Homeروغتیابیا هم څېړنو سهارنۍ د روغتیا لپاره مهمه وبلله

بیا هم څېړنو سهارنۍ د روغتیا لپاره مهمه وبلله

تاند- په ځلونو په څېړنو کې د سبناري پر اهمیت ټینګار شوی او د انسان د روغتیا او میتابولیزم لپاره ګټور بلل شوی دی.

سي این این نن /سې شنبه/ د سهارنۍ د روغتیايي ګټو په اړه د یوې نوې څېړنې جزییات خپاره کړل.

په دې څېړنه کې، چې د دوشنبې په ورځ /اپریل ۲۲/ په امریکايي خپرونه (Journal of the American College of Cardiology) کې خپره شوه، وايي چې د سهارنۍ نه خوړل د زړه او رګونو د ناروغیو او د زړه د درېدو له کبله د مړینې امکان خورا زیاتوي.

د دې څېړنې لیکوال او د لوا (Lowa) پوهنتون استاد ډاکتر وي باو (Wei Bao) وايي، په څېړنه کې جوته شوې، هغه کسان چې هی��وخت یې سهارنۍ نه ده حوړلې په سلو کې ۸۷ تر هغوی چې سبناری یې کړی دی، زیات د زړه د ناروغیو له کبله د مړینې له خطر سره مخامخ شوي دي.

ده وویل، پخوا هم داسې انګېرل کېده چې سبناری ګټور دی خو کره دلایل یې نه و څرګند شوي او نه په دې اړه ډېر تحقیق شوی و چې نه خوړل یې څومره خطر لري.

دوی دا څېړنه له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۴ پورې په امریکا کې پر ۶۵۵۰ تنو، چې عمرونه یې د ۴۰ تر ۷۵ کلونو ترمنځ وو، کړې ده.

د زړه ناروغۍ او په ځانګړي ډول د زړه سکته په نړۍ کې د انسانانو د مړینو تر ټولو لوی عامل بلل کېږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې (WHO) د راپورونو پر اساس په ۲۰۱۶ م کال په درسته نړۍ کې ۱۵ ملیونه او ۲ لکه انسانان د زړه په ناروغیو مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...