تاند ( پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۳مه) د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن پنجشنبه د (مرغومي ۱۳مه) د هېواد په ۳۲ ولابتونو کې د واورې او ورښت اټکل اعلان کړی دی.
یادې ادارې په یاد اټکل کې هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزنی، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ ولايتونو نومونه یاد کړي، چې واوره او باران به پکې کېږي.
دغه راز د یادو ولایتونو ترڅنګ په سالنګونو کې هم د درنې واورې اټکل شوی دی.
یادې ادارې په دې اټکل کې په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل هم کړی دی.
دا اټکل داسې مهال خپرېږي، چې له پرون چهارشنبې راهیسې په یو شمیر ولایتونو کې باران او په یو شمیر سیمو کې واوره ورېږي.