د سینما د دېوالونو رنګ نم اړولی و.د تهدابونو څنګ ته د سګریټو کوتي او پیچکارۍ پرتې وې .سوړ بوی ترې لټېده.مخې ته یې د فلمونو او فیتو کراچۍ داسې ولاړې وې لکه پیره چې پرې کوې. له یوې بلې خوا د سندرو غږ راته. د سینما وره ته نژدې شوم له څټه غږ راباندې وشو:
– اې !
– چېرته ځې؟
– سینما ته؟
بل وخندل تور غاښونه يې ښکاره شول.ده په بوتل کې ګوته دننه کړه وې څټله:
– هغه بنده ده.
دېواله ته تکیه شو:
– وګوره ماته .ده ته. تاته .هغه ته… موږ سینما یوو…ههههه
په مطلب يې پوه نه شوم.
ده په غوږونو کې ګوتې ورکړې:
– ماته وګوره ..ده ته ګوره …تاته …. سینما یوو!
د ده تر څنګ ناست سړي وخندل.ځان یې وګراوه.
پرېووت په مخ یې څادر واچاوه.له څادره راوتلي ویښتان یې داسې ښکارېدل لکه لمڅی.
******
هغه ورځ چې کور ته راغلم بابا مې پېتاوي ته ناست و د کتاب پاڼې يې اړولې.
– د ځینو خلکو ژوند عجیب وي…لکه کیسه!
بابا مې کتاب کېښود:
– هر څوک کیسه لري.
– ډېر پرې غلي دي.
– ځینې يې وايي له ځینو پاتېږي.
– ځینې کیسې د ویلو نه دي…
پای