پنجشنبه, دسمبر 5, 2024
Homeادبکره کتنهزموږ د ځينو مقالو پيل/ ليکوال: نصير احمد احمدي

زموږ د ځينو مقالو پيل/ ليکوال: نصير احمد احمدي

دا يو څرګند حقيقت دی… لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ…افغانستان پنځه زره کلن زوړ تاريخ لري….

زموږ ځيني مقالې په همدې يا دې ته ورته نورو تورو پيليږي. نوښت نه لري، يو شان، تکراري ، وچې او بيخونده جملې يې وي. داسې جملې چې د لوستونکي زړه تنګوي، ستړی کوي يې او له لوستلو څخه يې خوند نه اخلي.

دا يو څرګند حقيقت دی…لکه څنګه چې تاسو پوهيږی….

که حقيقت، څرګند وي او لوستونکی پرې پوهېږي، نو ضرور څه ده چې په ليکلو يې ځان ستړی کړو يا يې په لوستلو نور له کاره وباسو. هغه څه چې نوي نه وي او يا په نوې بڼه او نوې زاويه نه وي ليکل شوې، باور وکړی! نورو ليکلې. تر ليکلو يې نه ليکل ښه دي.

افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري…

که موضوع د بادرنګو د کښت په اړه وي او يا هم د کمپيوټر د يوه سافټ وير ( word) په باره کې مالومات ورکوو، نو ضرور به يې له پنځه زره کلن تاريخ سره تړو، توره او ميړانه به يادوو، د شملو ستاينه به کوو، بيا به دې ته راځو چې کمپيوټر څه وخت جوړ شو، په کوم کال افغانستان ته راغی، څومره خلک د کمپيوټر اسانتياوي لري او څومره کسان د word په پروګرام پوهيږي.

ښه! نو دا پروګرام څه شی دی او څنګه يې کارولی شو؟

تر اصلي موضوع پورې يوه بله اوږده مقاله ليکوچې نه له موضوع سره تړلې ده، نه مرسته ورسره کوي او نه هم نويوالی لري.

ما ځينې داسې مقالې لوستې چې نيمايي ليکنه يې له موضوع سره هيڅ اړخ نه لګوي او يا هم اصلي موضوع ته دومره اوږده زمينه سازي شوي وي چې اصلي موضوع يواځې دوه _درې پاراګرافه ليکل شوې وي.

ضرور نه ده چې هر وخت خپل زوړ پنځه زره کلن تاريخ ياد کړو او يا هم مقالي په دې پيل کړو چې تاسو پوهيږی يا دا يو څرګند حقيقت دی.

ليکوالي هنر دی، ښه هنر، قوي فکر غواړي، نوښت غواړې او نوي طرز ته ضرورت لري.

زموږ په سيمه کې يوه اصطلاح ده. که د يو چا خبرې بې خونده او له موضوع څخه وتلې وې، نو مقابل لوری په ټوکه ورته وايي: (( خبرې هر څوک کوي، خو ښې خبرې، خوله د ملا فاروق غواړي. ))

په اصلي کيسه يې نه يم خبر چې ملا فاروق څوک و. خو هر رنګه چې وي، فکر کوم، داسي يو څوک به و چې خبرو يې په خلکو ژوره اغيزه کوله، لکه دمګری چې په مار اوده وکړي.

د ليکوال، او ښه ليکوال تر مينځ توپير په دې کې دی، چې ښه ليکوال بايد د ملا فاروق خوله ولري. څه چې ليکې، له پيله بايد خپل لوستونکي تر تاثير لاندې راولي.

په مقالو کې زموږ ډير پام يواځې دې ته وي چې خپل پيغام تر لوستونکو ورسوو. خو د پيغام رسول هم ځانته هنر غواړي. په پخوا وختونو کې يواځې يوناني ګولۍ وې، د زهرو غوندې تريخ خونديې درلود، نه به لوی زړه ورته ښه کاوه او نه به کوچينې له ژړا پرته خوړې. خو اوس هماغه ترخه مواد په خواږه کپسول کې ځای پر ځای شويدې، پرته له دې چې خوله ترخه کړې، په خوشالی يې خورو.

که پيام د يوناني دوا په څير وي ، لوستونکي يې نه خورې ( نه يې لولي ). نو ګټه به څنګه ور ورسوو؟

زموږ مقالي به هغه وخت په زړه پورې وي چې له پيام سره، د پيام د وړاندې کولو په طرز هم وپوهيږو. د مقالې په دواړو خواوو بايد مساوي فکر وکړو، نيمايي هدف او پاتي نيمايي د وړاندې کولو طرز يا طريقه.

لورکۍ مې شپږ کلنه ده. د کاکاو چاکليټ يې ډير خوښيږي، خو کله چې پيسې په ګوتو ورشي، پاپړ اخلي، ولي؟

ځکه چې د دې په وينا د پاپړو په پړسيدلې کڅوړه کې جايزه ورته راوځي. يوه کلکه ژاوله.

کارخانه پاپړ جوړوي، خو د بازار په اړه يې هم فکر کړی. که داسې نه وای ، نو زما لورکۍ به خامخا د کاکاو په چاکليټ پيسې ورکولې.

لکه څومره چې هدف مهم دی، په هماغه اندازه د هدف د رسولو لارې چارې هم ارزښت لري.

نوره نړۍ همدا کار کوي، پنځوس فيصده پاپړ ورته مهم دی او پنځوس فيصده په پاپړ کې ايښې ژاوله.

څه موده مخکې مې يوه مقاله ولوسته، ښکلی پيل يې درلود، له ذهنه نه وځي. مقاله له نيويارک ټايمزه را اخيستل شوې وه. بهرنيو پوځيانو ملکي افغانانو ته ځاني تلفات ور اړولي وو.

پيل يې داسې و.

د هلمند د ګرشک ولسوالي په يوه خړ کلي کې څو برتانوي پوځيان او د سيمې قومي مشران په خاورو کې ناست ول. دوی د هغو کليوالو په اړه غږېدل چې تيره اونۍ د شپې له خوا د ناټو په بمباری کې وژل شوي وو. د قومي مشرانو څيرې له غوسې ډکې وې، په يوه خوله ول چې د دا ډول حملو د تکرار په صورت کې به وسلې راواخلي او د بهرنيانو په ضد به عمومي پاڅون وکړي. دا يواځې د ګرشک د ولسوالی اوسيدونکي نه دي، په همدې اونۍ کې د پکتيا د اورګون او د ننګرهار د خوګياڼو اوسيدونکي هم د ناټو تر هوايي برېد لاندې راغلل. افغان ولس مشر حامد کرزي هم په وار وار له ناټو څخه غوښتي چې د شپې عمليات ودروي…..

مقاله اوږده وه، موضوع يې په افغانستان کې د شپي د عملياتو او له دې عملياتو څخه د خلکو په ناخوښۍ راڅرخېده. کمال يې دا و چې مقاله يواځې له يوه کلي او د څو سپين ږيرو له غوسې پيل شوې وه.

(مشت، نمونه خروار).

پيل يې نوی و، تصوير يې درلود، سيمه او د سپين ږيرو غوسه يې راباندې وليده، ليکوال يې يوې بلې خواته نه و تللی، وار له واره يې اصلي موضوع ته ودرولم…

که موږ دا مقاله ليکلی نو شايد پيل به يې داسې وای.

افغانستان پنځه زره کلن زوړ تاريخ لري، دا هېواد د پرديو يرغلګرو هدېره ده، تاريخ ګواه دی چې دلته څو امپراتوريو ماتې خوړلې، له سکندره رانيولې، بيا تر چنګيزه پورې، زموږ تورو ته نه دي ټينګ شوي، انګريزان په تيښته لاړل، درې ځله يې شرمونکې ماتې وخوړه، سره ښامار هم خپل سر ور سره يو نه ووړ…. دا د ميړنو او شملو وطن دی…. دلته د هر يرغلګر پښې ماتې شوې… لس کاله وړاندي هم دې هېواد ته بهرنيان راغلل… دوی افغانان نه پيژني… د خلکو دود او کلتور نه دی ور مالوم… د شپې عمليات کوي….. په فلاني وخت کې يې په فلاني ولايت کې دومره کسان ووژل… بيا يې په فلاني ځای کې د واده موټر بمبارد کړ… بيا يې په فلاني کلي کې دومره کسان له مينځه يووړل… وروستی بيلګه يې د هلمند د ګرشک پيښه ده چې په همدې اړه تيره ورځ برتانوي پوځيان او د سيمي مخورو يوه ناسته درلوده…..

د مقالې ښه پيل هغه دی چې په شعارونو، سوليدلو او تکراري جملونه وې شروع شوې او عمومي نه وي.

مثلا: که مو موضوع د قيمتی په اړه وي، له دې يې بايد پيل کړو چې تيره ورځ مو د غوړو پنځه کيلويي ټيم په څو واخيست. وروسته همدا کيسه د ښاروالی د نرخونو د کنټرول له ادارې سره وتړه او ددوی بې غوري راوسپړه.

که له سړکونو څخه شکايت لرې، په پيل کې د هغه سړک يادونه وکړه چې ته هره ورځ په هماغه لاره دفتر يا دوکان ته ځې او په ګرمی کې د خاورو_ دوړو له لاسه د موټر شيشه نه شې کښته کولای.

که سوالګر ډير شوې وي، دا وليکه چې نن، يا پرون چې کله ښار ته په سودا پسې تلې، څو کسانو د خواست لاسونه درته ونيول…

که دي د مکتب د درسونو د ستونزو په اړه مقاله ليکله، لومړی په دې اړه فکر وکړه چې زوی يا لور دي ولي په دريو، څلورو کلونو کې ساده ليکل زده نه کړل؟ وروسته مکتبونه راواخله او د پوهني وزارت ته لاړ شه.

مقاله په داسې ټکو پيل کړه چې د خلکو له ژوند سره ارتباط ولري، هر څوک، يا ډير کسان ووايې چې هو والله، زه خو هم له همدې ستونزې سره مخ يم، يا يو وخت مخامخ وم، يا که مخامخ هم نه وم، غواړم پوه شم چې څه يې ليکلي دي.

مقاله، له يوه نفره او يا يوه ګروپ نه پيل کړه او په ټولو او يا هم ډيره برخه خلکو پورې يې وتړه.

ښه پيل د هغې ژاولې په څير دی چې د پاپړ په پړسېدلې کڅوړه کې پرته وي.

پای

١٣٩٠ل کال، د جدي پنځمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب