چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+ګوهرونه په صدف کې |همت عمرزوی

ګوهرونه په صدف کې |همت عمرزوی

زما به هم پرهر په پرهر پېټی شي

سیوری که د سیوري په سر پېټی شي

مینه به یې زه هم په سر بوج ګڼم

چیرته په صدف که ګوهر پېټی شي

شاعرانه هنر دا دی چې د طبیعت نازکیو او بارکیو ته د لفظونو خیالور سینګار ورکړي او په شرنګېدلي انداز د مخاطِب په زړه، ښورانده ولولې راولي. د لفظونو مِعمار چې کله د خوږو خیالونو، پوڅکوزمه عاطِفو، حساسو احساساتو او سنجیده فکري ستونونو شعريزه دنیا ودانه کړي، نو د شعرپسنده عالَم تخیل مئینو سترګو د زړه تمایل ور وپاروي او په دې الفتي او زینتي مترنِمي نړۍ کې له مادیزمه ستړي او موړ زړه څو نغمه خېزه سکوني شېبې د روح په وجود ور حِس کاندي، او همدلته خپل لوخړ او ګردجن زړه ته د لوړ هنر په رنګینو اوبو د سکون غسل ورکوي، ژوند په ژوند وړ انداز احساس کړي او ځان د ژوند په مینه ګرې غېږ کې رام او آرام و ګوري.

د دې اصیل ژوند څکه د کوم هنر له محبت لبرېزه کاسو څخه کولای سو؟ ډېرښه! خپله د دغه لټون تلوسه چې کله زمونږ د منګ وهلي زړه په کونج کې را ټوکېږي، دا د هغي دنیا د خالصي مینې د میینو او مشتریانو په شمېر کې د زیاتېدو او خوځیدو یو ښه شامت او نېک غنیمت دی، د دې پرې یاران ورته په ډېره لېوالتیا لبیک او هرکلی واييٍ او په مینه ښاندو ولولو يې بدرګه کوي. راځم د ياد لټون خوږ خوځون او اغیزمن زړه راښکون ته، ذوق به د زړه په سترګو پسې لېږې، چې هرکله يې زړه ته تخنونکی نيمښوره خوځون ورکړ پوه سه چې د هنر پر زړه بندوونکې دنیا ورپېښ سوی يې، همدا دې دمه ځای او همدا دې دېره ځای دی، جل وهلی زړه دې پرهمدې هنري کوثري چېنه زنګون تړلی ورچوک کړه، او دا تنده دې همدلته بیا بیا سړوه، هو پام دې ونیسه چې کوم مادي غرض درته پیدانه سي کنه نو…!

د ژوند په اصیل ماهیت پسې زړه چاودي مسافره! راځه چې زه د هنر د مخیلې منورې دنیا د لارې څرک په لاس درکړم، راځه! مه تم کېږه، دغه ګل وږمه، نرمه ورېښمینه لاربه دې خپلې ايډیالې تخیلي نړۍ ته نېغ اوبې درېغ ور ورسوي اوهلته به د هنر په نندارو کې مجذوب او مرغوب ونښلې، هلته زه د یوې جلادارې شاعرانه ماڼۍ د لیدو بلنه درکوم، درځه چې زړه خلاصې سترګې دې د حیرت په تاوو کې هکې پکې کړم، هو! تاته د پښتو ادب په شاعرانه دنیا کې همېشه زرغون، شاعرانه او هنرمندانه پسرلی در ښکاره کوم. دا پسرلی د مادي دنیا خزان ځپلی، تللی او راغلی پسرلی نه دی، دا د معنا پر جهان د هنرپه ابدي معنوي ډګر کې د خیالونو لفظونو او غزلونو ښېرازه او نورازه ښاد او آباد پسرلی دی، دا پسرلی جادوګر لفظونه د شرنګېدلو غزلونو په آب اوتاب کې په زړه کښانده شور کې راشنه کوي او وړاندې کوي، حسن تشریح کوي، خلوص او صداقت وېشي، د انسانیت جوهري رنګونه خپروي.

لږ سر کړه د شاعر حسن تراش زړه ته ورټيټ

د قاف د شاپېریو ارم داسې وګڼه

روان یو خو هر ګرد نه دی په شمار د رهروانو

پسرلی دې لکه نقشِ قدم داسې وګڼه

د استاد پسرلي د زړه هنرنوازه ګوتې د حسن تراشل او سکڼل ډېر ښکلي او جاذب ترسره کوي، ښکلا زمزمه کوي اوښکلا وېشي، د ژوند او هستۍ مالګه په همدې حسن شیندونکي قالب کې پېرزو کوي، ټولو ته د دې مینه ورې مېلمستیا بلنه ورکوي، او د دې ناپایه سیند له خوږو څخه بې حسابه سخاء کوي.

د ده په ادبي دنیا کې عجیبه زړه وړونکې ننداره جوړه ده، د ژوند د مختلفو ډډو هراړخیز منظر ته دې دروي، او دا منظر دې په ځان پورې راکاږي او د کلیشه اي ژوند له ستړو دې بې غمه کوي، دلته به ته د حسن باران حس کړې، د میني لوراندې شېبې به دې وتخنوي، د روح راحت به تجربه کړې او د دروني دنیا سکون به په غېږکې ونیسې او ستا څخه به هم آرامتیا لاسونه راتاو کړي.

د ژوند یو واقعي فلم که ګورئ ځئ چې ځو

یوشور دی د مرغانو په ځنګل غوړوي غېږ

چې څومره وي سرکش حسن هم هومره وي لطیف

موجونه د ساحل په شګو تل غوړوي غېږ

د ژوند واقعي فلم د استاد د شاعرانه ځېرمن لیدلوري پرمټ کتلای سو، د طبیعت طبیعي انځورَونه دې ته وايي، که انسان د دغه شېبې ښکلی منظر په تصور کې انځور کړي ممکن د ژوند د بل اړخ مهینه او زرینه منظره وګوري، کله چې په ټولیز ډول د مرغانو سېل په شنه ځنګل کې د زرغونو ونو پر رنګینو پاڼو په یوار وزر کاږه واږه کړي او ډلیزه ناسته وکړي نو د وزرو د ښور شور به کومه شرنګازمه زمه کوي؟

د زړه غوږونه به کومه نرمه موسیقايي جادويي نغمه کرار کرار محسوسوي؟

هلته د موجونو ساحلي تم کېدل او دلته مرغانو پرپري کښېنستل دا طبيعي ننداره په الفاظو کې نه سي رانغاړل کېدلای.

چې رویايې ښکلا مې یو موټی په غروکې لیده

د زړه ارزو مې د ارم په شاپېروکې لیده

هیلو راپاڅئ مازدیګرچې مي خیبرته کتل

خیالي ډولۍ مې د شفق په جزېرو کې لیده

د مازدیګر زيړ طبیعت او د لمر سوربخونده پټ پټاني چې کله د سرو او شنو غرونو رنګینه ګډوله جوړه کړي او په سترګک کې په منډه فنا سي او بیا د شفق د سرو جزېرو سره پرده د آسمان څنډې ورنګوي دلته نو د شاعر انسان د زړه خلوت په کوم تصور کې غرق او بوخت وي، دغه منظرکشي د استاد پسرلي غوندې د لوړ تخیل هنري وزرونه غواړي.

د استاد پسرلي ژوره مشاهده شاعرانه او منفرده ده، د ده د ژوند سره چلند متفاوت او دلچسپ دی او د لید دريڅه يې د ژوند پر معنا او ماهیت وربرابره ده.

د مینې بزم دې سوړ مه شه د لیدوجوګه وي

لیونۍ څړیکې چې د زړه په پرهارونوناڅي

په تخیل مې دې ورېږه تل د حسن جلوې

د مازدیګر زري وړانګې په چنارونو ناڅي

د استاد له انده د ژوند ښکلا د مینې په شتون کې پیلې او اخښلې ده، د ژواک الفتي بزم هرکله د بیا بیا نظارې وړ او جوګه دی، د حسن پرست تخییل پر طبع تل د ښایست جلوې را اوري او دی يې په هنري انداز د کمالي هنر په کوم قالب کې سره ترتیبوي او منعکسوي.

استاد ته د طبیعت هر ادلون بدلون یو عالم شاعرانه سوژې او مضمونونه ورپه ګوتو کوي او دی يې د شعري عناصرو سره داسې هنري ترکیب کړي چې د شعر د تبحر اوج ترې ښکاره کېږي.

سترګي راپورته کړه بڼوکې نظر وتخنوه

د تروږمۍ په نیموشپوکې سحر وتخنوه

د حورو میرې د جنت فلم مي بیا غواړي زړه

راسه په حسن دې رنګین مازدیګروتخنوه

کله چې شاعر ته ژوند او طبیعت ټول معشوق ښکاري طبیعي ده چې د نظر انداز يې د مینې په تمایل پورې تړلی او پسوللی دی، دی عاشق دی او عاشق پرته د خپل معشوق د عاشقانه دیداره بله اسره او تلوسه نه لري، د ده دغه تنده د ادبي_هنري تخلیق مهم سبب دی، او مونږ د لوستونکو په توګه د تخلیقکار په دې تخلیقي دنیا کې دا ګټه کوو چې د ژوند ښکلا د ده په نظر ګورو او دا خوږه ننداره د ده له برکته ترسره کوو.

د طبیعت په عظیمه صحراکې یوازیتوب سړی پر فکري تدبر ور برابروي، او دا تدبر تر ډېره حده د خدای تعالی ج پرلویو قدرتونو ورټول وي، او د ذهني خلوت په لویه دښته کې انسان د شعور پر سکڼلو د فکري ریاضت په پایله کې د ځان دننه جهان محسوسوي او دلته نوې سوژې او نورې نقشې ترسیموي، د استاد د شعر دنیا په لوستونکي دغه دواړې تجربې ترسره کوي، او دا لوی هنر دی چې استاد پسرلي طرح کړی دی.

زړه چې په مینه کې کامل شي مشکل نه پېژني

څاڅکی چې دٌرشي بیا نو بحراوساحل نه پېژني

مجنونه دښتې چې درنغاړې دومره پام خولره

د لارې دوړي دې د حسن محمل نه پېژني

استاد د عشق د تکمیل مرحله طی کړې ده او د دې مزل ترمنزله يې مینه ګره تجربه ترسره کړې ده او د مجنون وصالي تندي د لويې صحرا د ناپایه مزله د اغزنو او مټینو لارو د دوړو او ګرد ژوندۍ صحنه په سړي ننداره کوي..

سکوت د نیمې شپې چې مې په سراخستی دی

آرام مې لکه سین رانه بستراخستی دی

هرخیال مې دی پسرلیه له خپل فکره بوټېدلی

صدف چېرته له چاڅخه ګوهراخستی دی

د استاد په شعرکې د طبیعت د متضادو خواوو ډېره باریکه هنري نقاشي ترسره سوې ده، د نیمې شپې سکوت او د سیند د ناآرامۍ اوشور د علت روښانه کول، د خپل فکر خپله ذاتي تجربه او د صدف او ګوهر سره تشبیه کول دا ټوله هغه ټکي دي چې د نوموړي پر کره ځيرنې او ژورې اخستنې دلالت کوي.

پایله اولنډيز

مرحوم استاد پسرلی د ادب په مرمرین جام کې مرغلین سوغاتونه وېشي، هره شعري تجربه يې د لوستونکي د زړه شور پاروي او د لفظونو د مترنِمي غزلیزې نڅا ننداره پري کوي، مخاطب له ځان سره همهغه صحنې ته وړي چې دی يې شاعرانه مشاهده کوي او دا مشاهده په لوستونکو هم په هغه خوږلت نظاره کوي، د ده د شعري زېرمې پانګه ډېره غني او ډېره سخي ده، مونږته بویه چې د دې ګوهر ښار له صدفونو مرغلین توکي راوباسو او د دې ادبي_هنري جوهرله جلا طلايې رڼا واخلو.

مینه مې هرڅاڅکی وینه غوټه کړي د تاپه شوق

واړه تن مې زړه شو درته زړونه مې را وړي دي

دومره خالي لاس هم د نړۍ له ښاره نه راځم

ډېر د ژوند خواږه ترخه یادونه مې راوړي دي

په پېرزوینه اودرناوي

استاد پسرلی، د ملي، ادبي جهان موثر پالونکی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب