یکشنبه, جنوري 5, 2025
Homeخبرونهد افغانستان او زمبابوې ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه نن پیلېږي

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه نن پیلېږي

تاند (پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۳مه) د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه نن پنجشنبه د جنورۍ په دوهمه پیلېږي.

لومړۍ ټېسټ لوبه د باران له امله بې پایلې شوه.

په لومړۍ پنځه ورځینۍ ټېسټ لوبه کې کوربه زمبابوې او افغانستان دواړو لوبډلو ریکارډونه جوړ کړل.

د زمبابوې ټول لوبغاړي په لومړۍ پاڼۍ کې د ۵۸۵ منډو له کولو وروسته وسوځېدل. د کریک انفو د معلوماتو له مخې، د زمبابوې لوبډلې تر دې وړاندې هیڅکله دومره منډې نه وې کړي.

زمبابوې په ټیسټ لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې په ۲۰۰۱ کال د ویسټ انډیز پر وړاندې کړې وې چې د ۹ لوبغاړو په تاوان ۵۶۳ منډې وې.

افغانستان د زمبابوې د ۵۸۶ منډو په ځواب کې په لومړۍ پاڼۍ کې ۶۹۹ منډې وکړې، چې د دغه هیواد تر مخکیني ریکارډ ډېرې وې.

افغانستان په ۲۰۲۱ کې د زمبابوې پر وړاندې د ۴ لوبغاړو د سوزېدو ۵۴۵ منډې کړې وې.

همداراز په دې ټیسټ لوبه کې دریو افغان لوبغاړو، په خپلو لوبیز کتاب کې ریکارډونه جوړ کړل.

رحمت شاه ۲۳۴ منډې وکړې، چې تر دې وړاندې هیڅ افغان لوبغاړي په ټیسټ لوبو کې نه وې کړې، خو حشمت الله شهیدي د ۲۴۶ منډو په ثبتولو د رحمت شاه ریکارډ مات کړ.

همداراز په دې ټیسټ لوبه کې حشمت الله شهیدي او رحمت شاه په ګډه ۳۶۴ منډې وکړې چې د افغانستان په لوبډله کې تر دې وړاندې د دومره ډېرو منډو ملګرتیا چا نه وه کړي.

په عین حال کې افسر ځاځي په لومړي ځل په یوه نړیواله سیالي کې سلیزه وکړه.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د حشمت الله شهیدي په نامه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب