که څه هم چې نن سبا په ټوله نړۍ کې د زړه حمله یوه خطرناکه ناروغي بلل شوې ده، خو د ژوند د طریقې په بدلولو او خپلو خوړو کې مثبت بدلون سره د دې ناروغۍ مخنیوی امکان لري. په یوه څېړنه کې ویل شوي چې په گټورو خوړو سره د دې ستونزې مخه نیول کېدای شي. په څېړنه کې د زړه د حملې تر ټولو ستر لامل هم په ډاگه شوی دی. په څېړنه کې ویل شوي چې د زړه په دریو حملو کې یوه حمله يي د ناوړه یا مضرو خوړو او د ژوند غیر روغتیايي طریقې له امله وي. په دې څېړنه کې له ۵۵۰۰۰ څخه د زیا��و کسانو روغتیايي معلومات راټول شوي وو او له پایلو څخه یې څرگنده شوې چې گټور خواړه او د ژوند کولو روغتیايي طریقه د زړه حملې په خطر کې د پام وړ کموالی راولي. په څېړنه کې همدا راز ویل شوي چې چای، کب، هوږه، مگنیزیم او ویټامین(K2) او ځینې نور خواړه په ورځني ډول د خپلو خوړو برخه گرځول، د زړه د ناروغیو په خطر کې د پام وړ کمی راوستلی شي. څېړونکي وايي چې چای په زیاته اندازه پولي فینول نومي مواد لري چې د وینې شېریانونو له ناروغۍ، د وینې له لوړ فشار یا د وینې غوټه کېدو او له ځینو نورو ناروغیو څخه په مخنیوي کې له اندازې زیاته مرسته کوي.
څه ډول د زړه د حملې مخنیوی وکړو؟
خبریال: taand
0
729
- Tags
- حمیدالله حمیدي
Previous article
Next article
نور تازه موضوعات
«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو
«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمتالله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...