جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د پوليسي داستانونو په اړه څو خبرې / اسدالله غضنفر

د پوليسي داستانونو په اړه څو خبرې / اسدالله غضنفر

قتل شوى دى. د مقتول مېرمن وايي چې د پېښې په شپه د ورور كره وه. د دې په قول د خاوند په جېب كې يې شپږ زره افغانۍ وې. د مقتول په جېب كې پيسې نشته. ساعت يې غلا شوى دى. قاتل ولې نور څه نه دي پټ كړي؟ ايا وېرېدلى دى؟ له څه شي؟ ايا ساعت او پيسې يې صرف د دې لپاره وړي دي چې د قتل اصلي سبب غلا وښيي؟ قاتل څه پوه شو چې مقتول نن شپه يوازې دى؟ د مېرمن په خبرو يې څومره باور پكار دى؟ دا او داسې نورې ګڼې خبرې ځواب غواړي څو په دې ډول د قاتل په پېژندلو كې پرمختګ وشي. د قاتل معلومول د پوليس كار دى.

   د كيسو ليكوال ممكن د همداسې يوې پېښې تصور وكړي او د كشف پوليس ته د قاتل د پېژندلو دنده وسپاري.

  پوليس به تحقيقات پيل كړي. د قتل ځاى به په دقت وګوري. له ځينو كسانو سره به مركې وكړي . ټولې هغه خبرې او علامې به نوټ كړي چې ګومان كوي د قاتل په معلومولو كې پكارېدلاى شي.

  مقتول سګريټ نه څكول خو په كوټه كې نيم سوخته سګريټ و. مقتول په خوب كې وژل شوى ښكاري. يعنې په غالب ګومان دا د وارخطايي او ځان ژغورلو قتل نه و.

  يو ګاونډى چې پوليسو ته یې د پېښې  اطلاع وركړه د ډز له اورېدولو وروسته كوڅې ته ووت. هورې يې د سپوږمۍ رڼا ته يو دنګ سړى وليد چې لاسونه يې د كوټ په جېبونو كې اچولي، ډېر كرار او عادي روان دى.

  هغو دلايلو  او علايمو ته چې د جنايت او جنايتكار د راز په معلومولو كې ممكن مرسته وكړي، نخښې (كلوز) وايي او هغه كيسې معمولا پوليسي كيسې بلل كېږي چې جنايت (خصوصا قتل) پكې شوى وي، مرتکب يې نه وي معلوم خو پوليس د مختلفو نخښو په مرسته د هغه د پېژندلو هڅه كوي.

  د يادولو ده چې دغه تعريف جامع و مانع نه دى. داسې ګڼې پوليسي كيسې شته چې قاتل برالا قتل كړى، پېژندل شوى او تښتېدلى دى. داسې پوليسي كيسې او ناولونه هم شته چې پوليس پكې رول نه لري.

په هر حال، په هره پوليسي كيسه كې له جرم او جنايت سره د اړوندې معما د حل كولو او د راز د سپړلو هڅه روانه وي.

موږ كه په افغانستان کې  بازار ته لاړ شو او له كتابپلورنځي پوليسي ناول وغواړو، هغه ممكن جاسوسي ناول راكړي. د جاسوسي ناولونو پېښې په دوو يا ډېرو هيوادونو پورې اړه لري، حال دا چې د پوليسي ناول پېښې معمولا په يوه هيواد يا شايد يوۀ ښار پورې محدودې وي. په ځينو ناولونو كې كه څۀ هم د پوليسي كيسو غوندې د جنايت معما موجوده وي مګر ډېر پام څېرو او كركټرونو ته كېږي. دغسې كيسو ته ځينې كسان د پوليسي په ځاى جنايي كيسې وايي. موږ كولاى شو چې د خپل کار د اساني لپاره  جنايي او پوليسي کیسو او د داستانونو ځينو نورو ډولونو ته چې له وېروونكو پېښو، رازونو او معماوو مالامال وي، پوليسي كيسې ووايو.

   ځينې ادبپوهان باوري دي چې د پوليسي كيسو څرك دوه، دوه نيم زره كاله پخوا ان په اودېسې او انجيل كې لګولاى شو خو د ادبياتو تاريخ راته وايي چې په تول پوره پوليسي كيسې په لومړي ځل د نولسمې پېړۍ د منځ په كلونوكې امريكايي ليكوال ايډګر الن پو وليكلې.

   اډګر الن پو په ۱۸۰۹ كې په باسټن كې د خوار مور وپلار په كور كې دنيا ته راغى. پلار يې شرابي و ، د اډګر تر زوكړې لږ وروسته يې كور پرېښود او بيا هيڅ وخت راستون نه شو. مور يې چې ويل كېږي ښكلې ښځه وه په تياتر كې تمثيل كاوۀ. هغه په څلرويشت كلنۍ كې د توبركلوز په ناروغۍ مړه شوه. دغه وخت ایډګر درې کلن و. ايډګر ته لږو ډېر په لاشعوري ډول خپله مور وريادېدله چې وينې ېي ګرځولې او بل، هغه د تورو جامو كسان يې نه هېرېدل چې د دۀ مور يې له دۀ بېله كړه ،هديرې ته يې يووړه.

    د زيګمنډ فروييد (په ۱۹۳۹ كې مړ) وفاداره شاګرده ماري بوناپارت Maria Bonaparte چې د ايډګر الن پو د ژوند په رواني اړخ يې ډېره څېړنه كړې ده، وايي چې د ځوانې، ښكلې او ناروغې مور تصور د هغه په ټول ژوند سيورى كړى و. د بوناپارت په قول د مور د بېلتانۀ اثر د پو په شرابخوريو، عشقونو، د هغه د كيسو په وهمناكې او له رازونو ډكې دنيا او د هغه د داستانونو په كركټرونو كې احساسولى شو.

  پو له ټول عمر روحي تكليفونو، يو شمېر ادبي كاميابيو او ناكاميو او ګڼو سرګردانيو وروسته په څلوېښت كلنۍ كې ومړ.

  ځينو ادبپوهانو هغه د امريكا د ادب د اسمان خورا روڼ ستورى وبالۀ او ځينو نورو ته يو معمولي ليكوال چې په روحي ناروغيو مبتلا و، ښكاره شو. خو هر څه چې و په دنيا كې د لنډو كيسو او په تېره بيا په تول پوره پوليسي كيسو سر لارى او مخكښ دى و. د دۀ داستانونه تر ننه پورې ګڼ لوستونكي لري.

  د ايډګر الن پو د (د مورګ د كوڅې وژنې) The Murders in the Rue Morgue کیسه چې په ۱۸۴۱ كې ليكل شوې، په فني لحاظ د دنيا لومړۍ پوره پوليسي كيسه ګڼل كېږي. په دې داستان كې جنايت په داسې ځاى كې پېښېږي چې په ظاهره يې هلته هيڅ امكان نه وي. په داسې ځايونو كې قتل و جنايت چې هيڅ شك ورباندې نه كېږي، تر اوسه پورې د پوليسي كيسو يوه اصلي موضوع ده.

  د پو (طلايي حشره) The Gold Bug ( ۱۸۴۳) د هغو سلګونو پوليسي داستانونو لومړۍ بېلګه ده چې د رمزي پيغامونو د سپړلو هڅه پكې كېږي.

  د هغه د (ته يې سړى) Thos Art the Man ( ۱۸۴۴) داستان په دنيا كې لومړنى پوليسي طنزي داستان دى. په دې كيسه كې قاتل داسې څوك دى چې د هيچا زړۀ ته نه لوېږي چې دى به دا رنګه كار كوي.

  ايډګر الن پو په پوليسي داستانونو كې د كشف د لومړني پوليس detective معرفي كوونكى هم دى. د دۀ د كيسو د كشف پوليس سي، اګوسټ ډوپن نومېږي.

  د داستانونو د کشف پولیس ته ممکن حکومت دنده سپارلې وي او یا یې خپل شوق وي چې مجرم ومومي او حقایق راڅرګند کړي. که ده ته د پولیسو ادارې کار سپارلی وي خو په ظاهره یې جامه د پولیسو نه وي او دا کار په پټه کوي، په افغانستان کې یې (خاص پولیس) بولي. پخوا به یې (خفیه پولیس) باله. موږ په خپلو پولیسي داستانونو کې هغه کس ته چې د خپل شوق په اساس د جرم د حقایقو د سپړلو هڅه کوي، د (پلټونکي) نوم ورکولای شو.

  په پوليسي كيسو كې د كشف د پوليس موجوديت دغه ډول كيسو ته بېل رنګ او خوند وركړى دى .د پوليسي داستانونو ځينې پوليسان لكه شرلوك هلمز (چې انګرېز ليكوال آرتور كوين دويل يې خالق دى.)، ارسن لوپن (چې د فرانسوي ليكوال موريس لبلان د تخییل پیداوار دی) او هركول پوآرو چې اګاتاكريستي پنځولى دى، د دنيا د ميليونونو خلكو په حافظو كې د لويو اتلانو غوندې ژوند كوي.

  د دغو او نورو ټولو داستاني پوليسو پلار سي، اګوسټ ډوپن دى، د پوليسي كيسو د ګڼو ارونو او تخنيكونو بنسټ ايډګر الن پو ايښى دى.

  پو هڅه كوله چې خپل تخيل د منطق تابع كړي. دې هڅې له هغه سره د پوليسي كيسې په ایجاد كې مرسته وكړه، ځكه پوليسي كيسه د ښې مقالې غوندې زورور استدلال ته اړتيا لري.

  د پوليسي كيسو په ليكلو کې يو مهم ټكى دا دى چې په كومو حقايقو پوليس خبرېږي په هغو باندې باید لوستونكى هم پوه شي.

  د پوليسي كيسو ماهر ليكوال د واقعي نخښې له څرګندېدو سره جوخت ممكن يوه مهمه حادثه مطرح كړي او د لوستونكي پام د حادثې خوا ته واړوي څو په دې ډول لوستونكى د كيسې تر ختمېدو دمخه ټول راز ته سم متوجه نه شي. داسې هم كېداى شي چې واقعي نخښه د غير واقعي نخښو په منځ كې وي او لوستونكى پوه نه وي چې د راز غوټه له كومې يوې سره تعلق لري.

كه مجرم معلوم نه وي، ، نخښې د هغه د پېژندلو لپاره او كه معلوم وي نخښې د هغه د نيولو لپاره پكارېږي. ځينې نخښې ښكاره وي خو ځينې پټې وي، په اسانه ورته پوليس يا لوستونكى نه متوجه كېږي. د ۱۳۵۲ كال په ميزان كې چې د كابل د پوليسو چارواكو د دموكراسي د دوران تر ټولو مهم سياستوال محمد هاشم ميوندوال وواژۀ، د هغه مړى يې په شهداى صالحين كې د شپې په تياره كې په پټه خاورو ته وسپارۀ او د قبر پاسنۍ برخه يې ورته د يو ماشوم د مړي په اندازه وړه جوړه كړه.

بله دا چې د شناختې تيږې يې داسې ورباندې كيښودلې چې د نجلۍ د ګور ګومان ورباندې وشي. دغه واقعي پېښه موږ ته د پوليسي داستانونو په اړه دوه مهم سبقه راكوي. يو دا چې جنايتكار همېشه هڅه كوي چې نخښې پټې كړي او بل دا چې واقعي جنايت كار ممكن پخپله پوليس وي. په دنيا كې داسې ډېرې پوليسي كيسې كښل شوي چې جرم پكې هغه چا كړى دی چې بايد د جرم دښمن واى.

  د ايډګر الن پو په نظر، د ښۀ داستان هره لويه يا وړه پېښه د داستان له پلاټ سره كلك تعلق لري. يعنې ښه داستان داسې برخه نه لري چې په نشتوالي يې نه نيمګړى كېږي. دغه آر يعنې مضبوط پلاټ او  د داستان د ټولو پېښو كلك پيوستون تر ننه پورې د پوليسي داستانونو لپاره ضروري ګڼل كېږي.

  بوږنوونكي جنايات ممكن تر عادي جنايتونو د پوليسي داستانونو لپاره مناسب وي. ځكه يو خو رسنۍ هره ورځ د واقعي جنايتونو په اړه راپورونه خپروي او لوستونكي ورسره عادي شوي دي. بله دا چې په وروستیو لسیزو كې كابو هر افغان د لويو جنايتونو شاهد و. نو كه د كيسې جنايت يو نوى او بوږنوونكى اړخ ونه لري، لوستونکی شايد اهميت ورنه كړي.

  د روسانو له يرغله وروسته د كندز په دشت ارچي ولسوالۍ كې یو دولتي ملېشه د تبرګي په نوم مشهور شو. دا ځكه چې دۀ په پښ باندې فرمايشي تبر جوړ كړى و چې د څټ لخوا يې د وزې غوندې دوه ښكرونه لرل. البته، د وسپنې. دۀ په نيول شوي غليم د تبرګي د څټ لخوا ګوزار كاوۀ چې وسپنيز ښكرونه د (انقلاب ضد بنيادم) په بدن كې خښ شي او دى يې د نورې شكنجې لپاره په اسانۍ سره د ځان پلو راكش كړي.

  نور دولتي ملېشه هم طبعا په هغو خلكو مهربانه نه وو چې دوى ته خپل دښمنان ښكارېدل، مګر تبرګي په ورسپارل شوې دنده كې افراط كاوۀ ځكه خو كه دغسې كس د پوليسي داستان منفي كركټر وي د لوستونكي ورڅخه نفرت پيدا كېږي او د نفرت احساس لوستونكى هڅوي چې داستان تر پايه ولولي، د تبرګي په انجام ځان خبر كړي. د دې ليكنې لوستونكى به هم غواړي چې د تبرګي له برخليكه خبر شي. لوستونكى دې ډاډه اوسي چې تبرګى د روسانو د يرغل په هماغه لومړنيو كلونو كې ووژل شو.

  د ۱۹۷۱ او ۱۹۷۹ كلونو تر منځ د يوګندا په افريقايي هيواد باندې د عيدي امين دادا ديكتاتوري وه. ديكتاتوران د خپلو مخالفانو په نيولو، ځبلو او حتى وژلو صرفه نه كوي. دى هم همداسې و خو افراط يې پكې كاوۀ. عيدي امين د خپلو ځينو مخالفانو سرونه په فريزر كې ساتلي وو چې خوندي پاتې شي او دى يې وخت په وخت سيل وكړي.

  موږ ته د عيدي امين دغسې سلوك ځكه بوږنوونكى ښكاري چې د پاچا يا جمهوررييس په ماڼۍ كې د سولې، ښكلا او عالي كلتور توقع لرو، نه دا چې په فريزر كې يې د مړيو سرونه پراتۀ وي.

  جنايت په هغه ځاى كې ډېر بوږنوونكى وي چې هلته د جنايت او وحشت توقع نلرو. د جنګ د ميدان د قتل او د وادۀ په كور كې د قتل ډېر توپير دى.

  موږ له تبرګي او عيدي امين څخه ځكه ورټ كوو چې لومړي د يوه دولتي ملېشه په حيث او دويم د يو ديكتاتور په حیث د خپلې اخلاقي دايرې له حدودو تېرى وکړ.

له هغوى څخه ورټ د دې سبب كېږي چې د ژوند د داستان له لوستلو سره يې دلچسپي پيدا كړو او د بد  انجام ارزو ورته وكړو.

  عيدي امين د درې لكه كسانو له وژلو او د خپل هيواد د اقتصاد له پوره تباه كولو وروسته منځني ختيځ ته وتښتېد، سعودي عربستان پناه وركړه. دى په جنسي لحاظ نورمال سړى نه و او د جلاوطنۍ په زمانه كې يې، له يوۀ راپور سره سم، د شهوت د كنټرولولو لپاره د ورځې څلوېښت نارنجان خوړل. عيدي امين چې په غالب ګومان په ۱۹۲۴ كې زېږېدلى و، په ۲۰۰۳كې ومړ. دۀ به په سعودي كې د جمعې لمونځ نه قضا كاوۀ.

  عيدي امين كه څۀ هم له بېواکۍ وروسته څلرويشت كاله ژوندى و خود خپلو جنايتونو په خاطر حتى يوه ورځ محكمې ته كش نه شو. د پوليسي داستانونو شرير كركټرونه، د عيدي امين خلاف، خامخا خپله جزا ويني.

 د پوليسي كيسې له مثبت كركټر سره د لوستونكي مينه هغه وخت پيدا كېږي چې نوموړى په مثبو چارو كې زموږ تر توقع زيات راوخېژي.

  موږ د هر شتمن مسلمان په برخه كې دا اټكل كولاى شو چې په لوى اختر كې به قرباني وكړي خو كه شتمن خپل بزګر ته د قلبې لپاره غويي وبخښي دا تر توقع لوړه ښېګړه ده، توجه جلبوي. زۀ، ته يا بل هر څوك ممكن كله نا كله د لارې د سر سوالګر ته ماتې پيسې وركړو خو د كويټې د هيواد اخبار چلوونكي سلطان محمد صابر به په ځان لازمه ګڼله چې هيڅ سوالګر بې پيسو پرې نه ږدي. دا تر توقع لوړه ښېګړه وه.

  د پوليسي ناول ليكوال د خپلې كيسې له پوليس سره يوازې په دې خاطر د لوستونكي مينه نه شي پيدا كولاى چې هغه په مجرم پسې ګرځي، په مجرم پسې ګرځېدل خو يې دنده ده، دى بايد څه نور كمالونه هم ولري.

  اډګر الن پو پخپلو كيسو كې د اتلانو د عملونو انګېزې نه دي سپړلې. دا ځانګړنه تر ننه پورې په ګڼو پوليسي كيسو كې وينو او ګټه يې دا ده چې كه لوستونكى د اتل د فوق العاده هڅو اصلي انګېزو ته متوجه شي، بيا ورته قهرمان كوچينى او بې اهميته كېږي.

  د كشف پوليس ممكن بدرنګى وي او له دې دركه د حقارت احساس ولري او دى شايد د خپل حقارت په احساس باندې د غلبې لپاره ډېر زړه ور او صادق پوليس شي. اوس كه موږ د هغۀ د هڅو رواني انګېزو ته پام واړوو، د هغه لوى كارونه به راته كوچيني او كم ارزښته ښكاره شي.

  د داستانونو د كشف پوليس بايد تر عادي خلكو هوښيار وي.

 په پوليسي كيسو كې ډېر ځله وينو چې د پوليس په ځاى ډاكتر، د دعوو وكيل او يا بل چا د مجرم د موندلو کوښښ كړې او مجرم يې موندلى دی. البته، له پولیسه پرته کس که د مجرم د موندلو هڅه کوي، دغه هڅه باید د جنایت له موضوع سره منطقي ارتباط ولري، مثلا ډاكتر ممكن هغه څوك وي چې ژوبل شوى قاتل ورته د علاج لپاره ورځي او د دعوو وكيل كېدى شي د دې لپاره د اصلي قاتل د موندلو هڅه وكړي چې د خپل موكل بې ګناهي ثابته كړي.

  ځينې جنايتونه قصدي وي او ځينې تصاد في.

  د تصادفي جنايت د عامل له نيولو سره د لوستونكي ډېره دلچسپي نه پيدا كېږي، ځكه خو د پوليسي ناولونو لپاره هغه جرمونه مناسب دي چې د پلان او نقشې په اساس پېښېږي.

  په پوليسي داستانونو كې طبعا پوښتنې ګروېږنې زیاتې وي. پوښتنې د پولیسو لپاره ضروري دي خو دا خطر شته چې د داستان حرکت ورسره ورو او بې خونده شي.

ماهر ليكوال د تحقيق د اوږدو مكالمو د رنګارنګ كولو لپاره له مختلفو طريقو كار اخلي . هغه څوك چې تحقيق ورڅخه كوو هغه ممكن يوه بله ستونزه ولري او په دې ډول يې په تحقيق كي نوى جالب اړخ پيدا شي.

  داسې هم كېداى شي چې ځينې پېښې د تحقيق لړۍ ټوك ټوك كړي، دغه راز د حاضرو كركټرونو حركاتو او خويونو ته اشاره په تحقيق كې رنګارنګي پيدا كولاى شي.

  د پوليسي ناولونو كركټرونه د عمل كسان وي، دوى چې كله فكر كوي ورسره عمل كوي. هغه كسان چې په خيال كې جنايت كوي پوليس يې نه نيسي او هغه پوليس چې د مجرم د نيولو لپاره يوازې پلانونه جوړوي، د كيسې د حركت خنډ ګرځي.

  په لوستونكي باندې د پوليسي داستان د منلو لپاره د ژونديو صحنو، (ځايزما نونو) جوړول ضروري دي؛ يعنې لوستونكى بايد زمان او مكان احساس كړي، پکار ده هغه كور چې جنايت پكې شوى دى، د لوستونكى سترګو ته ودرېږي. دغه راز پكار ده چې لوستونكى د پېښو د زمان په باره كې يو تصور ولري.

 زه څو كاله پخوا د دارالامان ويجاړې ماڼۍ ته تللى وم. د قصر مخې ته د پخو خښتو او ماتو شيشو بې شمېره ټوټې، د ويجاړ قصر تش او تيارۀ دهليزونه او د ديوالونو او چتونو رانړېدلي پلستر، له ودانۍ څخه راوتلي او كاږه شوي سیخونه، تورې سوځېدلې كوټې، په ديوالونو باندې د بېلابېلو تنظيمونو د توپكيانو نومونه، شعارونه  او شعرونه… او چې باد به د ماڼۍ د ټوك ټوك شوي آهنپوش ټوټې خوځولې ، داسې اواز به ځينې لټېدۀ لكه چېرته نژدې چې د روسي ټانکونو کتار روان وي.

 د پوليسي كيسو ليكوال كولاى شي دغسې ځايونو ته لاړ شي او د بوږنوونكو داستانونو د ليكلو لپاره الهام ورنه واخلي.

  موږ كه جنايي داستانونه ليكو د جنايت كارو د روحیې معرفي كولو ته اړتيا لرو. لوى جنايت يوازې د موقتي مقصدونو لپاره نه ترسره كېږي. روحي وضعيتونه، جنسي عقدې، د سياسي قدرت د تر لاسه كولو جنون، د حقارت ژور احساس او داسې نور عوامل دي چې له يو كس څخه لوى جنايتكار جوړولاى شي.

  د مجرمانو د ارواپوهنې په باره كې كتابونه پيدا كېږي. خپله مشاهده هم ډېره مهمه ده. زما خپله تجربه او مشاهده دا خبره تاییدوي چې لوى مجرمان معمولا نه مثبت او نه منفي عواطف لري؛ يعنې نه په قهرېږي، نه مينه كوي، او نه رحم كوي. لكه موږ چې تيږې ته نه په قهرېږو، نه مينه ورسره كوو او نه رحم ورباندې كوو ، دوى نورو انسانانو ته د شيانو په سترګه ګوري. لوى جنايتكاران ممكن د ډېرو خبرو ليوال نه وي، دوی نورو ته د نژدې كېدو قدرت نه لري.

   دغه راز د پوليسو د روحيې پيژندل پكار دي. كه د پوليسو دفترونو ته ورشو، د دوى د خوى په باره كې به ډېر څه زده كړو. پوليس د خپل اجتماعي موقعيت په خاطر د لاسبرۍ احساس كوي او دغه احساس د هغوى په خوى اثر پرېباسي. پوليس شايد پخپل منځ كې توندې تېزې خبرې وكړي، البته، جنايتكاران بيا ډېر بې ادبه وي، هغوى شايد ښكلې جمله په ژبه رانه وړي، جملې ممكن بشپړې بيان نكړي او خبره په نيمه كې پرېږدي.

   په محكمو كې د قضاوت د صحنو ليدل او په ورځپاڼو ،مجلو او تلویزیونونو كې د جنايي راپورونو کتل د پوليسي كيسې ليكوال ته نوي موضوعات وركوي.

 د پوليسي داستانونو تاريخ راته وايي چې د لومړي نړيوال جنګ جنايتونه د دې سبب شول چې په لويديځو هيوادونو كې پوليسي كيسه د پخوا په نسبت وغوړېږي. دغه كار په افغانستان كې هم كېداى شي.

  د پوليسي كيسو لوستونكي هر وخت او هر چېرته ډېر وي. دا د افسوس خبره ده چې زموږ ليكوالو د ليكوالۍ دې اړخ ته لازمه توجه نه ده كړې.


یادونه: دغه مقاله مې په ۲۰۰۵ کې لیکلې وه. له هغه راوروسته په پښتو کې څو پولیسي ناولونه خپاره شوي دي. پخوا به زموږ لوستونکو په دې برخه کې یوازې د ایرانیانو لیکنې او ترجمې لوستې خو اوس خپل آثار هم لرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب