Homeخبرونه‏د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبو نېټه ۲ ورځې وروسته شوه

‏د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبو نېټه ۲ ورځې وروسته شوه

تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۱۰مه) د افغانستان او زمبابوې د ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل‌اوریزو او ۳ یو ورځنیو سیالیو د پیل نېټه ۲ ورځې وروسته شوه.

د نوي مهالوېش له مخې به شل‌اوریزې سیالۍ د ډیسمبر میاشتې ۱۱مه او یو ورځنۍ سیالۍ به د همدې میاشتې ۱۷مه نېټه پیل شي.

په داسې حال کې، چې له دې وړاندې د شل اوریزو سیالیو د پیل نېټه د ډیسمبر میاشتې ۹مه او د یو ورځنیو سیالیو بیا د همدې میاشتې ۱۵مه نېټه ټاکل شوې وه.

اوسمهال په زیات شمېر افغان ملي لوبغاړي په لس اوره لیګ کې په لوبو بوخت دي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې له بنګله دیش سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ درلوده چې هغه یې ۲-۱ وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...