جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزرنگیلا څوک ؤ؟ | ژباړه: ښویالی محمدشفیق شرفزی

رنگیلا څوک ؤ؟ | ژباړه: ښویالی محمدشفیق شرفزی

د محمدشاه رنګیلا نوم به مو ډېر اوریدلی وي، خو ډېر کم خلک به داسې وي، چې په اړه یې مالومات ولري او ډېر به غواړي، چې په اړه یې مالومات ترلاسه کړي، چې رنیګلا څوک وو؟ اصل نوم به یې څه و؟ او د ادبیاتو په تاریخ کې د ده نوم ولې مشهور دی.

نو ښاغلو او درنو لوستونکو دا یو اخوا دېخوا کوم وړکی مړوکی شخص نه و دا جناب په خپل وخت کې د هندوستان پاچا و. اصلي نوم یې (روشن اختر) و، هغه د شاه جهان اختر زوی و او د شاهنشاه عالم بهادرشاه اول لمسی و، هغه د ۱۷۰۰/سبتمبر۹ نیټه د باچهۍ په ګدۍ کښناست، نوموړی د مغلو د سلطنت د دورې څلورم پاچا و. هغه په ۱۷۰۱ کال کې له پاچا کېدو وروسته د ناصرالدین شاه لقب ځانته غوره کړ، خو په تاریخ کې د محمدشاه رنګیلا په نوم مشهور دی.

تاسې د هغه د دغه شاهنشاهانه طبعیت څخه، چې خپل یو د خوښې آس ته یې د وزیر مقام ورکړی و مالومولی شئ، چې د شاهي دربار لباس به یې ورته اغوسته او د وزیرانو په قطار کې به د پاچا امر ته ولاړ و، د آس په نوم به په تاریخ کې دا لومړنی او وروستنی وزیر وي.

محمد شاه رنګیلا به یو ورځ یو قانون جوړ کړ، خو په سبا به یې دا قانون په خپله تر پښو لاندې کړ بیا به یې دا قانون ختم کړ او بله ورځ به یې بل قانون جوړ کړ.

شپه او ورځ به په شرابو کې غرق و او ځینې وختونه خو به داسې شو، چې د هر قوم څخه به یې ښکلې نجلۍ دربار ته غوښتلې او د یو تخت په شکل به یې ترې استفاده کوله تخت به یې ترې جوړاو او پرې به کښېناسته او د دربار چارې به یې پرمخ وړلې.

کله کله به یې ځان د ښځو په لباس ملبس کاوه او ټولې کابینې ته به یې د زنانه لباس د اغوستلو امر فرمایه او ټولو به په خوښۍ او په واه واه سره حکم ته لبیک وایه او حکم به یې په من او عن سره مانه، هیچا ته د هیڅ راز انکار اجازه نه وه.

خپل قاضي ته به یې په شرابو د اودس حکم کاوه او د حکم ځنډول هم ورته د منلو نه و. دا نظریه یې لرله چې د مملکت ټولې ښکلې ښځې د ده ملکیت دی او هرچا چې به له دوئ سره کوم خیانت کاوه او رنګیلا به پرې خبر شو نو سر به یې ترې پرېکاوه او یا به یې ترې زندان ډکاوه. هره ورځ به زندان له خلکو ډکېده او تشېدو. هغه په خپله حکمرانۍ کې داسې کارونه وکړل چې تاریخ د عجایبو پاچهانو له جملې څخه ګڼل کېږي.

د رنګیلا پاچا په وخت کې نادرشاه دراني په ډیلي کې د سخت جنګ څخه وروسته، چې کله ډیلی فتح کوي نو رنګیلاشاه له لوري ورته په دربار کې له مجبوریته ګرم هرکلی وشو.

له یوې خبرې به یې په جنګ کې سخته ویره راتله، چې د دراني لخوا به ویل کیده، چې هغه کلمه په دري ژبه وه (بزن) کلمه به چې په اوریدو سره به یې د نادرشاه جنګیالي په جوش کې شو او حتاً د اسونو سومان یې د مقابل لوري په وینو سره شول په همدې سره رنګیلا ماته خوري او نادرشاه د فاتح په حیث شاهي ماڼۍ ته ننوځي او د رنګیلا له لوري ورته تود هرکلی کیږي.

خلک ګوري چې څنګه رنګیلا درانی له ځان سره پر تخت کښېنوي، داسې لکه دوه تورې، چې یوبل ته مخامخ وي. فاتح بادشاه مفتوح بادشاه ته پر تخت کښېنولو نه وروسته خپل شرطونه وړاندې کوي. محمدشاه رنګیلا خپل هغه مشهوره او خانداني الماس په خپلې پګړۍ کې پټ کړی وو، خو نادرشاه ته یې لا د مخه مالومات وو، چې رنګیلا الماس چېرې پټ کړی دی. نادرشاه پر تخت ناست وو او رنګیلا ته یې د ورور غږ وکړ او ورته یې وویل یو کار به وکړو! هغه داسې، چې څنګه جلکۍ یو له بله سره خورګري کوي او خپل ټیکري بدلوي نو  نن زه هم له تا سره خپله پګړۍ د ورورۍ په طور بدلوم، پدې ویلو سره یې د رنګیلا پګړۍ له سره کوزه کړه او په خپل سر یې کېخوده او خپله پګړۍ یې د هغه په سر کړه. پدې سره په ډېر اسانۍ سره د کوه نور الماس د نادرشاه لاس ته ورغلل. نا اهله او مفتوح بادشاه خپلې کمزوریو کې رغړېده مګر هیڅ یې ویلې نه شول.

د جنګ د تاوان له اړولو برعلاوه نادرشاه هغه تاریخي تخت طاوس هم له ځان سره ایران ته وړي، کوم چې د محمدشاه نیکه په خورا شوق جوړ کړی وو. ددې ټولو سره سره فاتح بادشاه د رنګیلا څخه د هغه د لور د نکاح مطالبه د خپل ځوی سره کوي. ترڅو د دواړو «ورونو» رابطه لاپسې ټینګه شي او داسې به ولې نه کېده ځکه مفتوح سره بیدون د منلو نور څه نه ووپاتې او باید هره خبره یې منلی. په هر حال رنګیلا یو خانداني بادشاه وو، اهلیت او نا اهلیت په هرصورت.

بله داچې د هغه خاندان د پښتون قوم سره تعلق لرلو، خو نادرشاه د یو (چرم دوز) په بل روایت کې د موچي ځوی و او د خپل مټ په زور یې بادشاهي ترلاسه کړې وه. د واده د مراسمو پر وخت رنګیلا ته یو چا په غوږ وویل، چې د نادرشاه د خانداني شجرې په اړه له نوموړي وپوښتي، چې پدې سره به له نادرشاه څخه لږترلږه لفظي غچ واخلي، نو د رواج سره سم د نکاح د مراسمو پر وخت دواړه جوانبه خپل نوم او کورنۍ شجره د واده ګډونوالو ته واوروي، چې د جنۍ کورنۍ شجرې نسب د اکبراعظم نه ظهیرالدین بابر پورې، د بابر څخه تر امیرتیمور پورې او د امیرتیمور څخه تر چنګیز خان پورې بیان کړه. اوس نو د نادرشاه دراني وار شو او کله چې ناوې له شاه د نسب پوښتنه وکړه، نو نادرشاه د شاوو نوم ولیکه او د ولدیت پرځای یې خپل نوم ولیکه او له قاشه یې توره وکښله او خپلې تورې ته یې وویل (تورې ولیکه! ابن شمشیر، بن شمشیر، بن شمشیر، بن شمشیر او تر کومه چې ځې همدا لیکه).

( زړور انسان یوځل مري او بزدل هرځل).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب