داود محظوظ
تشویق یا هڅول هرهغه څه دي، چې د یوې ادارې ،رسمي یا کاري ګروپ لپاره په ورسپارل شویو چارو کې د اجراآتو د زیاتې علاقمندۍ سبب ګرځي.
ددې لپاره چې په یوه اداره،سازمان او شرکت کې کارونه په ښه ډول پرمخ لاړ شي،نو اړینه ده ترڅو کارمندان یې وهڅول شي، پدې سره کارمندان انګیزه پیداکوي ،کارونه ښه والی مومي،کاري رضایت رامنځته کیږي،د کارکوونکو په ځان باور لا غښتلی کیږي،کاري فضا دوستانه کیږي،سالم رقابت رامنځته کیږي،خلاقیت منځته راځي او په ټوله کې د ادارې کارونه په ښه ډول مخته خي.
بله دا چې تشویق ددې سبب هم ګرځي چې ټول کارمندان پدې پوهول کیږي چې موږ د خپلو مشرانو او مدیرانو لخوا څارل کیږو،ښه کارونه مو ستایل کیږي او د تنبلي او لټي په صورت تنبیه،تأدیب او حتی مجازات کیږو.
خو یوه خبره ډېره اړینه ده چې هڅونه باید ډیره صادقانه او بیطرفانه وي ، کاذبانه او جانبدارانه تشویق به هیڅکله ستاسو د ادارې په چارو کې د ښه والي سبب نه شي، او بل دا چې تکراري او همیشګي تشویق هم ګټور ندی او کارکوونکو ته بې اهمتیه او په یوه ستړي کوونکي حالت باندې بدلیږي.
الله تعالی (جل جلاله) د بقرې سورې په ۲۵ آیت شریف کې فرمایي:
« وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ »
ژباړه: او هغو کسانو ته زیری ورکړه چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه کوي ،د هغوی ځای هغه باغونه دي چې لاندې ترې ویالې بهیږي.
هڅول کیدای شي تر ډیره هیڅ لګښت ونه لري ولې په یوه عادي هڅوونکې جمله ،یوه هڅوونکي مکتوب او برښنالیک به مو اداره ښه لوري ته بیولې وي.
په ټوله کې هڅول دوه ډوله دي ، یو ډول یې مادي او بل ډول یې معنوي دي.
ځینې هغه لارې چارې چې کارمندان پرې تشویق او هڅول کیږي
دلته مې له بیلابیلو لیکنو او د خپلو اداري تجربو څخه په ګټې اخیستنې ځینې هغه لارې چارې راټولې کړې چې په یوه اداره او سازمان کې د ژمن او وړ کارکوونکي د هڅونې لپاره کارول کیږي :
د متفاوتو او جذابو کارونو سپارل
ډیری مهال ځینې وظایف تاسو ته ددې له امله چې هره ورخ یې ترسره کوئ نور ستړي کوونکي وي خو هماغه چارې ستاسو کارکوونکي ته ممکن ډیر په زړه پورې و اوسي نو که ځینې خپلې دندې خپلو کارمندانو ته وسپارئ دوی پدې کار سره هڅول کیږي ، روحیه یې لوړیږي او له نویو چارو او مسائلو سره هم اشنا کیږي.
حتی کیدای شي تاسو یې د خپلې رخصتۍ یا سفر پر مهال د خپل بست د سرپرست په توګه تعیین کړئ دا کار به ددوی د مالکیت حس لا زیات کړي.
د نورو په مخ کې یې ستاینه وکړئ
هرڅوک دا خوښوي چې د ترسره شوي کار له امله تشویق شي ، په ځانګړي ډول که د نورو په مخ کې وهڅول شي انګیزه یې لوړیږي او نور کارمندان هم دا ذهنیت پیداکوي چې دوی هم داسې څه وکړي ترڅو وهڅول شي.
تشویقي رخصتۍ ورکړئ
کوم کارمندان چې تر نورو ښه کار کوي او ادارې ته ژمن وي نو ددې وړ هم دي چې ددې کار په بدل کې تشویقي رخصتي ورکول شي، دا کار به لا ددوی په کار مثبته اغیزه ولري.
په مهمو کارونو کې یې سهیم کړئ
په مهمو کارونو کې ورسره مشوره وکړئ او نظر یې واخلئ، دا کار دا جوتوي چې ددوی نظریاتو او مشورو ته درناوی لرئ او بل دا چې کوم کارونه چې په مشوره ترسره کیږي تر ډیره بې ستونزو وي او ممکن داسې مشوره درکړي چې په اداره او شرکت مو مثبت اغیز وغورځوي.
کاري خپلواکي ورکړئ
که کارکوونکي د عمل خپلواکي ولري په ډیره وړتیا او ژمنتیا سره سپارل شوي کارونه ترسره کوي، هیڅ کارمند دا نه خوښوي چې هر مهال دې وڅارل شي، په هره چاره کې دې یې مداخله وشي او وخت په وخت دې د سمونو لارښوونه ورته وشي، که په آزادانه ډول پریښول شي خپل کار به په ډير ښه او ابتکاري بڼه ترسره کړي.
د دوی د علاقې وړ تحفه ورته ډالۍ کړئ
که د خپل کارمند د خوښې وړ جامې،بوټونه یا نور څه در معلوم وي غوره ده چې د تحفې په ډول یې ورته ډالۍ کړئ، دوی به خامخا ددې کار پر وړاندې ادارې ته لا خپله ژمنتیا او وفاداري څرګنده کړي.
په کاري او تفریحي سفرونو کې یې درسره مل کړئ
کارکوونکي معمولاً هغه مهال ډیر خوښ وي چې له ځپل آمر سره په ټولو کارونو کې دخیل وي نو که کوم ځای ته کاري یا تفریحي سفر لرئ خپل ژمن او وړ کارمندان هم پدې سفر کې له یاده مه باسئ.
میلمستیا ته یې دعوت کړئ
د تشویق له ډولونو څخه دا هم دی چې خپل وړ او ژمن کارمند مو یوې ځانګړې میلمستیا ته دعوت کړئ، دا به مو هم په ټولنیزو اړیکو او هم په اداري اړیکو مثبت تآثیر ولري.
په تقدیرنامه او ستاینلیک یې ونازوئ
هره اداره د کال په اوږدو کې د یوې ارزونې له مخې خپلو وړ او ژمن کارکوونکو ته د شرایطو سره سم معنوي امتیاز په نظر کې نیسي چې پکې د لومړۍ،دوهمه او دریمه درجې تقدیرنامې او ستاینلیک ترڅنګ مډال،ایوارډ او نور معنوي امتیازات شامل دي،نو خپل وړ ،مسلکي او متعهد کارمندان مو په دې معنوي ډالیو ونازوئ.
د غوره کارمند ورځ وټاکئ
له دې علاوه کیدای شي تاسو د بهترینو کارمندانو په نوم ځانګړې ورځې ،اوونۍ یا میاشتې تعیین کړئ لکه: د اوونۍ غوره مأمور او بیا یې د ادارې په ویبسایټ،فیسبوک او نورو مجازي صفحو کې کې نشر کړئ یا یې د ادارې په یوه مهم ځای کې نصب کړئ.
مالي امتیازات یې ور زیات کړئ
مالي امتیازات هم هغه څه دي چې هم خپله کارکوونکي لا هڅول کیږي او هم نور کارمندان ددې لپاره چې دوی هم له دې امتیازاتو برخمن شي د لا ډیر او غوره کار هڅه او هاند کوي، نو خپل وړ او ژمن کارکوونکي ته زیات مالي امتیازات په پام کې ونیسئ لکه: اضافه کاري،امتیازي معاش،مدد معاش اونور…
ارتقا او ترفیع ورکړئ
کوم کارکوونکي چې کارونه په ښه ډول ترسره کوي نو ښکاره ده چې په لوړ بست کې هم د نورو په نسبت ښه ځلیدلی شي،ددې لپاره چې اداره ،سازمان او شرکت مو لا وده وکړي نو وړ او ژمن کارکوونکو ته د بست ارتقآ ورکړئ.
زده کړه ییزو برنامو ته یې معرفي کړئ
متعهد او وړ کارمند بیلابیلو زده کړه ییزو او حرفوي برنامو ته معرفي کول بې ګټې ندي
لومړی دا چې داشان کارمندان د خپلې ځانګړنې له مخې ډیر ځیرک وي او د نورو په پرتله پدې برنامو کې د ځان او ادارې په ګټه ډیر څه ترلاسه کوي او په اداره کې یې عملاً تطبیق کوي او نور کارمندان هم د داسې امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د دوی لاره نیسي .
په پای کې باید ووایو چې شرایطو او امکاناتو ته په کتو ځیرک او پوه رهبران کولی شي د خپلې ادارې او سازمان د ښه والي لپاره له بیلابیلو تشویقي لارو کار واخلي ترڅو په ترټولو ښه او آسانه ډول خپلو موخو ته ورسیږي.
محترم ورور محظوظ صاحب د ښه مدیر او ښه رهبر صفات او اخلاقو ته اشاره کړیده کوم چي موږ تری محروم یو؛ځکه که موږ ښه مدیر او ښه رهبر درلودی نو اول به کارونه او د ملت امانات اهل ته یی سپارل شوی وو، د تیرې نیمې پیړۍ د سترګو لیدلی حال کی به غږیږو.
ځکه سم کار سم سړی غواړی چي تخصص او اهلیت ولری.
ښه مدیر کار ته ،سړی ګوری نه خپلو ته کار ،دا امانات ساتنه کفایت غواړی،توسعه او پر مختګ ته ضرورت لری ،تحقیق ،ابتکار او اختراع غواړی او بالاخره ملی خدمات او د خود کفایی معراج.
د تعلیم او تخصص نه پرته هیڅ ملت رفاه او عزت ته رسیدی نشی او هغه رهبر چي د ملتونو د عروج عوامل نه پیژنی جاهل او بی کفایته وی رهبر نه بلکی قاتل د ملت دی.
آیة کریمه کی هم ایمان سره اعمال صالحه ذکر شوی نو څوک چي اعمال صالحه نلری لدی بشارت محروم دی.
کارونه او امانات اهل ته یی سپارل اهم اصل دی د اعمال صالحه د ترویج ، ملت جوړونې ،ارتقاء ،رفاه او خود کفایی لپاره .
مګر انحصار ،بی عدالتی ، کار اهل ته یی نه سپارل ، د نورو وظایف غصبول نتیجه یی فرار د ملت،لوږه ،د علومو دروازې بندول او بالاخره
تدریجی ملت وژنه ، افغان او اسلام شرمول دی.
مګر اوس موږ نه ښه مدیر لرو نه عاقل او با کفایته رهبر .
او هیڅ د تشویق مستحق بلند رتبه مامور چي ځان یی با کفایته خادم ثابت کړی وی او ملت ته مثبته ثمره ولری څوک یی درک نلری .