جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد فارسي ژبې «از» په پښتو کې «له» دی که «د»؟

د فارسي ژبې «از» په پښتو کې «له» دی که «د»؟

امان الله جمالزی  

په رسنیو کې خپرېدونکي خبرونه چې لومړی په فارسي لیکل کېږي او بیا پښتو ته ژباړل کېږي، د ناسمې ژباړې له امله یې د پښتو ژبې ډېری قوانین او جوړښتونه زیانمن کړي؛ د رسنیو له لارې د عامو خلکو خولو ته ورغلي او ورځ په ورځ داسې عامېږي لکه هېڅ چې پردي نه وي.

د فارسي ژبې «از» د پښتو ژبې له «له» سربل سره برابر دی، خو په ځینو هغو ځایونو کې یې هم پښتانه ژباړونکي د سربل په ډول ژباړي چې هلته د اضافت په توګه کارول شوی وي.

«د» په پښتو کې د اضافت یوازینی توری دی او په جملو او عبارتونو کې د ملکیت یا نسبت اړیکې څرګندوي. لکه د احمد قلم، د ټولګي تخته او داسې نور. دلته په لومړۍ جمله کې احمد مضاف الیه، قلم مضاف او «د» د اضافت توری دی چې احمد ته ملکیت ثابتوي. په دویمه جمله کې ټولګی مضاف الیه، تخته مضاف او «د» د اضافت توری دی چې له ټولګي سره د تختې نسبت څرګندوي. که په پښتو کې داسې جمله لیکل کېږي چې له چا سره د ملکیت یا نسبت اړیکې څرګندوي، «د» یوازینی توری دی چې دغه اړیکې ټینګوي؛ خو له فارسي څخه د شوو ژباړو له امله اوس د «د» پر ځای «له» کارول کېږي او لامل یې هم د فارسي ژبې د “از” ناسمه ژباړه ده. دلته به څو بېلګې ولولو او سم‌والی او ناسم‌والی به یې څرګند شي.

«از» د سربل په توګه:

«از کابل به غزني میروم.»

«له کابله غزني ته ځم.»

په دغه جمله کې د «از» ژباړه په پښتو کې د سربل په توګه راځي، چې «له» سربل ورسره برابر دی او په دغه جمله کې سم ژباړل شوی.

«رئیس جمهور از میان پنج کاندید انتخاب خواهد شد.»

«ولسمشر به د پنځو نوماندانو له منځه وټاکل شي.»

په دغه جمله کې هم د «از» ژباړه په پښتو کې د سربل په توګه راځي، چې دلته هم «له» سربل ورسره برابر دی او سم ژباړل شوی. «از» د اضافت په توګه:

«بسیاری مردم از حکومت حمایت کردند».

«ډېری خلکو د حکومت ملاتړ وکړ.»

په دغه جمله کې د «از» ژباړه په پښتو کې سربل نه راځي او د سربل په توګه یې ژباړل تېروتنه ده؛ «د حکومت ملاتړ» عبارت کې حکومت د مضاف الیه او ملاتړ د مضاف په بڼه راغلی، چې د حکومت له ملا تړلو سره د خلکو نسبت څرګندوي. که دا جمله راوسپړو او ووایو «زه د حکومت ملا ور تړم» نو معلومېږي چې ملاتړ د ملا تړل دي او «زه له حکومت ملا ور تړم» هېڅ سمه معنا نه‌شي ورکولای؛ که څوک ولیکي چې «ډېری خلکو له حکومت ملاتړ وکړ» نو دلته یې «از» د «له» په سربل سره ژباړلی او تېروتنه یې کړې.

«رییس جمهور از خانوده‌های سیلاب‌زده دیدار کرد.»

«ولسمشر له سېلاب‌ځپلو کورنیو څخه لیدنه وکړه.»

په دغه جمله کې هم د «از» ژباړه په پښتو کې د سربل په توګه نه راځي؛ دا جمله باید د اضافت ترکیب واخلي او داسې ولیکل شي: «ولسمشر د سېلاب‌ځپلو کورنیو لیدو ته ورغی.» دلته به «د» د سېلاب‌ځپلو کورنیو او ولسمشر د لیدلو تر منځ اړیکې وښيي او که څوک یې «له سېلاب‌ځپلو کورنیو څخه…» ولیکي نو تېروتنه یې کړې.

دا جمله به په نورو ډولونو هم لیکل کېدای او ژباړل کېدای شي، خو زما موخه دلته د «له» او «د» د کارولو تر منځ توپیر څرګندول دي.

7 COMMENTS

  1. سلامونه
    که څه هم ما د توپخانې په سیمه کی څلور سوه کاله د هغو کسانو سره ژوند کړی دی کوم چي ویل به ئې( پنسِل پاک چا لری؟ ) خو سره لدې پښتو می
    لږ او ډېره زده ده
    د “د “او” له “کاروَنه د زمان او مکان او شخص د قید تابع ده پدې مانا
    د احمد بوټونه لانده دی
    له کندهاره تر اټکه واوره اوری
    له وړمی ورځی راهیسی می پر نس درد دی

  2. مننه کوم ریښتیا هم ښې موضوع ته مو اشاره کړی وه خو زه فکر کوم چې داسی تېروتنۍ به ډېری وخت له هغو خلکو څخه کیږی چې پښتو یي د دوهمی ژبی په توګه زده کړی وی

  3. ما په کنتابتون.کږم کې یو کوچنی نتاب د پرېپوزښنونه او..ږ لاندې خورکړی، چېدا ټول پهکې ښهروښانه دي، خو بیا هم
    دا د له امله:
    دا په خټه کې ،،له ،، او هم ،، له…څخه،، لیکلی شو اوموخه ترېد ځای، مهالاویا یوڅهڅخه دلرې کیدوله پاره وي

  4. په ډېره بخښنه، چې دا ځل خپله موخه ښه روشنوم:
    موږ ځایونه لرو، چې وایي:
    له سپین څخه مې کتاب واخست او د سپین نه مې کتاب واخست
    له سپین سره مې کتاب ولید او د سپین سره مې …
    موخه ژبې ته ژباړه باید د وتونژبې سره همغږې یا که غواړۍ وفاداره پاتې شي.
    دا چې زه په دريښه نه پوهیږم،نوبیلګې یې د زړهلهکومېنه راوړم، خوبیا هم،داسې به ولرو:
    که ولرو، چې: ا از ب حمایت کرد،نو باید ولیکو، چې: ا له ب (څخه) ملاتړ وکړ
    که ولرو، چې : ا حمایت ب را کرد، نولیکو، چې: ا د ب ملاتړ وکړ.
    پرېپوزېشن ،، له …(څخه)د یوه ځای ،مهال یا څه څخه لرې کیدل دي، ،، تر،، په څټ، چې ځای،مهال یا یوڅه ته تلل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب