استاد صدیقي نن ناوخته له خوبه پاڅېده. د سهار اته بجې دي. کابل له خپلو ټولو موجوداتو سره راویښ دی. استاد کړکۍ پرانیسته. مچان په داسې شد او مد بوڼیږي ته وا کلونه له بوڼېدا محرومه ول. د استاد د کور مخامخ د کلچو د داش جنرېټر تر ملا مخکې لا چالان وي. بې هارنه خو موټر نه چلېږي او د کلچه پیاز کچالو والا خو باید په چیغو چیغو خلک خبر کړي چې تېریږم. په دې ښار کې اوازونه دومره پریمانه او لوړ دي چې اورېدل یې د غوږو له وسه تېره خبره ده، یا به د نورمال نوم ورکوې یا به ورسره په عذاب یې، نن له هغو ورځو ده چې استاد ورسره په عذاب دی.
استاد پرون ټوله ورځ یو رکم د کسالت احساس درلود او کار ته یې له وسه تېره وه. شپې یې وختي سر کېښود خو میرمن یې تر نیمو شپو له خپل زوی سره غږیده . سهار چې پاڅېد د خلق تنګۍ ډبره یې په زړه ناسته وه. میرمن ته یې وکتل، ویده وه. « سل ځلې مې ورته ویلي دي په تلیفون کې سوکه غږېږه خو لکه دېوال ته چې وایې. مقصد په ما د رخصتي ورځ حرامه کړي بل کمال خو هسې هم نه لري.»
تور پطلون او شین کمیس یې واغوستل. له کوره ووت.
د قلعه فتح الله اسمان نن نیلي دی خو استاد سترګې ځمکې ته ، لاسونه شا ته نیولي، د شهرنو په خوا پیاده روان دی. د کوڅو بد بوی پرې بده لګېږي او د خلکو ګڼه ګونه ورته د پایتخت عظمت نه بلکې پر کابل شوی ظلم ښکاري.
استاد له کتاب پلورنځي سره ودرید. «نوی کتاب به واخلم. پام به راغلط کړي… کور له کتابو ډک دی هغو ته مې لا کله وخت موندلی څه یې کوم.»
استاد روان شو. نوې تکمیل شوې لوړې ودانۍ ته یې وکتل: « ښار یې تباه کړ په دې بې نقشه بلډنګونو»
د کړايي دکان ته ودرید. ور دننه شو. ګارسون وویل: «پخولو باندې یې لږ تېم لګي. کته میز اوڅوکۍ لرو، پورته توشکې.» استاد پورته وخوت. هیڅ څوک نه ول، زنګنونه یې ټینګ کړل، پښې سوکه یې وغځولې.
له کړکۍ د شهرنو پارک ناجوګانې ښکارېدې. دی چې ځوان و، پارک و، اوس د چرسیانو دربار دی. د پښو درد او ستړیا چې یې کراره شوه، استاد ته یوازیتوب وریاد شو:
«که مې میرمن راوستې وی بیا به دا وه او ډونګېدل. لور مې نو کله داسې ځایو ته راځي. زوی خو په امریکې کې دی او د ملګرو بیا همهغه څو تکراري کیسې دي چې دا څلوېښت کاله یې اورم…»
– – – – – –
ګارسون کړايي راوړه. له غوړو ډکه وه. « دا نو د کړايي وخت و چې ته ورته راغلم؟ دا خو بیخي ډېره ده. کړايي له ملګرو سره خوند کوي خو له کومه شي هغه یار چې په خبره پوه وي!»
استاد له کړکۍ په پیاده رو کې ولاړ هلک ته وکتل چې هېل هېل وايي خو څوک یې ترې نه اخلي. استاد ورغږ کړل: «وه، هلکه اې، اې، هلکه دلته راشه، لاچي مې په کار دي.»
هلک د سترګو په رپ کې ورپورته شو.« کاکا هغه تر ټولو ښه لاچي به درکړم. څومره دې پکار دي؟»
– « هغه به بیا واخلم، ته کښېنه اول دا کرايي وخوره.» د هلک سترګو ځل وکړ:« نه کاکا کور ودان. ښه، څو خورده درکړم؟»
-«لاچي درنه اخلم خو ته کښېنه. ګوره زه بوډا یم، که دا ټول وخورم مرم، راسره کښېنه.»
هلک کښیناست.
استاد ګوله وکړه :« اخله اخله… د کوم ځای یې؟»
– « د ننګرهار، شینواری یم.»
– چې شینواری هم یې بیا دې نو کړایي ته ولې ستونه کول.
– ههههه
– په لاچو کې ګټه وټه شته؟
– شکر، خدای روزی رسانه دی.
– د استاد د هلک د خوړولو چړپ،چړپ ته پام شول. عینکې یې له سترګو لرې کړې.
– کور دې کابل کې دی.
– نه په کلي کې دی.
-نو جلال اباد کې د کاروبار مزه نه وه چې دومره لرې راغلی یې؟
– نه کاکا، بس یو څو ارمانه مې دي چې پوره شي له ښارونو څه بلا غواړم، خپل کلي ته ځم.
– بختور یې چې ارمانونه در معلوم دي.
– اې کاکا یو ورور مې دی ولور یې لا پاتې دی، چې هغه ورته له خیره پوره کړو، بیا مې یوه خور ده چې په خپل بخت پسې یې ولېږو او یو دوه نورې غواګانې هم واخلم بیا نو د رښتیا بختور یم.
– چې ځواني وي او همت وي هر ارمان پوره کیږي، غم مه کوه.
– کاکا ستا وظیفه څه ده؟
– په کابل پوهنتون کې استاد یم.
– د څه شي استاد؟
– د فلسفې.
– هغه بیا څه وي؟
– لویو لویو پوښتنو ته ځوابونه. مثلا: څرنګه خوشحاله ژوند وکړو؟
– ښه نو د لویو سوالونو ځواب درسره شته؟
– نه، وړو وړو سوالونو بوخت وساتلم، یو وخت چې مې کتل عمر تیر و او اصلي پوښتنې لا پاتې وې.
– نه استاد کاکا، ماشا الله تندرست ښکارې. زموږ له کلي یوه په کابل پوهنتون کې سبق لوست، په سر کې به یې ډېر تعریفونه کول خو بیا پسې ورک شو، کابلی شو. ښایسته خو به وي نو؟
– پوهنتون په علم او شخصیتونو ښایسته وي اوس پکې یو هم نه وینم.
استاد د کرايي له کاسې یو څو ګولې وکړې ، نور یې ټوله ده ته پرېښوده.
– ولی سبق پکې نشته که څنګه؟
– سبق مبق نشته یوازې غټ غټ نومونه دي چې کته پورته کوي یې: نیچه، هیګل، ژاک دریدا… هغه پخوانۍ سویه چیرې پاتې ده.
– نو په نومونو څه کوي؟
– یو بل پرې غلطوي. د رښتیا ځای چې راشي د ادم خان په نکل یې والاکه لا سر خلاص وي.
– هههه هغه زموږ ادم خان او درخانۍ.
-هههه هو همهغه ستاسو ادم خان او درخانۍ.
– – – – – –
– ښه نو لاچي په څو خرڅوې؟
– استاده کاکا هیڅ پروا نه کوي، څومره دې پکار دي؟
– پکار خو مې نیم خورد دي. ماته یې قیمت مالوم دی خو ته به هم خپل قیمت وايې.
– چې هر څه دې راکړل.
هلکي د لاچیو غټ پلاستیک پرانیست. مختلف مرتبانونه پکې ول له یوه یې هېل راویستل، وریې کړل خو پیسې یې نه اخیستې، استاد ورته ۵۰ا افغاني د مرتبان په سر کیښودې.
– – – – – –
استاد پارک ته وکتل: « تر پخوا پکې ونې ډېرې شوې دي.» د زرغونو ناجو ګانو رنګ په استاد ښه ولګید. « چې تر کوره پیاده لاړ شم خوند به وکي… ورکې که ډېر وګرځېدم، بیا به له پښو په عذاب یم»
ټکسي ته یې لاس ونیو.
په ټکسي کې کومه بې مانا سندره چالانه ده خو استاد ځان تېر کړ او خپل هغه همېشنی لکچر یې شروع نه کړ، چې کوم سندرغاړي چې د شعر د انتخاب ذوق او سواد نه لري د مضرو حشراتو حیثیت لري چې بونګ بونګ یې دنیا نیولې وي او کار یې یوازې مضریت وي.
استاد اسمان ته کتل. د خلقتنګۍ ډبره یې ویلي شوې وه. « هغه د اپیکور او لذت مقاله به مې بشپړه کړم دغه نن یې ورځ ده»
پای، کابل
۲۰۲۱ د فبروري ۱۴ مه