جلسه ستاسي پيلولو ته منتظره ده.

سفير يو ناڅاپه را وغورځېدی، ول: بخښنه غواړم، بيخي ليري تللی وم. هغه د چاودني په ورځ هم موږ داسي جلسه درلودل. بده پېښه وسوه. مړه سوي دي خدای وبخښي. موږ ته دي خدای صبر او روغ صحت راکړي. هغه پېښه مي اکثره ماغزه مصروف ساتي.

په دې وخت کي شازدفير د موضوع د اړولو له پاره وويل: سفير صاحب! تېر به هېر کړو. اوس څه کوو او څه کيږي؟

سفير لکه هيڅ چي ئې نه وي اورېدلي، ول: بخښه غواړم. ته پوهېږې، له چاودني وروسته مي غوږونه درانه سوي، اخيري جمله دي څه وه؟

شازدافير وويل: حالت چيري روان دئ؟ څه کوو؟

سفير وويل: دا ډېره مهمه خبره او پوښتنه ده. زه يو څه معلومات خپل لرم او يو څه نن راته را استول سوي. موږ بايد اماده‌ګۍ تېزي کړو. دوه ډوله مسؤليتونه راته ګوري. د امريکې له لوري دوه ډوله خبر راکول سوى. يو احتمال دا دئ، چي دوهم بن لرو او يوه بله موقته اداره رامنځ ته کړو. مګر ناروې او سويډن هم کوښښ کوي، چي د نوي موقتي ادارې د پرېکړي کوربانه هم دوی و اوسي، نو ځکه د اوسلو ناستي ګړندۍ سوي دي. مګر زموږ لابي پر قوي ده او بل امريکا د افغانستان په چارو کي پر موږ ډېر باور لري.

مګر دوهم خبر هم هېښوونکی دئ، هم پاراډکسل دئ. داسي ښکاري، چي د نه بريا په صورت کي امريکا هر څه پاشي. موږ ته احول راکول سوى، چي کمپونه اماده کړو، چي شايد ډېر زيات مېلمانه هم ولرو او همېشه پاته کېدونکي کسان هم. او دا کسان لږ هم نه دي. په لکهاوه دي. امريکا غواړي فکري او پوهه قوه دلته تصفيه او بيا نورو هيوادونو او امريکې ته وباسي. له دې ښکاري، چي له هغه ځايه ټول هغه کسان باسي، چي په دې شل کاله کي جوړ سوي دي. موږ بايد دواړو حالتونو ته تيار و اوسو. ما ته د يوه نوي تېز طوفان د راتلو بوی راځي. کيسې هغسي نه دي، چي ښکاري. حالت په دقيقو کي بدليږي. هر څه ته اماده اوسئ. لوی طوفان را روان دئ. د هغو چي طوفان يې جوړ کړئ، د طوفان راوستو خيال دئ.

ګاونډی طوفان پلوی

کله چي مو کور اخيستی او يا مو کرايه کاوه؛ د ګاونډيانو پوښتنه به ئې کوی. که ئې ښه ګاونډيان ول، قيمت لوړ ورکړئ او کور واخلئ. مګر که ئې ګاونډيان د کار نه وه، چي هر څونه ښه، لوکس او ارزانه ځای وو؛ ځني تښتئ.

کډه به سړی بل ځای واړوي، خو وطن نه په شا کېږي. افغانان لکه پسته ژبه د تېرو او کلکو غاښونو تر منځ واقع سوی. تاريخي، سياسي، مذهبي، ديني او هر ډول دښمنۍ ور در غاړي دي.

هر ګاونډی په خپل اندازه او ساحه کي ورته غل دئ او دغه غلا او دښمني هغومره ده، چي څونه د دوی په کښي ګټه ده.

