شنبه, مې 11, 2024
Homeادبشعرد هغې د وژلو هڅه چې نه مري/نزارقباني: ژباړه: اجمل پسرلی

د هغې د وژلو هڅه چې نه مري/نزارقباني: ژباړه: اجمل پسرلی

ژمنه مې درسره کړې چې نه دې ګرانوم

خو تر دې سترې پریکړې وروسته وویریدم

ما درته وویل چې بیا نه راځم

خو راوګرځیدم

ژمنه مې درسره کړې

چې له شوقه دې نه مرم

خو مړ شوم

ما بیا بیا ژمنه وکړه

بیا بیا مې د پریښودو پریکړه وکړه

نه رایادیږي چې له تا بیل شوی یم

         +++++++

تر ځان مې غټې ژمنې وکړې

سبا به ورځپاڼې زما په اړه څه وایی؟

منم.. وبه لیکي چې زه لیونی شوی یم

منم…وبه لیکي چې ما ځان وژلی

ژمنه مې درسره کړې

چې زه به نه بې زړه کیږم.. خو شومه

او ستا سترګو ته به شعر نه لیکم

خو ومې لیکه

ژمنه مې وکړه چې هیڅکله

هڅکله

هیڅکله

خو کله چې مې خپلې سادګۍ ته پام شو.. خندا راغله

    ++++++

ژمنه مې درسره وکړه چې کله زما مخې ته درومې ویښته دې نه څارمه

خو کله چې پر پیاده رو لکه شپه وڅکیدل

چیغه مې کړه

ژمنه مې درسره وکړه

که مینه هرڅومره راته وایي له سترګو به دې ناګاره شمه

خو کله چې مې ولیدلې چې ستورې وروي

زړه مې اوبه شو

ژمنه مې درسره وکړه

چې تاته د مینې هیڅ لیک نه لیکم

خو په ټیټ سر مې ولیکه

ژمنه مې درسره وکړه

چې هلته به نه ځم چې ته یې

خو کله چې خبر شوم چې ماښام ته میلمنه یې

درغلم

ژمنه مې درسره کړې چې نه دې ګرانوم

څرنګه؟

چیرته؟

کله دې ولیدم چې ژمنه مې درسره وکړه؟

ما له سخت صدقه دروغ وویل

او، خدایه شکر چې دروغ مې ویلي

    ++++++

ژمنه مې درسره کړې

په سړه سینه… په سادګۍ

چې شاتني پلونه به سوځوم

پټه مې منلې چې ټولې ښځې ووژنم

ستا پرضد مې جګړه اعلان کړې

خو کله چې مې وسله راواخیسته

ماته مې وخوړه

او ستا له سوله ییزو لاسونو

وشرمیدم

ژمنه مې کړې چې نه…او نه… او نه

خو ټولې ژمنې مې

لکه لوګي لکه هوا

     ++++++

له تاسره مې ژمنه وکړه

چې د شپې به زنګ نه دروهم

ستا په باره کې به فکر نه کوم که ناروغه شوې

نه به درباندې ویریږم

نه به ګلان درلیږم

نه به دې لاس ښکلوم

خو ما د دې سربیره د شپې زنګ وواهه

ما د دې سربیره ګل درواستاوه

او د وریځو ترمنځ ځای مې تر مړښته ښکل کړ

ژمنه مې وکړه چې نه، او نه او نه

خو کله چې مې خپلې سادګۍ ته پام شو، ومې خندل

ـــــــــــــــــــــــــ

ژمنه مې وکړه چې لږ تر لږه به دې پنځوس ځله حلالوم

خو کله چې مې پام شو چې وینه زما پر جامو خوره شوې

پوه شوم چې خپله ذبحه شوی یم

نو ما د خپل نیکه پر کجاوه مه کښینوه

که مې قهر، که احساس دی

که یو اور دی چې سړیږي

ما د صدق له شدته دوراغ ویلي

او، خدایه شک چې ما درواغ ویلي

    ++++++

ژمنه مې وکړه چې خبره یوه خوا کړم

خو کله چې مې ستا په سترګو کې اوښکې ولیدې

اسیر شوم

کله چې مې بکسونه پر مځکه ولیدل

پوه شوم چې ته داسې اسانه نه مرې

ته هیواد یې، ته ټبر یې

تر ویلو مخکې شعر یې

کتابچه یې، سلاکار یې .. ته ماشومه

ترانه د ترانو یې

ته شپیلۍ یې

ته رڼا یې

ته رسول یې

   ++++++

ژمنه مې وکړه

چې سترګې دې د یادونو له کتابچې لرې کړم

خو نه پوهیدم چې زه خپل ژوند لرې کوم

او نه پوهیدم چې

د واړه اختلاف سربیره

زه ته یم

ژمنه مې درسره وکړه چې نه دې ګرانوم

څه احماقت و

په ځان مې څه وکړو؟

ما د صدق له شدته دروغ ویلي

او، شکر خدایه چې ما دروغ ویلي

    ++++++

ژمنه مې وکړه چې پنځه دقیقې وروسته به دلته نه یم

خو چیرته ولاړ شم؟

واټونه باران وینځلي

چیرته ورشم؟

د ښار په قهوه خانو کې شور دی

چیرته یوازې ماڼو شم؟

ته سمندر یې

ته ماڼو یې

ته سفر یې

نو کیدای شي چې لس دقیقې نورې پاتې شم

چې باران ودریږي

منم چې زه به د وریځو له تګه وروسته ځمه

او د شمال له غلي کیدو وروسته به درومم

کنه

ستاسو میلمه کیږم

تر هغو چې سهار کیږي

    ++++++

ژمنه مې درسره کړې

چې دوهم ځلي دې د لیوني غوندې نه ګرانوم

او د مرغیو په څیر ستا د مڼو پر دنګو ونو نه درشیوه کیږم

چې ویدیږې ویښته دې نه ږمنځوم

اې ګرانې پیشو

ژمنه مې درسره کړې، که پښې ایبله ستورې راباندې پریوزي

نور مې عقل له لاسه نه ورکوم

خو خوشاله یم چې زه لا اوس هم

ستا په ګرانښت کې سخت بنسټپال یم

یو مخ لکه د تیر ځل

ـــــــــــــ

ژمنه مې وکړه

چې کال پر مینه نه غږیږم

یو کال ستا د ویښتو ځنګله کې مخ نه پټوم

او مرغلره، ستا د سترګو له ساحله نه وړم

ما څنګه سادګي کړې ده؟

ستا سترګې زما د امن کور دی

دا مرمرین احساس زه څنګه ځپم؟

زما او ستا ترمنځ

ډوډۍ ده، مالګه ده

شراب روان دي

 او د کوترې غږ دی

ته د هرڅه پیلامه یې

د حسن خاتمه یې

      ++++++

ما ژمنه کړې

چې بیا نه راګرځم، خو راوګرځیدم

چې له شوقه نه مرم

خو زه مړ شوم

تر ځان مې، دغه ژمنې سترې

نو تا څه وکړو له ځانه سره؟

ما د صدق له شدته دي درواغ ویلي

او، شکر خدایه چې ما درواغ ویلي

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب