سترګې يې پرانیستې،بې مانا چیغه يې وکړه.اووف يې له خولې ووتل.بېرته يې سترګې وتړلې خو خوب ورنغی.ولټېده پرده يې په زور کې کش کړه.څو کړۍ له راده رابېلې شوې.
هره ورځ لمر، لمر، لمر.
دروازه وټکېده ورنغله.ولټېده پخلنځي ته لاړه.شین چای يې واچاوه له ګرم چایه يې څو غوړپه وکړل.
کوټې ته لاړه.له روکه يې تور ساعت را وایست.ولاړ و.ستنه يې تاو کړه.په ګرځېدو شو.بېرته يې کېښود.
له کوره ووته د دوازې مخ ته اووه ګېډۍ تازه ګلان ایښي وو.بې تفاوته ترې تېره شوه.
نن لکه هره سهار د کور تر څنګ وړې نمجنې کفي ته لاړه نه.ستړې لار يې ووهله.د ښار لويې کفي ته لاړه. کېناسته. مخامخ په تابلو کې بربنډه نجلۍ په تور رنګ نقاشي شوې وه. څنګلوري ته یې څو پوړه المارۍ په زاړه ټلوېزیون،راډیو ،څو زړو کتابونو او تور سپین عکسونو تزئین شوې وه.خوند يې ور نکړ.
یوه پیاله ترخه کافي يې پر سر واړوله.ساه يې سمه کړه.له کفي ووته.غوږۍ يې په غوږو کې ورکړې.نه يې غوښتل د خلکو تکرار غږونه واوري.کفي ته نږدې په یوه څوکۍ کې د عمر خوړلي سړي تر څنګ کېناسته.
سړي سېګرېټ يې ولګاوه.څو کشه وڅښاوه.نور يې د بوټ تر پونده لاندې کړ.
_که په ژوند کې دا ځینې شیان نه وی څه به شوي وو?
_مثلا?
_لمر.
_لمر سپېڅلی دی.
دا چوپ وه.
_ځینې شیان لکه ساه دومره مهم وي.بې ساه ژوند ممکن نه دی.
_لکه?
_لکه ستا لاس کې کافي.
***
کوټې ته راننوته.هر څه تیت پرک وو، لمر مخ په زوال و.کړکۍ يې خلاصه کړه.تازه هوا راننوته.بالکن ته ووته.په ګلدانۍ کې د مرسل ګلانو خاوره وچه وه.اوبه يې پکې وڅڅولې.د خاورې بوی خوند ورکړ.
پای