ايران له پېړيو د ګورګانيانو له وخته تر اوسه د افغانستان هم حريف او هم دښمن پاته سوی. اول خو ئې دا نوم (ايران) غلا کړی. دا د ټولي منطقې (اريانا) اوښتی شکل دئ. بيا په سيمه کي موجود ټول افتخارات ئې په خپل نوم ثبت کړي، مګر پر دې ټولو سربېره همېشه افغانان په خپل منځ کي جنګولي او بيا ئې د مذهبي جنون پر اساس زموږ د هيواد نازک نازک ځلمي په سوريه کي د فاطميون په نامه جنګولي او په خپله خاوره کي ئې ژوندي سوځلي، مړه کړي او اوبو ته اچولي دي او حتی د خپلو پارکونو پر دروازو ئې ليکلي، چي افغانان او سپي دي پارک ته نه راځي.

نن سفير تر پخوا ډېر خوشحال وو. قلم مخصوص ته ئې وويل: يو ښه خوندوري چای را وغواړه، چي نن ډېره ښه ورځ ده او ښه زېري لرو. ډېري ښې نوي خبري پر لار دي. اول ځل دئ، چي زړه مي غواړي امريکا زنده‌باد ناره وکړم. کوم افغانستان چي موږ غوښتی، هغه خوا ته کيسه روانه ده. نور به کيسې ډېري زموږ د تمي خلاف نه وي، خو احتياط بايد پرې نه ږدو.

د امنيتي ډيسک مسؤل وويل: سفير صاحب، تاسي ډېر خوشبينه ياست. دا به د دوی تر ټولو لوی چال وي، چي سيمه تخليه او موږ ته نوې ضربه له نوي زاويې راکړي.

شازدافير وويل، چي موږ ته معلومات را نه کړی، دا ستاسي په معماوو خو موږ ولاکه پوه سو.

سفير وخندل او وئې ويل: هغه اوبه چي ئې شرف بللې او زموږ تېل او خپلي اوبه ئې برابرولې؛ د هغه کيسه نوره خلاصه ده. زه ئې واقعاً وارخطا کړی وم، مګر اوس ګمان کوم، هر څه سمېږي. خبره له لويه سره دا ده، چي امريکا له سيمي وځي. که څه هم وتل ئې تاکتيکي دي، نظامي حضور را کښته کوي او شايد ډېر زيات ملکي خلک ځای پر ځای کړي. مګر نوی حکومت زموږ له پاره ډېر اميد واروونکی دئ. له يوې خوا مذهبي او ديني صبغه لري، هغه موږ هم لرو. له بلي خوا له امريکا سره مخامخ او ښکاره جنګېدلي، اوس به تعهدات ولري. خو موږ کولای سو، کرکه ئې ژوندۍ وساتو. له بلي خوا د اوبو قضيه د اوس له پاره جدي مسئله وه، هغه اوس تر يوه اوږده مهاله درېږي. د بيرته راستنېدو امکان يې لږ دئ.

موږ له يوې خوا په مذهبي تناب هزاره‌ګان تړلي، له بلي خوا مو د خراسان او فارسي په تناب دا نور را تړلي. په وسله‌والو مخالفينو کي هم ښه پوره نفوذ لرو، حتی د هغه مخکي ډلي مشر لا ډېر وخت په ايران کي وو. بل که ګډ حکومت جوړېږي؛ د هزاره مشرانو ټوله لاره زموږ په لاس کي ده. خو يو ډار سته، چي د تور بيرغو کيسه هم په تېزۍ روانه ده. هغه بايد ناديده و نه نيسو.

په دې وخت کي شازدافير بيا وپوښتل: جناب سفير، موږ څه بايد وکړو؟ تمرکز څه شي دئ؟

  • يو خو به د اوسني حکومت په خلاف خپلو تبليغاتو ته کش ورکړئ. بل به دا پښتو او فارسي کيسه لږ چټکه کړئ، ځکه ګډوډ حالات زموږ په ګټه دي. دريم به د شيعه او سني کيسه هم سره را واخلئ او بل به هزاره او تاجکو دښمنۍ زاړه روايتونه هم قوي کړئ. دلته چي څونه زيات اختلاف وي، هغومره زموږ ګټه ده په کښي.

طوفان ته تر ټولو ښه زمينه هغه وخت مساعديږي، چي په وړاندي ئې هر څه وپاشې او موږ هم همداسي وپاشل سوو او طوفان ته دانه په دانه سوو او طوفان په منډه منډه را ورسېدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب