پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبکره کتنهد قيس هاشمي شاعري او د اوسنۍ ټولنې انځور

د قيس هاشمي شاعري او د اوسنۍ ټولنې انځور

سردار محمد همدرد –

د شعر نړۍ ډېره رنګينه ده، د شعر رنګيني په شاعر پورې اړه لري څومره چې شاعر خپله شاعرۍ کې نوښتګر وي په هماغه اندازه يې شعر هم له نوښتونو ډک وي او پر ښکلاګانو مالامال وي.

په پښتو شاعرۍ کې هغه شعر ته ښه ويل کيږي چې د ولس پر ژبه وي او خلک ورباندې وپوهېږي، د خپلې ټولنې رښتيني واقيعتونه ونغاړي، په رمز خبرې وکړي او د شعر په پسته ژبه خلک پوه کړي.

پخوا به ښه شعر هغه شعر ته ويل کېده چې؛ قافيه او رديف به يې درلوده او يا به په بديعي ښکلاو سنبال و، خو اوس پښتو ادب ته د ازاد شعر په راتلو سره پخواني نظريات چې دشعر په اړه و اکثره يې له منځه ولاړل او هغه وخت کې چې د ښه شعر لپاره کوم معيارټاکل سوی و هغه مات سو.

اوس قافيه، رديف او بديعي ښکلاوې د ښه شعر توکي نه بلل کيږي؛ بلکې ښه شعر هغه دی چې د ولس په ژبه وي، پېغام يې ښه وي او پر لوستونکي اغېز وکړي.

په دې وروستيو کې د هېواد ځينې شاعرانو د لنډکي شعرونو په نوم هم شعرونه ليکي چې که ډېر اوږده سي تر لسو کلمو نه اوړي خو دومره ژور پېغام پکې پروت وي چې د پخوانيو اوږدو اوږدو نظمونو او داستانونو سره مقابله کولی سي.

په معاصره دوره کې هم ډېر داسې شاعران پيدا سول چې جادويي شعرونه يې وليکل او له خولې د شعر لفظونه لکه د اور وورېدل، په پښتو شعر کې يې نوښت او ښکلا رامنځته کړه.

د پښتو شعر په اوسني ډګر کې هغه څوک چې شاعري په نوښتونو سنبال ده او رسا د ولس په ژبه شاعري کوي د هلمند ولايت ځوان شاعر احمد قيس هاشمي دی.

هاشمي د اوسنيو حالاتو سره سم له زړه خبرې وباسي او خپلې معصومي کوکي د ټولنې د فرد فرد تر غوږو رسوي، لکه په دې بيت کې:

څومره چې زه څومره چې زه پوهېږم

دومره پوهېږم چې زه نه پوهېږم

نور نو يې نشته د ويلو حاجت

جانانه زه په رمازه پوهېږم

يو رکعت لنډ او بل يې اوږد وکړی

د ريا کاره پر لمانځه پوهېږم

که پورته بيتونو ته ځير سو نو، قيس په يو پټ رمز کې خبرې کوي او بالاخره يې د دې ټولنې د ځينو خلکو چې په مذهبي جامه کې يو ډول او بل ډول دوکې خلکو ته ورکوي له هغې پرده پورته کوي او دغه خلک يې په واقعي ډول پېژندلي دي، زموږ په ټولنه کې ډېر داسې خلک سته چې ځينې مذهبي کارونه د ريا (ځان ښودنې) او شهرت لپاره کوي، بل پلو دا جرات هم ګران دی چې څوک د دغه ډول خلکو رازونه افشا کوي.

قيس په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوي چې شپه ورځ پکې د جنګ خبرې دي، هره ورځ سيمه، کور او کلی د يوې پېښې شاهد وي، نو قيس هم له جنګه زاره چاودی دی او په معمولي ټک يې زړه غورزي او اندېښمن کيږي چې خدای ج مکړه بيا چاودنه نه وي سوي، لکه لاندې بيت:

پام کوه پام کوه زړګی مې مه چوه پړک مه کوه

جنګ ويرولی يم په جاولو باندې ټک مه کوه

د يوويشتمې پېړۍ پېغلې په دې باک نه راوړي

برېت دې قربان شم دومره خيال دې په ټوپک مه کوه

او يا لکه لاندې بيت چې له جنګه کرکه کوي او مخاطب مينې او ژوند کولو ته رابولي:

ايسته يې واچوه ټوپک دې له شپېلۍ ونيسه

زه به توت وڅنډمه ته راته ځولۍ ونيسه

قيس هاشمي د هغه خلکو لاسونه نيسي چې ځمکه پر ازغيو پوښي او پر خپلې دوستۍ او مينې يې راضي کوي چې ترڅو بل ته په لاره کې کوهی ونه کيندي:

ده فرشوله په اغزو ما پاکوله لاره

اخر مې دوست کړ ورته پاکه نه شوه بله لاره

که څه هم د قيس په شاعرۍ کې نوې خبري دي، او خپله هم دعوه کوي چې په شعر کې خپله لار لرم خو زما په فکر دا کار يې له مبالغې خالي نه دی خو بيا هم ځوان دی، احساسات لري که د نويو خبرو سره د قيس په څېر ځوان په شعر کې د خپلې لارې د جوړولو دعوه وکړي بايد احساسات يې ژوبل نه کړو، لکه په يو بيت کې وايي:

قيسه ځه خير دی که يې زړه درته اوبه اوبه کړ

قيسه په شعر کې دې پيدا کړه ځانته خپله لاره

مخکې مو هم يادونه وکړه چې قيس ددې ټولنې ځوان دی او په دې ټولنه کې ژوند کوي په خپل هنر کې يې ددې ټولنې انځورګري کړې ده.

چا نه راګرځوله زړه يې نه غوښت خپله نه تله

د پېښور ګرمۍ وهلې له کابله نه تله

تا که ژړلي وای په تللې مهاجرې پسې

وطنه نن به دې له غېږې څخه بله نه تله

په تلويزيون کې سوځولی مکتب ولې د شپې

سهار افغانه ښوونځي ته ويرېدلې نه تله

قيس هاشمي د اوسني دولت د مامورينو څېرې هم رسوا کړي دي او د مراجعينو ستړی انځور داسې وړاندې کوي.

غريب سپين ږيری و نن وروليد د مامور وپښو ته

ويل يې بس دی ما دفتر په دفتر مه ګرځوئ

دغه تاند شاعر که نوې شاعري کوي نو د عمر په لحاظ دومره تجربه نه لري نو شايد د لږ عمر له وجې د نورو شاعرانو تر تاثير لاندې هم دی او په ځينو شعرونو کې يې د پښتنو د نورو شاعرانو سيوری ښکاري.

زه ليکم غزل ته کړه رڼا ډيوې

دا کار يې پر ما دا يې پرتا ډيوې

مه ورکوئ لوڼې په واړه عمر

نه شمه ليدلی په ژړا ډيوې

نن يې د يار قبر غلط کړی دی

بلې يې نن سر ته کړې زما ډيوې

قيس په کم عمر کې داسې خبرې کوي چې تر ده ډېرې مشرانې دي، هر کلام يې زړه ټکوري لوی لامل يې دا دی چې؛ د ټولنې له غوښتنو سره سمه شاعري کوي؛ په دومره لږ عمر په شعر ليکلو کې داسې اوږده تجربه لوی مهارت او د شعر پر دښته مزل غواړي چې د شعر پر پراخه دښته د مزل او يون لارې قيس پيدا کړي دي، خو دا چې عمر يې ډېر کم دی شايد له دې امله ترې کله کله دغه لار ورکه سوې هم ده.

که زموږ په ټولنه کې د قيس هاشمي په څېر شاعرانو ته پاملرنه وسي، وهڅول سي او په شا وډبول سي نو ليرې نه ده چې د پښتو ادب لمن به له داسې مرغلرو ډکه سي چې پېړۍ وروسته به هم خپل قيمت له لاسه ورنه کړي.

د قيس هڅې تپانده او قلم يې تاند.

۱۳۹۳/۱۰/۳۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب