چهارشنبه, جنوري 8, 2025
Home+مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

لومړۍ برخه
۵۱

د پښانو د هټیو بر سر ته د ترکاڼۍ دوه درې هټۍ وې، مخې ته یې د سندلۍ مېزونه، رشپېلونه، مالې، کړکۍ، تمبې او پېټۍ ايښې وې. دا هر څه د پکتیا له شویو، نمنځو او نښترو جوړ شوي وو. د محمد شاه خان پر زړه د ترکاڼ د ارې، ترخس او د خپلو غرونو د لرګي وږمه او شور ډېر ښه ولګېد، محمد اکبر خان ته یې مخ واړاوه:

ـ د دې خلکو هم قدردانی پکار دی، دا خلک د آبادۍ لپاره کار کوي.

محمد اکبر خان ورته وویل:

ـ دا ډېر مظلوم او ښه خلک دي! د کار او آبادۍ خلک دي! خو که سره پیریان یې پرېږدي.

محمد شاه خان ورته مخ واړاوه:

ـ د سره پېري به سترګې وباسم.

محمد اکبر خان ور ته وویل:

ـ موږ به د دغو خلکو د سترګو په رڼا د سره پېري سترګې باسو.

محمد شاه خان د ترکاڼ د هټۍ دېوال ته ډډه ووهله او ورو یې محمد اکبر خان ته وویل:

ـ ستا خبره د کاڼي کرښه ده، مونږ هغه وخت د سره پېري ګرېوان څیرلی شو چې د ترکاڼ په لاس کې مو ترخس وي او د پښ په لاس کې لور او څټک، نور خو پر مونږ پرودګار رحمېدلی، پریمانه دښتې یې راکړي، غرونه یې راکړي، سیندونه یې راکړي.

اکبر خان ورته وویل:

ـ سیندونه یې راکړي؛ خو ګته مو ترې نه ده اخيستې.

محمد شاه خان سر لاندې باندې وښوراوه او په سینه کې یې زړه د الینګار د څپو راڼه ځوږ ته ټوپونه وهل، اکبر خان ته یې مخ واړاوه:

ـ ته راشه زما په سینه دې غوږ کېده، دالینګار څپې به پکې واورې.

اکبر خان موسک شو:

ـ خدای پاک به موږهغه وخت له سره پیري خلاص کړي چې ددغه سین د مرغلرې رڼا ته کېنو.

محمد شاه خان د پګړۍ ولونه تازه کړه:

ـ لکه زما د خوب په څېر خبره دې وکړه.

اکبر خان د برېتو څوکې کونډۍ کړې:

ـ هغه څنګه؟

محمدشاه خان لاندې شونډه په غاښونو کې ټینګه ونیوه او مخ یې دېواله ته ونیو:

ـ بېګاه مې خوب لیدلی چې د الینګار له سینه سپینه مرغلره راوځي، وړانګې یې تور غرونه رڼوي.

اکبر خان ورته وايي:

ـ زه خو خوبونه تعبیرولی نشم؛ خو په خپل لږ عقل همدومره وایم چې د منجمې په غېږ کې به یوه جنۍ پيدا کېږي، له هغې نه به بیا داسې بچیان پيدا کېږي چې هغه به لکه د سین د سپینو وړانګو په څېر تیارې خونې رڼوي.

محمد شاه خان سترګې په ځمکه ښخې کړې:

ـ تعبیر دې رښتیا شه.

ترکاڼ چې د خانانو خبرې واورېدې او آسونه یې ولیدل؛ نو پاڅېد او د باڼه کټ یې ور ته د هټۍ سیوري ته واچاوه. محمد شاه خان د خپل خوب په خوږو کې و، له ترکاڼه یې مننه وکړه او بیا یې ترې کار وبار وپوښت، ترکاڼ ورته وویل:

ـ خان صاحب! د خدای شکر دی، د نورو راسره هم چاره کېږي.

ـ دا شیان درنه څوک اخلي؟

ـ دا خو د همدې کلیو او بانډو خلک پسې راځي.

ـ سره پیریان څنګه؟

ـ هغوی خو خپله نه راځی؛ خو دا ور سره سپاهیان یې راځي، یوازې رشپېل او پېټۍ اخلي.

محمد شاه خان ته پېټۍ خوند ورکوي، محمد اکبر خان ته وايي:

ـ زما نیکه یوه پېټۍ جوړه کړې وه، لوی کولپ ورته پروت و، هر څه به پکې خوندي وو.

په منځۍ کې یې په اکبرخان غږ وکړ:

ـ پوهېږې چې کیلي یې چا سره وه؟

اکبر خان یې سترګو ته مخامخ ودرېد:

ـ چا سره وه؟

ـ کله به ادې د زړه د سر په جېب کې ګرځوله او کله نیکه.

محمد اکبر خان ورته وخندل:

ـ دادا! ستا زړه هم اوس هماغسې پېټۍ ته کېږي، که څنګه؟!

محمد شاه خان سوړ اسویلی وایست:

ـ د هغه ځای خو نشم نیولی؛ خو پېټۍ په کار ده!

ـ نو څه پرې کوې؟

ـ پېټۍ کې د پلار نیکه وصیت ساتم.

ترکاڼ ته یې مخ واړاوه:

ـ ما ته به یوه داسې لویه پېټۍ جوړوې چې خلک یې لیدو ته هم هک اریان وي!

ترکاڼ په حیرانتیا پوښتنه وکړه:

ـ لویه پېټۍ؟!

ـ هو، لویه.

محمد اکبر خان پوښتنه وکړه چې لویه به څنګه لېږدوې؟

محمد شاه خان ورته وویل:

ـ لویه به د ساکو کلا په دالان کې پرته وي.

ـ نو بیا پرې څه کوې؟

ـ لویې پېټۍ ته به ګورم، پلار و نیکه به رایادوم، هغه امانت به پکې کېدم، ساتنه یې په ځان فرض بولم.

اکبر خان د خسر خبرو ته چرتي شو، محمد شاه خان ستونی تازه کړ:

ـ که لویه پېټۍ را نه چا یوړه؛ نو بیا یې هر څه رانه وړي. زه خپلو بچیانو ته دا ور ښییم چې خپل قیمتي شیان په دې پېټۍ کې له توپانونو، بادو باران او سیلیو ساتئ. پام چې څوک یې درنه و نه ښوروي.

ترکاڼ پاڅېد، تختې، ترخس، اره، چکش او نورې وسایل یې را واخستل او د یوې لویې پېټۍ جوړولو ته یې مټې را بډ وهلې، محمد شاه خان بیا دین محمد ته ورغی او ورته د یوې لویې کونډۍ، زنځیر او داسې کولپ وینا وکړه چې د خلکو پام ځان ته واړوي.

۵۲

د سهاکو کلا د لوی دالان برې ستنې سره پېټۍ ته لوړه تکده برابره شوه، د کور ښځې هکې اریانې وې چې په دې پېټۍ کې به څه ایښودل کېږي؟! او دا به څنګه بیا په ژمي لغمان ته وړي.

محمد شاه خان د کور د ښځو اندېښنې او خبرې ټولې اورېدلې وې، ورته یې وویل:

ـ دا پېټۍ به همدلته وي! دا ښوروو نه! کیلي به یې هم ما او زما نازولې سره وي.

د کور ښځو یو بل ته وکتل:

ـ دې کې به دا دواړه څه ږدي چې کیلي یې هم له ځانه سره ساتي؟

محمد شاه خان د دوی پر شونډو پوه شو چې له ښځو سره حتمي په زړه کې په پېټۍ کې د شیانو د ایښودو پوښتنه شته او بیا ورسره په زړه کې دا هم ګرځي چې په ساتنه کې یې ولې پر دوی باور نه کېږي. د شملې ولونه یې تازه کړه:

ـ چې مشران وي، پر داسې شیانو هغوی ښه پام کوي، مشران د داسې شیانو په قدر خپلو مشرانو پوه کړي وي، سبا تاسې زمونږ ځایناستي اوسئ، تاسې به دا پېټۍ تر خپل څار لاندې نیسئ!

راغلو دې خبرې ته چې دې کې به څه وي؟

دې کې به هغه څه وي چې زمونږ و ستاسې حیا و عزت پې(پرې) خوندي وي.

دې کې اکبر خان راننوت، پېټۍ ته یې وکتل، خپلې مېرمنې ته یې وویل:

ـ د دادا! په پېټۍ پام کوئ!

بیا یې په خندا ورته وویل:

ـ ګورئ، په دې تمه نشئ چې تاسې ته به یې کیلي درکړي!! ههههه

محمد اکبر خان مېرمن خپل دادا ته وايي:

ـ دادا! د دې پېټۍ ساتنه او ګرځونه خو سخته ده!

ـ لورې! ګرځو یې نه! او د ساتنې چل باید زده کړو! مونږ د ډېرو شیانو په ګټلو کې مړني یو؛ خو ساتلي یې بیا نشو!! دا به ساتوو!

ـ له تا او مونږ نه وروسته به یې څوک ساتي؟

ـ دا میراث دی، میراث خواره به یې ساتي!

اکبر خان د برېتو څوکې تاو کړې او غټې ـ غټې بادامي خندنۍ سترګې یې خپلې مېرمنې ته واړولې:

ـ دادا دې خوب لیدلی چې دې کلا ته به له الینګاري سینه یوه داسې مرغلره راځي چې وړانګې به یې زموږ پر سر لکه د پګړۍ ولونه تاوېږي. هر څه به خوندي وي.

لور یې سر سرتور او مخ یې اسمان ته ونیو:

ـ دادا! خدای پاک دې دا خوب رښتیا کړه!!

۵۳

په سپین دنګ آس سپور راغی، آس وشڼېده، مېتر ور نږدې شو، یو موټي سړي پر رکابونو پښې کېښودې او راکېوت، خدمتګارانو یې ور منډې کړې، شاوخوا ترې ودرېدل، نږدې کس یې ور ته لاس په نامه ودرېد:

– صاحبه! یو سور سپین سړی راغلی.

– څوک دی؟

– برېنز نومېږي.

– برېنز؟

– هو.

دې یو موټي سړي چې اوږده سپینه ږیره یې باد رپوله، له تیږې نه جوړه سترګه خپلو خلکو ته واړوله، هغوی سمدستي برېنز راوست، برېنز د یو موټي سړي په لیدو وغوړېد، یو موټي سړي ږیره وپړکوله، سر یې لاندې باندې وښوراوه، برېنز یې پښو ته کتل، په ستاینه یې دده خوله را پرانسته، یو موټی سړی د برېنز له ستاینو سره وغوړېده، د تیږې سترګې وپړکوله، د واک په نشه کې ډوب و، برېنز ته یې وویل:

– ډېر سرونه یې ځانته په سجده کړي دي، دا لاهور خو پرېږده، پېښور یې هم تر ولکې لاندې راوستی دی، په جم کې یې لویه کلا نیولې، دوست محمد خان او نور باکرزیان یې ټول شړلي دي.

برېنز یې څېرې ته کتل، له لوی پګه چې لکه د چلیپا یا ایکس توري غوندی و، د سر یو تار ویښته یې هم بهر ته نه پرېښوده، برېنز له ځانه سره فکر وکړ:

ـ دی چې پر دا یو موټي ځان دومره لوی پګ پر سر ګرځوي او یو وېښته بهر نه راپرېږدي، موږ ته دده تر ږیري لاندې ګوزاره پکار ده.

په دې چرت سره یې دده تلو ته کتل، سړي پر ږیره لاس تېر کړ او خپلو خلکو ته یې وروځې وغورځولې، هغوی سمدستي پوه شول او لاړل، ډکې سرې شنې پیالې یې راوړې، برېنز چې د پیالو شرنګا او سره شنه رنګونه ولیدل نو ور ته ګبڼۍ ونیو:

– پاچا یې پاچا، په هرڅه پوهېږې، په دې پوهېږې چې زه له څه شي سره مینه لرم!؟

ځان یې ښه خړوب کړ، په نشه کې یې ور ته وویل:

ـ رنجیت سنګهـ دې زنده باد وي.

۵۴

رنجیت سنګهـ ته د برېنز رنځ معلوم و، دی یې په خم ولمباوه، ړوند له خدایه څه غواړي دوه سترګې، برېنز هم په نشې واوښت او هم په تماشې، هڅه یې کوله چې د رنجیت سنګهـ په زور خپله چاره ترسره کړي، رنجیت سنګهـ ډېر بدرنګ سړی و، ده هم له برېنزه په خړوبیدو کې خپلو پښو ته سرټیټی غوښته، برېنز دا د ځان لپاره ویاړ باله چې رنجیت سنګهـ ته ورسېده، رنجیت سنګهـ ته یې وویل دی یې لوی خدمتګار دی.

ده په همدې غوړه مالۍ کې غوښته چې ځان تر دوست محمد خانه ورسوي.

رنجیت سنګهـ د برېنز ټول رګونه وترنګول، په هر رګ یې پوه شو، د هر رګ لپاره یې درمل ورته راوغوښتل، شاوخوا یې ورته سرې سپینې تاوې راتاوې کړې، برېنز په ترخو او سرو سپنو کې دومره ډوب شو چې د رنجیت سنګهـ د خولې لیاړې یې ځانته دارو ګڼلې.

دستي یې ځان دوست محمد خان ته د تورو او سرو پېریانو د جاسوسۍ لپاره ورساوه. دوست محمد خان چې د برېنز بېباکي او مستي ولیده چې دی په نشو او تماشو روږدی انسان دی، نو خوا کې یې کېناوه، برېنز دوست محمد خان ته یو ناڅاپه او بې له مقدمې د هغه د زوی وزیر اکبرخان ستاینه وکړه:

– ډېر ښه ځوان دی، ښه په قوت کې دی، مېړه سړی دی.

دوست محمد خان د برېنز په خبرو خوشحالېده اودی یې په سرو پیریانو کې ځانته یو نږدې کس وباله، نو ځکه یې دی بیا په خپلو لښکرو کې یوځای او بل ځای ته د یوه باورمن کس په توګه لېږه، برېنز د دوست محمد خان کړنې تر سرو پېریانو رسولې، دېخوا د برېنز سیالانو او رقیبانو ده ته دام ایښوده، په لودهیانه کې یې بیا کله ناکله د شاه شجاع پوښتنه هم کوله، شاه شجاع هم له واکه لاس نه اخیسته، د کوه نور درد ورسره و، رنجیت سنګهـ ته یې په زړه کې تورې وینې خوټېدلې، غوښته یې چې ځان پرنګي ته نژدې کړي او یو څه ترلاسه کړي، اخوا دېخوا یې هڅه کوله، یو ځل یې تر کشمیره ځان ورسوه، کشمیر یې ونیوه، هلته دده کسانو په یوه لویه قافله برید وکړ، ډېر څه په لاس ورغلل، شاه شجاع څو ځل ماته خوړلې وه، خو دا ځل ډاډه و، ډېر څه په لاس ورغلي وو، ډېر شیان یې پیدا کړل، په خلکو یې پیسو ویشلې، ځان یې کندهار ته ورسوه او د امیر دوست محمد خان ناسکه وروڼه چې دا وخت په کندهار کې حاکمان وو، محاصره کړل.

له شاه شجاع سره دا وخت اته زره جنګیالي وو، دوست محمد خان چې د شاه شجاع له راتګه خبر شو، نو دېرش زره جنګیالي یې برابر کړل او کندهار ته یې ځان ورساوه.

شاه شجاع چې د دوست محمد خان له کسانو خبر شو، نو ورو ورو یې ځان ارغنداب ته ورساوه، په ارغنداب کې یې واړول، دوست محمد خان د خپلو وروڼو کلا ماته کړه، ټول یې ازاد کړل او بیا یې د شاه شجاع په لښکر پسې خپل کسان ولېږل.

د شاه شجاع پر لښکرو یې برید وکړ، دده لښکر یې تس نس کړ، شاه شجاع د خپلو څو تنو جنګیالو سره غره ته وتښتېده، دا ځل هم شاه شجاع ماته وخوړه، خو بیا هم ناامیده نه شو.

شاه شجاع په اس سپور شو، خلکو ته یې وویل:

– هېڅکله به هم نه نهیلي کېږئ، نهیلي مرګ دی او موږ ځان مرګ ته نه سپارو، هڅه به کوو چې په یو ډول نه یو ډول بریمن شوو.

۵۵

خوبولو سترګو ته یې دوه درې لپې اوبه واچولې:

ـ واه واه، په دې اوبو کې عجب کیف دی.

د اوبو ځوږ او وړانګینو نڅا ته غوږ شو، د مرغلرې رڼا یې سترګې وبرېښېولې، ورو ورو یې سر وښوراوه:

ـ له دې سینه به موږ ته بلا جوړېږي، موږ ته پکار دي چې ددې سین د مرغلرې د رنګونو نڅا ته بریدونه جوړ کړو، د غره سر ته یې وکتل:

ـ ځه ښه دی، دلته داسې ککرۍ شته چې دې رڼا څانګې پرې کړي.

ومسېد:

شاه شجاع او سرداران دې ژوندي وي.

بیا یې خاورې ته وکتل، په لېمو کې یې پورته کړه، دې وخت کې یې مور په زړه را وورېده، ستړی ستومانه د لوی توت ونې ډډ ته یې ډډه ووهله، د زړه پر سر لوی جېب نه یې قلم راواخیست،د یادښت کتابچه یې پرانیسته او پر زنګون یې کېښوده:

– مورې! ما خو داسې ګومان کاوه چې پېښور ډېر ښکلی ځای دی، پېښور خو ما لوستی و، پېښور خو د ژمي پلازمېنه وه، تېمورشاه دا ځای هسې نه و غوره کړی، خو چې څه وخت مې کابل ولید، دپېښور خوند مې په خوله کې ورو ورو پیکه شو، دا په رښتیا جنت دی، شاوخوا غرونه، ګلکڅونه، دنګ دنګ غرونه، اوبه، یخه او سړه هوا، تازه مېوې، عجب کیف لري. دا ځای د یوروپ د سمندري جهازونو، پوځونو او د ډول ډول نورو عجایبو خبرې کوي، دلته ماته د هېواد د رسم و رواج، تاریخ، سوداګرۍ او د حکومتي نظام خبرې کېږي، دلته د خلکو څېرې غوړېدلي او نازکې نازکې خبرې کوي، دا خلک ډېر خوشحاله او د خندا خلک دي، دا خلک خوږې هوا مست کړي دي، دلته چې هر څوک راشي او یو ځلې یې دا هوا وڅښله نو بې بنګو به نشه وي.

مورې! د دنیا خلک چې چاڼ کړې، نو د کابل غوندې خلک به پیدا نه کړې، د کابل خلک ډېر ښکلي، مهربانه، پاسته او مېلمه پاله خلک دي.

مورې! د زړه خبره کوم چې دوی زموږ د عیسویانو پر وړاندې هېڅ کرکه او تعصب نه لري، موږ غوندې خلکو سره خو بیا بېخي مخالف نه دي، کله چې له مانه پوښتنه کوي چې د خوګ غوښه دې خوښه ده؟ زه وایم نه، بالکل نه. دوی وخاندي. دا خلک ډېر مودبه خلک دي.

مورې! له دغه ځایه مې زړه نه شي.

ددغې پلازمېنې غرونه، موسمونه او ټوله شاوخوا شعر شعر ده، مشران یې هم ډېر ښه خلک دي، امیر دوست محمد خان خو مې ډېره ښه مېلمه پالنه وکړه. اوس یې په خوا کې ناست یم. لوړ باور یې را باندې کړی دی.

مورې! د کابل مېوې د توتیانو خوراک دي، واه عجب کیف لري، که یو ځل دې دا مېوه وخوړه، نو پوهه به شې چې په دې اوبو او هوا کې یو بېل خوند دی. زه چې هر څومره هم ددغه ځای صفت وکړم، بیا هم کم دی، زما دا خلک او ځای ډېر خوښ شوو، خو هلته یو زموږ یو بدمرغه کلاډویډ دی، هغه راپسې دی، هغه راباندې دا هوا او امیر دوست محمد خان خوا نه لوروي، خو ما له امیردوست محمد خان سره لاره جوړه کړې، زه اوس د امیر د کوټې بره ستن یم. ویډ چې زما دا مقام ګوري، زړه کې یې د کرکې اورونه بلېږي او زه بیا په زړه کې ګوړې ماتوم.

هغه خوار شوی د شاه شجاع پلوی دی، له امیر دوست محمد سره زما په خاطر دوښمني کوي، هو رښتیا له بلې دې خبر کړم، شاه شجاع راته وویل؛ که زه بادشاه وای او ته کابل ته راغلی وای، نو زه به څومره خوشحاله شوی وای، ما به در ته د یوروپ او افغانستان تر منځ ټولې لارې خلاصې کړې وای، خو نه، شاه شجاع ددې توان نه لري چې د کابل پر تخت دې کښېني.

په هغه کې دا صلاحیت هم نشته چې ټول خلک په ځان راټول کړي او لږ تر لږه د امیر دوست محمد خان پر وړاندې ودرېږي.

امیر دوست محمد خان ډېر باتور دی، په کابل او غزني یې حکومت چلېږي، د بارکزیو مشر دی، دده عمر که څه هم له نورو وروڼو کم دی، خو تجربه یې زیاته ده، هغوی ورسره په همدې رخه لري، امیر ډېر ذکي او اوس پرهېزګاره سړی دی، د لیک ولوست زده کړې ته یې ان شراب پرېښودل.

مورې! زه خو داسې ګومان کوم موږ ته له امیر دوست محمد خانه بل نژدې سړی نه شته، خو ویډ کوښښ کوي چې په یو ډول نه یو ډول شاه شجاع واک ته ورسوي، د شاه شجاع ډېره ستاینه کوي، خو ځه کوي دې یې. شاه شجاع ته هم ځان نږدې کولی شم.

دم ګړۍ زما دلته ساعت تېر دی، اندېښنه مه کوه، تاسې په خدای سپارم، ستا زوی برېنزـ له کابله.

۵۶

امیر په دې پوه شو چې ملي مبارزینو سپینه جامه اغوستې او سرو پیریانو ته یې وینې خوټېږي؛ تور پیری هم چندان متا و نه خته، دی هم دوی ته ځان په دې ملامته بولي چې پېښور ترې تور ړوند پېری لاندې کړ، ګنې ده خو ور ته مسته لیلا په سوغات کې ولېږله، خو هغه ړوند یې چندان خیال و نه ساته، له ځانه سره سور شین کېده:

ـ ښه ته دا یو موټی پېری وګوره، یوه سترګه یې د تیږې ده، دی سرو پیریانو ته دومره منلی او نږدې شو چې پېښور یې له ما نه په خوږه خوږه لاندې کړ، له سرو پیریانو یې داسې لاړې تاو کړې چې اوس هغوی ته دی تر هر چا زیات منلی دی، هغه دی لاهور او پېښور دواړه خوری، موږ یې په دې خوشحاله کړو چې تاسې خپله ارامه پاچاهي کوئ، نور به له دې ځایه پر دوی برید نه کېږي.

امیر په همدې چرتونو کې له لوړې سړې کلا را کېوت او ځان یې د کنکشاه د پلونو ځمکې ته ورساوه؛ خو د تورې شړۍ سیوري یې پر بڼو ګوتې وهلې او ده ته یې غوږ کې دا ساه پو کړه چې دی به امیر وي؛ خو اوسنی اخ و ډب دې پرېږدي.

امیر ختیځه ډډه ونیوه او ننګرهار ته لاړ، هلته د لالپورې خان سعادت خان سره واوښت. سعادت خان ته له خپل نیکه د لالپوري خاني او ان تر پېښوره جاګیرداري په میراث پاتې وه، دی د همدې سیمې لوی جاګیردار و، امیر چې د ده جاګیرداري ولیده؛ نو په زړه یې دا نه ځایېدل چې په یوه ملک کې دې بې شمېره واکمنۍ وي.

سعادت خان د لالپورې د سین شور ته کټونه اچولي، دربار یې تود دی، ډېرو ستړو ستوړو ډډې وهلي، خان په دغو مټو د سین شور ساتي.

د خان کسي د سین په جېب کې ګوتې وهي او په تل کې یې سپینې وړانګې لټوي، سین ور ته وايي:

ـ خانه! څه لټوې؟

خان موسکی شي، سر وګروي:

ـ هېڅ.

د سین سپین تندی ورین شي:

ـ هېڅ هههههه

ـ هو هېڅ.

سین په کړس ـ کړس وخاندي:

ـ هېڅ نه!؟

خان څټ وګروي:

ـ نه هېڅ.

سین غلی ـ غلی ورګوري، خان بیا د سین په جېب کې باڼه ورپوي، سین غلی ورته ګوري:

ـ خانه! څه لټوې؟ خو دا وایه چې څه لټوې او څه درنه ورک دي او که څنګه؟

خان موسکی شي:

ـ پلار و نیکه مې راته ویل.

دې وخت کې غلی شي؛ خو باڼه یې لا هم د سین په جېب کې رپېږي، سین ورته موسک شي، خبره دې کوه! څه یې درته ویل:

ـ راته یې ویل چې د سین په جېب کې…

خان لاسونه ومروړي، سین موسکی شي:

ـ د سین په جېب کې څه شی؟ خبره کوه!

خان ستونی تازه کړي:

ـ د سین په جېب کې مرغلره ده.

سین په کړس ـ کړس وخاندي، له خیاله خپلې زرینې زلفې په اوږو واړوي را واړوي:

ـ دا خو ستا له پلار او نیکه وړاندې هم خلکو خپلو بچیانو ته دغه وصیت پرېیښی و.

خان سترګې ځمکې ته واچوي:

ـ نو هغوی، بیا څه وکړل…

د سین ستونی را ډک شي:

ـ هغوی دغه خبره تر تا همداسې په میراث را ورسوله.

ـ نو بیا…

ـ نو بیا دا چې پر تاسې مې ډېر زړه خوږېږي.

خان د سین په جېب کې کسي ونڅوي او په حیرت پوښتنه وکړي:

ـ هغه څنګه؟

د سین تندی له کرښو ډک شي:

ـ هغه داسې چې تاسې په خپل جېب کې هر څه لرئ؛ خو بیا هم اوږي تږي ناست او د بل لاس ته ګورئ.

خان سر ځوړند کړي، سین بیا پرې غږ وکړي:

ـ ستاسې د جېب مرغلره د نورو تیاره خونه رڼوي، تاسې بیا له هغوی سوال کوئ او ځان ته اور په پور غواړئ.

ـ په پور؟!

ـ هو په پور! هغه هم د سر په بیه.

د خان کسي د سین له جبه ژړغوني راووتل او له ځانه سره یې وویل:

ـ په خپلو ډکو ـ ډکو سیندونه کې تږي ګرځو.

د تورې شړۍ د سیوري ښکالو یې له سترګو رڼا واخيسته، خان د لاس په سترګو د کټونو شمار ته ودرېده.

یو وخت یې د آسونو شور تر غوږ شو، له کټونو خلک را پاڅېدل، ژر ـ ژر یې د دربار له ستنو غوړې ټوپکې را ښکته او ګردنۍ له غاړې تاوې کړې.

خان له سینه پورې غاړه د امیر لښکر ته کتل، د سیمې سپینږیري هم ورسره وو، له خانه وار پار خطا شو:

ـ لکه چې مشران یې درنه په شرنګ واخيستل که څنګه؟

دی له ځانه سره اندېښنو په مخه کړی و چې سپینږیري په جاله کې را پورې وتل، خان مخې ته ورغی، سپینږیرو سم له واره د خان ږیره او زنه ونیوله:

ـ خانه! مونږ به امیر ته خړسترګي کی(کوې) نه؟!

خان اریان دریان ودرېد:

ـ په څه؟

ـ امیر غواړي چې له تا سره نیولی برید ونړئ(ونړوي).

خان خاندي:

ـ تاسې په امیر څومره باوري یئ چې دی به پخپله خبره او ژمنه ودرېږي؟ له هغه نه خو خپله چرګۍ خفه ده.

سپینږیري یو بل ته ګوري، د خان له خبرو سره یې د امیر پر چرګۍ او نغري اخ و ډب را یادېږي، خان بیا د سپینږیرو په سترګو کې خاموشۍ ته ګوري:

ـ وایئ کنه؟

سپینږیري ورته وايي:

ـ خانه! مونږ پوه شوو!

سپينږیري ځي او د امیر کسانو ته وايي:

ـ خان له تاسې سره څه نه لري؛ خو امیر ته ووایه چې ته دې اول خپل نغری په ځان را ټول کړه او د دې سین په څېر په خپل تل کې مرغلرې ساته.

۵۷

له تیږې نه په جوړه سترګه یې لاس راښکه، دا یو موټی لنډی ګنډی سړی په اوږده څوکۍ کې ورک شو، شېبه په چرت کې و چې څنګه لیلا تر ګوتو کړي. په دې لیلا پسې خو یې ژبۍ ده، ویې ټوخل، دده له ټوخي سره یو بل ټوخی هم ملګری شو، له اوږدې څوکۍ یې سر راپورته کړ، ګوري چې خدمتګار یې سرته ولاړ دی، په ږیره یې لاس راښکه:

– څه خبره ده؟

– صاحب! یوه ښځه راغلې.

له ځانه سره یې څو ځلې وویل:

ـ ښځه؟

ویې موسل، خدمتګار ته یې روغه سترګه ورپوله:

– ښځه څوک ده؟

– خپل نوم وفا بېګم ښیي.

په سوچ کې لاړ، پر تندي یې د پوښتنې او حیرانتیا کرښې خپرې شوې:

– څه غواړي؟

– – وایي ورسره ګورم.

– دا څوک ده؟

– صاحب! ځان د شاه شجاع میرمن ښیي.

پر تندي یې غبرګې لیکې ورکې کړې.

– د شاه شجاع میرمن ده، حتمي به له ځان سره څه خبرې لري، راویې غواړه.

خدمتګار لاړ، ښځه یې د سترګو په رپ کې دده مخته ودروله، ده له اوږدې څوکۍ سر راپورته کړ، د تیږې نه په جوړه سترګه یې لاس راښکه، وروځې یې وغورځولې:

– وایه! څه خبره ده؟

میرمنې په ډېر ادب لاس پر سینه کېښود:

– صاحبه! زه د شاه شجاع میرمن یم.

– پوهېږم، څه خبره درسره ده؟ خبره کوه.

– خبره داده چې زما خاوند د کشمیر حاکم بندي کړی دی.

– زه څه کولی شم؟

– تاته راغلې یم چې هغه له ډېرو ستونزو سره مخ دی، که هغه د هغه ظالم له تورو کوټو را وباسې! دا کار بې له تا بل څوک نه شي کولی!

سړی د وفا بېګم له دې خبرې سره له غروروه په څوکۍ کې را نېغ شو، غاښونه یې وچیچل او ښځې ته یې مخ واړاوه:

ـ ده لکه چې د رنجیت سنګهـ نوم نه دی اورېدی.

وفا بېګم وغوړېده:

ـ ځه لکه چې کار وشو.

رنجیت سنګهـ اوږده ږیره ورپوله، غاړه یې هسکه کړه:

– شاه شجاع خو داسې کوم کار نه دی کړی چې زه دې د مرستې لاس ورکړم، خو …

مخ یې وفا بېګم ته واړاوه، وفا بېګم وټوخېده:

– صاحبه! زه تاسې ته د هغه په بدل کې یوه ډالۍ لرم.

ده روغه سترګه ورپوله:

– د څه ډالۍ؟

– زما سره کوه نور دی.

– د کوه نور په اورېدو رنجیت سنګهـ ورپېده:

– کوه نور؟

په شونډو یې ژبه راښکله:

– چېرته دی؟

– راسره دی.

– دا اوس؟

– نه صاحبه! کور کې دی.

– چېرته اوسېږې؟

– لدهیانه کې.

– نو …

له نو سره پرې وفا بېګم غږ وکړ:

– که تا مې خاوند راخوشې کړ، نو کوه نور درکوم.

رنجیت سنګهـ سر وښوراوه، له ځان سره وبوږنېده:

– دا خو ډېره ساده خبره ده، دستي به یې راخوشې کړم.

بیا یې وفا بېګم ته وکتل، موسک شو:

– ځه نو کوه نور راوړه.

– صاحبه! سړي باید په خپلو خبرو ودرېږي.

رنجیت سنګهـ په ږیره کې ګوتې واچولې، تازه یې کړه، په لوړ غږ یې وخندل:

– زه فاتح یم، زما مخ ته څوک نه شي ودرېدای.

– پوهېږم ستا مخ ته څوک نه شي ودرېدای، خو …

رنجیت سنګهـ وفا بېګم تر خو اخوا پرېنښوده:

– ځه ورځه! هوښیاره ښځه معلومېږې، خو لاړه شه او کوه نور راوړه.

– کوه نور راوړم او هغه وخت یې درسپارم چې زما خاوند دې را خوشې کړی وي.

رنجیت په څوکۍ کې شاته لاړ، تکیه یې ووهله، د تیږې په سترګه یې لاس راښکه:

– ته لکه چې ما نه پېژنې؟ ما ډېر سرونه ځانته ټیټ کړي دي، امیر دوست محمد خان مې د لیلا په اس نیولی و ، پېښور مې ترې پاتې کړ، ته لکه چې ما نه پېژنې چې زه فاتح یم او یو افغان هم له مانه سر نه شي پورته کولی.

وفا بېګم ورته ودرېده:

– صاحبه! د افغان خبره به لږ په احتیاط کوې، خو خبره داده چې اوس زموږ اړتیا ده او لاس مې تر تیږې لاندې دی.

– چې تر تیږې لاندې دی، نو بیا لوړه لوړه مه غږېږه.

– لوړ لوړ غږېدل راته له مور و پلاره په میراث پاتې دي.

– نو بیا همدا میراث ساته.

– دا میراث ساتم ځکه دلته راغلې یم.

ځه ورشه، کوه نور راوړه.

ـ زه ځم کوه نور راوړم، ځکه ما ته تر کوه نوره اوس د خپل خاوند ژوند مهم دی.

– چې ژوند درته مهم دی نو کوه نور راوسپاره.

رنجیت سنګهـ د کوه نور په فکر کې شو:

– کوه نور هغه لویه وسله ده چې ډېرو پرې سرونه کېښودل، شاه زمان یې ړوند کړ، شاه شجاع یې بندي بوت، دا حتمي شاه زمان ده ته سپارلی، حتمي.

له ځان سره بوخت و، خپل کسان یې راوغوښتل، د وفا بېګم په مخ کې یې ورته وویل:

– ورشئ او د کشمیر له حاکمه شاه شجاع راولئ.

دده پوځ برابر شو، لوی لښکر د کشمير پر ډډه روان شو، وفا بېګم ډاډمنه شوه چې ځه کار وشو، لښکر چې کله کشمیر ته ورسېد، نو سمدستي یې پر حاکم برید وکړ، کلا یې ماته کړه، شاه شجاع یې لاس تړلی له کلا راویست او د رنجیت سنګهـ ته یې ورساوه. رنجیت سنګ وفابېګم راوغوښته چې راشه، امانت راوړه او امانت واخله.

کله چې وفا بېګم د رنجیت سنګهـ دربار ته راغله، نو شاشجاع یې ور ته مخامخ ودراوه، دې غوټې ته لاس کړ، کوه نور یې یې ترې راوایست او له ژبې سره سم یې رنجیت ته وسپاره، رنجیت خپلو خلکو ته وکتل، روغه سترګه یې ورپوله، هغوی سمدستي شاه شجاع او میرمن یې په کلا کې بندیان کړل، یوې کوټې ته یې وفا بېګم او بلې تورې کوټې ته یې شاه شجاع دننه کړ، وفا بېګم لپاره دا هم غنیمت شو چې خاوند یې د کشمیر له تورو تمبو راووت، ډاډه وه چې له دې بې لوظه انسانه به هم یوه ورځ ازادېږي، شاه شجاع شپه او ورځ د خپلې بېګمې په فکر کې و:

– ښځې راباندې ننګ وکړ، زه اوس د رنجیت سنګ په زولنو کې قیدي یم، د هغې په څه حال وي؟

د شاه شجاع له مټو زور تللی او رنګ یې الوتی و، هره شېبه یې ددې هڅه کوله چې څنګه زنځیرونه مات کړي او ځان د رنجیت سنګهـ له پنجو وباسي.

وفا بېګم په یوه تنګه توره کوټه کې پرته وه، د رنجیت سنګهـ له بد سلوک او پر خپلې خبرې نه درېدو نه یې زړه خولې ته راغلی و. دعا ګانې یې کولې چې له دې تورو کوټو ژر ووځي.

شاه شجاع تورو تمبو په هر څه پوه کړی او هوښیار کړی و، په دې وتوانېده چې په دربار کې یو څوک پیدا کړي او له تورې تیارې او تنګې تروشې کوټې لاره وباسي. هغوی ته یې پیسې ومنلې، درباریانو شاه شجاع په خپله کوټه کې پرېښی و.

وفابېګم رنجیت سنګهـ ته څو ځل د پېغور په ژبه حال ولېږه:

– سړي دومره نامرده نه وي، ډېر نامرده وې، اخر دې په ښځه باندې هم دا ظلم ولورېده، ښځې سره څوک داسې چلن نه کوي، تا خو قول راکړی و چې امانت دې واخله او امانت مې راکړه. نو هغه قول دې څه شو، د مېړنو خو قول قول وي او ژبه ژبه!؟

سر یې وڅانډه:

ـ ځه خدای مهربانه دی، د سین دمرغلرې پړک به دې پړک وچوي.

په همدې خبرو خبرو کې شاه شجاع په دې وتوانېده چې د پیسو په زور وفابېګم له تورو تمبو وباسي. شاه شجاع د خپل ځان ویستنې لپاره نورې پیسې ومنلې،

څو میاشتې یې د نم وهلې کوټې پر دېوال تېرې کړې او بالاخره یو لوی ډنډ ته یې لاره وایسته، په دې لاره له رنجیت سنګهـ نه وتښتېده.

غلی کېنناست، څو ځلې یې د لوړې سرې سړې کلا په نیولو پسې اخوا دېخوا لاسونه واچول، له سرو پیریانو سره یې هم غوږ وجنګاوه، سره پیریان چې د شمال له سرو میږیانو سره د امیر دوست محمد خان نږدې کېدو ماڼیجن کړي وو او بل ددوی استازي وېډ هم کار ویستی و، نو شاه شجاع یې په زړه خوږ ولګېده. خپل نور پیریان مکناټن او برېنز یې هم دې ته جوړ کړل چې له دوست محمدخانه نوره ښادي حرامه ده، شاه شجاع تر تخته ورسوئ، دده سترګې په واک پسې را ووتې، دی به واکمن وي، خو کار به تاسې باسئ.

د برېنز په غوږونو کې د سین د مرغلرې رڼا ګرځېده او له ځانه سره یې ویل:

ـ که دا خلک ارام شي، نو د مرغلرې د رڼا خبرو ته به کېني، بیا نو دلته زموږ شپې سختې دي. په هر ډول چې کېږي، اوس دوست محمد خان ته شاه شجاع په غاړه کې اچول پکار دي!

شاه شجاع دې ته خوشحاله و چې سره پیریان یې د ځان ملاتړي کړل.

۵۸

د تورو او سرو پیریانو د کمپنۍ له پښو ځمکه وتښتېده، شونډې یې ورپېدې:

ـ دوست محمد لکه چې پښې له شړۍ وایستې؟! اوس یې سرو مېږیو ته مخه کړې، دی په دې نه پوهېږي چې موږ څوک یو!؟

رنجیت سنګهـ مسته خندا وکړه او پر ړنده سترګه یې د ښي لاس دوه ګوتې راښکلې:

ـ دی په دې نه پوهېږي چې زه څوک یم!؟ او دلته څوک څوک راټول شوي!؟ تیار شاه شجاع ناست دی.

سره پېري غوږنه بوڅ کړه، رنجیت په څوکۍ کې رانېغ شو:

ـ د بلوچستان له ډډې نه دی پرې ور خوشې کړئ او د پېښور د خیبر لاره ماته پرېږدئ.

چې دا ونه وهو او پښې پرې ماتې نه کړو، ګومان نه کوم که لارې ته راشي.

رنجیت سېنګهـ پر تندي راماته خوله وچه کړه، ځان یې نور هم د جب ډکولو لپاره سرو پېریانو ته ور خوږ کړ.

سره پېریان د هر څه وږي تږي وو، رنجیت سېنګهـ یې د خپل راز و نیاز ملګری باله، رنجیت هم ددوی په رګ پوه شو، د کشمیریو چټو پېغلو د پایزېبونو نڅا یې پرې ورخوشې کړه، د پایزېبونو شرنګا شیش محل پر سر واخست، هره خوا د د پایزېبونو انځور و، هندارې هم له د پایزېبونو پر شرنګا او مستۍ نڅېدلې، هسکو غاړو او ټټرونو یې له ورایه ستونه کول، په دنګو غاړو کې یې سره شراب ګرځول.

رنجیت ته دا معلومه شوه چې دا خلک له ډېرو لېرو ځایونو راغلي او د میاشتو میاشتو مسافر دي، ښه ډک پک او وږي تږي دي چې په همدې ښځو یې مهار او څه ترې بود نه کړم، بله چاره نه شته.

رنجیت د چټو په نڅا او د شرابو په بوتلو ټول راخپل او امیردوست محمدخان نه یې ورته سور کاپر جوړ کړ، شاه شجاع ته یې سترګه ووهله:

– سترګه دې سره ده، ورځه پرې!

۵۹

سیوري توره شړۍ له ځانه تاوه کړه، ښکالو یې له لوړ برجه قدم واخيست او د سترګو په رپ کې له تورو غرونو پناه شو. د شاه شجاع سر ته ودرېد، شاه شجاع د تخیل په سین کې غوپې وهلې، د سیوري ښکالو یې سر ته ودرېده او په مړاوو برېتو یې ورته ګوتې ووهلې.

د تورې شړۍ سیوري د شونډو ښکالو نېغ کېناوه:

ـ هی هی! ته دلته د تخیل په دریاب کې ډوب یې، د ورور سیوری دې بارکزیو پوپناه کړ، ملک د پښتو دی، پاڅه!!!

شاه شجاع دېواله ته کتل، د شونډو ښکالو یې اورېده، وارپار ترې خطا شو، پر دېواله پراته د شونډو تت سیوري پرې غږ وکړ:

ـ لاس تر زنې مه کېنه، پاڅه!!

شاه شجاع پاڅېد؛ خو د زړه پښې یې مړې وې، ساه یې له رګونو تښتېدلې وه، بیا پرې غږ وشو:

ـ پاڅه! بارکزیو هر څه نیولي، د ابدالیو د پښو پلونه په بادونو وړي.

دې خبرې سره شاه شجاع را پاڅېد، د پیریانو په لښکر کې یې ځان د اخ وډب ډګر ته ورساوه، مبارزین دا وخت له پیریانو سره په جګړه اخته وو، د امیر سترګې په توره شړۍ کې پټ سیوري پټې کړې او غوږ کې یې ورته دا مندرۍ واچوله:

ـ لاړ شه! له سرو پیریانو سره دې مقابله ګرانه ده، بیا به دې په دمه راولو.

امیر چې د کابل د لوړې کلا سپېره دېوالونه سترګو ته دروي؛ نو غوره دا ګڼي چې شوګیر وهلي هډونه د راڼیو لنډیو ته ورسوي او په پسته څنګله سر کېږدي. په لوړې سړې کلا کې به ځان ته یوه ماڼۍ جوړه کړي، ونې به کېنوي، رنګارنګ بوټي به کېنوي، ګلان به وکري، د ماڼۍ د پاس پوړ له کړکۍ نه به د کابل د هوا ننداره کوي.

شاه شجاع د تخیل له دریابه د سرو پیریانو په ورا کې لوړې کلا ته ورسول شو. اوس نو چې څه سور پېری وايي، هغه شاه شجاع کوي.

شاه شجاع په لوړه کلا کې خپله پخوانۍ دبدبه بیا را ژوندۍ کړه، تنکي ـ تنکي ځوانان یې په ښایسته جامه کې په کلا کې وګومارل، له بهرنیانو سره یې د پوهاوي را پوهاوي ژبه پيدا کړه، دربار په یو نوي سیاسي او ډیپلوماتیک رنګ ورنګېده. شاه شجاع له سره پېري سره په مړاوو بڼو کاته کول؛ خو خپلو خلکو ته یې توره تېره وه. سره پېري ته یې په کلا کې د ماڼۍ خبره وکړه او ویې ویل چې دی خپله کورنۍ دلته راولي. هغوی په کاږه ورمېږ دده خبره واورېده، شاه شجاع سمدستي خپل تخیل ته د عمل جامه واغوسته، ماڼۍ یې جوړه کړه، په حرام سرای کې یې لوی باغ هم برابر کړ.

دی به د لوړې کلا د برج په لوړه کوټه کې ناست و، د کابل خړې پړې هوا ته به یې کتل او ویل به یې:

ـ کابل رښتیا هم چې جنتي هوا و فضا لري؛ خو ځمکه یې له اخ وډبه ستړې ده.

نیمه شپه به یې سر ته په توره شړۍ کې پټ سیوری سر ته ودرېد او د ده له سترګو به یې هغه رڼا تروړله چې ده به د تخیل په ټال کې پرې تیارې خونې رڼولې.

۶۰

د کابل سین غړمبېدلی روان وو، رڼو اوبو یې پېکي سینګارول، شاه شجاع د خپل پلار پر پلونو پل کېښود او د تخیل د خړوبېدو لپاره یې یوه جلګه جوړه کړه. هر مازیګر به هلته د رڼو اوبو شور ته ناست و، د کابل له مازیګره به یې خوند اخیست. له سینه پورې ډډې د مردا خانۍ بام بوټیو ته یې کتل. برېنز چې دده نږدې خواخوږی و، هغه به هم ځان هر مازیګر ورساوه، شاه به د شرابو پر بوتل سره پېریان را چاپېره او تاوده کړل. سرو پېریانو ته شاه نور هم ډېر ګران او منلی شو، دوی به د جلګې په سر به ناست وو، د کابل خلکو به په کرکه ورکتل:

– دا څه رقم خلک دي، هېڅ حیا نه لري، ته ګوره! په رڼا ورځ شراب څښي.

دوی په خپلو مټو کې دم ګړۍ هېڅ وس لیده چې ژر پرې برید وکړي، برېنز خو بېخي حیا نه کوله، نشه نشه به پر جلګه پروت و.

شاه شجاع به د کابل څپو ته کتل او په ذهن کې به یې ورسره الفاظ غبرګول، برېنز چې لږ په ژبه پوهېده، هغه به د شاه شجاع له وینا نه خوند اخیسته، ټولو به د شاه شجاع شعرونو ته سر خوځاوه، د کابل سین به یې ستایه او ویل به یې:

ـ شاهي بې نشې نه کېږي چې د خلک په نشو تماشو و نه ساتم، د بارکزیو وروڼه را ته تیار په برید کې ناست دي!! دوی لا د مرغلرې خوبونه هم ګوري.

۶۱

په شیش محل کې یې یوه پښه په بله واړوله، له ښيښې نه یې لاندې شنه ډنډ ته کتل، تر څنګ یې سپینه بته کشمیرۍ ناسته وه، شنه پیاله یې پر سر واړوله، پور ته شو او ورو ورو له کوټې ووت، ځان یې لوڅ کړ. کشمیري یې تړمو اوبو ته راوبلله، ګڼې نورې ښاپېرۍ یې هم پر ځان راماتې کړې، په سپینو بتو کې ورک شو، ښایسته شېبه ولمبېده، ځان یې ښه ستړی ستومانه کړ، بېرته راغی او په برنډه کې پروت لوی کټ باندې خوراور پرېوت، د ارام ساه یې واخیسته، کاغذ یې راواخیست او خپل نژدې ملګري ته یې ولیکل:

– سخت په مزو کې یم، هر څه رارسېږي، بس تنخوا ده، خوشحالي ده، هر څه ډېر دي، وُسکي هم پرېمانه ده، پریانې رانه شاونوا تاوېږي، له اتو بجو تر لسو پورې کار کوم، د سهار په ناشته کې راسره څو افسران ملګري وي، وسکی ورسره وڅښم، دوی خپله مخه ونیسي او زه همداسې د دریاب غاړې ته لاړ شم. دا خلک مې ټول تر هودې (عهدې) لاندې راوستي، ځان رانه نه شي ښورولی. د مرغلرې د خوب لیده به پرې حراموم. هههههه

وروستۍ جملې ته یې په خندا ټکی کېښود:

ستا برېنز.

۶۲

ځان یې راټول کړ، سور سپین ځلېده، له کوټې ووت، د کابل د سین تر غاړې، د علي مردان باغ ته څېرمه پر یوې شنې جلګې کښېناست، افسران یې په ځان رامات کړل:

– تاسو هغه وُسکي راوړئ چې دلته یې څوک نه څښي نو چېرته به یې څښي!؟

افسرانو ورسره پیالې وکړنګولې، برېنز د سین له څپو خوند اخیست، په مړاو مړاو سترګو یې ورکتل، افسرانو ته یې مخ واړوه:

– دا باغ ګورئ! دا د علي مردان باغ دی، دا د شاه جهان پاچا په وخت کئ د کابل ګورنر جوړ کړی، اوس دادی موږ او تاسې سره دی، مزې کوئ مزې.

یوه افسر وټوخل، د برېنز پام یې ځانته واړوه:

– تا څنګه وټوخل؟

– صاحبه! شاه شجاع ته شکایت شوی.

– د څه شي؟

– د کابل خلکو ویلي چې دلته برېنز او د هغه پریانې په ډنډ کې لوڅې لغړې لامبي.

برېنز په کټ کټ وخندل:

کوي دې یې شپه و ورځ دې بوخت وي، دوی ته همدا شکایتونه پاتې دي، دوی مې همدې شکایتونو ته پرېښي دي. شاه شجاع بیا د کوم باغ مولۍ ده چې دی به زموږ مخه نیسي؟!

افسر د برېنز سترګو ته کتل، برېنز ورته وویل:

– نور څه دي؟

– له دې لوړې کلا لاندې د ډمو په پښو کې د پانزېبونو له شرنګا یې هم شکایت کړی او ویلي یې دي چې:

– په دغه ځای کې هندي ډمې ګډېږي او افغانې ښځې له دغه ځایه لوړې کلا ته ځي.

برېنز بیا په کټ کټ وخندل:

– نو دا زموږ افسران چې دلته پراته دي، دوی به څه کوي!؟ دا چې دا کار و نه کړي، ځان ښه خړوب نه کړي، نو دا خو لېوني کېږي!!

افسر څټ وګراوه:

– شاه مکناټن ته هم دا شکایت کړی دی.

برېنز تاو را تاو شو، په کټ کټ یې وخندل:

ـ د کابل خلک اوس په دې پوه دي چې شاه شجاع بندي دی، واک ټول له موږ سره دی،

پوهېږم چې شکایتونه ډېر شوي دي، تر مکناټنه هم رسېدلي دي، خو تاسې پرې فکر مه کوئ، عیش وکړئ عیش.

د سین څپو ته یې مخ واړاوه، ګوته یې ورته ونیوه:

– دا د سین څپې هم مهارول غواړي، هغوی خو ددې سین څپو ته هم په تمه دي.

سر یې وښوروه:

– ددې سیندونو په تل کې پرتې مرغلرې او په غرونو کې غمي به زموږ په برخه وي، موږ هسې چټي دومره اوږد مزل نه دی کړی.

دې سره یې یوه پیاله په سر واړوله، ودرېده، له سګرټ نه یې شنې لوخړې پورته کړې، خپلو افسرانو ته یې وویل:

– عیش کوئ، عیش …

۶۳

د کابل ځمکه ورو ـ ورو سره کېده، سرو پیریانو جالونه غوړول، کوښښ یې کاوه چې د سین تر غاړې ماڼۍ ته یو ـ یو مبارز په بېلابېلو دروازو را ننباسي او ځان ته یې لاس په نامه ودروي. ساړه ژمي خوله لګولې وه، محمد شاه خان او زوم یې محمد اکبر خان له ختیزې ډډې ځان د سین شور ته را ورساوه. له سهیلي ډډې امین الله لوګري، میر مسجدي خان او د کندهار له ډډې عبدالله خان اڅکزی را روان شو، د آسونو په شور مخ په کابل را روان شول، دوی په خپلو کې په دې سلا وکړه چې پر سرو پیریانو به ابۍ بوروي، نور د دوی حوصله تر سپېږمو رسېدلې ده.

د لوړې کلا له برجه په توره شړۍ کې تاو سیوری چې دغه حال خبرېږي؛ نو د هر یوه جېب تخنوي؛ خو د جېبونو خولې تړې وي، سیوری چې هر څومره وسه کوي چې دا خلک په خپلو کې واچوي او دی بېرته لوړ برج ته ځان ورسوي، څه په لاس نه ورځي.

شاه شجاع د خپلې کوټې چوپتیا خوړولو دېوالونو ته ګوري، غږ او غوږ یې نه وي، دی په تخیل کې د مرغلرې ځلا ته ځي، د خپل پلار هغه خبره یې په زړه ورېږي چې د محمدخان له نغري به یوه مرغلره څانګې څانګې را خپرېږي، دې خبرې سره یې له سترګو کنډ کنډ ټکي څاڅي، ساه یې تنګېږي او له ځانه سره وايي: هر څه د پیریانو لاس کې وي، دی نور د کلا له خاموشیو ځان وېستل غواړي، دېوالونو ته ګوري، له دېوالونو یې خپل سیوری هم ورک وي، پخپلې چوپتیا ورو ـ ورو خپل لفظونه پېيي او هوا ته یې سپاري، په لفظونو کې دی خلکو ته د خپلې تورې انځور لېږي او ورته وايي:

ـ که زما په لاس کې توره د سرو پیریانو په وینو هم سره کوئ؛ نو راشئ وایې خلئ.

ملي مبارزینو ته خبر رسي چې د شاه شجاع په سر کې د بغاوت سیوری رپېدلی دی؛ نو یوه ډله خلک ورلېږي.

شاه شجاع دېوالونو ته ګوري، پر دېوالونو په توره شړۍ کې پټ سیوری ګرځي، راغلي خلک پر شاه شجاع سترګې سرې کوي او ورته وايي:

ـ د سره پیري بچیه! هر څه دې لولپه کړه…

شاه شجاع سر ټینګ نیولی او د خلکو په مخونو کې د خپل ژوند بدرنګه انځور ګوري، پر دېوالونو سیوری ګرځي، شاه شجاع خپلو خلکو ته وايي:

ـ دېوالونه ویښ دي! زه خو یې تړلی یم.

دې وخت کې یې بیا دېوالونو ته وکتل؛ خو نور یې زړه صبر و نه کړ، توره یې را واېسته او خپلو خلکو ته یې ونیوله:

ـ چې هر څوک دا توره چلولی شي، زه یې ملاتړی یم.

۶۴

د لوړې سړې کلا دېوالونه ویښ وو، برجونو تازه ساه اخيسته، د سرو پیریانو پسپسي د شاه شجاع له سترګو خوب تښتولی و، د تخیل سین پرې وچ و، هره شېبه یې سترګو ته په توره شړۍ کې د تاو سیوري ښکالو تر غوږ کېده؛ خو هغه تری تم و. شاه شجاع د وېرې او اندېښنې په ټال زنګل، له ځانه سره کرل او رېبل:

ـ خپلو خلکو ته خو مې خبره وکړه؛ خو داسې نشي چې د همغوی په لاس مې سابه په مالګه شي؟!

سره پیریان ورک وو، شاه شجاع نور هم یوازې پاتې شو، د کوټې په هر دېوال ورته د بلاګانو سیوري رپېدل، له ځانه سره یې وویل:

ـ په سرو پیریانو باور په لوی لاس ځان کندې ته غورځول دي. ته وګوره اوس یو هم نه ښکاري!

بیا به یې له ځانه سره وویل:

ـ همداسې ورک ښه دي؛ خو داسې نه چې هماغه خپل خلک را ته بلا کړي.

د سوچونو په کږلېچونو کې خپلې بګۍ ته وخوت او له لوړې سړې کلا یې خپلې سترګې پناه کړې. سره پیریان را ټول شول او په شړۍ کې تاو سیوري ته غوږ شول:

ـ له شاه شجاع نور څه نه جوړېږي. پرېږدئ یې! تاسې پرې د خپلې تورې مخ مه بدرنګوئ، هغه به سبا نه وي! خو هغه د بارکزیو امیر راولئ.

۶۵

د لوړې سړې کلا له دنګو دېوالونو خاموشي ورېده، سرو پیریانو په یوه دروازه خلک راننه اېستل او په بله دروازه یې بېرته سرې سترګې اېستل.

محمد شاه خان او زوم یې لګیاه وو چې څنګه د ژمي تر لوړې سرې کلا لاره وساتي، له کابل او جلال آباده یې نور لاس لنډ کړي، دوی په همدې خبرو بوخت وو چې سره پېري له مبارزینو سره د خبرو اترو ور بیا پرانيست، د کابل په لوړې کلا کې یو نااشنا سړی چې شپو خولۍ یې کږه پر سر ایښې وه، ځان یې په تور کوټ کې را نغښتی و، سپېږمو ته نږدې د یو مچ په اندازه برېتان یې وو، په پوځي جامه کې نری مخ راښکاره شو او د لوړې کلا دېوالونو ته ودرېد:

ـ موږ پوهېږو چې شاه شجاع توره نشي کولی او نه تورزن وخوت. اوس باید د توپو خولې واړوو.

له لوړ برجه یې د کابل هوا ته وکتل:

ـ په هېڅ ډول دې نه پرېږدو!!

څو ځلې یې دا جمله تکرار کړه، بیا يې پسې بله ورغبرګه کړه:

ـ که زموږ تر پلونو لاندې ځمکه سره شوه، نو…

له نو سره په توره شړۍ کې تاو سیوری راغی:

ـ زه به د دې لوړو کلاکانو په دېوالونو ګرځم او دا به ویښ ساتم.

نري وچ کلک سړي شپو خولۍ له سره لرې او په لاس کې ونیوله:

ـ دغسې به دا هوا لکه دا خولې کله لاس کې نیسو او کله به یې هم پر سر ږدو، خو ستاسې د مرغلرې ارمان به را نه پوره نه شي.

بیا یې اوږده ساه راښکله، پر څوکۍ کېناست، یو پښه یې پر بله واړوله:

ـ موږ به نه یو، خو په دې برجونو کې به زموږ سیوري ګرځي.

په کړس ـ کړس یې وخندل:

ـ شاه شجاع خانه! اوس به دې خوښ شي.

دې خبرې سره له لوړ برجه کېوت او لکه باد له کلا والوت.

۶۶

ـ که شاه دی که هر څه! نه یې پرېږدم، زه ده ته دا ښیم چې لویو کورونو ته دی څنګه خوله اچوي؟! زه به د ده خوښ شم.

محمد شاه خان بابکرخېل د عقل تمامې کلا شاوخوا کندو ته ګوري او دا زورلې اوري:

ـ ورشئ، سړي را ټول او آسونه زین کړئ، زه یې د دغه سره پېري له بچي سره نن معلوموم، دی پر دې نه پوهېږي چې که دی د تېمور شاه زوی دی، زه هم د محمد خان لمسی یم.

محمد شاه خان چې د خپل ورور دوست محمد خان سرو سترګو او غوسې ته وکتل؛ نو نه ایسارېده، کسانو ته یې خبر ورکړ چې له ده سره کابل ته لاړ شي.

سړي برابر او آسونه زین شول، محمد شاه خان چې آس ته خوت؛ نو دوست محمد خان پرې غږ وکړ:

ـ ته مه ځه، دلته اوسه!

هغه د ورور په خبره پاتې شو، دوست محمد خان قضا مازیګر و چې د کابل پر لاهورۍ دروازه پل کېښود او نېغ د محمد اکبرخان د تره زوی محمد زمان خان کره چې دا وخت په چیندولو کې اوسېده، لاړ.

محمد زمان خان ده ته ښه راغلی ووایه، دوست محمد خان سمدستي پر شاه شجاع خوله را پرانيسته او د محمد زمان خان ته یې وویل په هېڅ شان شاه شجاع نه پرېږدم، دی څنګه ما او زما کورنۍ ته بد وايي، دغه بې شرمه په دې نه شرمېږي چې د سرو پیریانو پر اوږو سپور کابل ته ننوت، اوس مونږ ته خوله اچوي.

محمد زمان خان چې د دوست محمد خان رپېدلو ګوتو، سره مخ، شور و زوږ ته ولیدل؛ نو خوا ته ورنږدې شو، د ده لاسونه یې په خپلو لاسونو ښکل کړل، د لاسونو له ګرموالي یې دا ورته وبرېښېده چې دوست محمد خان له خپله هوډه نه اوړي؛ نو کرار یې کېناوه او ور ته یې وویل:

ـ کاکا ته کېنه، خدای به هر څه اسان کړي.

خو دوست محمد خان له غوسې هوار رپېده او همدا یوه خبره یې کوله:

ـ دی پر دې نه پوهېږي چې زه د چا لمسی یم؟ زه څوک یم؟ زه به نن پر ده دا ځان وپېژنم!

زمان خان یې غوسه کراروله او ور ته یې ویل:

ـ کاکا شاه شجاع زه هم نه پرېږدم، زمونږ بې عزتي یې هم کړې ده. ته کېنه! ته سپینږیری یې، دا مونږ د څه شي لپاره یو.

دوی په همدې خبرو کې بوخت وو چې ور وټکېد، د زمان خان کس ور ووت، ګوري چې شاه شجاع ته یو نږدې کس راغلی او ساه نیولی ـ ساه نیولی اخوا دېخوا ګوري. د زمان خان کس ووېرېده چې داسې نه شاه شجاع دغه کس د څار لپاره رالېږلی وي او دا ځان ته معلوموي چې د زمان خان کره څوک دي او په څه بوخت دي؟ د شاه شجاع نږدې کس د زمان خان کس ته وویل:

ـ ما د شاه یو مهم خبر راوړی دی، زمان خان چېرته دی؟

د زمان خان کس ننوت، زمان خان یې خبر کړ، زمان خان هم ټکنی شو، هسې نه چې دغه کس څارګر وي، بیا یې ځان سره وویل؛ خو یو ځل به یې واوري. له دوست محمد خان نه یې پټ یوه بېل ځای ته بوت. د شاه شجاع نږدې کس ترهېدلي ـ ترهېدلي یو خوا او بل خوا کتل، خبره یې را واخيسته:

ـ خانه!

خان ته نور هم ورنږدې شو او غږ یې ورو کړ:

ـ شاه را ته وویل…

دې سره یې بیا د کوټې ور او شاوخوا ته وکتل، نور هم شاه ته نږدې شو، شاه ورته وویل:

ـ وایه، دې سره پېري څه ویل.

هغه په ترهېدلي او ورو غږ خبره داسې راواخيسته چې ویل یې دېوالونه یې هم وا نه وري.

ـ شاه ویل، ورشه مشرانو ته ووایه چې زه خو دلته هسې په نامه ناست یم، واک او اختیار ټول د سرو پیریانو دی.

زمان خان ورته په غوسه وویل:

ـ ده ته چا ویل چې د سرو پیریانو منه!

هغه ورته وویل:

ـ اوس خبره دا ده چې شاه وايي، دوی ته ووایه زه خو د سرو پیریانو بندي یم، تاسې را پاڅېږئ، کېنئ مه.

زمان خان ورته وویل:

ـ نور مشران دې هم کتلي دي؟

ـ هو.

ـ د هغوی وینا څه وه؟!

ـ هغوی به د سرو پیریانو پر ضد راپاڅېږي!

ـ نو شاه به څه کوي؟

ـ شاه ویل، زه د دوی ملاتړی یم.

د شاه راغلی کس لاړ، زمان خان، دوست محمد خان ته راغی او ورو یې ورته د شاه شجاع پیغام ورساوه؛ خو د دوست محمد خان اینګۍ لا هم شاه شجاع ته خوټېده، زمان خان بیا دوست محمد خان ته وویل:

ـ کاکا ته کېنه اوس یې سیل کوه!

که څه هم شاه شجاع له قدرت نه تنګ و او په وارو ـ وارو یې مشران په کنایه کې پر دې پوهول چې د ده لاسونه تړل شوي؛ خو دوی دې را پاڅېږي، دا ځل یې خپل قاصد پرې وګرځاوه، شاه شجاع له سرو پیریانو سره نه جوړېده، سره پیریان هم پر ده بې باوره شوي وو، ده به په خپل تخیل کې د خپل پلار د خولې مرغلره یادوله، د سین تل به پسې کوز شو، سرو پیریانو غوښته چې نور د تخیل په دریاب کې دغه ډوب کس له مخه لري کړي، سدوزي او بارکزي بیا یو د بل وینو ته کېنوي.

۶۷

دوست محمد خان ټوله شپه له غوسې ناکراره تېره کړه، سهار وختي د چیندولو شاهانه جومات ته لاړ او هلته یې تندی خپل رب ته په سجده کېښود، سوال یې وکړ چې دی په خپل هوډ کې بریالی کړي. زمان خان په دوست محمد خان پسې ولاړ و، یوازې یې نه پرېښود، کله چې د سهار جمعه وشوه، دوست محمد خان غوښته چې خپل سړي له ځان سره کړي او پر شاه شجاع برید وکړي، زمان خان یې ورو په اوږه لاس کېښود او ورته یې وویل:

ـ کاکا ځه چې ځو، ته چې د سهار چای تر څو څښې، ما به درته د شاه شجاع کار کړی وي.

دوست محمد خان سوړ اسویلی واېست:

ـ وراره! ستا خو کور آباد خو دې ناولي ته مې دا اینګۍ ډېره خوټېږي، پرېږده چې دا د غوسې اور د ده په وینو مړ کړم.

زمان خان یې لاس ونیو او کلا ته یې بوت.

زمان خان له نورو مشرانو سره په اړیکه کې شو چې د شاه شجاع په باب د دوی پرېکړه څه ده؟

مشرانو ویل:

ـ که څه هم شاه شجاع له خپل دریځه اوښتی او پښېمانه دی؛ خو مونږ به د ده په ملاتړ په سرو پیریانو برید کوو.

شاه شجاع ته د مشرانو د ملاتړ خبر رسېدلی و، دا وخت په لوړه کلا کې سره پیریان دېره وو، شاه شجاع له خپلې کورنۍ سره په سیاه سنګ کې اوسېده، خو د لوړې سړې کلا برجونه یې په زړه ورېدل.

۶۸

لمر پر تورو غرونو راختلی و، تیږې یې رڼې کړې، د لوړې سړې کلا په برجونو کې د سرو پیریانو د توپونو خولې د کابل ښار په لور اوښتې وې او د سره پیري توپ ویشتونکي ورته ویښ ناست وو، د توپونو خولې بدرنګه نن ډېرې بدرنګه او د وینو تږې ښکارېدې. لمر چې د کلا د دېوالونو او برجونو پر سرو تندیو خپلې تودې وړانګې وشیندلې؛ نو د سرو پیریانو پر سرو تندیو د ماتم ګڼې لیکې را خورې شوې وې. د کلا دېوالونه او برجونه خوني ښکارېدل.

شاه شجاع له خپل وخت سره سم له کوره راووت او خپلې شاهانه بګۍ ته زړور وخوت، بګۍ ورو ـ ورو پلونه واخيستل، شاه شجاع ته د آسانو د پښو ټکاري خوند نه ورکاوه، د آسونو د پښو په خاپونو کې یې د وینو رنګ لیده، خپل ديوان یې په غېږ کې ونیو او د تخیل وړانګه یې په خیال پسې لکه د آس متروکه چو کړه، دی د تخیل په رنګینیو پسې ورک و چې ناڅاپه یې پر بګۍ برید وشو، د شاه شجاع د تخیل ماڼۍ ولړزېده او ورو ـ ورو نسکوره شوه، شاه شجاع د خپلو وینو په ډنډ کې د قلم ژبه لمده کړه؛ خو په ګوتو کې یې دومره وس نه و چې د ژوند وروستۍ سلګۍ ولیکي. همدومره یې واورېدل، چې:

ـ الله اکبر، د سرو پیریانو لاسپوڅی مو د جهنم کندې ته وغورځاوه!

د دغه خبر په اورېدو سره یې شکر واېست او وروستۍ خبره یې له خولې راووته:

ـ خدایه شکر چې خپلو خلکو مې د ژوند تنده د خپلو وینو په جام ما ته کړه، ښه دی چې د سرو پیریانو مردکیو مې پر تن بخۍ و نه کړې.

د شاه شجاع کیسو د کابل کوڅې په سر واخيستې، د ده دویم ځل راتګ یې توره تیاره باله او ویل به یې پردی کټ تر نیمو شپو وي چې په پردیو څوک نازېږي، دغه به یې حال وي.

د کابل د ژمي چرګۍ تودې شوې، په هره چرګۍ د شاه شجاع د بې ننګۍ کیسې کېدلې، دغه ټولې کیسې سرو پیریانو نغري په نغري وګرځولې. سره پیریان کرارې د خیر په غونډۍ ناست وو؛ خو خلکو ته یې شاه شجاع په خوله کې داسې پرېښود چې د کورونو په نغريو او چرګیو کې به د شاه شجاع کیسو ته اورونه بل وو. شاه شجاع د تاریخ کندې ته داسې ولوېد چې د هر چا په خوله کې د بې ننګۍ او پردي پالنې نښه شو، سپک و سپاند شو.

د نغریو اور ته را تاوو ماشومانو به چې لږ له مور وپلاره سر وغړاوه؛ نو غږ به پرې وشو:

ـ کېنه د شاه شجاع بچیه!

۶۹

د شاه شجاع د مړینې او بې ننګۍ کیسې په کور و کلي خپرې شوې، دوست محمد خان برېتونه تاو کړل او زمان خان ته یې مخ واړاوه:

ـ مونږ که ولیان نه یو، نو خالي هم نه یو.

زمان خان چې د دوست محمد خان تندی ښویه ولید؛ نو ورو یې ورته وویل:

ـ کاکا! اوس دې زړه یخ شو، که نه؟!

دوست محمد خان په برېتو لاس راښکه:

ـ یاره وراره! چې دا جمدر مې د ده په وینو کې سور کړی وای.

زمان خان کټ ـ کټ وخندل:

ـ کاکا اوس دې هم ورته اینګۍ خوټېږي.

دوست محمد خان ږیره په موټي کې ونیوله:

ـ وراره چې څوک د سيپین خلي، عزت نه کوي، هغه به همداسې شرمېدلی وي لکه دا د سره پیري غلام.

نوره یې دعا وکړه.

زمان خان پاڅېد او د دوست محمد خان پښو ته یې کلوشې برابرې کړې. دوست محمد خان چې د زمان خان درناوی ولید؛ نو ورته یې وویل:

ـ د لویې چرګۍ خلک دومره درانه وي، لکه تاسې.

زمان خان ورته وویل:

ـ کاکا که پر تخت د کېناستو شوق کوي؛ نو ستاسې دعا به اخلي.

دوست محمد خان موسکی شو او زمان خان ته یې د ژوند دعا وکړه. زمان خان ورته په مخه ښه کې وویل:

ـ کاکا ستاسې نغری د شاهانه تاج لپاره سرونه زېږوي. د مرغلرې رڼا دې په تندي کې ښکاري.

۷۰

دوست محمد خان له خپلو سړو سره د لغمان ډډه ونیوله، نیمه شپه وه چې د آسونو د پښو ترپاري یې د لغمان ځمکه وښوروله. خلک یې له خوبه را ویښ کړل، سړو، خپلو ترهېدلو بچیو او ښځو ته ویل:

ـ څملئ، د محمد شاه خان د آسونو د پښو ترپاری دی، عقل تمامې ته روان دی.

د عقل تمامې په برجونو کې ولاړو کسانو ولیدل چې د دوست محمد خان لښکر راورسېد؛ نو د کلا لویه تمبه یې ور ته بېرته کړه، آسونه یې خپلو کوټو ته بوتلل. محمد شاه خان د خپل لالا ټوخی واورېد، نېغ راکېناست او شکر یې واېست چې لالا یې پخیر سره راغی. ده ته خپل لالا معلوم و چې د مرګ سړی نه دی؛ خو د شاه شجاع خبره او څېره پرې بده لګېدلې وه، هغه په غوسه کړی و، پر دې ډاډه و چې زمان خان به دې ډز ته هم پرېنږدي.

دوست محمد خان برېتونه تاوول او ویل یې:

ـ دا دوس پر دې نه پوهېده چې زما په خوله کې هم د یو چا د خولې لاړې دي.

محمد شاه خان ورته خاندي:

ـ لالا نور یې څه کی(کوې)، خو ستا اینګۍ سړه شوه.

دوست محمد خان یوه پښه په بله واړوله:

ـ ګوره، محمد شاه خانه! لوخي د خپل قام بده غوښته، سر یې په اوبو ولګېد. دا خلک د دې دور لنډې باچاهۍ دومره غره کړي چې اوس پخوانیو ته خوله اچوي؛ خو خبر نه دي چې دغسې به یوه ورځ راپرځېږي.

ـ لالا اوس خو هغه ووژل شو، نور یې څه کی؟

دوست محمد خان لکه مار هوار پرشېده:

ـ زما اینګۍ لا اوس هم سړه نه ده؟!

محمد شاه خان ورته خندل:

ـ ولې؟

ـ زمان خان پرېنښودم، ګنې پر ده مې د خپل دوه ټکي ټوپک خوله سره کوله او ټولو ته مې دا ښوده چې بیا مشرانو ته په بده و نه ګوري.

۷۱

مکانټن د لوړې سړې کلا له کړکۍ سر واېست، شاوخوا یې وڅارله، چپه چوپتیا وه، مرغۍ هم رپ نه واهه، شپو خولې یې پر تندي راښکته کړه، کيڼ لاس یې پر تشي کېښود او د ښي لاس د شهادت ګوته یې پر شونډو کېښوده، د کابل چوپتیا یې ذهن د شاه شجاع وژلو ته بوت، له ځانه سره بنګېده او ویل یې:

ـ موږ راوست چې دی به زموږ لپاره کار وکړي، دا یاغیان به د یو بل وینو او غوښو ته کېنوي؛ خو ده موږ ته میو کړ. دوست محمد خان مو تیار ساتلی، را به یې ولو.

دی په سوچ کې و چې له ورایه یې د خلکو په ګڼې ګوڼې نظر پرېوت، سمدستي له کوټې رابهر شو، د کلا پر پلن دېوال ودرېد. یو مخبر یې ساه نیولی ـ ساه نیولی کلا ته را روان و، مکناټن ته یې ځان ورساوه، ساه یې لنډه ـ لنډه کېده، مکناټن وپوښت:

ـ دا خلک څوک دي؟

ـ د همدې سیمې خلک دي، د شاه شجاع مړی ښخوي.

ـ چېرته؟

ـ د شاه شهید په هدیره کې.

مکناټن مخبر ته مخ واړاوه:

ـ اوس به موږ د ارام ساه واخلو، ځکه سدوزي او بارکزي خپلو کې اخته کېږي. بیا به بارکزي د قدرت پر سر سره راکاږي، تفرقه مو واچوله، په ارامه به حکومت وکړو.

برېنز یې شا ته وټوخل، مکناټن ور وکتل:

ـ څنګه دې وټوخل؟

ـ خبره دا ده چې دې خلکو د محمد شاه خان او اکبرخان پر نغري د سین د مرغلرې خوب لیده!

مکناټن سور شین واوښت:

ـ د څه شي؟

ـ مرغلرې؟

ـ مرغلرې یعنې؟!

برېنز پر ښویه مخ لاس تېر کړ:

ـ دوی ټول سین ته په تمه دي، که دوی مو خپل تخیل ته پرېښودل، نو بیا…

مکناټن تندی را ټول کړ:

ـ نو بیا څه؟

برېنز سترګې لوړ برج ته واړولې:

ـ بیا مو خیر نشته!

ـ هغه څنګه؟

ـ د خلک غواړي چې پر خپلو پښو ودرېږي او زموږ کمبله ټوله کړي!

مکناټن وروځې پر سترګو را خپرې کړې:

ـ دا ارمان به ګور ته وېسي.

مخبر ته یې مخ واړاوه، هغه ورته وویل:

ـ صاحبه! د ارامۍ څومره احساس کوې؟

مکناټن ورته راتاو شو:

ـ ډېر زیات.

مخبر وخندل:

ـ ډېر مه ډاډه کېږه!

د مکناټن سترګو د وینو غړپ وکړ:

ـ هغه څنګه؟

مخبر ورته ځان نور هم نږدې کړ او په خوارۍ یې ورته وویل:

ـ تدابیر په کار دي!

ـ د څه شي؟

ـ د حکومت کولو!

ـ دوست محمد خان باندې باوري یو چې دی به زموږ له حکمه سرغړاونه نه کوي.

مخبر یې سترګو ته کتل او چرت کې لاړ. مکناټن چې د مخبر چرت کې تګ ته وکتل؛ نو یې وپوښت:

ـ دې خبرې ته څنګه چرت یوړې؟!

مخبر ځان وڅانډه:

ـ هسې.

مکناټن چې د مخبر رنګ او څېرې ته وکتل؛ نو بیا یې وپوښت:

ـ خبره د هسې نه ده، وایه څه دې اورېدي؟

ـ نه صاحبه!

ـ نو څنګه په چرت کې لاړې؟

مخبر پوه شو چې مکناټن یې نه پرېږدي، حتمي ترې د زړه خبره اوري، شاوخوا یې وکتل، ور وړاندې شو:

ـ ما ته وضعیت ښه نه ښکاري؟!

مکناټن لکه د مار تاو راتاو شو او په هیبت ناکه ژبه یې ورته وویل:

ـ څنګه درته ښه نه ښکاري؟

ـ صاحبه! ویلې یې نشم!

ـ ولې؟

ـ بس.

ـ بس څنګه؟ وایه!

د مخبر رنګ زېړ وتښتېد، هک حیران ودرېد، که اوس ورته د زړه خبره کوي، هسې نه چې پر ده راباندې نه کړي، ګنې راتلونکې ښه نه برېښي، له ځان سره یې چرت وواهه چې ورته و نه وايي، دې کې یې ګټه ده، دی چرت کې و چې مکناټن ورته په غوسه شو:

ـ خبره ولې نه کوې؟

مخبر له سوچه وروسته لاره پیدا کړه:

ـ صاحبه! زه پخپلو چارو بوخت یم چې کله مې خبره ښه پخه کړه، بیا یې درته وایم.

مکناټن کله پرېښود، بیا یې ورته وویل:

ـ ولې یې اوس نه وایې؟

ـ اوس یې ځکه نه وایم چې خپله هم پرې باوري نه یم.

مکناټن لکه مار تاو را تاو شو:

ـ چې په یوه خبره ډاډمن نه یې، بیا مه کوه.

مخبر ته د مکناټن دغه غوسه په ګټه تمامه شوه، له ځانه سره یې وویل:

ـ زورور خلک یاستئ، خو د دې ډول غږ به سبا واورئ.

۷۲

دا لس زره واخله.

سړي ور ته کتل:

– راته ګوره مه، ته دا واخله.

پیسې خوږې دي، وایې خیستې.

– غوږ را نژدې کړه.

ور جوخت شو.

– دا پیسې چې دي، دا تاته بخشش شوې خو ګوره!!!

ګوره سره یې سپینې وښوېدې، له ځانه سره یې وویل:

ـ د پیسو تر شا حتمي څه خبره شته.

دی په همدې چرتونو کې و چې سړی ښه ور جوخت شو:

ـ وزیر اکبر …

عزیز ورپېده:

– وزیر اکبر؟

د مکناټن شونډې هم ورپېدې، د عزیز رنګ تک ژېړ وتښتېده.

– هو وزیر اکبر.

په رېږدېدلو شونډو یې وویل:

ـ نو؟

– نو، پرېږده، د لس زرو روپو خبره ده.

عزیز په رپېدلي غږ وویل:

– دا لس زره څنګه؟

– دا پیسې د همدې لپاره دي.

– پوه شوم، خو..

ـ خو څنګه؟

ـ ګرانه ده.

– څنګه ګرانه ده؟

مکېناټن له کلا وړاندې غره ته ګوته ونیوه:

– زوروره! پیسې غرونه ویلي کوي.

عزیز سترګې ښکته واچولې، پیسې یې جیب کې غلې کېښودې، د دوی تر منځ پټه پاڼه ولیکل شوه. پټه پاڼه پټه پاتې نه شوه، پیریانو د عبدالله خان اڅکزي لاسته ور واچوله، عبدالله خان اڅکزي وزیر اکبر ته وویل:

– پوهېږې؟

– نه

– دا عزیز پېژنې؟

ـ نه

ـ ښه زه یې پېژنم، چاره یې کوم.

– د څه شي؟

– ستا په سر یې لس زره روپۍ اخیستي.

– چانه؟

– مکناټن نه.

وزیر اکبر سر وښوراوه:

مکناټن خو ده ته د امین الله خان لوګري په سر پیسې ورکولې. اوس یې دده پر سر دغه دی بل ته ورکړي دي، لکه چې دا سره پېریان دوی سره خپلو کې چاړه غوښه کوي!؟ خو ځه ده ته یې هم چاره ورځي چې د کابل په کوڅو کې یې مړی ونه ګرځوي او وږي سپیې یې په غوښو او وینو ماړه نه کړي، نو دی به هم وزیر اکبر نه وي.

عبدالله خان اڅکزي سینه ووهله چې:

ـ دا یو ما ته پرېږده!

عبدالله خان اڅکزي د لوړې کلا پر ساتونکو برید وکړ، عزیز یې همدلته ونیوه او سر یې ترې پرې کړ، خو مکناټن لا هم د مرغلرې د ارمان په خاورې کېدو بوخت و.

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب