تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۱۰مه) د طالبانو د حکومت رسنۍ باختر آژانس په یوه راپور کې د ۱۴۳ هغو کورنیو چې له پاکستان او ایران نه ویستل شوي خبر ورکړی دی.
یاد آژانس ویلي،چې یادې کورنۍ پرون دوشنبه راغلې دي.
په یاد شمیر کورنیو کې د تورخم له لارې ۲۴، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۶۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه راز ۲۳۰ راستنو شويو ته سيمکارتونه ويشل شوي, ۱۵ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.
د معلوماتو له مخې ایران او پاکستان په تېره یوه اونۍ کې ۹۸۹ افغان کډوالې کورنۍ اېستلي دي.
د دې شمېرو له مخې په تېره یوه اونۍ کې ایران ۷۵۳ او پاکستان ۲۳۶ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول افغانستان ته ستنې کړي دي.
تازه راغلي کډوال داسې مهال هيواد ته راستنېږي چې تازه د ژمي سړې هوا منګولې خښې کړي او راستانه شوي کډوال د ژمي په دې سړه څپه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.