جمعه, مې 3, 2024
Homeادبژبه او لیکدودگران او هڅاند هوتک صاحب/ پوهانددوکتور م.ا. زيار

گران او هڅاند هوتک صاحب/ پوهانددوکتور م.ا. زيار

                                                                    اکسفورډ، ۲۸اپرېل ۱۵

ته راته له ژبپوهنې راتېر شه، زه به له متنپوهې درتېرشم!

زما او ستا ترمنځ د نه پوهاوی لامَل دا دی چې زه د ژبپوهنې په ژبه غږېږم او ته د متنپوهنې په ژبه ږغېږې! نوې ژبپوهنه نوې نومونې اونوې ټولۍ (مقولې) لري. که څه هم ستا او نورو مينه والو په پار ورسره دوديز او يا انگرېزي انډولونه په لينديو کې نيسم. بي- دوکتورا د ځانښوونې لپاره نه، بلکې د دې زباد لپاره په سترگو درننه باسم چې ژبپوهنه زما تحصيلي او علمي څانگه ده. پارسي د پښتو هسې تشه ترله نه، چې تربوره يا تربره ده، ځکه ورسره تربگني کوي. دغه دويمه يا مجازي ماناولس رامنځته کړې. يوه مور چې د لور له لاسه چاته سرټکوي، وايي: ((لور نه ده، تربوره- تربره ده!))

زه هم که پارسي ته د پښتو تربره(دښمنه) وايم، موخه مې د دې جهادي- ستمي ويونکي دي( نه پخپله ژبه) چې له پښتني- افغاني ملي وکر(هويت) څخه نټه کوي، اود دې لپاره يې له ورته ځانپلورو لږه کيوسره ناسپېڅلې ټلواله رامنځته کړې ده. هسې خو موږ ټولوته څر گنده ده چې ډېری چوپه خوله ويونکي ورسره همغږي نه دي. ژبپوهنه ټولو ۴۷ افغا نستان مېشتو ژبو ته د دې هېواد ((ملي ژبې)) وايي. په دې توگه ورسره د پښتو سيالي يوه ملي سيالي بلل کېدای شي. داچې وايو، موږ پر هېوادني او بيا جهاني کچ د پښتو سرڅڼه او سيالي غواړو، موخه مو له همدغې دويمې ملي ژبې سره سيالي او برابري ده. په دې خو ته پوره پوهېږې چې پارسي د ايران او ماورالنهر په څېر زموږ په هېواد کې هم له يوې زرۍ راهيسې يوه برلاسې(دوميننته) ژبه ده او په سر سرکې يې پښتوتر گونډو لاندې پاتې شوې.لکه په تېره ليکنه کې چې مايې د دغه لاسبري دليلونه لنډ لنډ وړاندې کړل، بياهم وايم، يوازېنۍ سيالي چې ورسره شونې، سوليزه(معقوله)او سوله ييزه ده، هغه لنگوېستيکي سيالي ده.

د اچې ت��ته دغه څانگپوهيزې – تخنيکي ځانگړتياوې بې اارزښه برېښي يا دې ، سر پرې نه خلاصېږي نو په بېلابېلو بڼو يې تکرار ته اړوځم، گوندې کوم بل مينه وال ورځنې گټه واخېستای شي.

۱) د معيار په تړاود انگرېزي او نورو غوندي پارسي د ټولنوټيز(اجتماعي)، سياسي او فرهنگي مرکزيت له لارې له پېړيو راهيسې له ټولو گړدودي توپيرونو سره سره له يوه لږشمېر ناڅيزو ليکدودي خورمنونو(سليقو) په استثنأ يوه يوازېنۍ ليکنۍ بڼه لري. خو د پښتو لپاره، نه هغه او نه دا ځکه مخبېلگه (pattern,model) کېدای نه شي چې پښتو هومره ژور يا بېخبنايي گړدودي توپيرونه نه لري، لکه واخلې دسوېل لويد يزې گړدودي ډلې خجيزه ځانگړتيا چې گرد رغاونيز او پښوييز سېستم اغېزمنوي. زه گومان نه کوم چې تاسې لږ ترلږه د يوه يوازېني ليکدود په پار ځنې تېرشئ!

هرگوره، په درو نورو برخو کې پارسي په زړه پورې بېلگه کېدای شي:

۲) د شونتياتر بريده موږ هم پښوييز (دستوري)ارکاييزم راکم کړو او په دې لړ کې بياهم ځانگړی خجيز سېستم ،که رښتيا نوې ښکارنده (پديده) نه وي!

۳) د څلورگونې وييپانگې په لړ کې يې نيولوجېزم ځانته بېلگه او په يوه لس سلنه (لس فيصده)هومره ورسره پښتو دسيالۍ جوگه کړو.

۴) او په ورته لږه کۍ سلنه ادبي، فرهنگي او علمي سيالي او په دې توگه راتلونکو پښتونو(نسلونو) ته يوڅه ځان سپين کړای شو.

په پای کې دا هيله کوم چې زما پرځای، پوهنڅانگې ته درناوی وکړه او د اوږده ژوند د عا پرځای، راسره له مسلکي تربگنۍ څخه لاس واخله. پر پښتو او پښتنو به دې دا ستره لورونه وي چې د نورو ادبي- نوښتونو تر څنگ د استاد نوميالي له مرگه پاتې د((يوزرويوې شپې)) ژباړنه او پېينه تر پايه ورسوې، نوره دې خوښه!

په گرده پښتني- فرهنگي مينه او مننه

ستا او د نورو پښتو او پښتون مينو زيار

6 COMMENTS

  1. محترم زيار صاحب احترامات،
    ستاسي په ليکنه کي محترم هوتک صاحب ته توصيه سوې ده چي د زر او يوې شپې ژباړه تکميل کړي، خو ستاسو د لا زياتو معلوماتودپاره به ووايم چي د هوتک صاحب د زر او يوې شپې ژباړه يو کال د مخه بشپړه سوې او په لسو ټکو کي چاپ سوې هم ده. ډېره خوږه او آسانه ژباړه ده.

  2. ځینې خلک وایي چې دغه ډول بحثونه ښه وي، پوهان په کې راڅنډل کیږي او ځوانان د معلوماتو له زیاتېدلو او بیا یې لوستلو نه خوند اخلي، خو زما بیا زړه رېږديږي، وایم نه چې مشران په دې ډول سره یو له بل نه زړه بدي شي.

  3. ګران او منلی لارښود استاده،
    لیکنه مې دې ولوستله، ګیله دې پر ځای ده او زه دې شخصاْ دا حق بولم چې پښتانه لیکوالان، ژورنالستان او نور ادبی کرکتونکي دې باید احترام وکړي ځکه د احترام حق دې پرمو دی.
    هرچېرې چې یې خوشحاله او آباد اوسې.

  4. پوهاند صاحب، خدای دي لا ژوندی لره، خو له دې خپلمنځيو شخړو که تېر شئ دا به د پښتو او پښتنو په خیر وی.
    پوهاند صاحب ستاسو چوپړ ټولو ته روښانه دی، لیکن دا په دې مانا نه ده چې مونږ ټول دې ستاسو نيولوجيزم ومنو…. د خدای پار دی هغه لار ونيسی چې پښتو ساده او آسانه کولای شي او ټولو ته د منلو وړ وی.
    هسی خپل وخت په دې شیانو باندې مه تېروئ

  5. په لوېديځ کې هم مسلکه پوهان يو بل ته نيږدې کېږي او په ډېره توده ملګرتيا له يو او بل سره په پلټنو او نوښتونو کې همکاري پيلوي، خو له بده مرغه زموږ درانه پوهان له يو او بل سره منفي سيالي راواخلي او کچه يې کله کله ناندريو ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب