پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبلنډه کیسهخوښي/ عصمت الله صالح‎

خوښي/ عصمت الله صالح‎

لمدې جامې یې دوه ځلې ونيښسېزلې، پر سپینو څنګلو یې د صابون کپ روان و، په دروازه کې ولاړې کوچنۍ نجلۍ ته یې ورغبرګه کړه:
ــــ ته درځه، زه لږ وروسته در روانېږم…
د تېرې شپې تېزې ږلۍ د ونو شنې پاڼې پرې کړې وې، له پولې اېخوا نوي راټوکېدلي غنم په یوه خوا کاږه وو. سړي د رشقې لور پر پنډه چوخ کړ، دروازې ته له رسېدو مخکې یې د خرې پړی کش کړ:
ــــ وووش، وووش ودرېږه، تا د څښتن په سر یې بوزم، د شیطان ماله!!!
نجلۍ د جامو وروستۍ جوړه پر تناب وغوړوله. دروازې ته یې وکتل، ورمنډه یې کړه، دواړې پلې یې خلاصې کړې:
ــــ پلاره ستړی مشې، لکه چې ډېر یې ستړی کړې!؟
سړي د خرې کوناټي ته لغته سیخه کړه. خرې ټوپ کړل، له رشقې ډکه پنډه په دروازه کې پرېوته.
نجلۍ د پلار پر ګونځي تندي سترګې خښې کړې، په خندا یې زیاته کړه:
ـــــ پلاره ولې ورته غوسه یې!؟
سړي د نجلۍ پر غاړه کې پراته ټیکري ته وکتل، د څه ویل پر ځای وړاندې تېر شو، د انګړ پر زینو کې ځوړند سر کېناست.
نجلۍ د رشقې پر لویه پنډه ورټیټه شوه، زور یې وکړ، پنډه یې انګړ ته راوڅښوله. ملا یې سیخه کړه، لوېدلی ټکری یې پر سر کړ، د انګړ پر زینو کې د پلار ترڅنګ د کلا خاورین دېوال ته پر ډډه شوه، ښی لاس یې د پلار پر ولي کېښود، پر کیڼو ګوتو یې له ټکري راوتلي تور ځېلدونکي وېښتان تر غوږ واړول:
ـــــ پلاره! خیر دی، څه خبره ده؟ څه شوي ما ته ولې نه وایې؟
سړي سر پورته کړ، پر تناو یې خپلې سپینې جامې تر نظر تېر کړې، ژوره ساه یې وکښه:
ـــــ لورې، ملک پیر ګل ټلفون راوکړ، ویل یې تر سه‌شنبې مې پیسې غواړم، که دې را نه کړې، له کوره دې وباسم او یا به دې لور راکوې!
نجلۍ شا ته شوه، د سر شاتنۍ برخه یې پر دېوال ولګېده، وسوونګېده…
سړي د نجلۍ پر سر لاس کېښود، سینې ته یې چوخته کړه، د ښي لاس چاودې ګوتې یې پر سترګو تېرې کړې، په غرېو یې وویل:
ـــــ لورې ته مه خپه کېږه، ما د ملک خبره نه ده منلې. زه به هېڅکله ستاسو د مرحومې مور وصیت‌پاڼه پر ځمکه ونه غورځوم. پاڅه، څو چې دې کوچنۍ خور له مکتبه راځي، د کور ټول سامان راټول کړه چې سبا دوشنبه ښار ته ځو، هلته به ته او کوچنۍ خور دې مکتب ته ځئ، زه به پر سړک سبزي خرڅوم. اوس خوشحاله شوې!!
نجلۍ د پلار ګډې وډې ږیرې ته وکتل، موسکه شوه، د سپین مخ تش/ ژور ځایونه یې د خوښۍ له اوښکو ډک وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب