سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبلنډه کیسهد بې روحه تن نقاشي| لیکواله: هوسۍ وفا فرحان

د بې روحه تن نقاشي| لیکواله: هوسۍ وفا فرحان

په آئینه کې یې ځان ته وکتل او په کرکه يې وويل: «نه، ښه نه ښکارم. دا خيټه مې ګوره!» تاو شوه او په هینداره کې یې د شا ناانډوله اندام ته پام شو:« اوف خدایه! یو غم نه دی! زه په دې بې موده اندام څه وکړم!؟»

 نا امیده په غولي کښېناسته. د پټ درد تاو یې د مرغلرو په بڼه د سترګو له چینو را وڅڅېدې! ستونی یې ډډ وو. له غوسې پشېده.

څو شیبې همداسې ناسته وه… بیا لکه لیونۍ، له ځان سره په خبرو ګډه شوه: «بلا ورپسې! څېره خو مې ښکلی ده. څوک به اندام او څوک به ښکلې څېره لري! د خدای ویش دی.» خپلو مړوندونو ته یې، چې تر جګري رنګو نريو لستوڼو لاندې؛ لکه واوره اېسېدل، وکتل. په غونډو شونډو یې موسکا خوره شوه. بېرته هېندارې ته ودرېده او له خپل تصویر سره په خبرو شوه:«جګرې رنګ دې بل څوک نه اغوندي!!» 

په شونډو یې د نسترن ګلانو، رنګ وواهه. د سترګو پر بڼو یې ریمل وواهه. ویښتان یې پر مخ راخواره کړل. پیکی یې له تندي لیرې کړ او پورته پر سر یې، په سیخکیو وتاړه. عطر یې پر غاړه ووهل.

په زانګو کې د پروت ماشوم سونګېدا یې تر غوږه شوه! د پښو په څوکو ورغله او ورو شانتي یې ورته زمزمه وکړه:«اللووو…» او دې سره ماشوم بیرته غلی شو. د کوچني د تخت پر سر یې خپل غټکي ماشوم ته پام شو، چې په رغړېدو یې ځان د تخت ژۍ ته را رسولی دی! ژر ور وګرځېده، هغه یې بېرته سم په ځای کې څملاوه.

له دې سره د کوټې ور ورو پرانیستل شو. سړی کوټې ته را دننه شو. ښځې ورته وموسل. سړي خیال پرې را نه وړ او همداسې د تخت پر ژۍ کښېناست او د زنګنو پر سر یې لپ ټاپ کښېښود او ځان سره اخته شو. ښځه له ځایه جګه شوه. په کوټه کې دېخوا، هاخوا تاو را تاو شوه. د کوټې هر شی یې څو څو ځله سم را سم کړل. بیا یې سړی ته وکتل، خو د هغه سر له خپلو بوختو نه را خوت. هغې لوی څراغ خاموش او د خوب څراغ په لګولو شوه؛ خو دا ټول زحمتونه بې فایدې ول! 

څه شېبه خاموشه ودرېده. او بیا یې دغه چوپتیا ماته کړه. خپله د هغه خوا ته ورغله. د هغه له غاړې یې لاسونه راتاو کړل او ورته یې کړل: «په یاد دې نه دي!؟» سړي د سترګو په اشاره ووېل «څه شی ښیې!؟» هغې چې زړه یې د ماشوم په څېر الوته ووېل: «نن مو د واده څلورمه کلیزه ده!» له لږ چوپیتا وروسته: «یاد دې دي!؟ څلور کاله دمخه… دا شپه ښیم!» سړي په پوزخند، ورته کړل «څه؟…ته یې له سره ووایه!»

هغې ورته کړل «په همداسې یوه شپه مو وصال وشو!؟» سړي، چې په بېړه خپل ناتمام مهم کار ته ورګرځېدلې ؤ، ورته وویل:« هو، که هلته پوهیدی چې کال وروسته تر واده به د شېدو غوا درنه جوړېږي، نو اوس به زه له تا بیغمه وم، ته له ما! » اوس نو هغه له خپله کاره را ولاړ شوی ؤ، او له خبرو سره یې هغه ټیل وهله او ورته يې په تريو تندي وويل:«لرې شه! څټ دې رامات که. تر اویا کیلو اوښتې یې.» ښځه د تخت له سره، لاندې وښوېده. خو غږ یې پورته نشو! په بې وسۍ یې ورته وکتل. په سینه کې یې داسې د درد کړیکې پورته وې، چې ګڼل یې، اوس به ټوله دنیا خبره شوې وي!

هغه څو شېبې پرته له څه ویلو ناسته وه او بیا ورو جګه شوه. نور یې سیک نه ؤ. هغه ځمکې ځان په لور کشوله. پښو کې یې د ګرځېدو زور نه و. د حمام تر وره یې پښې ځان پورې تړلې کش کړې. له ويښتو یې سیخکونه، داسې را کش کړل، چې څو تاره ويښتان يې هم ورسره وشکېدل. دې سره یې ویښتان پر مخ ګډوډ را خواره شول. څو لپې اوبه یۍ مخ ته واچولې. 

د دستشوي پر سر آئینه کې یې ځانته وکتل: تور رنګ یې له سترګو پر مخ لارې، ایستلې وې. تا به وېل چې ژوند یو مخ تخنیکي شوی. زمکه تورو سړکونو پرې، پرې کړې! 

له دې خیاله یو څه راووته. بیا یې هېنداره کې ځان ته پام شو: د شونډو ګلابي رنګ یې د سترګو له تور رنګ سره په زنه یوځای شوی و. لکه بې روحه کالبوت یې پخپل تصوير سترګې خښې کړې وې. د رنګونو نقاشۍ یې د تن په بې روحه زمکه، له درده ډکه تابلو جوړ کړې وه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب