شنبه, مې 4, 2024
Home+آیا زموږ د شعر تیوري سمه ده؟ | رحمت شاه فراز

آیا زموږ د شعر تیوري سمه ده؟ | رحمت شاه فراز

زموږ په ټولنه کې دوه هغه موضوعات چې ډېرې زیاتې خبرې پرې وشوې، شعر او شاعر دی. د دې یوه وجه به ښايي زموږ په ټولنه کې د شاعرانو ډېروالی وي، شعر زموږ په ټولنه کې ډېر نشته. هغه ټولنې چې تفکر او نړۍ لید يې ساینټیفیک او عقلاني شوی نه وي، شعر ته ډېره مخه کوي. عربي ټولنه تر پېړیو، پېړیو پورې د شعر او شاعري ټولنه وه، وجه يې دا وه، چې علم او ساینس يې نه درلودل. ټولنې ساینسي او عقلاني ولې نه دي؟ ډېر عوامل يې کېدلی شي او په هره ټولنه کې بېل، بېل کېدلی شي. خو چې نه وي، نو سره له دې چې لازمي نه ده، خو کافي ده، چې په هغو ټولنو کې دې شعر او شاعري وده وکړي.

زموږ په ادبیاتو کې چې په شعر کومې خبرې شوې، د هغه شعر په اړه دي، چې موږ له عربي ادب څخه تقلید کړ او بیا د همدې عربي شعر اصول، قالبونه، تخنیکونه او په ټوله کې د شعر تیوري مو خپلې پښتو ته را وژباړله. زموږ ان لومړنی شعر هم، پښتو شعر نه دی، بلکې د پښتو شوي عربي شعر په قالب کې په پښتو ژبه، عربي شعر دی.

موږ ولې عربي شعر را خپل کړ؟

ډېر لاملونه به لري، خو دلته به يې یو څو لوی، لوی ووایو: یو، دا چې له عربو سره زموږ دیني او مذهبي تړاو پیدا شو. عرب زموږ سیمې ته د استعمار په نیت نه وو راغلي. سره له دې چې ځینې به له دې ټکي سره زما هم نظره نه وي او د عربو راتګ به هم ښکېلاک او استعمار ورته ښکاري. خو زموږ د ټولنې اوسنی واقعیت دا په ګوته کوي، چې د عربو راتګ استعمار نه وو/ یا له عربو سره زموږ د ځانګړي تړاو او رابطې له برکته استعمار نه شو. د دغه تړاو یوه لازمي نتیجه دا وه، چې د هغوی په راوړي دین د ځان پوهولو لپاره عربي ژبه زده شي. عجمو په عموم کې او موږ په خاصه توګه چې عربي ژبه زده کړه، نو په دغه ژبه کې مو پراخه پنځونې هم وکړې او دغه پنځونې یوازې تر دین او مذهب پورې محدود نه وې. دغه راز، هغه لوی، لوی امامان او فقهاء چې نن ورځ زموږ د مذهبي فکر سرلاري ګڼل کېږي، تر ډېره د عجمي خاورې پیداوار وو او خټه يې عربي یا غیرعجمي نه وه.

دوهم دا چې عرب چې نورو هېوادونو ته لاړل، خپل شعر او ادب یې هم ورسره یووړل او چې هلته پاتې شول، په خپله ژبه کې يې شاعري هېره نه کړه.

چې عربي ژبه مو زده کړه، چې عربي شعر مو را خپل کړ او چې پخپله مو په عربي ژبه کې بې سارې پنځونې وکړې، لازمي نتیجه يې وه، چې د عربي شعر کچ و مېچ يې هم را خپل کړو او تیوري يې هم ومنو.

یوازې عرب هغه څوک نه وو، چې زموږ په هېواد راغلل، بلکې انګرېزان هم راغلل.

خو ولې مو انګرېزي ادب په برخه نه شو؟

دا ګڼ لاملونه لرلی شي، خو دلته يې هم په څو عمده ټکو خبرې کوو: یو دا چې له انګرېزانو سره موږ په مذهبي مخالفت کې ولاړ وو. که انګرېزان په هغه وخت کې راغلي وای، چې موږ لا هم اسلام نه وو منلی، ممکن له انګرېزانو سره به زموږ جګړه د وطن ساتنې په موخه وه او مذهبي رنګ به يې نه درلوده او بیا یې امکان وو، چې ژبې، کلتور او ادب يې په موږ کې ژورې اغېزې پرې ایښې وای. خو داسې نه دي شوي. موږ ته چې په کومو پېړیو کې انګرېزان راغلل، موږ مسلمانان شوي وو او اسلام زموږ د ملي هویت یوه برخه ګرځېدلی وو.

بله وجه یې دا وه، چې د عربانو پر خلاف، انګرېزانو موږ ته کومه علمي او ادبي ګټه ونه رسوله. عربو موږ ته دین راووړ، خو د دین په څنګ کې يې یوه نوې ژبه، یو نوی کلتور، یو نوی ثقافت، یو نوی ادب او یوه نوې پوهه هم راوړه. انګرېزانو دا هر څه درلودل، خو موږ ته يې عملي ګټه ونه رسوله او اغېزې يې پاتې نه شوې. ښايي د دې تر شا به هم له انګرېزانو سره زموږ مذهبي مخالفت لاس درلوده. دریمه وجه یې دا هم وه، چې افغانستان د انګرېزانو مستعمره نه شو او تر پایه پورې دواړه لوري د جنګ په حالت کې وو. د جنګ په حالت کې ادب او شاعري نه تبادله کېږي، توپ او توره خبرې کوي.

د انګرېزانو د افغاني ښکېلاک او هندي ښکېلاک توپیر

انګرېزانو چې کله په هند یرغل وکړ، نو هند يې خپله باقاعده مستعمره وګرځوله. په مستعمره خاوره کې اصلي او بنیادي واک (underlying power) له استعمارچي سره وي، فقط یو سمبولیک واک د هغه ځای له اوسېدونکو سره وي. سره له دې چې انګرېزانو د هند په خاوره او خلکو بې شمېره ظلمونه وکړل، خو خپله ژبه او ادب يې هم ورته پرېښودل؛ چې یوازې همدې انګرېزي ژبې هند ته دومره ګټه ورسوله، چې نن ورځ په ګڼو ډګرونو کې د سر خبره کوي او ځان د نړۍ په لویو قدرتونو کې حسابوي. که انګرېز هند ته انګلیسي نه وای په میراث پرې ایښې، نو ممکن نن ورځ به د رابندرا ټاګور نوم هم د نوبل جایزې ګټونکو په نوملړ کې نه وو شامل شوی.

بېرته خپلې خبرې ته راګرځو.

موږ عربي شعر را خپل کړ او په نتیجه کې مو يې عربي تیوري هم را خپله کړه. پخپله د شعر له کلمې نیولې، تر لفظي او معنوي صنعتونو، تر شعري قالبونو او بیا تر بدیع او بیان پورې ټول اصطلاحات، تعریفونه، او اصول و ضوابط له عربي څخه په پور اخیستل شوې پانګه ده.

په عربي شعر کې وزن، قافیې، ردیف او موسیقي لوړ ارزښت درلوده او د شعر په تیوري کې يې هم شعر د موزون کلام په توګه پېژانده. هغه کلام چې موزون به نه وو، شعر يې نه باله. ان په عربي شعر کې چې کوم قالبونه مشهور دي، ټول د خپل جوړښت او چوکاټ له مخې داسې دي، چې یوازې موزون خبره پکې ځایېدلی شي، د ناموزونې خبرې ګنجایش نه لري. قصیده دې ردیف نه لري، خو که قافیه ونه لري، د څپو شمېر یې مساوي نه وي او د قصیدې لپاره ټاکل شوي مضامین پکې نه وي راغلي، د عربي شعر تیوري یې راسره نه مني. موږ د پښتو شعر په برخه کې همدا تیوري کټ مټ ومنله. ان تاسو د لرغونې دورې پښتو قصیده او یوه عربي قصیده خوا په خوا سره کېږدئ، له ژبني توپیر پرته به بل فرق پکې ونه وینئ. او باید هم چې نه وي.

زموږ ادبپوهان د عربي شعر له تیوري څخه دومره متاثره شول، چې د پښتو ژبې ژبنی جوړښت او مزاج یې په نظر کې ونه نیول او هڅه يې وکړه، چې هو بهو همدا تیوري په پښتو ژبه تطبیق کړي. داسې نه ده، چې دغه تطبیق ګټور نه وو او په موږ کې لوی شاعران پیدا نه شول، خو یوه لویه ستونزه یې دا جوړه کړه، چې د پښتو ژبې خپل اصیل شعر ورک شو. زموږ ټوله شاعري، هغه که زموږ د لرغونې دورې شاعري ده، که د کلاسیکې دورې د لویو، لویو شاعرانو شاعري او که د معاصرې دورې د غزلبولو شاعرانو شاعري ده، ټوله مصنوعي شاعري ده. مصنوعي په دې ده، چې موږ د عربي شعر د قالبونو لپاره خپله پښتو ماته کړې، غوڅه کړې، توږلې او بیا مو په دې قالبونو کې ځای کړې ده. آیا کامیابې بېلګې لرو؟ هو، بې شمېره کامیابه بېلګې او لوړه شاعري لرو، خو د پښتو ژبې طبیعي شاعري نه ده. هغه شاعري چې د رباعي او قصیدې په قالب کې شوې وي، هغه مهال طبیعي ده، چې ژبه يې عربي وي.

د پښتو سوچه شعر

نن ورځ موږ له لنډیو، ټپو، کاکړۍ غاړو او ځینو نورو لنډو، لنډو سندرو پرته د پښتو ژبې اصیل او سوچه شعر نه لرو. د دې وجه دا ده، چې زموږ ادبپوهانو د شعر لپاره خپله مستقله او خپلواکه تیوري ونه شوای پنځولی.

زموږ ادبپوهانو ته چې تقلید اسانه چاره ښکاره شوه، ټوله تیوري يې له عربي شعر څخه را وژباړله، بې له دې چې لومړی د عربي شعر په جوړښت او جوهري عناصرو پوره غور وکړي او د همدې په تقلید کې د پښتو شعر لپاره خپلواکه تیوري جوړه کړي. لومړني تقلید زموږ شعر له منځه یووړ او اصلاً يې جوړېدو، تکامل او ارتقا ته پرې نه ښود؛ حال دا چې دوهم تقلید زموږ شعر له یوه تکاملي او ارتقايي بهیر څخه برخمن کولی شول. په دې اساس، لومړنی تقلید ناروا وو، خو زموږ ادبپوهانو وکړ؛ او دوهم تقلید چې روا وو، ویې نه کړ. دوهم تقلید کټ مټ داسې مثال لري، لکه غومبسه چې د خپل کورګي د جوړولو لپاره د مرغۍ د ځالې تقلید کوي. خو خپله کوټګۍ د لرګي له خاشو او خلو څخه نه جوړوي، بلکې پاکه او سوچه خاوره پیدا کوي، لمدوي يې او ځان ته ترې د خټو کوټګۍ جوړوي. زموږ ادبپوهانو هم کولی شوی، چې د عربي شعر له ځالې تقلید وکړي؛ خو د دې په ځای چې خپل شعر له عربي خاشو او خلو جوړ کړي، ښه به وه، چې له پښتو خټې یې جوړ کړی وای او د پښتو پخڅې يې ورته وهلې وای.

عربي شاعران په اصل کې په دې اند وو، چې شعر موزون کلام دی. دوی په شعر کې وزن، د څپو شمېر، قافیې، ردیف، د الفاظو تکرار او د الفاظو له ترتیب، ترکیب او تناسب څخه زېږېدلې موسیقي ته ډېر زیات اهمیت ورکاوه. دوی چې په شعر کې کوم څه ته په ارزښت قایل وو، د دوی تیوري هم د هماغه عناصرو او فکتورونو انعکاس وو. معنوي صنعتونه ایجاد شول، په دې چې عربي شاعرانو تر پیغام د خبرې څرنګوالي ته ډېر ارزښت ورکړی وو؛ لفظي صنعتونه یې ترتیب کړل، په دې چې دوی ته د الفاظو موسیقي او تناسب ډېر ارزښت درلوده. د بیان فن یې طرحه کړ، په دې چې دوی ته هماغه یوه خبره په نوي طرز او سلیقې سره کول لویه کارنامه ښکارېده. تشبیه، مجاز، استعاره او د بیان نور ټول توکي یوازې یوه خبره په مختلف طرز او انداز کې بیانول را ښيي.

خو په حقیقت کې چې شعر ته وګورو، شعر له دې ټولو څخه یو شی هم نه دی. شعر نه موزون کلام دی، نه د وزن، د څپو د شمېر، قافیې او ردیف محتاج دی، نه د الفاظو تکرار، تناسب او ترتیب د شعر جوهري عناصر دي او نه په شعر کې موسیقي یو مهم توکی دی. دا ټول هغه څه وو، چې عربو له شعر سره وتړل او په نتیجه کې يې موږ سره هم د شعر په تړاو همدا تصور جوړ شو.

د دغې خبرې رد پخپله په قرآن کریم کې شوی. په سوره یسین کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله ویل شوي، وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ [ژباړه: او موږ هغه (محمد) ته نه شعر ورښوولى او نه ورسره ښايي، هغه خو له نصيحت او روښان قرآنه پرته بل څه نه دى.]

په دې آیت کې لومړی د دې خبرې رد ویل شوی، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته شعر نه دی ور ښودل شوی، نو ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم شعر نه شو ویلی. خو آیا دا په دې معنا، چې نبي کریم ص موزونې خبرې هم نه شوای کولی؟ نه، هېڅ کله داسې نه ده. پیغمبر علیه السلام موزونې خبرې کړې دي او دا حدیث يې یوه څرګنده بېلګه ده: كلمتان خفيفتان على اللسان، ثقيلتان في الميزان، حبيبتان إلى الرحمن: سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظيم. (متفق علیه)

آیا دا په دې معنا چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په اړه د قرآن پورتنۍ خبره (العیاذ بالله) دروغ ده؟ نه، بلکې د نبي کریم ص په هکله ویل شوي، چې دی مبارک هغه خبرې نه کوي، چې عرب شعراء يې په شعرونو کې کوي. په دې اساس، شعر موزون کلام یا موزونې خبرې نه دي، بلکې د خبرو یو ځانګړی ډول او یو خاص ډول خبرې دي، چې له نثر یا عادي خبرو سره توپیر لري او شعر بلل کېږي.

زموږ دغه ټکی هم، چې شعر مضمون او د خبرو یو ډول دی، له همدې پورتني آیت څخه ثابتېږي. آیا قرآن په موزونه ژبه نه دی لیکل شوی؟ آیا د قافیې مراعت پکې نه دی شوی؟ ایا لفظي او معنوي صنعتونه په خپل اعظمي شکل نه دي پکې راغلي؟ آیا د بیان له ټولو ډولونو عالي استفاده پکې نه وینو؟ نو بیا ولې قرآن کریم له شعر څخه بېل ښودل شوی دی؟ ولې خدای ویلي، چې دغه خبرې شعر نه دي، بلکې ښکاره قرآن دی؟ ځواب یې دا دی، چې شعر خاص ډول خبرې دي، نه موزون او موسیقي لرونکی کلام!

زموږ دغه ټکی د قرآن کریم له یوه بل آیت څخه هم ثابتېږي. هلته د ښو او بد شاعرانو فرق یوازې په دې اساس شوی، چې ځینې خلک د شعر په نوم ناوړه او فحش خبرې کوي، خو ځینې يې ښه او اخلاقي شعرونه هم وايي.

پورتنی بحث مو دې پایلې ته رسوي، چې شعر د عربو لپاره موزون کلام وو، خو دا مهمه نه وه، چې د پښتو لپاره دې هم شعر یو موزون کلام وای، یا دې د پښتو شعر لپاره د قالبونو تنګ او بند چوکاټونه وضع شوي وای، یا دې په لوی لاس شاعران دې ته مجبور کړای شوي وای، چې د خپل شاعرانه عظمت د اثبات لپاره د مشجر، مسدس او نورو هندسي اشکالو په قالبونو کې شاعري وکړي.

شعر په اصل کې یو مضمون دی، یو داسې مضمون چې له عادي خبرو څخه خپل ځان بېلوي. شعر موزون کلام نه دی، شعر یوه غیرعادي خبره ده او د غیر عادي خبرې لپاره موسیقي او قالب هېڅ مهم نه دي. دا به ډېره ښه وه، چې موږ له عربي شعر څخه د غزل مضمون، د قصیدې مضمون، د رباعي او قطعې مضمون را پور کړي وای او په پښتو ژبه کې مو دغه مضامین د پښتو د اصلي مزاج او طبیعت په استفادې سره بیان کړي وای.

ممکن د پښتو شعر به شډل بډل وو، خو زموږ خپل به وو. خوند به يې ډېر وو. موږ ته به اشنا وو. لنډۍ هم شډله بډله سندره ده، خو موږ يې په ډېرو لوړو او شهکارو غزلونو او ابیات الغزل هم نه ورکوو. بله دا چې که په عربي قالبونو کې مو شاعري کولی، نو په دې فکر مو باید کړې وای، چې دا د پښتو ژبې اصیله شاعري نه ده او نه د پښتو ژبې د شعر تیوري د شعر په اړه دا مني، چې شعر باید موزون وي، باید قافیه ولري، باید موسیقي ولري او باید له لفظي او معنوي صنعتونو استفاده پکې شوي وي.

عرب خپلې دغې تیورۍ ته دومره ژمن وو، چې یوازې هغه خبره شعر ورته ښکارېدله، چې د عربي شعر په تول و تال به برابره وه. خو زموږ ادبپوهانو خپل پښتو شعر هم د عربي شعر په تله کې کېښوده او په پایله کې يې موږ هم په پښتو ژبه عربي شاعري وکړه، نه پښتو شاعري.

شعر یو مضمون دی، هغه که په هر ډول ژبني جوړښت کې وشي. شعر نه موزون کلام دی، نه قافیه او ردیف ورته مهم دي، بلکې یوازې مضمون یې مهم دی.

د شعر په تړاو په دې ټکو ځکه خبرې نه کوو، چې آیا شعر الهام او الهي پېرزوینه ده او که نه؟ د دې وجه دا ده، چې دغه خبرې اصلاً کوم ساینسي او علمي بنیاد نه لري. که موږ وایو، چې شعر الهام دی، نو بیا خو شاعري د زدکړې فن نه شو او بیا د شعر تیوري ته څه اړتیا ده. چې الهام راځي، نو په الهام کې خو باید ګوتې ونه وهو او کټ مټ يې باید بیان کړو.

آیا الهي پېرزوینه هم نه ده؟ الهي پېرزوینه یې که په دې اساس بولو، چې شعر تر ځینو کسانو پورې محدود کړو او ووایو، چې هر څوک شاعري نه شي کولی، نو بیا دا خبره غلطه ده. هر څوک شعر لیکلی او ویلی شي. خو که په دې اساس يې وایو، چې انسان ته عقل، فکر او ژبه خدای ورکړي، نو په همدې اساس که یو څوک شاعرانه خبره کوي، نو د خدای ورکړه ده، چې کوي يې، نو بیا «الهي پېرزوینه» یوه عادي خبره ګرځي او بیا خو د سهار ناشته او د ماخوستن ډوډۍ هم الهي پېرزوینه ده.

د شعر په هکله موږ وویل، چې شعر یو مضمون دی او ژبه يې مهمه نه ده. دا په دې معنا هم نه ده، چې دلته د ښو الفاظو استعمال، خبره په سینګار شوي انداز کول، د خبرې لپاره بهترین سیاق او سباق چمتول کول بې ارزښته ګڼل شوي. د یوه ښه شعر لپاره دا ټول مهم دي، خو په دې هم ټینګار کوو، چې دغه عناصر د شعر جوهري عناصر نه دي او بې له دې توکو هم شعر لیکل کېدلی شي.

په وروستیو لسیزو کې د سپین او ازاد شعر مشهورېدل پخپله زموږ د پورتنۍ خبرې لپاره دلیل هم دی او دلالت هم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب