یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاسلامي حزب: زموږ ولس د هېواد د ملي شتمنیو ساتل غواړي

اسلامي حزب: زموږ ولس د هېواد د ملي شتمنیو ساتل غواړي

تاند — د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند را روانه جمعه /د کب ۱۵مه/ په کابل کې د یوه غټ لاریون د اېستلو غږ کړی دی.

تاند ته په رالېږلو معلوماتو کې اسلامي ګوند ویلي، افغان ولس د هېواد د ملي شتمنیو ساتل غواړي.

دغه ګوند ویلي، په افغانستان کې د علماوو او ملي شخصیتونو په ترور کې د حکومت سیکولرې او بې دینه کړۍ لاس لري او غږ یې کړی چې حکومت دې د ترورونو لړۍ ژر تر ژره بنده کړي.

د حکمتیار اسلامي ګوند له ارګ څخه غوښتي چې له دغه ګوند سره د لاسلیک شوې معاهدې مطابق د ګوند ټول بندیان ازاد کړي او د مهاجرینو د راستنېدلو او استوګنې لپاره دې لازم شرایط ورته برابر کړي.‌

اسلامي ګوند په حکومت باندې د مخورو شخصیتونو د ترور تور په داسې حال کې پورې کوي چې حکومتي چارواکي وایي دیني علماء، ملي شخصیتونه، ژورنالستان او د مدني ټولنې مخکښ فعالان د طالبانو او د پاکستان له خوا حمایه کېدونکیو ترهګرو ډلو له خوا وژل کیږي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب