دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهجلال اباد کې د یوه خصوصي تلوېزیون درې ښځینه همکارانې ووژل شوې

جلال اباد کې د یوه خصوصي تلوېزیون درې ښځینه همکارانې ووژل شوې

تاند (سه شنبه د حوت ۱۲) د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي تلویزیون پر کارکوونکو وسله وال برید شوی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې یوه نامعلوم وسله وال کس په جلال اباد کې د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کارکونکې ووژلې.

د انعکاس تلویزیون د معلوماتو له مخې، د دوی درې تنه ښځینه کارکوونکې چې له دفتره د کور په لورې روانې وې د یوه کس له خوا پرې ډزې وشوې او درېواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، وژل شوې درې واړه د انعکاس تلویزین د دوبلې څانګې کارکوونکې وې.

په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم ځایي امنیتي سرچینو تر اوسه په دې هکله څه ویلي دي.

تر اوسه ددې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم په جلال اباد ښار کې د انعکاس تلویزېون یوه کارمنده ملاله میوند د وسله والو په برید کې وژل شوې وه.

3 COMMENTS

  1. داڅومره بې غیرته اوناځوانه دښمن دی ؟ ټالب ، د عراق او سوریې اسلامي دولت یا داعش ، پنجابی او که د ملافضلو نور بړیڅي یا اشرار دي ، ټول همداسې بېرحمه ، اسلام دښمنه او افغان وژونکي دي . الهي دوی ټول تباه او نابود کړې .

  2. دا ډول ناځوانمردانه وژنی او قتلونه د سختی کرکی او غندنی وړ دی.
    امّا یو پیشنهاد یا وړاندیز!
    که امکان ولری د ځینو فرهنګی – اِداری برخو ښځینه کارکوونکی باید د امنیتی اوضاع او حالاتو تر ثبات او ښه کېدو پوری په کورونو کی کښینی څو لږ تر لږه ددې ډول بدو او کرغیړنو حملو څخه په امان وی. که اوضاع ( احتمالاً) نوره هم خړه شی نو هسی هم د ښځو د اجتماعی او فرهنګی فعالیت پروسه په خطر کی ده او قهراً او جبراً به په کورونو کی محصوری وی.

  3. دا هغه کلتور ده چې د پردو په ګندګیو کې لوی شوي چټل او دلال طالب یې غواړي په افغانستان تحمیل کړي. دومره غیرت چې لرئ خپل ناموس مو د پنجاب له اسارته خلاص کړی او وطن ته یې راوړئ. څوک چې غیرت ولري داسې له شرمه ډک اعمال نه ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب