د پسته اور رنګونه
چیرته چې ژوند کوئ یو نیم ځای مو ممکن خوښ نه شي او یو نیم ځای د هوسایي احساس وکړئ. په دغه احساس کې رنګونه لوی لاس لري.
رنګونه د انسان پر روحیاتو داسې اغیز کوي چې ښایي د غصې مخه ونیسي، غم لرې کړي او احساسات قابو کړي. څیړونو څرګنده کړې ده چې رنګونه پرنبض، د زړه پردربا، اشتها او حتی خوب تاثیر کوي.
دغه اغیز د رنګ ارواپوهنه Color Psychology څیړي او دا معلوموي چې رنګونه څه نفسیاتي او عاطفي تاثیر د انسان د ژوند پر مختلفو مرحلو لري. (۱)
په شعر کې هم رنګ خپل اغیز شیندي او د یو شمیر کره کتونکو په وینا رنګ د عاطفې د شریکولو یوه وسیله ده. شاعر د رنګونو له لارې کولی شي چې په شعر کې توازن، تناسب، یووالی او انسجام وپنځوي چې دا د جمال علم بنسټونه دي.
د ( پسته اور) ګڼې څلوریزې هم بې رنګه نه دي. په دې شعرونو کې تور، سور، زرغون، شین، ابي، زیړ، نیلي، خړ، زرین او سپین رنګونه استعمال شوې دي. البته په ځینو رباعیاتو کې رنګ یوځای شوی، لکه تورسپین او سورشین.
پر انسان د رنګونو تر اغیز پورې، مثلا وایي چې زمان تر زرغونې وړانګې لاندې په منډه تیریږي او تر سرې وړانګې لاندې ورو درومي. دا ځکه چې زرغون رنګ اعصاب کراروي او سور رنګ برعکس عمل کوي.
له رواني اړخه زرغون رنګ د هیلو او امیدونو رنګ دی. د څیړونو له مخې معلومه شوې ده چې دا رنګ خوښي پیدا کوي، د همدې لپاره ډاکټران د عملیاتو په وخت دغه رنګ جامې اغونځي څو ناروغانو ته د خوښۍ او هیلې احساس ورکړي. په پسته اور کې هم زرغون او شین رنګ د هیلو رنګ دی. له وطنه لرې د یوه کډوال هیله په دې څلوریزه کې څرنګه زرغونه شوې ده:
په شنه مرغه کې چې میږې څري
تندي وري ګورې ورته له لرې
چې خیبر ګورم داسې مې بل کړي
حسرت په سوي زړه اور د سري
د سولې په کلونو کې بیا له شنه رنګه بل رنګ هیله کیږي:
بهار د غرونو پاڅوي مړی
هر بوټي بل شان ګل وي راوړی
په شنو لمنو کې ته به وایې
چې طاوسانو پیتاوی کړی
د شنه بوټي شان پخوانی دی. په تیرو زمانو کې به دا بوټی د جګړو د بریالیو قوماندانو په سرونو کې ټومبل کیده او دا له جګړې وروسته د استقرار نښه وه. په ورته وخت کې دا رنګ د طبیعت او ژوند سیمبول ګڼل کیږي:
چې د سین غاړه د غره لمن وي
څو ګورې ونې یو شین چمن وي
هلته یواځې یو کورګی جوړ کړو
روح به مو ښاده روغ به مو تن وي
په پورته څلوریزه کې سین له شین سره یو ډول انسجام پیدا کړی دی چې دې انسجام د شعر په داخلي موسیقي کې مرسته کړې ده.
د رنګونو اغیز په تجسمي هنرونو لکه ( نقاشي، طراحي، عکاسي، چاپ)، نندارې ( تیاتر، سینما)، معماري او ادبیاتو ( شعر و داستان) کې له یوه زمانه تر بل یوه، له یوه مکانه تر بل یوه او له یوه کلتوره تر بل یوه ښایي توپير وکړي.
یو وخت په لندن کې په ټولګي کې ناست وم. خبره تر فصلونو یاده شوه، استاد پوښتنه وکړه چې کوم فصل مو خوښیږي. یوه منی یاد کړ او زما څنګلوري اوړی وستایه، ما د پسرلي ستاینه وکړه، څو کسانو یو ځای مخ راواړاوه، لکه چې زما خبرې حیرانه کړل. ماته په زړه کې راتیر شوو چې زه د خړ وطن سړی یم ځکه مې سترګې د شنه او زرغونه رنګ لیدو ته تږې دي.
دغه تنده زموږ پر شاعرۍ هم لاسبرې ده او په ګڼو زړو او نویو شعرونو کې مو د زرغونه رنګ ستاینه شوې ده. د دې رنګ تر څنګ دوه نور اصلي رنګونه سور او ژیړ هم په شعر کې پریمانه لرو.
په ټولو ټولنو کې رنګونه یو رنګ مفهوم نه لري. مثلا موږ نه خوښوو چې ناوې مو د واده په ورځ ژیړ کمیس واغونځي، وایو ژیړ رنګ جدایي ده. په اروپا کې بیا ژیړ رنګ د غولولو مفهم شیندي خو په چین کې د امپراتورۍ مانا لري او په بودایي کلتور کې د تواضع مفهوم ورکوي.
ژیړ رنګ د سرو زرو، رڼا او لمر رنګ دی. که د لمر رنګ روښانه وي نو د خوښۍ او هیلې مانا پکې نغښتې وي او که لمر خړ پړ ښکاري نو پر خپګان دلالت کوي. فرعونانو به له دې رنګه په خپلو اهرامونو او کورونو کې ډیر کار اخیست. داسې ویل کیږي چې له دې رنګه به فرعونانو په ناروغیو کې د علاج لپاره استفاده کوله (۲)
یو لاس چې چیرته بل لاس ته اړ شي
اختیار یې فلج او احساس یې مړ شي
د بل تر سیورې لاندې ژوند نشته
تر ونې لاندې واښه هم ژړ شي
په ګوزڼ وهلي حالت یا فلج کې د ویني جریان ورو کیږی او چې د وینې جریان ورو شي د فلج شوي لاس رنګ ژیړ شي. په پورتنۍ څلوریزه کې د ژیړ یوه مانا عادي رنګ دی چې لمر وښو ته ونه رسیږي هغه ژیړ شي، بله مانا یې دا ده چې کله انسان له لمره بې برخې شي بڼه یې بدلیږي او لمر هغه انرژي ده چې ژوند ورسره تړلی دی.
په اروپایي شعر کې ګڼ ځای ژیړ رنګ د تشدد او تیري سیمبول شوی دی. په پورته څلوریزه کې هم پر محتاج لاس زیاتی شوی دی.(۳)
ژیړ رنګ د پسته اور په یوې بلې څلوریزې کې:
ژیړیه لمره، ژیړیه لمره
چې په خیر واوړې بیا له خیبره
زما لپاره یوه بوسه واخله
د وطنوالو له بام و دره
دلته ژیړ د لمر صفت دی او لومړنیو انسانانو وروسته تر دې د لمر عبادت کاوه چې له کرهڼې سره اشنا شول. ساینس دا خبره ثابته کړې ده چې له لمره پرته ژوند نه شي کیدای، نو لمر په شعر کې یو ډول د ژوند سیمبول شوی دی.
لمر او ژیړ رنګ په یوې بلې څلوریزې کې، خو دا ځل ژیړ والی د لمر پلوشو ته راغلی او شاعر له خدایه غواړي چې پر دغو پلوشو د وطن تیاره چاپيریال روڼ کړي:
ښه کړه راپیښه اې د ښو ربه
د انس و جن او فرشتو ربه
تیارې مو واخلې له تیاره لارو
د لمر د ژیړو پلوشو ربه
بل اصلي رنګ سور دی چې پسته اور پرې رنګیدلی دی. سور رنګ تقریبا هرځای د عشق رنګ دی. د سره رنګ خوښونکي له ژونده خوند اخلي، مبارزې ته هوسیږي او مینه کوي.
د رنګ د اروا پوهنې له مخې سور ګل له معشوقې سره د جار وجنجال مانا ورکوي، خو که نا پيژندویه څوک چا ته سور ګل ورکړي مانا یې دا ده چې روغه به وکړي، دغه روغه د یوې سرې پاڼې د لیږلو له لارې په لاندې څلوریزه کې داسې کیږي:
بیا درلیږمه د زړه سره پاڼه
د رږیدلي ریدي یوه پاڼه
خو ته به څه کړې سترګې ورټيټې
چا وراخیستې د لاله پاڼه؟
په اروپایي ادب کې سور رنګ ښایي د عاطفې او ویرې سیمبول شي(۴) په پورتنۍ څلوریزه کې هم د ( زړه سره پاڼه) عاطفي مفهوم شیندي او هم بل ته له لرې د یوې سرې پاڼې په استولو کې یو ډول ویره نغښتې وي.
د پسته اور هغه څلوریزې چې د جګړو له کلونو مخکې لیکل شوې دي په هغو کې د سره رنګ دغه د عشق مانا جوته راغلې ده، په یوه بلې څلوریزې کې لولو:
چې ورته ګورم له شرمه سره شي
د حسن ګل وي، د زړه ټوټه شي
شرم و حیا وي جوهر د حسن
مڼه چې سره شي هاله خوږه شي
سور رنګ د تیري او په عاطفي حالاتو کې د حساسوالي مانا لري، په یوې څلوریزې کې دا مانا داسې رااخیستل شوې ده:
شعر ښکلا ده له ښکلو زیږي
د ژوند نشه ده له ملو زیږي
یا د خوږمن زړه د پرهر څړیکه
یا سره لمبه ده له سوَلو زیږي
په دې څلوریزه کې که څه هم سره د لمبې لپاره صفت دی خو په ورته وخت کې د دې رباعي له عمومي مانا سره سم د شاعر د حساسوالې څرګندونه کوي.
بل لور ته سور رنګ د غضب او انتقام مانا شیندي:
لاس مې ختلي اوس له هنره
له ما څه غواړئ ښکلې سندره؟
مګر مضمون مې په وینو سور کړم
وینې مې څاڅې د زړه له سره
په دې لاندې څلوریزه کې ( نوا) او ( انشا) هم دې قهر په وینو سرې کړې دي:
زړه کې مې لامبي نوا په وینو
ځکه مې سره ده انشا په وینو
یوه لوټه نشته په درست وطن کې
چې سره دې نه وي د چا په وینو
دغه د قهر څلوریزې په پیښور کې لیکل شوې دي، په هغه وخت کې چې په افغانستان کې شوروي ځواکونه وو او جګړې تودې وې. یوې بلې څلوریزې ته به ځیر شو چې بیا هم په کې سور رنګ د قهر مانا ورکوي:
ماشومان وایي چې راځي بیا عید
ګورئ د څه عید، چیرته د چا عید؟
چې پښې لاسونه په وینو سره وي
که د بمونو د نڅیدا عید؟
هغه کسان چې خوبونه تعبیروي په دې باور دي چې که په خوب کې څوک د خپل کور دیوالونه سره وویني نو له ډیرو ستونزو سره به مخامخ شي، سرې اوبه بیا په خوب کې لویه هنګامه ده. په لاندې څلوریزه کې دغه مفهوم داسې راغلی دی:
د کونړ سینه، د کونړ سینه
چې محوه نه کړې د شهید وینه
د اباسین مخ ورباندې سور کړه
چې شي دنیا ته خبره سپینه
تور رنګ هم له هغو رنګونو څخه دی چې په پسته اور کې ډیر کار ترې اخیستل شوی دی. د رنګ ارواپوهنه جوتوي چې تور رنګ، د قدرت، زور، قوت، شر، خواریدو، مړینې او ماتم ماناوې رانغاړي. د پسته اور په وروستیو رباعیاتو کې د پیل تر څلوریزو له تور رنګه ډیر کار اخیستل شوی دی او دغه څلوریزې اکثر هغه دي چې په پیښور کې د کډوالي په کلونو کې لیکل شوې دي.
استاد پسرلی د کډوالۍ په همهغه کرغیړن چاپيریال کې هم هیلمن و. په پیښور کې وم، لا زلمی شوی نه وم خو په کور کې مو کله هم د مشرانو او کشرانو خبرې سره بیلې نه وې، نو په مهمو خبرو خبر وم. د ګلدرې په سیمه کې اوسیدو. په کور کې دا خبره یاده شوه چې میاشت په پوره کیدو ده او د کور کرایه نشته. پلار مې وویل، خدای مهربانه دی. انا مې دې خدای وبخښي تر ژبې لاندې وزغونځیده. پلار مې بیټک ته ولاړ. دروازه وټکیده. ملا یوسف راغی. دی یو وخت په کلي کې زموږ د جومات ملا و او دغه وخت یې زامن په کندز کې قوماندانان وو. ملا جیب ته لاس کړل او ویې ویل ته خو اول دغه پیسې درواخله. ملا زما پلار ته د مځکو پیسې راوړې وې. په دغو کلونو کې به ډیرې لږې پیسې له مځکو راتلې ځکه چې د کندز لور ته سم تخم نه پیدا کیده، دواوې نه وې، د اوبه خور سیستم ګډوډ شوی و او بزګران به په ګرانه پیدا کیدل، چې څه به له مځکو ترلاسه شول هغه به هم خپلسره وسله والو په خپلو کې سره ویشل.
پلار مې ملا یوسف ته وویل چې عجیبه ده دغه اوس دلته ناست وم، په زړه کې راتیر شول که چیرته ملا صاحب راشي او پیسې راوړي چې دا د مځکو پیسې دي او ما لا دغه چرت واهه چې تا دروازه وټکوله. ملا وخندل او بیا دا بحث تود شو چې الغیب عندالله.
د پسته اور په شاعري کې تور رنګ د یاس او ناامیدۍ مانا شیندي خو د دې لپاره چې د پسته اور شاعر په خپل ژوند کې ناهیلی انسان نه و نو په څلوریزو کې یې له تور رنګ سره څنګ ته بیا هم هیلې غوټه کړې دي. په لاندې څلوریزه کې د هیلو رنګ ( شین) له تور سره یوځای کاروي:
ساده کوچیان وای زه او ته دواړه
په شنو لمنو، د سین په غاړه
توره کیږدۍ دې په شنه مرغه کې
زما په زړه وای ګوښې ولاړه
د شاعر په باور لوی زړونه په تیارو کې رڼیږي او د شپې تیاره ستوري ځلوي، یعني هیلې او امیدونه راوړي:
توره شپه واخلي نقاب له ستورو
معنی روڼه کړي سودا د تورو
په مصیبت کې لوی زړه سپینیږي
لوی خلک نه وي په شان د نورو
په یوې بلې څلوریزې کې هم ژوند لکه توره شپه تور یاد شوی دی خو شاعر یې د رڼا هیله لري:
د یاس له غرونو د زړه ارامه
سر راوچت کړه ماهِ تمامه
چې توره شپه مې د غم روڼه شي
درپسې ګرځم د عشق امامه
په افغان کلتور کې تور رنګ په ورته وخت کې ښایسته دی ( توره بهرام خانه نوابه، څڼې دې غوړې کړه چې باد یې رپوینه) د تورو څڼو او تورو سترګو ستاینه په لنډیو کې هم ډيره شوې ده.
په پسته اور کې تور ښایست ته په دغو لاندې څلوریزو کې اشارې شوې دي:
د تورو سترګو د ښکلا نازه
د دوو مینو د مینې رازه
څوک به دې واوري چاته به وایم؟
په هسک او مځکه د زړه اوازه
********
حسن وو ایښی د زلفو دام کې
که دې نشې وې توی کړي جام کې
د تورو سترګو نګاه دې ګرځم
چې یې ورپټ کړم تنکي ماښام کې
رنګ چې په سیبمولیک ډول استعمال شي د شاعر د نظر استازیتوب کوي. موږ په خپل زاړه شعر کې او په یو شمیر نویو شعرونو کې تور رنګ او اصلي درې رنګه، سور شین او زیړ کاروو. له دغو دریو رنګونو نور رنګونه جوړ شوي دي خو نورو رنګونو یا خورا لږ زموږ شعر ته لاره کړې یا مو کورټ استفاده نه ده ترې کړې. په هغو رنګونو کې چې په نورو پښتو شعرونو کې لږه رنګارنګ استفاده ترې شوې ده او په پسته اور کې ډیر ترسترګو کیږي، هغه سپین رنګ دی:
( سپینه اوښکه، سپینه لمن، سپین ستوری، سپینه ږیره، د سپیدار د پاڼې سپینه خوا، سپین لیمه، سپینه واوره، په واورو سپینې شوې څانګې، سپین ویښته، سپینه کرښه، سپینې وړانګې، د سپینو واورو څانګې، د ستورو په څیر سپین زړه، سپین سپیڅلی پښتون، سپین زړه، سپینه ټنډه، سپین غرونه، سپینه سپوږمۍ، سپینې وړانګې، سپینې څپې، سپینه شیشه، سپینې کوترې، د وړانګو سپینه بګۍ، سپینې لیڅې، سپینه رڼا، سپینه دښته، سپینه رمه)
سپین رنګ هغه رنګ دی چې په بیلا بیلو کلتورونو کې د سپیڅلتیا مانا ورکوي. په اسلام کې سپین رنګ ته په درنه کتل کیږي، امام سپینې جامې غوره ګڼي او حاجي مو سپین احرام تړي. سپين رنګ بیا د مسیحیانو په سترګو د سولې رنګ دی. په پخوانیو اساطیرو کې زیوس د سپین غویي په څیر و او د بودا تن سپین و.
د لرغونو زمانو انسانانو به سپین رنګ ته د یوې جادویي وسیلې په سترګه کتل داسې چې خلک تر شر مخکې ژغوري. د دوی په باور به د هغو څارویو او دیو پري او پیري رنګونه سپین و چې له دوی سره به یې مرسته کوله.
ډیر کله سپین رنګ د ژوند له پیل او پای سره ارتباط نیسي، خو دغسې پای چې د بل پیل پیلامه وي. زموږ ماشوم چې نوی زیږي ګڼ کسان یې په سپین اورڼي کې رانغاړي او کله چې څوک خاورو ته سپارو هغه هم په سپین کفن کې ښخوو.
په اروپا کې ناوې سپینې جامې کوي چې زموږ په ښارونو کې هم د ناوې سپینې جامې دود شوې دي او دا هم د سپیڅلي انسان لپاره غوره شوی رنګ دی. زموږ د خلکو تر منځ د سپینې لمن ښځه سپیڅلې ده او سپین ږیری مو غالبا پاک دی. موږ وایو پلاني له ځانه سپین باز جوړ کړ، یعني ځان یې بیخي پاک وښود.
په سپین رنګ کې د سپیڅلتیا دغه ماناوې په مختلفو ډولونو د پسته اور په څلوریزو کې تر سترګو کیږي، لکه په لاندې رباعي کې چې اوښکې ته سپین صفت کارول شوی:
ښایست نه ګل وو، نه باغ، نه غر وو
نه سپینه اوښکه، نه سمندر وو
څه ځلیدلو په هر هر څه کې
که اووړ شرر وو، که ځلند لمر وو
په دې څلوریزه کې ګومان کوم چې سپینه اوښکه د رڼې مانا ترڅنګ د سپیڅلي په مانا د ښایست صفت بشپړوي. د دې مفهوم توضیح په څلورمه مصرع کې شوی دی چې ښایست کله وړوکی شرر بلل شوی او کله ځلنده لمر.
په لاندې څلوریزه کې هم سپین رنګ د پاک او سپیڅلي په مانا راغلی دی. په دې رباعي کې استاد پسرلی له خدایه بخت غواړي، داسې بخت چې سپین وي یعني داغداره نه وي:
د بخت لمن مو کړې ربه سپینه
د اسمان ټنډه بیا غواړو ورینه
چې حسن وینو په هر هر څه کې
د ژوند لمحې مو کړې مینه مینه
سپین زړه هم د پاک او سپیڅلي زړه مانا ورکوي:
زړه چې یې سپین وي په شان د ستورو
شپې یې روڼیږي په غم د نورو
د قو د بڼو په بستر رغړي
چې نه شرمیږي په سپکو سپورو
د نامي روسي رسام ویسیلي کاندینسکي( ۱۹۴۴ مړ) په باور سپین رنګ تر پیدایښت مخکې مفهوم رانغاړي( ۵) دغه خبره د رنګونو د نفسیاتي اغیزو څیړونکي داسې کوي چې سپین رنګ د نوي پیلامې توان په انسان کې زیاتوي. د استاد پسرلي په لاندنۍ څلوریزه کې د سپین رنګ یوه مانا همدا کیدای شي:
لیمه مې سپین شو له انتظاره
که نوي ورکه درڅخه لاره
واښه بوټیږي، غوټۍ غوړیږي
ولې راځې نه د زړه بهاره؟
د رنګ د ارواپوهنې له مخې سپین رنګ د نورو شیانو تر منځ بیلتون راولي. د استاد په یوې څلوریزې کې په سپین رنګ دغه تفکیک داسې شوی دی:
چې دنګو غرو ته پسرلی راشي
د مینې مېنه، ښکلا ښکلا شي
اسمان او مځکه مګر د واورو
په سپینه کرښه سره جلا شي
سپین رنګ په لاندې څلوریزه کې هم د بیلتون مفهوم شیندي. په دې څلوریزه کې د سهار له پيلیدو سره غرونه رغونه د لمر وړانګې سپینوي:
چې جهان روڼ کړي سحر په وړانګو
دشت و غر سپين شي د لمر په وړانګو
سلام درلیږم په پلوشو کې
کله خو اخله خبر په وړانګو
ښایست په غربي فلسفه کې یوه ډيره پیچلې او د بحث وړ مساله ده. امریکایی فیلسوف او لیکوال ویل دورانت (۱۹۸۱م مړ) په دې باور دی چې هغه څه ته چې د انسان زړه کیږي په هغه کې ښایست پیدا کیږي او کله چې دغه څه ترلاسه شي ښایست یې له منځه ځي.(۶) د پسته اور شاعر په یوه څلوریزه کې ښایست همدغسې سپین ستوری ګڼې چې له لرې ورته هوسیږو:
دا رڼه ستوري چې بر ځلیږي
هر چاته سپین او ښکلي ښکاریږي
هیچا یې نه کړ په حال خبر ځان
چې یې په زړونو څه اور بلیږي؟
په لرغونې یونان کې به یو شمیر خلکو د شپې په مخه په دې نیت سپینې جامې اغوستې چې ښه خوبونه وویني. د فرعون په باره کې بیا ویل کیږي چې سپین تاج به یې پر سر ایښی و چې دې دا مانا ورکوله چې دی په سوله او اطمینان کې ژوند کوي(۷)
د رنګ د ارواپوهنې له مخې سپین رنګ د شخړو په کمیدو کې مرسته کوي. سپین رنګ په نړۍ کې د سولې مانا شیندي، سپین بیرغ د جګړو د بندیدو لپاره پورته کیږي او سپینې کوترې د سولې په نیت الوزول کیږي:
چې سپینه واوره مځکه کړي سپینه
پټوې ربه پرې د چا وینه؟
هم د روسانو وینې پرې تو دي
هم څڅیدلې زموږ له پرینه
سپین رنګ داسې هم نه دی چې په شعر کې مو نوی دی موږ هم سپینې لېڅې لرو، هم سپینه سپوږمۍ، خو د پسته اور په څلوریزو کې دغه صفت ته له خپل موصوف سره نوي تشبیهات پیدا شوې دي، لکه په لاندې څلوریزه کې چې ستوریو ته سپینه رمه ویل شوې:
د حسن شپونه ما هم میلمه کړه
پنډه د ستوریو سپینه رمه کړه
په زړه مې پو کړه د مینې دروی
واړه حواس مې نغمه نغمه کړه
سپینه سپوږمۍ په پښتو شعر کې ډیره یاده شوې ده خو ګومان کوم له سپین زړه سره نه ده تشبیه شوې، استاد وایي:
ولې له زړه نه بټۍ شي جوړه
یا ترې د ګټو هټۍ شي جوړه
لږ یې د مهر وړانګو ته نیسه
چې ورنه سپینه سپوږمۍ شي جوړه
د یو شمیر څیړنو له مخې د انسان سترګې د نژدې لس میلیونه رنګونو د توپیر وس لري، نو څومره چې نړۍ ډیره پیژنو هغومره د شعر انځورونه او ماناوې پراخیږي.
داسې نه ده چې نور به رنګونه کشفوي او موږ به یې دستي خپل شعر ته انتقالوو. شعر شاعر لیکي او شاعر منفرد شخصیت دی د بل پیښې که وکړي ښه شعر به ونه لیکي. که مو شاعر کټ مټ له اروپایي شعره د هغو رنګونو مفاهیم خپل شعر ته راواړوي چې لا یې په خپل شعر کې تجربه نه لرو نوتیروتی به وي. ځکه چې چاپیریال پر احساس تاثیر کوي او رنګ له چاپیریاله رااخلو. بله خبره دا ده چې د شعر لیکلو په وخت که شعر رنګوو نو په هغه رنګ یې باید ورنګوو چې هغه مو خپله احساس کړی دی او خپل کړی مو دی.
1- http://www.arttherapyblog.com/online/color-psychology-psychologica-effects-of-colors/#.UvkqYkk1jIU
۲- جودي محمد حسین، تاریخ الازیا القدیمة ط ۱، عمان، دارصفاء للطباعة و النشر ۱۹۹۷، ج ۱، ص ۴۶
۳- http://examples.yourdictionary.com/examples/examples-of-symbolism.html
۴- پورتنۍ مرجع
۵- شخصي نوټ
۶- د پوهنتون نوټ
۷-جودي محمد حسین، تاریخ الازیا القدیمة ط ۱، عمان، دارصفاء للطباعة و النشر ۱۹۹۷، ج ۱، ص