پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبشاهنامه او تاریخي افسانې / عبدالباري جهاني

شاهنامه او تاریخي افسانې / عبدالباري جهاني

د فردوسي د شاهنامې تاریخي پس منظر:
لکه څرنګه چي د فردوسي شاهنامه له عجایبو او غرایبو څخه ډکه ده او له سره تر پایه د شیرینو افسانو یو اوږد داستان دی، چي سړی یې فوکلوري تاریخ بللای سي؛ دغه ډول پخپله د شاهنامې تاریخ او د فردوسي تر قلم پوري رسېدلو نکل هم په افسانو کي پټ دی. خو موږ به یې د هغه نکل، چي نسبتا ډېر مشهور دی، یوه لنډه خلاصه را واخلو؛ ځکه چي په یوه لنډ مضمون کي ټوله کیسه نه ځاییږي.

ویل کیږي چي د شاهنامي اساس د ساسانیانو یوه له تر ټولو مشهورو پاچاهانو انوشېروان عادل کښېښود. انو شېروان عادل، چي ویل کیږي کلیله و دمنه هم د ده په وخت کي له هند څخه اېران ته یووړل سوه او په پهلوي ژبه ترجمه سوه، د پخوانیو پاچاهانو د کیسو د ټولولو او له هغوی څخه د پند او عبرت اخیستلو لېواله وو. هغه د خپل دربار پوهانو ته امر وکړ چي د کیومرث له زمانې څخه، چي عجم یې تر ټولو پخوانی او لومړنی پاچا بولي، بیا د ده تر زمانې پوري د پاچاهانو د کړنو او پېښو په باره کي یو کتاب ولیکي. دهغه د دربار پوهانو شاهنامه ولیکله چي وروسته کرار کرار مواد ورباندي زیات سول. سعد بن وقاص ته، د اېران د فتح کولو په نتیجه کي، د یزدګرد له خزانو څخه دا کتاب هم په لاس ورغی. هغه دا کتاب خلیفه عمر بن خطاب ته واستاوه او کله چي هغه ته ځیني برخي ولوستلي سوې نو هغه امر وکړ چي کتاب دي په عربي وژباړل سي. د عربو او حبشې د پخوانی دوستی له مخي، دا کتاب له ځینو نورو قېمتي سوغاتونو سره حبشې ته ولېږل سو. دا کتاب په حبشه کي ترجمه سو؛ له هغه ځایه هند ته ورسېدی او کله چي قدرت یعقوب اللیث صفاري ته ورسېدی نو هغه امر وکړ چي دا کتاب ورته راوړي او خپل معتمدالملک ابومنصور عبدالرزاق بن عبدالله ته یې امر وکړ چي په فارسي یې ورته وژباړي. له دغه کتاب سره یې د خسرو پرویز له زمانې بیا د یزدګُرد تر ماتي او وژل کېدلو پوري ټول نکل اضافه کړ. دا کتاب بالاخره سامانیانو ته ورسېدی د آل سامان پاچاهانو د قیقي بلخي ته د هغه د منظومولو وظیفه ورکړه. دقیقي ایله زر بیته منظوم کړي وه چي د خپل غلام له لاسه ووژل سو او د نظم کار نیمګړی پاته سو. کله چي نوبت په غزني کي سلطان محمود بن سبکتګین ته ورسېدی او هغه د دې کتاب له وجوده خبر وو او پخپله یې هم د پاچاهانو له داستانونو سره مینه درلوده نو غوښتل یې چي یو څوک هغه ورته منظوم کړي. سلطان په لومړي سر کي غوښتل چي د دې کتاب منظومول خپل د دربار تر ټولو مشهور او نازولي شاعر عنصري ته وسپاری. هغه ته لا دا کتاب نه وو سپارل سوی چي له قضا څخه فردوسي له طوس څخه غزني ته ولاړ او د شاعرانو او سلطان په حضور کي یې د ډېرو لږو فی البدیهه نظمونو په ویلو او په شاهنامه کي د پوهي لرلو په وسیله خپل لیاقت ثابت کړ او د دې مهم کتاب د ترجمه کولو وظیفه هغه ته ورکړه سوه.

ویل کیږي چي سلطان محمود له فردوسي سره د هرو زرو بیتونو په بدل کي د زرو طلاوو ژمنه کړې وه خو داسي ښکاري چي سلطان د فردوسي د زحمتونو په بدل ورکولو کي پر خپل قول نه وي درېدلی او ډېري لږي پیسې یې، چي فردوسي د ځان او خپلو زحمتونو او ادبي شهکار لپاره سپکاوی باله، ورکړي وي. فردوسي له غزني څخه پټ روان سو او ویل کیږي چي د سلطان محمود او د هغه د دربار په غندنه کي یې څه باندي دوه زره بیتونه ولیکل. د قهستان حکمران ناصرلک، چي د سلطان محمود مخلص وو، په دې کیسه خبر سو. د فردوسي یې ډېر قدر وکړ او هغه ته یې زارۍ وکړې چي دا بیتونه نشر نه کړي. فردوسي ته یې سل زره درهمه ورکړل او له هغه څخه یې ټول جوړ کړي هجویه بیتونه واخیستل. فردوسي د دې پيښي په باره کي لیکلي دي:

به غزني مراګرچه خون شد جګر ××× ز بیداد آنشاه بیدادګر
کزان هیچ شد رنج سي ساله ام ××× شنید از زمین آسمان ناله ام
همیخواستم تا فغانها کنم ××× بګیتی ازو داستانها کنم
بګویم زمادرش نیز از پدرش ××× نترسم بغیر از خداوند عرش
کنم آنچنان روسیه از نخست ××× که نتواند آنرا به هیچ آب شست
چو دشمن نمیداند از دوست باز ××× به تیغ زبانش کنم پوست باز
ولیکن ز فرموده محتشم ××× ندانم کزین بیش سر چون کشم
فرستادم ار ګفته ای داشتم ××× بنزدیک خود هیچ نګذاشتم
اګر باشد این ګفتها ناصواب ××× بسوزان در آتش بشو آن در آب
رسد لطف یزدان بفریاد من ××× ستاند بمحشر ازو داد من

له دې څخه وروسته د فردوسي له باقي ژوند سره ډېري افسانې او کیسې تړلي دي خو یوه مشهوره کیسه یې دا ده چي د قهستان حاکم له فردوسي سره د لیدلو او له سلطان څخه د هغه د شکایت کولو نکل د سلطان محمود تر غوږونو رسولی وو او سلطان د هغه له ژبي څخه سخت بېرېدلی وو. د فردوسي د راضي کولو لپاره یې هغه ته څلوېښت یا شپېته زره طلاوي ورلېږلي وې خو دا طلاوي په داسي وخت کي هغه ته ورسېدلې چي فردوسي په هغه ورځ وفات سوی وو؛ او طلاوو او انعامونو هیڅ ګټه نه ورته کوله.

د فردوسي شاهنامې یا پخپله فردوسي ته د سلطان محمود څخه د شکایت په اړه، په څه کم یو سل اولس بیتونو کي، یوه اوږده هجویه منسوبه ده. په دې هجو کي یې د سلطان ډېره زیاته غندنه کړې ده. خو منقدین یې د فردوسي شعر او کلمات نه بولي. که څه هم چي د فردوسي له شاهنامې سره دا هجویه معمولاً چاپ ته سپارل کیږی خو کلام د هغه نه ګڼل کیږي. البته له دې اوږدې هجو څخه ښکاري چي فردوسي له سلطان څخه ډېر سخت ناراض وو؛ کنه نو چا به پر دونه اوږده نظم باندي، که پخپله د فردوسي نه وي، ځان نه وو ستړی کړی.

بسی رنج بردم دراینسال سي ××× عجم زنده کردم بدین پارسي
اګر شاه را شاه بودي پدر ××× بسر برنهادي مرا تاج زر
و ګر مادر شاه بانو بودي ××× مراسیم و زر تا بزانو بودي
بزرګي سراسر بګفتار نیست ××× دوصد ګفته مانند نیم کردار نیست

دا معلومات مي د هغي شاهنامې له مقدمې څخه چي په دې مضمون کي مي استفاده ورڅخه کړې ده را اخیستي دي.
د فردوسي د شاهنامې ادبي او تاریخي ارزښت:

د فردوسي شاهنامه، چي یوازي اته ځله په انګلیسي او درې ځله په جرمني او د نړۍ په نورو لویو ژبو ترجمه سوې ده، نه یوازي د فارسي، نه یوازي د سیمي بلکه د نړۍ د ادبیاتو په لاړ کي د یوه ځلېدونکي الماس حیثیت لري. د شهنامې د شپېتو زرو بیتونو څخه،
تن شاه محمود آباد باد ××× سرش سبز بادا دلش شاد باد
بدو ماندم این نامه را یادګار ××× بشش بیور ابیاتش آمد هزار ( ۶۰۰۰۰)

چي د فردوسي د تقریبا پنځه دېرشو کالو زیار محصول ده، اکثریت بیتونه یې دونه ښایسته دي چي سړی ویلای سي چي لیکل یې د هر شاعر کار نه دی او دا چي اته ځله یوازي په انګرېزي ژبه ترجمه سوې ده نو خبره یوازي د متن او تاریخي افسانو نه بلکه د شکل ښایست هم دی. خو د فردوسي شهنامه، د خپل ټول ادبي ارزښت او لوی والي سره سره، تر ډېره ځایه افسانوي حیثیت لري او پر اېران او د هغي خاوري پر تاریخی عظمت باندي د یوه مین شاعر د احساساتو ښکارندوی ده. د فردوسي شهنامه د تاریخي ارزښت له مخي، ډېر کمزوری څه چي، په بشپړه توګه یو افسانوي کتاب دی. زموږ ځینو محققینو له هغه څخه د یوه تاریخي سند په حیث کار اخیستی او ښايي له لوستونکو څخه یې، په ټاکلو مسایلو کي، لاره ورکه کړې وي. د مثال په توګه، په دې منظومه کي موږ ګورو چي جمشید اووه سوه کاله پاچهی کوي. ضحاک تازي تر زر کاله پاچهی او د فریدون په لاس تر پرزېدلو وروسته لا هم ژوندی دی او د دماوند په غرونو کي بندي کیږي. پخپله فریدون پنځه سوه کاله پاچهي کوي. رستم په سل هاوو کلونه ژوند کوي او یوازي د انسانانو او لښکرو په جنګ څه چي د لویو دېوانو په جنګ ورځي او له هر میدان څخه بریالی را ځي. د فردوسي شاهنامه، په لومړي سر کي، د نه منلو په افسانو پیل کیږي او دا افسانې وروسته د ساسانیانو په دوره کي، کرار کرار یو څه تاریخي رنګ اخلي؛ او د یزد ګُرد او عربو د لښکرو د مخامخ کېدلو صحنه خو یې، په بشپړه توګه، تاریخي رنګ لري.

کله چي یو شاعر او لیکوال، د خپلي خاوري او اولسونو د ستایلو لپاره افسانه ایجادوي نو د خپلو اولسونو د شجاعت، سخاوت او ټولو ښېګڼو د ستایلو او د غلیمانو په غندلو کي نسبتا آزاد لاس لري. هغه کولای سي خپلو قهرمانانو ته د سلو جنګیالیو سره په یوه تن جنګېدلو زور ورکړي. هغه خپل قهرمانان د دېوانو او پېریانو په جنګونو وروستلای او بریالی را ستنولای سي. مګر کله چي خبره تاریخي حقایقو ته رسیږي او په تاریخ کي د یادو سویو کسانو او پېښو یادونه کیږي نو باید چي له احتیاط څخه کار واخلي او چي له خپل اولس او قهرمانانو سره هر څومره مینه ولري باید چي له تاریخي واقعیتونو څخه تېر نه سي. شاعر او لیکوال، په دغه صورت کي، د خپل کلام بشپړ مسولیت لري. او د افسانې لیکلو او منظومولو په څېر یې لاس آزاد نه دی.

فردوسي هم پر خپلي خاوري مین دی او شاهنامه یې، تر ډېره ځایه د همدغي اورنۍ میني محصول ده. د فردوسي لپاره ځان او جهان ټوله ایران دی او چي په شعر کي د ښکلا، عظمت، قهر، شجاعت او هر څه مفاهیم کارول کېدلای سي هغه یې د خپلي خاوري لپاره کارولي دي. د اېران سره د فردوسي مینه د جنون په سرحد کي ده؛ ځکه یې نو کله کله څه چي په اکثرو ځایونو کي واقعیتونه تر ایرانیت قرباني کړي دي. د فردوسي د اېرانیت احساسات سړی خصوصا ، د کتاب په پای کي، هغه وخت ښه درک کولای سي چي د اسلام لښکري، د سعد بن ابي وقاص په مشرۍ، د اېرانیانو سره، د قادسیې په جنګ کي مخامخ کېږي. په دغه وخت کي نو د فردوسي شاهنامه یوازي د تاریخي افسانو شاعرانه تصویر نه بلکه پخپله د تاریخي پیښو تحریف سوی بیان دی. دلته کله کله فردوسي دونه د اېرانیت تر احساساتو لاندي راځي او د عربو په مقابل کي داسي کلمات استعمالوي چي سړی د هغه پر مسلماني باندي شکمن کیږي. هغه عربو ته دومره په غوسه دی او دومره سپک خلک یې بولي چي د داسي یوه هیواد چي زیات و کم څلورسوه کاله یې د مسلمانۍ کیږي، د یوه مسلمان شاعر سره نه ښايي؛ ځکه چي دا وخت د عربو نوم له اسلام سره تړلی دی او مسلمانان، چي په سر کي یې معمولاً عربان دي، چي هره جګړه کوي نو هدف یې د اسلام د دین خپرول دي. د قادسیې جنګ د هجرت په پنځه لسم کال کي پېښ سو او د اېران د ساسانیانو وروستي پاچا یزدګُرد، چي اېراني او خارجي مورخین یې ډېر بې زړه او بېرندوکی بولي، او یوازي فردوسي یې د توري، شجاعت او اصلیت صفت کوي، خپل تر ټولو زړه ور او مشهور سپه سالار رستم فرُخ زاد د عربو مقابلې ته واستاوه. رستم فرخ زاد، له خپلو ډېرو جنرالانو او زړه ورو جنګیالیو سره، د قادسیې په جنګ کي، ماته وکړه او له لس هاوو زرو جنګیالیو سره په جنګ کي د ماتي قرباني سو. فردوسي د قادسیې د جنګ او د عربو د وروسته فتوحاتو په باره کي وايي:

چو بخت عرب بر عجم چیره شد   ×××   همی بخت ساسانیان تیره شد
برامد شاهان جهانرا قفیز     ×××    نهان شد زر و ګشت پیدا پشیز
همان زشت خوب و شده خوب زشت  ×××   شده راه دوزخ پدید از بهشت

کله چي رستم فرخ زاد، یزد ګُرد ته د هغه د مشورې په خلاف، د سعد بن ابې وقاص جنګ ته استول کیږي؛ رستم د جنګ په میدان کي فال ګوري. فالبینان هغه ته ښه زېری نه ورکوي او دغه راز لا له عربو سره د هغه جنګ او خپل سرنوشت په باره کي یو ډېر بد خوب هم ویني ؛ نو خپل ورورته ، د جنګ له میدان څخه ، یو زړه ماتوونکی او وېروونکی لیک استوي او پکښي وايي:

بایرانیان زار ګریان شدم ××× ز ساسانیان نیز بیزار شدم
دریغ آن سرو تاج و اورنګ و تخت ××× دریغ آن بزرګي و آن فر و بخت
کزین پس شکست آید از تازیان ××× ستاره نګردد مګر بر زیان …
چو با تخت منبر برابر شود ××× همه نام بوبکر و عمر شود
تبه ګردد این رنجهای دراز ××× نشیبی دراز است پیش فراز
نه تخت و نه دیهیم بیني نه شهر ××× ز اختر همه تازیانراست بهر

او په دې ترڅ کي رستم، د جنګ په میدان کي، سعد بن ابی وقاص ته د یوه لیک په ترڅ کي عربان داسي خلک بولي چي د اوښي په شیدو ګوزاره کوي او شرموښکۍ خوري. مګر په دغه حالت کي دونه زړه ور او ګستاخ سوي دي چي د ایران د تخت و تاج د لاندي کولو شوق ور ولاړسوی دی؛ نو توف دي پر اسمان وي.
زشیر شتر خوردن و سوسمار ××× عرب را بجايی رسیداست کار

که تاج کیانرا کند آروزی ××× تفوی باد بر چرخ ګردان تفوی
شمارا بدیده درون شرم نیست ××× زراه خرد مهر و آزرم نیست
بدینچهر و ین مهر و اینراه و خوی ××× همی تخت و تاج آیدت آرزوی.

د فردوسي ایرانی غرور دا هم نه سي منلای چي د هغه وطندار سپه سالار، رستم فرخ زاد دي د یوه عادي عرب سره په جنګ کي د هغه په توره ووژل سي. ځکه نو خپل افسانوي قهرمان رستم فرخ زاد، لږترلږه د سیالی په خاطر، د عربو د لوی او میدانونو آزمېیلي قهرمان سعد بن ابي وقاص سره، په تن په تن، جګړه کي مخا مخ کوي چي تر سختي جګړې او مقابلې وروسته رستم وژل کیږي. کله چي فردوسي خپل قهرمان له سعد بن ابي وقاص سره مخامخ کوي نو وايی چي رستم د تندر په څېر غړمبېدی او د سعد پر اس باندي یې د توري ګوزار وکړ او هغه یې له آس څخه لاندي وغورځاوه؛ او غوښتل یې چي په بل ګوزار یې سر له تنه بېل کړي چي ناڅاپه دوړي سوې او د رستم له سترګو هرڅه پټ سول. او سعد بن ابی وقاص هغه د تورو په پرله پسې ګوزارونو وواژه.فردوسي وايی د قادسیې جنګ درې ورځي دوام وکړ او د اېرانیانو پوځ د اوبو له داسي کمبود سره مخامخ سو چي پخپله رستم ته هم د چښلو لپاره اوبه نه رسېدلې او آسونو او انسانانو د حلقونو د لمدولو لپاره خټي خوړلې؛ او په دې وخت کي لا ګردو غبار هم سو.

لب رستم از تشنګي شد چو خاک ××× زبان ګشت اندر دهان چاک چاک
چنان تنګ شد روزګار نبرد ××× ګل تر بخوردن ګرفت اسپ و مرد
خروشي برآمد بکردار رعد ××× ازینروی رستم و زانروی سعد
برفتند هردو ز قلب سپاه ××× بیکسو کشیدند از آوردګاه
چو از لشکر هر دو تنها شدند ××× بزیر یکي تند بالا شدند
همي تاختند اندران رزمګاه ××× دوسالار بر یکدیګر کینه خواه
خروشي برآمد ز رستم چو رعد ××× یکي تیغ زد بر سر اسپ سعد
تکاور ز درد اندر آمد بسر ××× جدا ګشت ازو سعد پرخاشګر
برآهیخت رستم یکي تیغ تیز ××× بدان تا نماید بدو رستخیز
همیخواست ز تن تا سرش رابرید ××× ز ګرد سیاه این مرآنرا ندید
فرود آمد از اسپ ذرین پلنګ ××× بزد بر کمر بر سر پا لهنګ
بپوشید دیدار رستم ز ګرد ××× بشد سعد پویان ز جای نبرد
یکي تیغ زد بر سر ترک اوی ××× که خون اندرآمد ز ترکش بروی
چو دیدار رستم ز خون تیره ګشت ××× جهانجوی تازي بر او چیره ګشت
دګر تیغ زد بر سرو ګردنش ××× بخاک اندر افګند جنګی تنش

فردوسي وايي کله چي، یو ګړی وروسته، ایرانیان د خپل لوی سپه سالار له وژل کېدلو څخه خبر سول نو په اېراني لښکرو ماته ګډه سوه او ډېر نامتو ایرانیان ووژل سول. فردوسي وايی دا وخت د ایران پاچا یزدګرد په بغداد کي وو او کله چي د رستم د وژل کېدلو او د ایران د پوځ د ماتي خبر ورته ورسېدی نو اوښکي یې تويي کړې.

فردوسي د دې مهم جنګ په باره کي، چي د ساسانیانو د امپراطوری سرنوشت یې تعین کړ، موږ ته ټول حقایق په شاعرانه خو تحریف سوي شکل رارسوي. په داسي حال کي چي ټول تاریخي متون موږ ته وايي چي سعد بن ابي وقاص، د قادسیې د جنګ د لوی سپه سالار په حیث، په میدان کي له سره برخه نه درلوده نو ځکه د رستم سره، په جنګ کي د هغه د مخامخ کېدلو خبره بېخي مطرح نه ده. سعد بن ابي وقاص خپلو نورو قوماندانانو ته د جبهې له مرکز څخه هدایتونه ورکول او رستم د یوه بل عرب په لاس ووژل سو؛ البته یوازي د فردوسي ایرانی غرور دا حقیقت نه سي منلای. تاریخ طبري، چي اکثرو اسلامي مورخینو تعقیب کړی دی د دې وروستیو پیښو تفصیل داسي راکوي:

« د ورځي په نیمايی کي د پارسیانو د پوځ په مرکز کي درز ولوېدی او پر هغوی باندي ډیري سختي دوړي پرېوتلې. ډېر توند باد لګېدی او د رستم د تخت چتر یې وشلاوه… قعقاع او له هغه سره ملګري کسان تخت ته نیژدې ورغلل او ویې لیدل چي هغه خالي دی. رستم دغه وخت هغو یابو ګانو ته ورغلی وو چي په دغه ورځ یې بارونه راوړي وه او دی د هغوی په منځ کي تر یوې لويی خېمې لاندي پټ وو.

هلال بن علقمه د هغي خیمې تناوونه وشلول چي رستم تر لاندي پټ وو او د هغه یو لوی تیر پر رستم باندي را ولوېدی، چي هلال هغه نه لیدی. د رستم د ملا هډوکي مات سول او هلال د توري ګوزار پر وکړ. رستم له هغه ځایه پورته سو او په یوه غارکي ولوېدی. هلال په رستم پسي، چي په اوبو کي لوېدلی وو، ورغی؛ له اوبو څخه یې را وایستی او په توره یې پر سر وواهه او مړ یې کړ. هلال د هغه مړی د یابو ګانو په پښو کي وغورځاوه او د رستم له تخت څخه یې نارې کړي چي رستم ووژل سو ستاسي دي د کعبې په خدای قسم وي زما خواته راسی. خلک د هغه پر شاوخوا باندي را وګرځېدل. تخت نه معلومېدی، رستم چا نه لیدی او ټولو د الله اکبر نارې پورته کړې. په دغه وخت کي د مشرکانو لښکر تیت و پرک سو او ماته په ګډه سوه… وروسته له جنګ څخه لاسته راغلي غنیمتونه، چي مسلمانانو تر دغه وخته پوري هیڅکله نه وه لیدلي، میدان ته راغلل. سعد، هلال ور وباله او له هغه څخه یې سوال وکړ چي رفیق دي څه سو؟ هلال ورته وویل چي د یابوګانو په پښو کي مي غورځولی دی. سعد ورته وویل چي ورسه رایې وړه. هلال ولاړ او د رستم مړی یې راووړ» ص ص ۱۷۳۸-۱۷۳۹

مسعودي هم وايي چي رستم د هلال بن علقمه په لاس ووژل سو او لیکي چي د رستم له وژل کېدلو څخه وروسته مشرکان وبېرېدل او په تېښته کي سوه. دی وايي چي دېرشو زرو عسکرو ځانونه په ځنځیرونو او تناوونو سره تړلي ول او په نور او آتشکدو یې سوګند یاد کړی وو چي تر څو پوري یې په جنګ کي بری ترلاسه کړی نه وي یا وژل سوي نه وي له ځایه به ښور نه خوري او هغوی ټول ووژل سول. مسعودي وروسته لیکي چي په دغه ورځ ضرار بن خطاب د کاویان بیرغ، چي د پړانګ له پوست څخه جوړ سوی او ټول په جواهرو کي پټ وو، تر لاسه کړ او دیرش زره دیناره یې واخیستل. په داسي حال کي چي د بیرغ اصلي بیه دوه میلیونه دوه سوه زره دیناره وه. دی وايی چي په دغه ورځ د کاویان د بیرغ پر شاوخوا باندي پر هغو دېرشو زرو فارسیانو برسېره لس زره نور هم ووژل سول. مسعودي ص ص ۶۷۵-۶۷۶

موږ ګورو چي فردوسي له خپل اېراني غرور څخه ، چي د یوه اېراني په حیث حق هم لري، کار اخلي او د خپل قهرمان او د عربو د سپه سالار سعد بن وقاص تر منځ د جنګ صحنه داسي جوړوي لکه دی چي په جنګ کي حضور لري؛ مګر د ده قهرمان د یوه عادي عرب جنګیالي په لاس وژل کیږي. په داسي حال کي چي سعد د هغه جنګ په ورځ ناروغ وو او له خپل ځایه څخه نه دی خوځېدلی.

« له مسلمانانو څخه یوه تن په هغه ورځ یو شعر ووایه:
موږ وجنګېدلو او خدای مو بری په برخه کړ
او سعد په قادسیه کي په خپل قصر کي پټ وو
له جنګ څخه راغلو او ډېري ښځي کونډي سولې
مګر په کونډیانو کي د سعد ښځي نه وې.

وايي کله چي دا خبري سعد ته ورسېدلې نو هغه دباندي راووت او پر خپل ورانه باندي ختلي دانې یې خلکو ته وښودلې او خلکو یې عذر قبول کړ ځکه چي سعد بېرندوکی او بې زړه سړی نه وو» طبري ص ۱۷۵۳

دغه راز د فردوسي هغه خبره هم سمه نه ده چي وايي پر اېراني پوځ باندي اوبه دونه کمي سوې چي د رستم ژبه په خوله کي وچه سوه او عسکرو او آسونو خټي خوړلې او ستوني یې په لندول. موږ ګورو چي هلال بن علقمه ، له جنګه تښتېدلی رستم، د اوبو په ډنډ کي پیدا کوي او وژني یې.
یزد ګرد او ماهویه یا د شاهنامې ماهوی سوري:
د شاهنامې وروستۍ پرده، د فردوسي د داستانونو او افسانو د وروستي قهرمان یزدګُرد د وژل کېدلو تراژیدي ده. یزدګُرد، چي ټول تاریخي متون یې یو بې زړه، بېرندوکی او تښتېدلی پاچا بولي، چي خپله ټوله پاچهي یې، له خپلو لښکرو، خزانو او قلاوو سره، یوازي د یوي لويی ماتي له امله، خپلو دښمنانو ته پرېښودله او په تېښته ولاړ، د فردوسي لپاره بیا هم یو قهرمان، زړه ور، اصیل او د سترګو تور دی. یزدګُرد، د قادسیې له جنګ څخه وروسته، څه باندي پنځه لس کاله په وېره او تېښته کي ژوند وکړ.

فردوسي د خپل تاریخ څخه دومره بېخبره دی چي وايی یزدګُرد په دغه وخت کي په بغداد کي وو چي د قادسيې په جنګ کي د ایرانیانو د ماتي خبر ورته ورسېدی.

ببغداد بود آنزمان یزدګُرد ××× که اورا سپاه اندرآمد بګرد
بګفتند با او که رستم نماند ××× زآنغم بدریا درون نم نماند

په داسي حال کي چي د بغداد پر ځای په دغه وخت کي یو وړوکی کلی وو؛ او ښار له سره آباد سوی نه وو او د بغداد د ښار تیږه، له دې پېښو څخه څه باندي ۱۳۰ کاله وروسته، د عباسیانو د دوهم خلیفه ابوجعفر منصور په وخت کي کښېښودله سوه. زیدان ص ۷۱ له هغه وخته څخه وروسته، بغداد د اسلامي خلافت او تمدن مرکز او د نړۍ له ټولو مشهورو، ښایستو او شته منو ښارونو څخه سو.

یزدګُرد په دې نسبتا اوږده پنځه لس کلنه موده کي دومره ښارونو او سیمو ته په تېښته ولاړ چي ژوند یې په افسانو کي پټ دی او تاریخي متون چنداني توافق نه ورباندي لري او د دې مسلې څېړل موږ له موضوع څخه لیري کوي. یزدګُرد، د خپل له لاسه تللي قدرت د شوړېدلي قلمرو په ټولو حکمرانانو او پهلوانانو کي بالاخره د مرو پر حکمران یا مرزبان ماهویه، یا د فردوسي په اصطلاح ماهوی سوري نژاد، باندي حساب کوي او له هغه څخه د مرستي غوښتنه کوي.

جهاندار چون کرد آهنګ مرو ××× بماهوی سوري کنارنګ مرو

هغه ته یو خط استوي او د وروستیو غم لړلو پېښو او د سعد بن وقاص په لاس د خپل لوی سپه سالار د وژل کېدلو غم ورسره شریکوي. له هغه څخه د مرستي غوښتني په ضمن کي د چین د خاقان څخه د مرستي غوښتلو یادونه هم ورته کوي. البته هیڅ تاریخي متن ماهویه ته د یزدګُرد ددې لېږل سوي لیک په باره کي څه نه دي ویلي او دا لیک د فردوسي د خپل شاعرانه ذوق محصول دی. او یو ځل بیا یې پر سعد بن وقاص باندي زړه تش کړی او هغه یې داسي بې دانشه سړی بللی دی چي اصل او وطن یې معلوم نه دی.

ز رستم کجا کشته شد روز جنګ ××× ز تیمار برما جهان ګشت تنګ
بدست یکی سعد وقاص نام ××× نه بوم و نه زاد و نه دانش نه کام
تو با لشکرت رزم را ساز کن ××× سپه را براین برهم آواز کن
بمرو آیم و کس فرستم بدین ××× بخاقان ترک و به فغفور چین
وزایشان بخواهم فراوان سپاه ××× مګر بخت برګشته آید براه
هیوني برافګند برسان باد ××× بنزدیک ماهوی سوري نژاد

فردوسي له دې څخه وروسته بیتونو کي، لکه مخکي چي مو وویل، د یزدګُرد د لوی والي، اصیل والي او پوځي لیاقت صفت کوي. د هغه د پلرونو او نیکونو د یزدان شناسی صفت یې کړی دی، چي پخپله د زردشت د مذهب ستایلو ته ضمني اشاره ده. وروسته عرب، چي په دغه وخت کي د اسلام د دین د خپرولو یوازینی لښکر دی، ډېر په سپکه یادوي او حتی جاهل، بې نوم او نښانه او بې ننګه یې بولي. فردوسي وروسته دومره له حاله وزي، چي مسلماني ورڅخه هیریږي او د زردشت په آتشکدو او آتش پرستۍ پسي ارمان کوي او وايي چي قدرت د داسي نژاد په لاس ورغی چي نور به نو په هر هیواد او سیمه کي ظلم او ناروا پیل سي او دا د نوشیروان د خوب، چي د اېران د تیاره راتلونکي لپاره یې لیدلی وو، تعبیر بولي.

ز شاه جهان یزدګُرد بزرګ ××× پدر نامور شهریار سترګ
سپهدار ایران و پیروز ګر ××× نګهبان و جویندهء بوم و بر
زتخم بزرګان یزدان شناس ××× که از تاج دارند ز اختر سپاس …
چنین است پرکار چرخ بلند ××× که آید بدین پادشاهي ګزند
ازین زاغ ساران بې آب و ننګ ××× نه هوش و نه دانش نه نام و نه ننګ
بدین تخت شاهي نهادست روی ××× شکم ګرسنه مرد دیهیجوی
انوشیروان دیده بود این بخواب ××× کزین تخت بپراګند رنګ و آب …
هم آتش بمردی و آتشکده ××× شدی نور نوروز و جشن سده
بایران و بابل زکشت و درود ××× بچرخ زحل برشدي تیره دود
کنون خوابرا پاسخ آمد پدید ××× زما بخت ګردون بخواهد کشید
شود خوار هر کس که بود ارجمند ××× فرومایه از بخت ګردد بلند
پراګنده ګردد بدي در جهان ××× ګزند آشکارا و خوبي نهان
به هر کشوري در ستمکارهء ××× پدید آید و زشت پتیارهء

سړی نه پوهېږي چي سلطان محمود غزنوي، د یوه ټینګ سني مسلمان په حیث، چي د بُت شکن لقب یې درلود او د ملتان د اسماعیلیانو د ځپلو او ریښې ایستلو لپاره یې لښکرکښۍ کولې؛ او دربار یې ټول له سني علماوو او شاعرانو څخه ډک وو، څرنګه لا فردوسي ته انعامونه ورکول. ځکه چي د فردوسي په مقابل کي د سلطان د ذهنیت د خرابولو لپاره د هغه د شاهنامې درې څلور بیتونه کافي وه.

د قادسیې په جنګ کي د ایراني پوځونو د لويي ماتي څخه بیا د یزدګُرد تر وژل کېدلو پوري، په دې زیات و کم پنځه لسو کالو کي، پېښي دونه مغشوشي او په افسانو کي نغښتي دي چي تاریخي متون چنداني اتفاق نه ورباندي لري او دا موضوع زموږ له مضمون سره چنداني اړه هم نه لري. دونه معلومه ده چي د مرو حکمران ماهویه د یزدګُرد په وژلو کي برخه لري یا لږترلږه له هغه سره دونه نامردي کوي چي، د فردوسي په قول، هغه زړه ور او جنګیالی پاچا تېښتي ته مجبوریږي. له څو ورځو سرګردانیو او لوږي او تندي څخه وروسته یوې ژرندي ته رسیږی. ژرند ګړی یي وژني، پخپله ژرندګړی هم د ماهوی په امر وژل کیږی او ماهوی خپل ځان پاچا ګڼي.

د فردوسي په قول، ماهوی، چي یو کم اصل او کم ذاته انسان وو او له شپونۍ څخه د مرو حکمرانی او سپه سالاری ته رسېدلی وو، د یزدګُرد د له منځه وړلو لپاره، د سمرقند له واکمن بیژن سره ، چي په بل هیڅ تاریخي متن کی نسته، لاس یو کوي؛ او کله چي د هغه په مرسته یزدګُرد له منځه وړي او ځان پاچا کوي نو پخپله پر بیژن باندي هم د حملې پلان تړي. د بیژن سپه سالار برسام د ماهوی مقابلې ته وزي. ماهوی سوري وژني او لږ وروسته بیژن پخپله هم لېونی کیږي او پخپله خپل ځان وژني. د فردوسي ایرانی غرور او د انتقام لمبه د ماهوی په تش وژل کېدلو نه قانع کیږي بلکه هغه ته، پخپل شاعرانه تصور کي، راز راز سزاوي او شکنجې ورکوي؛ بېژن د ماهوی لاسونه او پښې ورغوڅوي، سترګي یې باسي، پر سره ریګ باندي یې لمر ته غورځوي او په عذابونو کي یې وژني. بالاخره بیژن هم په خپله سزا رسیږي.

بدو ګفت بیژن که ای بدنژاد ××× که چون تو پرستار کس را مباد
چرا کشتي آنداد ګر شاه را ××× خداوند پیروزي و ګاه را
پدر بر پدر شاه و هم شهریار ××× ز نوشیروان در جهان یادګار
چنین داد پاسخ که بر بد کنش ××× نیاید مګر کشتن و سرزنش
بدن بد کنون ګردن من بزن ××× بینداز در پیش این انجمن
بدو داد پاسخ که ایدون کنم ××× که کین از دل خویش بیرون کنم
به شمشیر دستش ببرید و ګفت ××× که این دست را در بدي نیست جفت
چو دستش ببرید ګفتا دو پای ××× ببرند تا ماند ایدر بجای
بفرمود تا ګوش و بینیش پست ××× ببرید و بر بارکي بر نشست
بفرمود کانرا بدین ریګ ګرم ××× بدارید تاخوابش اید ز شرم .

سره له هغه چي د یزدګُرد وژل کېدلو پېښه، د هغه د ژوند د وروستیو پنځه لسو کالو په څېر، په افسانو کي پټه ده، خو تقریبا ټول مورخین په دې عقیده دي چي هغه په ۳۱ هجري قمري کي وژل سوی دی. « ژرندګړی یزدګُرد ته ورغی د هغه پر سر یې ډبره ایله کړه او مړ یې کړ. وروسته یې د هغه سر پرې کړ او ماهویه ته یې را ووړ او بدن یې د مرغاب په رود کي خوشي کړ. د مرو اسقف راغی ؛ د یزدکُرد مړی یې د مرغاب له اوبو څخه را وایستی؛ په تابوت کي یې کښېښود او په استخر کي یې خاورو ته وسپاره » طبري ص ۲۱۴۷ خو موږ، د فردوسي د خوښي او معلوماتو په خلاف، له دې پېښي څخه تقریبا پنځه کاله وروسته، د حضرت علي د خلافت په زمانه کي د مرو له حکمران ماهویه سره مخامخ کیږو. هغه لا هم ژوندی دی؛ نه بېژن لاسونه او پښې ورڅخه پرې کړي دي او نه یې لمر ته غورځولی او په شکنجو کي وژلی دی. او څرنګه چي مسلمانانو ته د جزیې ورکول ورڅخه غوښتل کیږي نو د دې معنی دا ده چي لا مسلمان سوی نه دی. بیا هم د طبري د تاریخ په یوه ځای کي لولو « ابوجعفر وايي: په دغه کال، لکه څرنګه چي ویل کیږی د مرو مرزبان ماهویه علي ته راغی او هغه صلح یې تایید کړه چي د هغه او د ابن عامر ترمنځ سوې وه.

ابواسحق وايي: د مرو مرزبان ماهویه ابراز د جمل له جنګ څخه وروسته علي بن ابي طالب ته راغی او علي هغه ته مکتوب ولیکی. د مرو دهقانانو، سپرو او سپه سالارانو ته یې ولیکل:

د رحیم او رحمن خدای په نامه
پر ټولو هغو کسانو دي رحمت وي چي د هدایت پیرو دي. اما بعد د مرو مرزبان ماهویه ابراز ماته راغی او له هغه څخه راضي یم.
په کال شپږدیرش کي ولیکل سو.
وايي: هغه ډله وروسته له هغه بیرته کافران سول او د ښار دروازې یې وتړلې» طبري ص ۲۴۹۴

بلاذري، چي خپل تاریخ فتو ح البلدان یې د طبري په زمانه کي لیکلی دی هم د دغي پېښي یادونه کوي. « وايي: کله چي علي بن ابي طالب د خپل خلافت په وخت کي په کوفه کي وو، د مرو مرزبان ماهویه د هغه په خدمت کي حاضر سو. علي سپرو عسکرو او افسرانو ته لیک واستاوه او په هغه کي یې ورته ولیکل چي ده ته جزیه ورکړي. د خراسان خلکو جزیه ونه منله. علي جعده بن هبیره مخزومي، چي د ابوطالب د لور ام هاني زوی وو، هغه ځای ته واستاوه. مګر فتح یې ونه کړه او د خراسان چاري د علي تر وژل کېدلو پوري همداسي ګډي وډي پاته سوې» بلاذري ص ۲۹۲

البته د یعقوبي له متن څخه داسي ښکاري چي ماهویه لږترلږه یو ځل خراج ورکړی دی. یعقوبي لیکي« کله چي علی د جمل له جنګ څخه فارغ سو نو جعده بن هبیره بن ابي وهب مخزومي یې خراسان ته واستاوه او هلته د مرو له حکمران ماهویه سره مخامخ سو. هغه ته یې مکتوب ولیکی او د هغه پېشنهادونه یې لاسلیک کړل او ورته وې ویل چي په هغه اندازه خراج چي ورته ټاکل سوی دی هغه ورکړي. نو د هغه منل سوي قرارداد سره سم یې په ټاکلې اندازه مال تحویل کړ. یعقوبي دوهم جلد ص ۸۲

سړی حیران پاتیږي چي فردوسي د دومره تاریخي متونو او اسنادو د موجودیت سره سره دونه په سپینو سترګو دروغ ولي وايي او دا کوم لیونتوب دی چي په ده باندي ژوندی سړی په خیال او تصور کي عذاب کشه کوي او د هغه په شکنجه کېدلو یې زړه نه سړیږي . زه دا نه سم ویلای چي فردوسي به ولي، د ټولو تاریخي متونو په خلاف، د مرو د حکمران ماهویه لپاره ماهوی سوري نژاد لیکلی وي. سړی فقط دونه ویلای سي چي دا کومه غلطي نه بلکه قصدي کار دی؛ دی ماهوی یو کم اصل او غیر مستحق سړی بولي چي یزدګُرد احسان ورسره کړی او له شپونتوب څخه یې حکمرانی ته رسولی دی؛ نه پوهېږم چي د ماهوی له نامه سره د سوري په دې لاحقه به یې خپل مطلب افاده کړی وي کنه. زه په دې عقیده یم چي له ماهوی سره د سوري نژاد له تړلو څخه د فردوسي مطلب دا دی چي دا وښيي چي هغه لږترلږه اصیل ایرانی نه وو او په کوم بل اصل او نژاد پوري یې اړه درلوده. خو د فردوسي متن زموږ له ځینو محققینو سره دا غلط فهمي پیدا کړې ده چي ماهوی د پښتنو سوریانو سره وتړي او له همدغه نسله یې وبولي. خو که موږ پښتني شجرو ته اهمیت ورکړو بیا نو ګورو چي د سوري قبیلې لوی نیکه به ان په دریمه هجري پېړۍ کي زېږېدلی او یا نه وي زېږېدلی. چي په دې حساب د شهنامې له هغه ماهوی سوري سره چي د لومړۍ هجري پېړۍ په سر کي ژوند کوي ځکه ارتباط نه سي پیدا کولای چي د سوریانو د لوی او لومړي نیکه زېږېدلو ته لا پېړۍ پاته دي.

د افغانستان لپاره د شاهنامې اهمیت:

شاهنامه، لکه مخکي چي مي اشاره ورته وکړه، داسي ادبي شهکار دی چي پر هنري ارزښت باندي یې په هیڅ توګه سترګي نه سي پټېدلای. داسي کلمات او الفاظ پکښي کارول سوي دي چي د جواهرو حیثیت لري او سړی ویلای سي چي په خپل جنس کي داسي یګانه کتاب دی چي د سیمي په ادبیاتو کي، تر اوسه پوري، بل نه دی ایجاد سوی. خو له تاریخي پلوه، په تېره بیا پر ایران باندي د عربو د حملې، په جنګ کي د ایرانیانو د قادسیې د ماتي، د یزدګرد له تېښتي او، د فردوسي په قول، ماهوی سوري تر وژل کېدلو پوري د نه منلو له افسانو ډک کتاب دی؛ چي دا برخه یې باید په غور او احتیاط ولوستل سي.

د افغانستان نامتومورخ او محقق مرحوم احمدعلي کهزاد، چي د افغانستان د تاریخ، په تېره بیا پخواني تاریخ، په لیکلو او نړۍ ته په معرفي کولو کي یې تر شمېر زیات خدمتونه کړي دي، شاهنامې ته د افغاني احساس له زاویې څخه ګوري. هغه وايی چي د افغان کلمه د شاهنامې په شهادت زر کلنه سابقه لري.

د افغان کلمه هسي هم، د حدودالعالم په استناد، زرکلنه سابقه لري او له هغه څخه وروسته یې هم نورو کتابونو یادونه کړې ده؛ مګر په شاهنامه کي د افغان کلمه نسته او هغه متن چي د رستم او کک کهزاد، چي افغان بلل سوی دی، تر منځ د مقابلې یادونه کوي هغه شاهنامه نه بلکه د ټولو محققینو په اتفاق د شاهنامې لاحقه ده، چي د شاهنامې له لیکل کېدلو څخه تقریبا درې سوه کاله وروسته ورپوري نښلول سوې ده. که په لاحقه کي د افغان نوم یاد سوی دی نو په ښه نوم نه دی یاد سوی بلکه د شهنامي د قهرمان رستم په مقابل کي د یوه بشپړقوم سپکاوی پکښي سوی دی. البته په رستم او د هغه په پلار زال یې دونه لاپي کړي دي چي په حقیقت کي یې زال او رستم هم سپک کړي دي.

مرحوم کهزاد وايي چي فردوسي خراسان ته د خپل هیواد په سترګه ګوري، غزني د خپل هیواد پایتخت بولي او سلطان محمود زابلي ته د خپل شهنشاه په سترګه ګوري او هغه په حقیقت کي د ایران شهنشاه بولي. زه مرحوم کهزاد او د هغه خدمتونو ته په بشپړ احترام او د خپلو مخکنیو مثالونو په استناد ویلای سم چي فردوسي له پوست څخه د هډوکو تر مغز پوري یوازي ایرانی وو او که یې د سلطان محمود صفتونه کړي دي نو هغه یې ښايي د صلې او انعام له خامي طمعي څخه کړي وي. او په هغو زمانو کي چي سلطانانو شاعرانو او مداحانو ته په طلاوو بار یابوګان بخښل نو شاعرانو هم د هغوی د ستایلو او مدحي لپاره سرحدونه نه درلودل. فردوسي کولای سوای چي سلطان محمود ته د ایران شهنشاه نه بلکه د دنیا شهنشاه ووايي. خو کله چي یې خوا ورته بده سوې ده نو بیا یې په هغه اندازه هجو هم کړې ده. او که د قهستان حکمران واسطه سوی نه وای او هغه ته یې سل زره درهمه ورکړي نه وای ښايي فردوسي سلطان محمود ډېر سخت ټکولی وای.

مرحوم کهزاد له دې امله هم د فردوسي ستاینه کوي چي د هغه په کتاب کي د اوسني افغانستان د ډېرو ښارونو یادونه سوې ده. په شاهنامه کي د افغانستان د ښارونو یادول ریشتیا هم ښه خبره ده او تر یوه ځایه شاهنامې ته افغاني رنګ ورکوي مګر دا به هغه وخت ډېر مهم وای چي د دغو افغاني ښارونو یادونه تر شاهنامې مخکي په نورو کتابونو کي نه وای سوې. په داسي حال کي چي له شاهنامې څخه څه باندي سل کاله مخکي، په فارسي او عربي ژبو، تاریخ لیکونکو او جغرافیه لیکونکو دا سیمي هم په تاریخي پېښو کي یادي کړي او هم یې له جغرافیايي، اقتصادي او سیاسي پلوه په نسبتا بشپړه توګه معرفي کړي دي. فردوسي ښايي له دې ښارونو سره ځکه علاقه ښودلې او ځکه یې په بار بار یاد کړي وي چي هغه ښارونه او سیمي یې د اېران خاوره بلله.

که څه هم چي د فردوسي ژوند، د هغه د شاهنامې د قهرمانانو په څېر، په افسانو کي پټ دی؛ او د کلام د دومره ښایست او زور سره یې د ژوندحالات نه دي څرګند خو پر دې یوې خبري باندي د فردوسي د ژوند او شهنامې څېړونکي متفق دي چي هغه د سلطان محمود له درباره څخه په ښه زړه نه دی وتلی. که شاعرانو او مداحانو ته د سلطان محمود بخششونو ته وګورو چي د خپلو مداحانو کورونو ته یې په پیسو بار پیلان ورلېږل او د عنصري خوله یې د ایاز د قیچي کړو زلفو د ستایلو لپاره، د دوو بیتونو د ویلو په بدل کي، د جواهراتو ور ډکه کړه نو دا نه سي کېدلای چي د فردوسي د دونه لوی ادبي شهکار په بدل کي دي د هغه زړه خوشاله نه کړي. او هغه دي دې ته مجبور کړي چي د سلطان محمود په هجو کي څه باندي سل بیتونه ولیکي. که چیري، د فردوسي د ژوند په باب، د روایاتو مطابق، سلطان محمود په ریشتیا هم پر فردوسي باندي دونه په غوسه سوی او دونه تش لاس یې خوشي کړی وي چي هغه د څه باندي دوه زره بیتونو هجا جوړولو ته مجبور کړي نو زه یقین لرم چي د محمود د غوسې علت به د شهنامې هغه وروستي بیتونه وي چي په څرګنده د عربو د لویو سپه سالارانو سپکاوی پکښي سوی او په مقابل کي د ساسانیانو دونه ستاینه پکښي سوې ده چي د هغوی په زردشتي مذهب او آتشکدو پسي یې هم ارمان کړی دی. په هر صورت، د فردوسي شهنامې ته باید یوازي او یوازي د یوه ستر ادبي شهکار په سترګه وکتل سي او که حتما د هغې مضمون او تاریخي ارزښت ته هم ګورو نو هغه د یوه ایراني شاعر د افراطي ایرانیت ښکارندوی دی؛ او وروستی برخه یې له تاریخي اړخه بېخي کمزورې او د پېښو تحریف سوی داستان دی.

خراسان او آریانا:

مرحوم احمد علي کهزاد « افغانستان درشاهنامه» کتاب له خپل وطن افغانستان سره د ژوري میني په اساس لیکلی او په حقیقت کي ډېر ژور او د قدر وړ تحقیق دی؛ البته دا ادعا یې د تأمل وړده چي وايی زموږ مملکت چي په معاصر تاریخ کي افغانستان نومیږي، په اسلامي دوره کي خراسان او د اسلام څخه مخکي قدیمو زمانو کي د آریانا په نوم یادېدی. په داسي حال کي چي آریانا او خراسان دواړه جغرافیایی نومونه او مفهومونه دي او پر کوم سیاسي قلمرو باندي نه اطلاقیږي. آریانا یوې منطقې ته ویل کېدله چي کله کله به افغانستان پکښي شامل وو او خراسان هم یوه منطقه وه چي د اوسني افغانستان ډیري برخي پکښی شاملي وې.

د انټرنیټ د تعریف په اساس، آریانا د یوې سیمي د معرفي کولو لپاره یوه عمومي جغرافیايي اصطلاح وه چي ځینو پخوانیو یوناني او رومي لیکوالانو د یوې پراخي سیمي د پاره چي د مرکزي اسیا او اندوس د رود ترمنځ پرته وه استعمالوله. په دې کي د هخامنشیانو د عصر د امپراطوری ختیځ ایالتونه چي په هغه کي ټول اوسنی افغانستان او د ایران ختیځي سیمي د اندوس تر سیند او پاکستان پوري شامل وه آریانا بلل کېدله. مرحوم عبدالحی حبیبي یې، د ویدي سرودونو په حواله، آریاناویجه بولي چي وايی اویجه اوس هم په پښتو د سیمي او آرامګاه په معنی استعمالیږی. حبیبي د تاریخ پوهانو په حواله وايي چي آریاناویجه د پامیر یا د خوارزم د سیمي شاوخوا او د خزر د دریاب څنډي په برکي نیولې. حبیبي ص ۸

پخپله مرحوم کهزاد هم د آریانا د حدودو په برخه کي وايي چي د ختیځ لوري سرحد یې اندوس، جنوبي حد یې د هند سمندر، شمالي خط یې د پاروپامیزوس د غرونو سلسله او یوه سلسله نور کوهستانونه وو چي د هند له شمال نه د خزر تر بندره پوري یې اوږدوالی درلود. د دې خاوري لمرپرېواته برخه په هغه خط سره ټاکله کېدله چي پارتیا یې له مدیانه او کرمان یې له فارس او پاره تاکنه نه جدا کاوه. کهزاد ص ۵۵

هندي مورخین دا سیمه آریانا ورته بولي او وايي چي د پامیر له لمنو څخه نیولې، د هند تر شمالي سیمو او بیا د هند د دکن تر شاوخوا پوري سیمي ته ویل کېدله. آریاناویجه، آریاناورشه، اریاناورته یا اریانا چي په هر نامه واخلو د تاریخ په اوږدو کي یې تغییرات میندلي دي. د ټاکلي او مشخص هیواد په حیث نه بلکه د سیمي په حیث په یوه وخت کي پراخه سوې او په بل وخت کي وړه سوې ده. اریانا هیڅ وخت سیاسي قلمرو نه بلکه یوه پراخه جغرافیايي سیمه وه چي اوسنی افغانستان به یې کله کله یوه برخه ګڼله کېدله. پخپله افغانستان ته هیڅ وخت اریانا یا اریاناورته نه دی ویل سوی.

د غسي هم خراسان، چي په مطلع الشمس، آفتاب برآمد، او لمرخاته ترجمه سوی دی هیڅ وخت د افغانستان نوم نه وو بلکه د افغانستان ځیني سیمي یا ډیري سیمي هر وخت په خراسان کي شاملي وې. طوس، هرات، نیشاپور او بادغیس هر وخت د خراسان مهم ښارونه ول او هرات هر وخت د خراسان تر ټولو مهم ستراتیژیک او حاصل خیزه ښاروو. مګر حدود یې هر وخت په تغییر کي وه. حدودالعالم وايی چي خراسان یوه ناحیه ده چي مشرق ته یې هندوستان دی جنوب ته یې د خراسان ځیني حدود دي مغرب ته یې د ګرګان علاقې او د غور حدود دي او شمال ته یې د آمو سیند دی. وروسته وايي چي د خراسان او ماوراءالنهر پاچهی پخوا بېلي وې مګر اوس یوه پاچهي ده او د خراسان پاچا په بخارا کي کښيني او د سامانیانو زال دی چي د بهرام چوبین له اولادې څخه دی ص ۳۸۶

موږ ګورو چي خراسان هم، چي د افغانستان مهم ښار هرات یې یو مهم مرکز وو، کله لوی او کله وړوکی کېدی. کله به له بغداد، کله به له هرات، کله به له ماوراءالنهر، سیستان او غزني څخه اداره کېدی.

وروسته ګورو چي حدودالعالم د همدغه خراسان په ښارونو کي تر هر یوه مخکي غور یادوي ورپسې سیستان، فراه، بُست، زمین داور، غزني، کابل، پروان، بدخشان د خراسان په ښارونو کي یادوي او د طوس، هرات، بادغیس، نیشاپور او مرو په څېر مهم ښارونه، چي هر وخت په خراسان کي شامل دي نه یادوي. ص ص ۳۹۲-۳۹۳

همدغه بُست، چي مخکي د خراسان په ښارونو کي یادوي، وروسته يې په همدغه مخ کي د هندوستان په خاوره کي بولي او وايي چي د هیلمند د سیند پر غاړه پروت دی، محکمه قلا لري، ډېري ناحیې او کلي لري او د تاجرانو ځای دی. ص ۳۹۲
بل ځای لیکي« غزنین او له هغه سره تړلي ښارونه د خلُخ په نوم ترکانو ځای دی او دغه خلخ نومي ترکان ډېر زیات پسونه لري او کوچیان دي او دغه د خلخ ترکان د بلخ، تحارستان ، بُست او ګوزګانان په شاوخوا کي هم زیات دي مګر غزنین او له هغه سره تړلي ښارګوټي د زابلستان برخي ګڼلي کیږي. پروان له نعمتونو ډک ښار دی، تاجران لري او په هندوستان کي دی» ص ۳۹۳

په همدغه مخ کي د کابل په باب لیکي چي هغه یو ښارګوټی دی چي ډېره ټینګه قلا لري. مسلمانان او هندوان دواړه ژوند پکښی کوي. په دې ښار کي ډيري بتخانې دي او د قنوج راجا تر هغه وخته ځان پاچا نه بولي چي د دغه ښار د بتخانې زیارت یې نه وي کړی او د خپلي پاچهی بیرغ له همدغه ښار څخه پورته کوي. هغه ځای.

په احسن التقاسیم کي یې پوشنج، بادغیس، غرجستان، مرورود، تخارستان، بامیان، طوس، بلخ، غزنين، والشتان، مستونګ، شال، بست، هرات، جوزجان، مروشاه جهان، نیشاپور، بدخشان او ځیني نور ښارونه په خراسان کي یاد کړي دي، چي اکثر یې په اوسني افغانستان کي شامل دي مقدسي ص ص ۴۳۰-۴۳۱

مسالک و ممالک تقریبا همدغه سیمي د خراسان په حدودو کي راوړي او وايی چي د خراسان شرق ته سیستان او هندوستان پراته دي ځکه چي موږ غور، د خلج علاقه او د کابل شاوخوا ټول د هندوستان برخه وشمېرله. اصطخري ص ۲۰۲

په داسي حال کي چي د پخوانیو جغرافیو ډېر زیات کتابونه او آثار کابل د خراسان یو مهم ښار بولي؛ مګر ادریسي د چین، خراسان او سیند سره د کابل د نیل، چي وايی کیفیت یې ډېر عالي او مشهور دی، او د پنبه څخه تولید سويو نخي ټوکرانو د صادراتو خبري کوي. ایلیټ اینډ ډاوسن لومړی ټوک ص ۹۲

اصطخري نور تقریبا ټول هغه ښارونه په خراسان کي یادوي چي په حدودالعالم او احسن التقاسیم کي راغلي دي، مګر دا څلور واړه یاد سوي کتابونه او د جغرافیې نور کلاسیک کتابونه خراسان د اقلیم په نامه یادوي. موږ په هیڅ توګه پر هغه باندي د افغانستان نوم اطلاقولای نه سو، بلکه یوازي دونه ویلای سو چي دا سیمي اکثر په اوسني افغانستان کي شاملي وې نه دا چي د افغانستان پخوانی نوم خراسان یا آریانا وو. له بلي خوا ټول هغه کتابونه چي موږ ته د خراسان په باب معلومات راکوي دونه مغشوش دي چي سړی نه پوهیږي کومه سیمه او کوم ښارونه د خراسان وبولي. ځکه چي که د ادریسي دا قول چي وايي کابل له چین، سیند او خراسان سره د نیل او پنبه اي ټوکرانو تجارت لري جدي ونیسو نو دا به څرنګه معلوموو چي خراسان د کابل کومي خواته او په څونه پراخوالي پروت دی. او که کابل په خراسان کي نه وي او له خراسان سره تجارت ولري نو افغانستان به څرنګه خراسان بولو.کابل خو دلته ځکه په خراسان کي نه راځي چي ادریسي وايي له خراسان سره تجارت کوي. او که د حدودالعالم په قول، بُست او پروان په هندوستان کي وبولو نو بیا به خراسان کوم ځای ته وایو.

په انسایکلوپیډیا آف اسلام کي هم د خُراسان معرفي په داسي توګه سوې ده چي خاصي سیمي ته اشاره نه کوي بلکه وايي چي د اسلام په لومړنیو پېړیو کي د کسپین د بحیرې له جنوبي څنډو څخه تر نیشاپور، مرو، د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسیا هیوادونه ان تر اندوس او سیند پوري سیمي شاملي وې. په دې توګه سړی په مشخصه توګه هیڅ هیواد د خراسان نامه ته نه سي منسوبولای؛ بلکه د افغانستان په شاوخوا کي ډېرو پرتو هیوادونو لږي او ډیري سیمي په خراسان کي، چي اوس وجود نه لري، شاملي وې.

دغه راز، په اته لسمه پېړۍ کي د لوی احمدشاه بابا له خوا، د افغانستان له تاسیسېدلو څخه مخکي د افغانستان نوم هم دغه ته ورته مغشوش حالت لري.حتی د لومړي ځل لپاره چي په تاریخ نامه هرات کي د افغانستان نوم یاد سوی دی، مطلب یې دغه اوسنی افغانستان نه بلکه بېخي بېله سیمه ده چي هغه اوس د پاکستان د خیبرپښتونخوا په قلمرو کي شامله ده. د تاریخنامه هرات په نوم کتاب، چي سیف بن محمدبن یعقوب الهروي له نن څخه تقریبا اته سوه کاله مخکي لیکلی دی، لومړنی اثر دی چي تر شل ځله زیات د افغانستان یادونه کوي. په دې کتاب کي د هرات د پاچا شمس الدین کرت، چي د غوریانو له نسله وو، او د افغانانو د قهرمانانو ملک المار، شعیب افغان او سندان تر منځ د جنګونو تاریخ راغلی دی. د المارافغان سره د ملک شمس الدین کرت د جنګ په باره کي راغلي دي چي دې جنګ نهه پنځوس ورځي دوام وکړ. شمس الدین کرت د تیري قلا په جنګ ونیوله او امر یې وکړ چي المار دوه ځایه کړي یعني عذاب کشه یې کړي. شمس الدین کرت د افغانانو د ځپلو او وژلو څخه وروسته له افغانستان څخه بریالی تکیناباد ته راغی او ملک عزالدین تولک او مبارزالدین محمدنهي یې له دریو زرو عسکرو سره په تکیناباد کي پرېښودل. هروي ص ۲۰۷

سیف هروي، څو څو ځله، په افغانستان کي د افغانانو او ملک شمس الدین کرت ترمنځ د جنګونو یادونه کوي. مګر که تکیناباد، چي پنجوايي یې یو مهم ښار ښودل سوی دی او مرحوم عبدالحی حبیبي یې کندهار یا د کندهار علاقه بولي، په افغانستان کي شامل نه وي او ملک شمس الدین له افغانستان څخه تکیناباد ته راځي نو دا افغانستان کوم ځای ته ویل کیږي؟ د سیف هروي افغانستان اوسنی افغانستان نه وو بلکه د افغانانو ټاټوبي ته، چي د ټولو مورخینو په اتفاق، د سلیمان د غرو لمني وې، افغانستان ویل کیدی. همدغه سیمه ده چي د « روه » په نوم یادیږي او له کابل او ننګرهار څخه، چي کله لا کندهار هم ورسره یاد سوی دی، تر اباسین پوري پروت دی. د اوسني افغانستان تیږه، د اته لسمي پېړۍ په نیمايی کي، لوی احمدشاه بابا کښېښودله، چي له مشهد او نیشاپور څخه تر کشمیر، ډهلي او سیند پوري پراخ وو، مګر افغانستان، د افغانانو د ټاټوبي په حیث، له هغه څخه څه باندي شپږ سوه کاله مخکي موجود وو او افغانانو د نن په څېر په زړه ورتوب او سرښندنو دفاع ورڅخه کوله.

دغه راز ضیاءالدین برني، د څوارلسمي پېړۍ په سر کي، په ملتان کي، د ډهلی د سلطان محمد تغلق په مقابل کي د شاهو افغان د ښورښ یادونه کوي او وايی چي سلطان محمد د شاهو افغان د ښورښ د کرارولو لپاره روان سو او ملتان ته نه وو رسېدلی چي شاهو هغه ته عریضه واستوله او ورته ویې لیکل چي له ښورښ څخه یې لاس اخیستی او د سلطان اطاعت یې منلی دی. شاهو ملتان پرېښود او له خپلو افغانانو سره افغانستان ته ولاړ. برني ص ۶۸۸ البته برني هغه ټاکلې سیمه نه ښيي او یا یې نه سي ښودلای چي دی یې افغانستان بولي او شاهو افغان هغي سیمي ته تللی او خپلو افغانانو ته یې پناه وړې ده.

د احمدشاه بابا څخه څه باندي څلور سوه کاله مخکي، د مورخ ضیاءالدین برني په شهادت، افغانستان موجود دی خو حدود او ثغور یې معلوم نه دي. د افغانانو ټاتوبی معلوم دی او سیف هروي او برني دواړه په تقریبا یوه سیمه کي د افغانانو او افغانستان یادونه کوي مګر په هغه وخت کي د افغانستان سیاسي حدود معلوم نه وه.

افغانستان دغه اوسنی هیواد دی چي لوی احمدشاه بابا تاسیس کړی او یو وخت یې حدود له مشهد او نیشاپور څخه تر کشمیر او په جنوب کي د هند تر سمندر پوري رسېدل. وروسته یې د لمسیانو د بې کفایتیو، داخلي جنګونو او اېران، انګلیس او سیکهانو د دسیسو او یرغلونو له امله هغه سیمي هم له لاسه ورکړې چي له احمدشاه بابا څخه قرنونه مخکي د افغانستان په نوم یادېدلې او د افغانانو تاریخي ټاټوبی وو.

ماءخذونه

۱: فردوسي، حکیم ابوالقاسم. شهنامه فردوسي. ۱۸۶۴ چاپ بمبیی
۲: طبري، محمدبن جریر. تاریخ طبري یا تاریخ الرسل والملوک.چاپ اول ۱۳۵۲ تهران
۳: البلاذري، احمدبن یحیی. فتوح البلدان. بخش مربوط به ایران. ۱۳۴۶ انتشارات فرهنګ ایران.
۴: احمد بن ابي یعقوب. تاریخ یعقوبي. ۱۳۴۳ تهران
۵: مسعودي، علي بن حسین. مروج الذهب و معادن الجوهر. جلد اول ۱۳۸۷ تهران
۶: زیدان، جرجي. تاریخ تمدن اسلام. چاپ پانزدهم ۱۳۹۳. موسسه انتشارات امیر کبیر. ایران
۷: حدودالعالم. مولف نامعلوم. چاپ کابل ۱۳۴۲
۸: اصطخري، ابواسحق ابراهیم. مسالک و ممالک. ۱۳۶۸ هجری چاپ سوم تهران.
۹: مقدسي، ابوعبدالله محمدبن احمد. احسن التقاسیم. ۱۳۶۱ چاپ اول تهران
۱۰- هروي، سیف بن محمدبن یعقوب الهروي. تاریخنامه هرات. چاپ افسیټ ګلشن. کلکته ۱۹۴۳
۱۱ـ برني، ضیاءالدین. تاریخ فیروز شاهي. (اُردو) مطبعه قیصر اکاډیمي حیدرآباد.
12: Elliot,S.M and Prof John Dowson. The History of India Vol 1 . 1990 Delhi.
13: Encyclopedia of Islam. 1986

۱۴: کهزاد، احمدعلي: د افغانستان پخوانی تاریخ ، لومړی جلد. ۱۳۳۴ کال. کابل
۱۵: حبیبي، عبدالحی. تاریخ مختصر افغانستان. ۱۳۶۸ نشرات سازمان مهاجرین مسلمان افغانستان.

4 COMMENTS

  1. ډېره په زړه پورې او له تاریخي مالوماتو ډکه لیکنه ده . ما فکر کاوه چې جهاني صیب یواځې شاعر دی ، مګر اوس متیقن شوم چې په نثر کې هم ډېر پوخ ادیب ، ښه مؤرخ او په خپل قام ، هېواد او ژبې میین شخصیت دی.
    زه پداسې حال کې چې ټولو ځوانانو ته د دې په زړه پورې مالوماتې او تاریخي لیکنې د لوستلو هیله کوم ، جناب جهاني صیب ته اوږد ، خوشحاله او له بریاوو ډک ژوند غواړم.

  2. An interesting article by Mr. Abdul Bari Juhani, a poet , that rightfully elevating cultural value of Shahnamah. But his attempt to devalue its historical worth borrowing Arab sourced writings and softly rejecting late Ahmad Ali Kohzad’s of Afghanistan research in that regard, an indication of bias and deviation from facts at best.

    Shahnamah will not be translated to dozens of other live languages in large volumes with such historical shortfalls Mr. Jahani referring to.

  3. جهانی سیب مننه. ما شهنامه ویلی او دا می ځینی اخیستی وو چه هغه زابلیان او کابلیان یو قوم بولی او ضحاک ته یی نسبت ورکوی چه د فردوسی په وینا د دیوانو نسل دی. په دی اساس نژادی برتری ایرانیانو ته ورکوی. دا چه له زابله تر کابله دا منطقی د ایرانیانو نه بیرون پاتی دی د یونانی اسنادو سره نیزدی ښکاری.
    څه وخت مخ ته ما چیرته لیدلی وو چه سوری قوم د اسلام نه مخ ته د افغانستان په کومه منطقه کی پراته وو او ځینی کسانو یی و پنجاب ته نقل کړی وو. هغوی اوس هم لا په هند کی سته او د هند پنجابی صدر اعظم یی د سوری له ټبره بللی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب