بې لقبه رهبر کتاب روبین شرما لیکلی، میر احمد یاد پښتو ته راژباړلی دی، یاد کتاب آته څپرکي لري،
د ژوند، بریا، ګټې وټې، مدیریت، رهبري کولو او د ژوند د نورو اړخونه په اړه پکې اغېزناک مطالب لیکل شوي غورچاڼ یې زه رحمت ګل عمری په څلور برخو کې ستاسې لپاره خپروم هیله ده ترې ګټه واخلئ.
لومړی برخه:
هیڅوک تر هغه وخته له خپلې تمې لویه بریا نشي موندلی څو چې لویې تمې پیل نه کړي. رالف چاریل
د لاس ته راوړنې لیدل تر ټولو لویه ډالۍ ده چې بو انسان یې بل ته ورکولای شي.
یو وخت ما کار د خپلو اړتیا وو د پوره کولو (ښکاره کولو) لپاره نه بلکي یوازې د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره کاوه هغه وخت دنده زما د ودې او پرمختګ فرصت نه بلکي د ورځې د یو څو بې خونده ساعتونو د تېرولو طریقه وه.
په ژوند کې هدف او مانا باید ورک نه شي،
متجسسه او دومداره زده کړه هغه قوي تکتیک دی چې انسان پرې په سختو وختونو کې ځان ساتلی شي.
ښه خلک هغه دي چې لوی کتابونه لري.
زه پردې پوه شوم چې سخت وختونه انسان روزي.
خپه کيږه مه لاره ورکول په اصل کې د خپلې سمې لارې موندلو يوه برخه ده کله کله باید د خپلې لارې د برابرېدو لپاره له لارې ووځو.
زمونږ نړۍ د ژور بدلون په حالت کې ده مونږ د ژورې بې باورۍ په وضعیت کې یو او یو ګډ
وډ حالت دی.
په سازمان کې باید د هر یوه کس د رهبرۍ وړتیا د سیال سازمان په پرتله ډېره او پراخه شي.
مونږ ټول باید خپلو القابو ته له کتو پرته د رهبرۍ په اړه فکر وکړو.
که هر څوک د خپل کور مخه پاکه کړي ټوله دنیا به پاکه شي.
ځان سره ریښتنی اوسه هغه به په تاپسې وي لکه شپه چې په ورځ پسې وي، بیا نورو خلکو ته هم دروغ نه شي ویلای.
په تمثیل کې وايي چې هیڅ رول کوچنی نه دی همدا خبره په کارو بار کې هم سمده.
موږ د رهبرۍ په ډله کې داسې خلکو ته اړتیا لرو چې سازمان ته لیدلوری ورکړي.
رهبري په دې پورې هيڅ اړه نه لري چې ته څه لرې او چېرې یې بلکي رهبري په دې پورې اړه لري، چې ته څومره ښه کار کوي او څومره پوخ چلند لرې.
یانې رهبري دا ده چې ته په کوم ځای کې یې همالته ښه کار وکړې.
په کارو بار کې د وردننه کېدو پر مهال خپل غرور د باندې پریږده، تمرکز دې په خپل کار وکړه.
زما په نظر یوازینی ځای رستورانت دی چې سړی اول ډوډۍ خوري او وروسته پیسې ورکوې په کار او ټول ژوند کې باید لومړی د بریا پور پرې کړې او وروسته بیا امتیازات او ډالۍ تر لاسه کړې.
ته پوهېږې چې اوسط ژوند نهه سوه او شپیته میاشتې لري.
عادي انسان په داسې حال کې مري چې وايي دا تر ټولو ښه حالت دی (نور پرمختګ نه شي کولای) واقعي رهبران تل وده کوي، د ښه کار کولو لپاره خپل معیار لوړوي او دا ګوري چې څومره زر پرمختګ کولای شي. (جاین ګیرا دوکس)
رهبران هغه خلک دي چې کوم کارونه عادي خلک نه کوي یايې نه کول غواړي دوی هغه کارونه کوي.
د لارې موندلو لپاره باید زمونږ تر اړتیا ډېره یادونه راته وشي.
که څوک ځان نه شي رهبري کولای هغه ګرد چاپیر خلک هم نشي رهبري کولای.
یو وار چې ومرې د خوب لپاره به بیا ښه ډېر وخت ولرې.
د انسان لس پیښمانۍ
۱ـ په ژوند هغه سندره نه ویل چې په تاسې کې غلې وه.
۲ـ په ژوند هغه طبیعي قوت نه تجربه کول چې تاسې ته د لویو کارونو او سترو لاسته راوړنو وړتیا درکوي.
۳ـ په ژوند کې له ځانه داسې الګو یا بیلګه جوړول چې بل څوک ترې اغېزمن شي.
۴ـ په وروستي عمر کې دې ته خپه کېدل چې په ژوند کې دې هیڅ لوی خطر و نه مانه او هیڅ لویه لاسته راوړنه دې نه درلوده.
۵ـ په وروستي عمر کې پر دې پوهیدل چې خپله ټوله خواري دې ونه کړله مقام او ټول عمر دې په دروغو تکیه وو.
۶ـ په وروستي عمر کې پر دې خپګان کول هیڅکله دي بدو حالاتو په بریالیتوب بدلولو او بریا ته د رسیدو چل زده نه کړي.
۷ـ په وروستي عمر کې پر دې نه پوهېدو له امله پیښماني چې کارنورو سره مرسته کول دي نه یوازې ځان ته ګټه رسول دي.
۸ـ په وروستي عمر کې پر دې پوهيدل خپله دې کوم ژوند غوښت هغه دې ونه کړ، بلکي هغه ژوند دې وکړ چې ټولنې درښودلی وو.
۹ـ په وروستي عمر کې پر دې پوهیدل چې ته کوم لوړ مقام لپاره جوړ شوی وې هغه دې ونه پيژنده او ورته ونه رسیدې.
۱۰ـ په وروستي عمر کې پر دې پوهیدل چې ته رهبر کیدای شوې نړۍ چې دا څه ډول پریښوده تر دې ښه پریښودل کیدای شوای.
…………..دوام