هغه حقیقت چې نه پوښتل کېږي او نه پرې بحث کېږي، خو په اصل کې دا یو ژور ذهني جوړښت دی؛ داسې جوړښت چې د انسانانو ترمنځ اړیکې په یو اړخیز تله کې تلي.
په نرواکه ټولنه کې دا ډول رویه یوازې چلند نه وي، بلکې له زمانې راپاتې جبر وي—هغه جبر چې اطاعت یې لازمي ګڼل کېږي. ښځه تل په داسې نقش کې رالویږي چې پکې د خپل ارزښت هنداره د بل په اسانتیا کې لټوي. هغې ته داسې روزنه ورکول کېږي چې د خپل وجود معنا د نورو د اړتیاوو په سیوري کې ومومي: کله د کور د چوپتیا په نوم، کله د غږ د ټیټولو په بڼه، او کله د خپلو غوښتنو د ځنډولو په چوپ تصمیم کې.
کله چې د یوه انسان ارزښت د بل د راحت په کچه وتلل شي، ایا هغه لا هم خپلواک وجود پاتې کېږي، که یوازې د یوه رول ترسره کوونکی وي؟
دا تصور د انسان د هویت له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې دی. انسان—که ښځه وي که نارینه—د وسیلې په توګه نه، بلکې د هدف په توګه رامنځته شوی دی. خو کله چې ښځه یوازې د اسانتیا د تولید په چوکاټ کې بندېږي، ورو ورو له خپل ذاتي رڼا بېلېږي او د یو ژوندي وجود پر ځای د یوې ټاکلې بڼې جامه اغوندي. تر ټولو خطرناک اړخ یې دا دی چې دا بدلون ډېری وخت د عادت په چوپ پوښ کې نه محسوسېږي.
په دې فضا کې سکوت خپله ژبه لري. ښځه ښايي خبرې ونه کړي، خو چوپتیا یې د ستړیا، نالیدلو دردونو او محدودیتونو کیسه کوي. هغه اسانتیا چې ترې غوښتل کېږي، ډېر وخت د قربانۍ بڼه لري—قرباني چې یوازې جسم نه، بلکې فکر، هیله او د ځان پېژندنه هم پکې پسیاله پسیاله (ورو ورو) ورکېږي. دا د خپل ځان د انکار په بیه د بل د تایید اخیستل دي.
ژوند یوشان جریان نه دی؛ دا د متقابلې ورکړې او اخیستنې نری توازن دی. اسانتیا هغه وخت معنا پیدا کوي چې دواړه لوري پکې خپل انعکاس وویني. که یو تل ورکوي او بل یوازې اخلي، اړیکه له انساني تودوخې تشېږي او د عادت په یخ چوکاټ بدلېږي.
دلته ژوند له خپل فطري حالت څخه اوړي او یوه ژوره پوښتنه راپورته کوي: ولې باید یو انسان د بل د اسانتیا لپاره خپل ژوند د حدونو تر شا وتړي؟
خپلواکي د انسان( سیلوي)ساه ده. ازادي بې پروايي نه ده، بلکې د انتخاب حق دی. کله چې ښځه د ټولنیزو فشارونو له امله په یوه ټاکلي مسیر کې بندېږي، دا نغمه خاموشېږي او انسان یوازې د ژوند بڼه ساتي، نه یې معنا.
دا یوازې د ښځې کیسه نه ده؛ دا د ټولې ټولنې هنداره ده. هر هغه جوړښت چې په نابرابر توازن ولاړ وي، په پای کې خپل ثبات له لاسه ورکوي. که نیمه ټولنه یوازې د اسانتیا وسیله وګڼل شي، بله نیمه هم له ریښتینې انساني اړیکې بې برخې پاتې کېږي.
ښځه کولای شي د اسانتیا برخه وي—خو د مجبوریت له مخې نه، بلکې د انتخاب، مینې او متقابل درناوي له فضا څخه. همدارنګه، نارینه هم د همدې توازن شریک دی، نه یوازې ناظر.
په پای کې، ستونزه پخپله اسانتیا نه ده؛ ستونزه هغه وخت پیلېږي چې اسانتیا له انتخابه جلا شي او د مینې پر ځای د مکلفیت جامه واغوندي. همدلته اړیکه خپل انساني رنګ له لاسه ورکوي.
لیکوال: شاه زلمی