سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبکره کتنهتوتکۍ په دوو وزرونو الوزي/ احسان الله درمل

توتکۍ په دوو وزرونو الوزي/ احسان الله درمل

زه هنري اثار عموماً او شعر خصوصاً د دې لپاره لولم چې د هنرمند د عواطفو او تجربو جهان ته سفر وکړم او وګورم چې هغه خپلو عواطفو او تجربو ته د خیال او تصویر څه وړ کالي ګنډلي دي. عمر لنډ دی، انسان نشي کولای چې د ژوند بېلا بېل رنګونه او کیفونه ټول پخپله تجربه کړي. د دې نیمګړتیا د تکمیل یوه لاره دا ده چې ځانونه په ښو لوستونکیو واړوو او د نړۍ د بېلا بېلو خلکو، بېلا بېلو قشرونو او متفاوفتو جنسیتونو احساسات او تجربې د هغوی په هنري اثارو کې ولولو.

په اصیل هنر کې دا کمال وي چې لوستونکی د څو شېبو او که لا هنري وي د ټول عمر لپاره په هنرمند اړوي. د اصیل هنر د لوستو پر مهال زموږ د تخیل وزرې هم غوړېږي او له هنرمند سره د هغه د عواطفو او تجربو جهان ته ور الوزو. د دې الوت پر مهال ژوند، جهان، حسن او هر څه ته له یوه متفاوت لیدلوري ور ګورو. دا لیدلوری زموږ خپل نه وي او همدا ځای دی چې په اسانۍ سره له خپله ځانه وزو، په بل کس اوړو او د بل کس متفاتې تجربې تجربه کوو. د هویت دا بدلون یوازې په دې نه ختمېږي چې موږ یوازې په بل انسان (هنرمند) واوړو، بلکې شونې ده چې د کایناتو په ذره، ذره او هر څه بدل شو.

دا څو ورځې د شفیقه خپلواک «میین توري» لولم؛ شاعرې په دې تورو کې د یوه متفاوت او حساس جنس له سترګو ژوند او ټولنې ته ور کتلي دي او زه بېخي له متفاوتو تجربو سره مخ یم. د میرمنو د شاعرۍ له لوستو زموږ یوه اضافي هیله دا وي چې ګوندې په هغو دردونو او تجربو کې شریک شو چې موږ یې د متفاوت جنسیت له کبله پخپله نشو تجربه کولای خو هیله مو وي چې پرې پوی شو. زموږ د ټولنې له شاعرې دا هیله دوه چنده وي. په دوه دلیله:

اول دا چې وګورو چې شاعره د طبیعي او بیولوژیکي توپیر له امله پیدا شوي متفاوت غرایز او عواطف څنګه پریزنټ کوي؟ هغه چې د هرې بلې ټولنې شاعره یې هم لري. مانا منحصر به جنس یا له زمان او مکانه ازاد عواطف.

دوهم  دا چې شاعره د ځانګړي جغرافیوي او ټولنیز جبر پر وړاندې څه غبرګون ښیي؟ هغه جبر چې د شاعرې د ژوند په عرضاني مقطع کې پر ټولنه حاکم دی او دا یا د دې نسل ترې ځورېږي. مانا په زمان او مکان پورې تړلي عواطف.
که زموږ د ټولنې شاعرانې د دې دوو مسئولیتونو په تله وتلو، ډېرې کمې به یې په تول پوره وخېژي. داسې شاعرانې هم لولو چې د خپلو بېخي متفاوتو او نایابو تجربو د سندره کولو پر ځای ژوند او ټولنې ته د سړیو له سترګو ور ګوري او حتی ځينې خو د جګړې د تودو سنګرونو د ځیرکو زلمیو چمونه کوي. ځينې یې داسې دي چې د ټولنیزو ارزښتونو او حاکم جبر په اړه یې غبرګون خنثی وي او حتی د هغو ځنځیرونو شرنګا هم ورته د خپلو بنګړیو شور ښکاري چې د دوی لاسونه او پښې یې بند په بند تړلي دي.

که په پورتنۍ تیږه د ګوتو په شمار شاعرانې هم پوره وي، یوه به پکې شفیقه وي. هغه د عامه ذهنیت او ټولنیز شهرت میدان ته له «بیرغ» سره راغله خو د دې شعر متفاوت انداز او نویو تصویرونو خلک دومره بوخت وساتل چې د دې واقعي شاعرې پر نوره شاعرۍ چا غوږ و نه ګراوه. په هغو ورځو کې د دې نظم په اړه کوم نقاد لیکلي ول چې شاعره د بیرغ پر ځای د خپلو شونډو، کالیو او خپلو مینه ګرکو ماښامونو ذکر کوي او ځوانان بې لارې کوي خو نقاد (؟) نه پوهېده چې د ده نقد د دې شعر پر سکه طلایي ضراب وواهه. د هغه شعر پر وړاندې د دې ډول نقادانو غبرګون په غیرمستقیم ډول ویل چې شاعرې یوه ولاړ جهیل ته ډېره لویه ډبره ور غورځولې او هغه خبره یې کړې چې باید اصیل شا��ر/شاعره یې وکړي. د شعر او د جومات د پیتاوي بنډار خو به یو څه توپیر لري نو. که په دواړو کې یو ډول ارزښتونه لر و بر کېږي، بیا نو دویم اپشن ماته ځکه غوره ښکاري چې اقلاً د طبیعي ژبې له خوږو خو به مو څکه کړې وي. هر څومره چې دا توپیر لویېږي هماغومره شعر ته نږدې کېږو.

«میین توري» د شرنګېدلیو کلیمو داسې یوه قافله ده چې هم د شاعرې د منحصر بفرد احساساتو د ترجمانۍ بار لېږدوي او هم د ټولنې د خاموش اکثریت. هغه چې د نارینه له جبره آه نشي کولای او زړونه «د لنډیو سنګِ صبور» ته تشوي؛ هغه چې نه خوښه لري، نه احساسات؛ نه یې پلارګنۍ په رسمیت پېژني، نه خسرګنۍ؛ نه د زده کړو حق لري، نه د کار….
راځئ د پورتنیو ځینو ادعاوو د ثبوت لپاره «میین توري» وشرنګوو. شاعره د «حوره» په نوم په یوه ښایستوکي شعر کې د یوې واده شوې جینۍ له زړه غږېږي او د هغې د ژوند د یو څو شېبو تصویرونه راسره شریکوي. په دې تصویرونو کې ګورو چې یوه «تر پوستکي لاندې ارواح» څومره سرګردانه ده خو نه یې څوک سرګردانۍ ته ګوري او نه ارواح ته. بس لکه یو ریبوټ چې ټوله ورځ و شپه باید د یوه منجمد ذهن په حکم وخوځي. شاعره وایي:

سهار د نوکانو له ور پرې کولو وروسته
باید روجایي ټک وهم
ماښام باید
د میو څاڅکي
په لپو کې ویده کړم

ستړې سترګې مې باید
لوڅې حجرې تر بڼو لاندې ونغاړي
اننګي مې د مچکو په خرپا را ویښېږي

په مرۍ مې له یوازیني داغه
چې له مور مې یادګار راپاتې بد وړي
ګوتې مې باید د ده اندامونه ژوندي وساتي

هره ثانیه باید
دده مکرجن زګېروي ته
جار ووایم
او غوړېدلي رګونه یې
په لمنه کې را ټول کړم

دې هلک ته ووایئ
د مدرسې کتابونه بېرته وړ وړي
زه حوره کیدای نه شم
دی پوه کړئ
زما تر پوستکي لاندې ارواح ده
زه هم ژوند غواړمه

د دې شعر وروستی بند له هغه مذکر ذهنیته پرده پورته کوي چې یوه ښځه یې شپه ورځ د ځان پر وړاندې ولاړ ویني. شاعره د مدرسې د کتاب او حورې په یادولو سره تر ژبې لاندې دا خبره کوي چې د ښځې په اړه د هغې دونیا تصور په دې دونیا کې د تطبیق وړ ندی. ښځه انسانه ده، حوره نه چې صرف د نر لپاره پیدا ده او د ده په زړه کې هر تېرېدونکی خواهش باید په پټو سترګو پلی کړي.

موږ په ادبي تمثیلونو کې د رنګا رنګ ژوندیو له سترګو خپل ژوند او ټولنې ته کتلي دي خو خپل ځانونه مو د خپلې ټولنې د یوه ځورېدلي قشر له سترګو لا هم سم ندی کتلی. موږ د ځینو اصیلو لنډیو په هندارو کې خپل صفتونه اورېدلي خو د لنډیو پر تونده انتقادي او طنزي ژبه مو ډېر سر ندی ګرځولی او یا مو په لنډیو کې را ټولې چیغې نا اورېدلې ګڼلې دي. د «میین توري» شاعره دا چیغې بیا، بیا را غبرګوي او کله کله خو په دومره شدت چې د لوستونکي زړه پرې کوي. شاعره یو ځای خپل نسل ته د ګیلې په ژبه وایي چې له دوی (نرانو) ډېرې لوړې هیلې مه لرئ خو په هممهاله ډول د نرواکې ټولنې نارینه هم په غوږ وهي چې د سړیتوب او نرتوب لاره دا نده چې ته پرې روان یې. شاعره وایي:

….دا ترېنه مه غواړه چې
دواړه لاسونه یې اوږده و اوسي
اوږده او دومره اوږده
چې د سپوږمۍ څنډه
ستا تر کاله در وړي
او له وړو ستوریو
تاته د سرو اوبو پیاله جوړه کړي

دا شعر په نامستقیم ډول راته وایي، چې د میرمنو په ذهن کې د یوه ایډیال نارینه تصور څنګه وي. هغه چې د خپلې مینې لپاره تر سپوږمۍ او ستورو لاسونه غځولای شي. د دې شعر په وروستۍ برخه کې د شعر ژبه یو څه مستقیمه او له نېغ انتقاده ډکېږي. شاعره د خپل جنسیت پر ځای نارینه ته مخ ور اړوي او په قهرجنه او نیمه شاعرانه ژبه ورته وایي:

مه کوه!
ته د ایمان سپینوالی
د دې د جسم
په تیارو کرښو کې مه لټوه

مه کوه!
دې باندې وحشت مه زبېښه

مه کوه!
خپل شهوت د دې تر نرۍ ملا مه تړه

دا موجود
په خپل جنسیت
چې انتخاب یې نه دی
نیمه،
کمزورې
ګنهګاره
او فتنه مه بوله

مه کوه!
ته له څو ځیږو
او وحشي غوښتنو
د دې دوو پښو ته زولنې مه تراشه!

شاعره د «وهم» په نوم په یوه بل شعر کې د ښځمنو د اروا یوه جالبه څنډه په تابلو اړوي. دا څنډه له نارینه و د ښځمنو وېره ده. شاعره په دې شعر کې د ځان په اړه غږېږي خو په اصل کې د یوه قشر د احساس یوه څنډه انځوروي. د شعر له پاراډوکسي ژبې ښکاري چې شاعره او د هغې همجنسه قشر د نارینه مینه د ښځې د قیدي کولو لپاره لومړنۍ لومه ګڼي او یا دا چې زموږ د ټولنې د نارینه د مینې قیمت ابدي زندان دی. په دې ښایسته شعر کې د دې دوو جنسونو ترمنځ د بې باورۍ اوج ترسیم شوی. هغه مهال چې یوه انسان ته د بل انسان د زړه درزا، اوښکې او د مینې غوندې لطیف احساس هم لومې او دانې ښکاري، انسان باید پر خپل هویت له سره فکر وکړي. شاعره وایي:

ما، مه تر سترګو لاندې کوه
زه د نارینه له مینې ډارېږم
آن ستا چې راته ګران یې
ما د زړه رګو کې مه نڅوه…
زه نه غواړم جرړې مې چېرې ونښلي
زه نه غواړم چې د باډیوې غوندې مې
یو نری تار واک ولري
ما د مرغۍ غوندې پرېږدئ
چې د اسمان سینه ښکل کړم

د دې شعر د پای بند لا جالب دی. شاعره راته وایي چې زموږ دروغجنه مینه له میرمنو څومره وړې، وړې ازادۍ اخلي:

اې
واوره!
ما مه ګرانوه
د ګرانښت به وخت وزبېښي
ته له ما مخ واړوه
زه غواړم ژوند له سپوږمیه پور کړم
زه غواړم هره شپه
په دې یوه کړکۍ کې
د یوې شمې ژړېدو ته
یوازې یو کتاب ولولم.

د «بدلون» په نوم شعر زموږ د ټولنې د ښځمنو ستړې اروا تصویروي. د دې ستړې اروا پر اوږو لسګونه او سلګونه پیټي بار دي. د مور ښېرواې، د پلار ګونځې تندی، د ورور غیرت، د میین نخرې او… شاعره د شعر په پای کې عجیبه کمال کوي. دا پیټي د خیال په زور د خپل مخاطب له اوږو غورځوي؛ د ستړیا پولادي او درانه باز ته د الوت وزرې ورکوي او په دې توګه هغه خپل قیدي لوستونکي ته د څو شېبو لپاره د جبر له هر بار نه د سپکو شویو اوږو خوند ور څکي. د شعر پای داسې دی:

که وخت بدل شي
ته بدل شې
مور بدله
پلار بدلون وکړي
ساه به مو نوې شي
او
داسې به مې
له غبرګو ولیو نه ستړیا وړې وزرې وکړي.

په «میین توري» کې شوې شاعري انساني فطرت ته ډېره نږدې ده. انسان د جنس له توپیره پرته، د نویو تجربو تږی وي، شاعره دا تنده څومره ښکلې انځوروي:

مور مې د شرم په وریځ
دی د ژوندیو شېبو لمر له ما نه پټ ساتلی
خو زه غواړم
د لومړۍ مچو
له خونده مې خبره کړي
باید راته ووایي
چې ما یې
د تن د ننه ساه اخیسته
دې څه خوبونه لیدل؟

«میین توري» د ښځو د ټولنیز ژوند ګڼې ناخوالې تصویروي؛ پر سیاسي حالاتو شاعرانه تبصرې لري خو د دې ټولو تر څنګ د یوې میینې شاعرې بې شمېره ذاتي تجربې په جاویدانو تابلوګانو اړوي. دا تجربې هم نوې دي او هم د یوه قشر د عاشقانه عاطفي غبرګونونو رنګینې جلوې. ځینې تصویرونه خو دومره په شاعرانه جرأت پنځېدلي چې لوستونکي ته د سیمین، فروغ او پروین بې مهاره ارواوې ور یادې شي.

شاعره د خپلو روماني عواطفو د پټولو پر ځای د هغوی د شاعرانه اظهار هڅه کوي او په دې کې پوره بریالۍ ده. وایي:

زړه به مې ودرېږي

که یوازې ته
زما د څڼو په نڅا مین و اوسې
زما ساوې هم غواړي
ستا د وریښمینو حجرو
د خوځښت ملګرې وي

اې
ګډه وډه کوټه مې خوري
لکه زولنې نفس مې زندۍ کوي
ما دې ژوند کې در ګډه کړه
بلاخره
توتکۍ په دوو وزرونو الوزي

شاعرې د میینې اروا مختلف کیفیتونه په خواږه انداز تصویر کړي دي. په دې کیفیتونو کې رخه، مایوسي، وفا، ژمنې او نور ګڼ کیفیتونه شته خو زما په نظر یې رخه ډېره ښکلې او په ډېرو نویو بڼو تصویر کړې ده. د رخه په نوم شعر په دې زورور احساس پای ته رسېږي:

… دې هیڅ شي دومره و نه ځورلم
لکه د ښار هغو ښځو
چې تا سره سلام لري
دوی ټولې باید
زما له مات روحه بخښنه وغواړي
او له خپلو تندیو ستا د شونډو
نښان پاک کړي

په «ژمنه» شعر کې شاعره خپل میین ته د وفا خبره کوي خو د شعر روحیه د یوې ژورې رخې غمازي کوي:

د دې ملک د پاچا لور به
د طلایي کبانو ژمنه درکړي
د ښار نڅاګره به دې
په تاکونو کې ونغاړي
ممکن تنکۍ انځورګره
ستا د نوم توري
په مرمۍ خوړلیو دیوالونو را ژوندي کړي
ستا تکیه کلام به
د شاعرې د شاعرۍ موتیف شي
د ځنګله هره هوسۍ به
ژوند در وسپاري

خو اې
زما هنرمنده!

هیڅ یوه به زما غوندې
ژوند
ستا د زړو جامو په بویولو تمام نکړي…

«میین توري» لکه مخکې مې چې وویل، له عاشقانه احساساتو مالامال دي او د دې احساساتو رنګارنګي او رنګیني لا ډېره د کتلو ده. زما په نظر که د ښځمنو په شاعرۍ او یا په ازاده شاعرۍ کې په عاشقانه واقعه ګویۍ پسې ګرځئ نو «میین توري» به مو تش لاس را ستانه نکړي. زه نه غواړم چې د دې کتاب د ټولو شعرونو بیلګې راوړم، ښه ده چې لوستونکي د دې رنګین باغ د رنګارنګ ګلونو نندارې پخپلو سترګو وکړي.

تر اوسه مو د «میین توري» پر عاطفي، موضوعي او فکري اړخ خبرې وکړې، که خبره د هنر او تخیل محور ته را واړوو، نو په دې کتاب کې په لا ډېرو رنګینیو سترګې او ذوق مړولای شو. د دې شعرونو په اوږدو کې ډېر ځله د رنګینو او تصویري مسرو د طاووسانو په سیل اوړو. دا تصویرونه محرک او زیاتره یې استعاري دي چې د شاعرې د دنګ تخیل پته را کوي.

طلایي وړانګو غزونې وکړې
د وروستي ګل
د نریو شونډو شبنم یې وزبېښه….

که د داسې مسرو او تصویرونه بېلګې او تشریحات راوړو، خبره به بېخي لرې لاړه شي، ځکه نو زه دا برخه لوستونکیو ته پرېږدم چې پخپله پسې وګرځي او د رنګینو مسرو طاوسان پخپله ښکار کړي.

له پورتنیو ټولو ښکلاوو سره، په میینو تورو کې د موسیقۍ او اهنګ برخه خواره ده. که د ځینو نظمونو مسرې څنګ په څنګ کېږدو، د لنډې کیسې نثر به شي. زه د شعر پر ازادۍ باور لرم او دا دلیل منم چې باید د عاطفې غږ د موسیقۍ په شور کې ورک نشي، خو د اهنګ او موسیقۍ له ظریفو تخنیکونو سره بلد شاعران کولای شي چې د مناسب اهنګ او موسیقۍ په انتخاب سره د خپلې شاعرۍ عاطفي او تصویري اړخ لا برجسته او پیاوړی کړي. مهمه دا نده چې د شعر کومه برخه د شاعر لپاره اړینه او کومه نده، بلکې ډېره مهمه خبره دا ده چې شاعر د شعر بېلا بېل توکي څنګه او په کوم تناسب سره پیوندوي. که په دې پیوند کې د موسیقۍ او اهنګ نقش ته پام وشي، ممکن د عواطفو او تصویرونو په اظهار کې لا ډېر بریالي شو.

شفیقه خپلواک د فکر، ذوق او هنر له پلوه یوه بېخي متفاوته هنرمنده ده. هغې خپل دا متفاوت هویت حس کړی او په ډېره ښکلې بڼه یې اظهار کړی دی. زه د دې لیکنې په پای کې د دې متفاوتې شاعرې هماغه شعر د دلیل په توګه راوړم او تاسې ته هم د دې شاعرې د شاعرانه جهان د سفر بلنه درکوم.

زه

زه له هغو ښځو نه یم
چې وزرې یې دیوال پورې تړلې
او بې رنګه اننګو ته
له میینه سرخي غواړي
چې یې زړه ډک شي
د بل په ولي سر ږدي
د زیړي لمر به سلګۍ وي
دوی به خپلې پردې کش کړي
د وړو کوټو کړکۍ به
نقاشي غوندې شېبو پسې کړي پورې
د هغو غوندې هم نه یم
چې یوازې انځورونو کې موسکۍ وي
او د دنګو بوټو غږ یې
د وحشیانو ویده شوی احساس ویښ کړي
یا د خپل نوم اخیستو ته
ژوندی زړه له حرصه مړ کړي
زه په ځان کې یم را ټوله
زه د بام په سر د ستورو مخته ناڅم
زه د وچو څانګو زړه ته
له باران سره را څاڅم
کله کله هم خوږې شونډې ترخې کړم
او پخپلو رڼو سترګو
خپله تته رڼا وینم
زه مې هر سهار
د فکر زړي پالم
زه ډاډه یم
یوه ورځ به
چې په ښار کې قدم اخلم
وچې پاڼې به شنې کېږي
او په لپو کې به
څو رنګه تازه ګلان غوړېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب