پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهڅانګه (لنډه کیسه) لیکوال: محمد خالص ادیب

څانګه (لنډه کیسه) لیکوال: محمد خالص ادیب

دروازې ته ور نږدې شوم، په څانګه مې سترګې ولګېدې، د ګڼو نجونو منځ کې ولاړه وه؛ له پخواني عادت سره سم یې مخ په پړوني کې تاو کړی و،څو قدمه وړاندې ورغلم، د سر په خوځولو سره مې ورته اشاره وکړه، دا هم را روانه شوه، سرې جامې یې تن وې، څو قدمه وړاندې ورسره لاړم، د ګڼو ونو په منځ کې ودرېدو، هره شېبه ډېره خوندوره تېریده، سات ته مې وکتل، وخت ډېر تېر شوی و، د څانګې په ولي مې لاس کېښود، مخ یې را واړولو، ورته مې وویل:

ـ سات ته وګوره! ناوخته شوی دی؟

ساعت ته یې وکتل ویې ویل:

ـ هو، رښتیا هم ناوخته دی،پرې به مو ږدي که نه!؟

ورته ومې ویل:

ـ توکل په خدای، راځه چې لاړ شو!

د ټولګي په لور مو حرکت وکړ، دواړه دیو بل په مینه کې ورک وو، په در وازه ورننوتو، په خبرو خبرو درېیمپوړ ته پورته شوو، د ټولګي له دروازې سره څو نور ټولګیوال هم ولاړ وو، څانګې ته مې وویل:

ـ دا استاد ماته مالوم دی

ـ څنګه؟

ـ شاید پرې مو نږدي

ویې ویل:

ـ له دوي څخه پوښتنه وکړه!

د ټولګي دروازې ته ورنږدې شوم، کاوون مې له ډلې را جلا کړ، شونډو کې راته مسکی شو، له ستړي مشي وروسته مې ورڅخه پوښتنه وکړه:

ـ کاوونه! ولی بهر ولاړ يي؟!

په حیرانۍ یې راته وویل:

ـ ولې د استا فرهاد درسي سات نه دی؟!

ورته مې وویل:

ـ راځه ورشو ګوندې څه نه وايي، لاس یې راته پورته کړ، زیاته یې کړه:

ـ هې! پام کوه چې ور ور خلاص نه کړې ښکنځل کوي

له ځان سره مې وویل:

ـ چرګه مې نا جوړه ده، بانه مې ورته جوړه ده.

څانګې ته مې اشاره وکړه، بیرته په زینو کې کښته شوو، بهر د پوهنتون په انګړ کې هاخوا دې خوا وګرځېدو، ښه شېبه تېره شوه، د باغچې خواته روان شوو، ګرمي زیاته وه، ایسکریم واله ارام موزیک اېښې و، څانګې ورو راته وویل:

ـ ښه ایسکریم موخوړلي وای، موبایل مې را وکیښ، چارج یې خلاص کړی و، ورڅخه مې وه پوښتل:

ـ څو بجې دي؟

ژر یې راغبره کړه:

ـ د اول سات پینځه لس دقیقې پاتې دي

ورته مې وویل:

ـ ځه تر څو چې رخصتي کیږي ښه شیریخ خورو

څانګه لږ شېبه غلې وه، څوکۍ یې په قلم ټکوله، ورو مې په ولې لاس ورکېښود، سر یې پورته کړ، غټي سترګې یې را واړولې، نیم مخ یې په اوربل کې پټ و، د سر په خوځولو سره یې ویښتان یوې خواته واړول، په وچو شونډو یې ژبه کش کړه زړه نا زړه وه، ورته مې وویل:

ـ څومره چورت وهې؟!

مخ یې راواړولو راته ویې ویل:

ـ ګوره ژر به راځو

پورته شوم ومې ویل:

ـ سمه ده ځه چې ځو!

په موټر کې کېناستو، حرکت مو وکړ، په ښار کې دومره ګڼه ګوڼه نه وه، قرغې ته ورسیدو، هوټل ته ورننوتو، څانګه مخامخ راته کېناسته، له کړکۍ نه شنې اوبه ښکاریدې، یخ باد مو په مخ لګیدو، ډېرې خونده ورې شېبې وې شنه جوړه یې په ځان یو هلک راغی، ویې ویل:

ـ چه میخورین؟

دې ماته وکتل، ما دې ته.لږ شېبه دواړه غلي وو، ورته مې وویل:

ـ څه شی خورې!

څانګې دواړې سترګې په ما کې وګنډلې، راته یې وویل:

ـ نا وخته کیږي، ګرمي هم ده

هلک ته مې غږ وکړ:

ـ دو دانه صد روپګی شیریخ بیار

شیریخ یې راوړو، پرده اچول شوې وه، په خوړلو مو پیل وکړ، ښه شېبه تېره شوه، د څانګې د خولې په کونجونوکې سپینې شیدې ولاړې وې ورته مې وویل:

ـ لږ رانږدې شه! خبره درته کوم

مخ یې رانږدې کړ، راته ویې ویل:

څه وایې؟!

شونډې مې ورته جوړې کړې، مخ یې رانه کش کړ، ژر یې خوله پاکه کړه، وه یې وخندل، له ځانه سره وبنګېده، سات ته یې وکتل، یو دم جګه شوه، وه یې ویل:

ـ اوهو پینځه لس دقیقي پاتې دي زه او ته په خواږه مجلس یو، ځه چې ځو، بیک یې غاړې ته واچولو، دا مې تر مخ روانه شوه زه ورپسې،چې له هوټل راووتو، په څانګه یې ورور غږ وکړ:

ـ څانګې دلته څه کوې؟!

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب