سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+پيغامونه پټ پراته په افسانو کې| اسدالله غضنفر

پيغامونه پټ پراته په افسانو کې| اسدالله غضنفر

د اسدالله غضنفر دا لیکنه د ارواښاد استاد بهاالدین مجروج د ۳۴ تلین په مناسبت بیا خپرېږي. پوهاند بهاالدین مجروح د ۱۹۸۸ کال د فبرورۍ په ۱۲ په پېښور کې شهید شو.


“ځانځاني ښامار” په 188 مخونو كې (اول چاپ يې) د اّزاد شعر په كالب كې سمبوليك روايت دى. روايت په ادبي اصطلاحاتو كې د هغو خيالي يا واقعي پېښو بيان ته وايي، چې ارتباط سره لري. له سمبوليك روايته منظور دا دى، چې په دې اثر كې، تر ډېره حده، له پېښو، ځايونو، كركټرونو او مفاهيمو، هم لومړۍ او مستقيمه معنا اخلو، هم د پردې شاته نرې معناوې پكې موندلى شو. د ځانځانۍ ښامار ليكوال پوهاند ډاكتر بهاو الدين مجروح له سمبوله همدا معنا اخلي او د خپل كتاب په سريزه كې ليكي: “[په سمبول كې] ظاهري معنا باطني معنا له ځان سره راكاږي او باطني معنا په ظاهري معنا كې مجسم كوي. د مثال په توګه د كتاب په متن كې چې د “ښار” يا د “دښت و صحرا” مفاهيم راغلي دي، په بشپړه سمبولي معنا را اخيستل شوي دي. د “ښار” څخه مراد پخپله “ښار” يعنې د خلكو متراكمه ټولنه ده او هم ټولنيز ژوند او اجتماعي روابط او هم ددې ژوند او روابطو تاثيراوشورماشور د انسان په ذهن او نفس كې ترې مراد دى. همدا شان “دشت او صحرا” پخپله دغه محسوس واقعيت دى او هم د يو وچ بې حاصله فكر او د يو بې درده ذهن معنا ترې راولاړېږي”.

سمبول د هغه مطلب د بيان لپاره، چې چندان واضح نه دى او زموږ پوهه ورباندې پوره برلاسې نه ده، ښه ذريعه بلل كېږي.څرنګه، چې په دغه كتاب كې د بنيادم د ذهن د سپړلو هڅه كېږي او د ذهن لويه برخه د لاشعور په تياره كې پټه ده؛ نو سمبول د داسې موضوع د بيان لپاره مناسبه ذريعه ده. مونږ خوبونه په سمبوليكه ژبه وينو. مثلاً په نورو باندې د بر لاسۍ ارزو، په خوب كې ممكن د ښار دپاسه د الوت په وسيله ځان ښاركاه كړي.داسې ځكه كېږي، چې په خوب كې شعور ويده او لا شعور ويښ وي. لا شعور د خپل مبهم او ناڅرګند ماهيت په وجه، د خپل ځان د څرګندولو لپاره په سمبولونو غږېږي.

پوهاند مجروح د ځانځاني ښار د موضوع په اړه ليكي: ځانځاني ښامار د انساني ژور طبيعت د تمرد او عصيان بيان دى او دا واقعيت درې جلا اړخونه لري: يو يې نفسي انفرادي اړخ دى. يو بل يې اجتماعي او سياسي اړخ دى او درېيم يې د دې دواړو اړخونو تركيب دى او هغه د انساني موجوديت فلسفي معنا ده؛ نو اوس دا پوښتنه كېږي، چې د داسې انساني درې اړخيز واقعيت د بيان دپاره به كومه ژبه او كوم راز كلام مناسب وي. ددې پوښتنې جواب به دا وي، چې ددې بيان دپاره دوه لارې شته: يوه هغه لاره ده، چې دا درې اړخه جلا جلا وڅېړل شي اود يوعلمي تحليلي كلام په كومك اودعلمي حقيقو مفاهيمو په وسيله بيان شي. بل به يو داسې تركيبي كلام وي، چې عين مضمون او عين بيان دغه درې معناګانې په ځان كې ځاى كړاى شي اودرې واړه معناګانې په يو اّن بيان كړاى شي. دا كلام شعري تركيبي كلام دى، چې د سمبولونو او رمزونو څخه كار اخلي. د رښتيني شعري كلام ارزښت او عمق په سمبولېزم كې دى.

دلته ويپنو، چې ليكوال غواړي له يوې كلمې څو معناوې واخلي او دا كار يوازې د سمبول په وس كې دى؛ ځكه په عادي ژبه كې خو له هرې كلمې ايكې يوه مستقيمه معنا اخلو، كله چې وايو “اوبه”؛ نو منظور مو همدا اوبه وي. په استعاره كې مو كه څه هم د كلمې مستقيمه معنا منظور نه وي؛ مګر هغه پټه معنا يې ايكې يوه وي. په دې جمله كې، چې وايو: په مخ يې ملغلرې بهېدلې؛ له ملغلرو منظور يوازې اوښكې دي؛ مګر سمبول داسې دال دى، چې څو مدلوله لري؛ لكه په ځانځاني ښار كې “ښار”، چې هم ښار دى او هم نور نور څه.

ځانځاني ښامار د بل هر روايت غوندې راوي لري. ددې روايت د اولې برخې راوي يو لاروى دى. دى د خپل سفر پيل داسې بيانوي:

“يوه ورځ د ورځ ماښام خړه تياره وه

زه راووتم د ښار له شور ماشوره

دروازې د ښار شوې پورې

شوم روان د دښت په لوري

حال ويجاړې

لټولې مې د ورك سمندر غاړې”.

دغه لاروى ولې ماښام راووت؟ ځكه ماښام تياره خپرېږي او لږ وروسته بيا سترګې چندان څه نه ويني. راوي نيت كړى دى، چې له برسېرن او ظاهري ژونده د ژوند پټې معنا او اصلي بڼې ته ورسېږي، يعنې هغه څه ته، چې د ورځني ژوند او ظاهري پوهې له رڼا ور هاخوا زموږ د ناخبرۍ په تياره كې پټ دي. ماښام د يو وخت د پاى او د يو بل وخت د پيل معنا هم لري. لاروى غواړي ژوند په يوه نوي نظر وګوري. ده د سفر په پيل كولو سره د ژوند يو پړاوختم كړى او يو بل پړاو شروع كړى دى، دلته ماښام ددې معنا په رسولو كې هم برخه اخلي.

لاروى ولې د ورك سمندر غاړې لټوي؟ ځكه په سمندر كې اوبه وي. اوبه د ژوند نخښه ده. په قراّن كريم كې لولو، چې: وَ جَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيُّ. اسكندر هم د تلپاتې ژوند، په تياره كې وركه چينه پسې ګرځېده. خضر، چې ددې چينې اوبه څښلې وې، په كيسو او افسانو كې يې همېشنى ژوند موندلى دى. زيګمونډ فروئيډ وايي، چې په خوبونو كې ولادت د اوبو په ذريعه بيانېږي او همدا وجه ده، چې څوك اوبه په خوب وويني تعبير يې دادى، چې د اولاد څښتن به شي.

لاروى د ژوند د حقيقت د موندلو لپاره ولې له ښاره راوځي؟ له ښاره منظور څه دى؟ ښكاره منظور خو پخپله ښار دى، چې د امن په دېوالونو كې يې اوسو او ځان خوندي احساسوو. ښار زموږ د ټولنې ځاى دى. زموږ فكرونه له هغې اجتماع را اخيستل شوي، چې پكې ژوند كوو. زموږ ټولنې، زموږ مشرانو او زموږ دودونو، چې كوم شى ښه بللي موږ هم بې له څه فكره ښه ګڼلي او چې هغوى بد ګڼلي موږهم په پټو سترګو بد بللي دي. لاروى غواړي په ښار يعنې اجتماع كې د منل شوي فكراوتعبير له تاثيره راووځي، دژوند حقيقت اود انسان په حيث دخپل ځان حقيقت ته ورسېږي؛ نو ښارپخپلو بندو دروازو او بندو فكرونو كې پرېږدي او د خپل ذهن په بيابان كې سفر پيلوي. دى هڅه كوي، چې د يو انسان په توګه د خپل وجود هغه تل ته لاره وكړي، چې هېر كړى غوندې يې دى او پردى ورته ښكاري. ښار دلته د بنيادم د شعور معنا هم لري، هغه څه، چې زموږ په ذهن كې دي او ترې خبر نه يو، زموږ لاشعور دى.

نامتو ارواپوه زيګمونډ فروئيډ وايي، چې د انسان ذهن د يخ داسې ټوټې ته ورته دى، چې نهه برخې يې تر اوبو لاندې او يوازې يوه برخه يې راوتلې وي. مانا دا چې د ذهن صرف ډېره وړه برخه بيداره او هوښياره ده. ارواپوهنې ثابته كړې ده، چې زموږ خوى او شخصيت د ناهوښيار ذهن او ضمير يعنې لاشعور تر اثر لاندې دى. زموږ اصلي څېره تر ډېره حده په لاشعور كې پټه ده، هغه څېره، چې زموږ نه خوښېږي او هېره كړې مو ده. د ځانځاني ښارما له اقتباس شوي متنه څو پاڼې وروسته [د 1385 كال چاپ په اتلسم مخ كې] لاروى وايي، چې زموږ ښار په بيابان كې د كوچني ځاى مثال لري، چې كه له رېګستانه توپان راشي، لاندې به يې كړي، يعنې لاشعور كولى شي، چې شعور (ښامار) تباه كړي.

په دې ډول وينو، چې د ځانځاني ښامار د متن لږ تر لږه اصلي كلمې او اصلي پېښې سمبوليكې او څو اړخيزې معناوې لري. دا يوازې د فرد د حقيقت د موندلو سفر نه دى؛ بلكې دلته د ټولنې د حقيقت او د انسان د قلسفي مفهوم لټون هم روان دى.

لكه څنګه، چې مو وويل په لاشعور كې زموږ اصلي څېره پټه ده. زموږ اصلي څېره، چې په ټولنه كې د ظلمونو، دروغو او رياكاريو په وجه او زموږ د برلاسي غوښتونكي او ځان ماري (خودپرست) خوى په وجه له عقدو ډكه ده، موږ د خپل شعور له ساحې اېستلې او د لاشعور تورې سمڅې ته مو تمبولې ده. پوهاند مجروح د لاشعور سمڅه، چې د بنيادم د ځپل شويو غوښتنو ښامار پكې زېږي، د نكلونو د انداز په مرسته دا رنګه انځوروي:

وايي، وايي

يو لوى غار دى چېرته پټ پروت

توره خوله يې هيبتناكه، ننوتې ځمكې تل ته

رسېدلې د دوزخ ناشنا درشل ته

نيمه شپه ترې ډاروونكې ارواګانې وځي، ځينه

غرو رغو كې ننوځي

ژوندي كېږي لوى كونډونه، ګړنګونه

تور دېوان ترېنه جوړېږي

د وچ رود كوږ ووږ بستر هم

را ژوندى شي اژدها شي

بيا روان د دشت په لور شي

كله كله هم نژدې ځي د ښار پورې دروازو ته.

دلته ظالم ټولنيز نظام ته هم، چې خپلو وګړيو ته حق او اّزادي نه وركوي، يو خبردارى شته. يعنې د عقدو او كينو ښاماران ممكن د ټولنيز نظام د بربادۍ په نيت د ښار په لور حركت وكړي.

په دغه روايت كې وينو، چې د انسان سياسي، اجتماعي او نفساني حقايق يو ځايي بيانېږي؛ البته نفساني عامل مهم ګڼل كېږي او راوي د روايت په ابتدا كې دا وايي، چې:

جهنم نه چـــــــــېرته لرې دى نه پټ په بل جهان كې

جهنم د هر انسان دى هر انسان ته پخپل ځان كې

نو د هغه روايت د پېژندلو لپاره، چې د ستونزو سرچينه د بنيادم په نفس كې ګڼي، بهتره ده ارواپوهنيزه كره كتنه هېره نه كړو.

ارواپوهنيزه كره كتنه معمولاً د زيګمونډ رفروئيډ نظرياتو ته په پام سره كېږي. فروئيډ اته شپېته كاله پخوا (1993م) په درې اتيا كلنۍ كې ومړ. دده په مړينه كه څه هم ډېره موده تېرېږي؛ خو لا تر اوسه د ارواپوهنې د ډګر تر ټولو مهم او اغېزمن كس دى. نوې ارواپوهنې ته د فروئيډ تر ټولو لوى خدمت، د وګړي د ذهن په لاشعوري اړخ باندې ټينګار بلل شوى دى. ده ثابته كړه، چې د وګړي عملونه، فكرونه، عادتونه او غوښتنې، بې له دې، چې په ځان پوه شي، د لاشعور تر اغېز لاندې دي. بنيادم خپله هره غوښتنه، چې ورباندې ځورېږي، د خپل ياد او شعور له ساحې باسي، لاشعور ته يې ټېل وهي او هلته يې بندي كوي. بنيادم خپلې ګڼې غوښتنې او خاطرې؛ ځكه له خپل شعوره شپړي، چې دده له وجدان، كورنۍ روزنې، دودونو، عقيدو او اقدارو سره په ټكر كې وي. د فروئيډ په نظر كله، چې د لاشعور په سمڅه كې ايسارې غوښتنې ډېرې زورورې او د شعور ساحې ته د راتلو لپاره يې فشار ډېر شي؛ نو وګړي ته روحي ناروغي پيدا كېږي. ځانځاني ښامار د همدې ناروغۍ داستان دى. موږ به د فروئيډ د ارواپوهنې په رڼا كې په دې اثر نورې خبرې هم وكړو؛ خو اوس به دا وګورو، چې ددې روايت جوړښت په څه شكل دى؟

په دغه روايت كې پېښې تكرارېږي او دغه شى څو تعبيره لرلى شي. يو خو دا چې پېښې كه څه هم په ظاهره په ښار او بيابان او په سمڅه كې واقع كېږي؛ مګر په اصل كې ټولې ذهني تجزيې دي. هغه څه، چې پرون په ذهن كې وو نن ممكن بيا په ذهن كې راتېر شي. بله دا چې د پېښو په تكرار سره مو دې ټكي ته لا ښه پام كېږي، چې دغه كيسه په هر وخت كې د هر انسان كيسه ده.

كتاب له لويه سره په دوو برخو وېشل شوى دى. ليكوال اوله برخه اول څرخ او دوهمه دوهم څرخ بللې ده.

په دې اثر كې درې كركټره اصلي رول لوبوي: لاروى، ايګو او د محبت الهه. دوى هم بېل كسان، هم يې د يو كس د ذهن بېلو، بېلو ځانګړيو استازي بللى شو؛ لكه په ګڼو تمثيلي كيسو كې، چې محتلف ژوي د انسان د مختلفو خويونو استازيتوب كوي. مثلاً په ځنګل كې زمرى ممكن د انسان د زړورتوب، ګيدړه يې د چل او مكر او لېوه يې د بې رحمۍ ښووندى وي.

د محبت الهه له نورو سره د بنيادم د مينې جذبه ده او ايګو د ځان مارۍ او ځان ولى تمايل دى، چې انسان له نورو انسانانو پردى كوي او خودخواه، بې لحاظه، په ځان مَېن كس ورنه جوړوي. لاروى د انسان هغه هڅه ده، چې د ځان د پېژندلو لپاره يې كوي.

كله، چې د ځانځاني ښامار له متنه سياسي او اجتماعي معنا اخلو، بيا كولاى شو هر كركټر ځانته كس وبولو. مثلاً ايګو په ټولنه كې د هغو كسانو استازى دى، چې ځان ويني، بل نه ويني او لاروى د ټولنې د هغو كسانو نماينده ګي كوي، چې د حقايقو د موندلو او د خلكو د خبرولو فكر ورسره وي.

لاروى:

ځانځاني ښامار دده په روايت پيلېږي. دى راته د خپل سفر كيسه كوي، وايي، ماښام له ښاره راووتم، بيابان مې كچ كړ، د يوې سمڅې خولې ته راورسېدم…

لاروى د سمڅې خولې ته نژدې د روان شوي ښار كنډوالې ويني. له ځان سره وايي، چې كاشكې څوك راپيدا شي، ددې ښار د ژوند كيسه راته وكړي. دغه وخت د (يو جنت خاورين خاورين) تر عنوان لاندې د ښار سر ګذشت بيانېږي. د پيل جمله يې داده: وايي دلته پخوا ښكلى ښايسته ښار و.

څوك وايي: لوستونكي خو څوك ونه ليدل، چې لاروي ته راغلى او دا بيان يې تېر كړى وي. دا په حقيقت كې پخپله لاروى دى، چې د خپل ذهن ژورور ته كوز شوى او د ژوند يو پټ حقيقت يې موندلى دى؛ لكه څوك، چې سپېرې خاورې پلټي او خزانه پكې مومي، دغسې د انسان په ذهن كې ډېر څه شته، چې د غور او دقت په مټ يې موندلى شي او څرنګه، چې دغه “څه” دده په حاضر ذهن كې نه وي؛ نو ګومان كوي، چې دده نه؛ بلكې د بل ځاى او بل چا خبرې دي.

ارواښاد حمزه شينوارى فرمايي:

چې خپل غزل د چا نه واورم حمزه

وايمه چـــــــــــــا هسې وينا كړې ده

په دوهم څرخ كې لاروى د متكلم په حيث يو ځل بيا پيدا كېږي؛ خو له څو جملو وروسته خپل ځاى غايب (درېم ګړي) راوي ته وركوي. په اول څرخ كې راوي د ځان او نورو په باره كې خبرې كولې؛ خو په دوهم څرخ كې يو بل غايب څوك د لاروي په اړه غږېږي، چې سمڅې ته ننوځي، هلته مهم حقايق مومي او له هغو څخه د خلكو د خبرولو لپاره ښار ته ستنېږي.

د لاروي په ژوند او سرګذشت كې ځينې مهم ټكي دا دي:

(الف) اراده: لاروى هغه څوك دى، چې د ژوند، ټولنې او دنيا په باره كې حقايق مومي، وصال ته رسېږي او لوى كارونه كوي. دده د برياوو اصلي وجه دا ده، چې دى هوډمن سړى دى. د نورو غوندې د ښار په دېوالونو كې ځان نه ايساروي؛ بلكې د سختو سفرونو عزم كوي؛ لكه څنګه، چې ارواپوهان وايي كه بنيادم كلكه اراده ولري د خپل روحي زوال مخه نيولى شي.

(ب) د خاطرو ډيوه: خو هغه كسان، چې په روحي لحاظ بالكل تباه شوي وي (لكه لېوني، يا، د هيټلر او ستالين په څېر كسان، چې ډېر خونونه يې كړي دي يا د وطن لوى خونكاران، چې د قتل و قتال لپاره همېشه په پلمو پسې ګرځي)، د هغو رغېدل ناشوني دي. هغوى د ژغورنې سفر نه شي كولى. د لاروي په وجود كې د پاكۍ، سپېڅلتيا او انساني عواطفو ډيوه رابله وه، چې د ژغورنې سفر يې پيل كړ. دى، چې له ښاره راوځي، راته وايي:

بيابان و، تروږمۍ وه، توره شپه وه

خو له ما سره دننه يوه ډيوه وه بلېدله

دا ډيوه د تېر وختونو خاطره وه

انسانان مې لا ليدل د خيال په سترګو

د غمجنو فريادونه، ډك له قهره اوازونه

غږ د مينې محبت مې لا تر غوږ و…

(13 مخ).

كله، چې دغسې ډيوه مړه شي بيا نو نور بنيادمان، بنيادمان نه؛ بلكې وسايل ښكاري. موږ له خاورو خښتې جوړوو، خښتې په بټۍ كې پخوو، بيا يې يو د بل دپاسه ږدو، چې دېوال ودروو؛ خو دوى ممكن د ارزو د ماڼۍ د جوړولو لپاره د بنيادمانو غوښې، وينې او عزت په بې غمه زړه مصرف كړي.

(ج) د نورو غم لرل: د انساني عواطفو د لرلو په نتيجه كې ممكنه ده، چې د نورو په ستونزو كې ځان شريك وګڼو او د حل لپاره يې فكر وكړو، لاروى همداسې څوك دى. له ده سره د ټولنې د تباهۍ وېره ده:

“زما بېره وه له دې بې خبرۍ نه

له دې هسې بې غمۍ نه

ډارېدمه

چې يوه شپه د شپو به مړه وي څراغونه

انسانان به ډوب پراته په خوب ويده وي

د دې غار له ژور تل نه به راووځي

د تورتمو ارواګانې

په دښتو باندې لښكرې

او تر څو چې سبا كېږي

ښار به نه وي

ترې به پاتې، كنډوالې وي، ويرانې وي”.

(19 مخ).

(دال) الهامونه: بنيادم په ارادي يا غير ارادي ډول د هغې موضوع په باره كې فكر كوي، چې دلچسپي ورسره لري. په يوې موضوع باندې پرله پسې فكر او غور د كشف او الهام سبب كېږي. لاروى، چې له ټولنې سره منه لري د ټولنې په اړه ډېر حقايق ورته الهامېږي. مثال:

“ناڅاپي مې شوه له سترګو پرده پورته

د ښاريانو د ژوند رمز شو رابرسېره

انسانان ولې استوګنه په ښارو كړي؟

په برجونو، ماڼۍ ګانو، پخو پلنو دېوالو كې؟

اّدمزاتي جوړوي لوى لوى ښارونه

له ښارو نه تاووي لوى دېوالونه

بيا دننه په كورو كې اقامت كړي

بيا يو بل سره په شخړو په جنګونو

په نېكمرغه ژوندون شپې سبا كوينه

له دې ژوند څخه مراد د انسان څه دى؟

هغه دادى

له دې دښت څخه ډېر لرې اوسېدل دي

له دې تورو غرونو سترګې پټول دي

د تيارې تروږمۍ سمڅې هېرول دي”.

(16 مخ).

كه موږ د لاروي سفر له دې اړخه وګورو، چې د ځان پېژندنې په نيت په ذهن كې دننه سفر دى، بيا هم ويلى شو، چې له ځان پېژندنې سره مينه د مكاشفو سبب ګرځي.

(هـ) زړورتوب: تاريخ شاهدي راكوي، چې لوى كارونه بې رسكه نه كېږي. كه كولمبوس زړور نه واى، د نا اشنا لارو كچ كولو ته به يې زړه ښه كړى واى؟ امريكا به يې كشف كړې واى؟ لاروى، چې په تورو شپه كې به بيابان كې مزل كوي، چې تورې سمڅې ته ورننوځي او چې ښار ته راځي او د واكمن ښامار په خلاف خبرې كوي، دا ټول كارونه جرئت غواړي، چې سر ساتې خاورې به وكړې ديدنونه! موږ په خپل چاپېريال كې ګڼ لايق او مستعد كسان موندلى شو، چې مهم كار يې نه دى كړى؛ ځكه دوى د يو كار تر پيلېدو دمخه اول دا ډاډ غواړي، چې خامخا به وركې بريالي كېږي.

(و) له پخواني دوست سره خداى پاماني:

لاروى اخر جدا شو

د خپل ځان له ځانځانۍ نه

له خپل (زه) نه.

(123 مخ).

د كتاب په دوهم څرخ كې چې لاروى سمڅې ته ننوځي تر هغه دمخه له خپل پخواني ملګري (زه) جلا كېږي. دلته له (زه) د بېلېدو يوه معنا داده، چې كله خپل لاشعور (سمڅه) ته ځو طبعاً به له شعوره لرې كېږو. بله دا چې زموږ شخصي ګټې، زموږ موجود باورونه او زموږ اوسني قضاوتونه، دا ټول زموږ او حقيقت تر منځ حجاب ګرځېدلى شي.

انګرېز مفكر فرانسيس بېكن، چې د شپاړسمې پېړۍ په دوهمه او د دولسمې پېړۍ په اوله برخه كې يې ژوند كاوه، ويلي وو، چې انسانان اول يو شى ومني، بيا د هغه شي لپاره، چې منلى يې دى او په طبعه يې برابر دى، دليلونه او ثبوتونه پيدا كوي او دا د حقيقت د موندلو لار نه ده.

بېكن، چې اوسني علم او پرمختګ ته يې د بشر په رسېدلو كې لويه ونډه لرلې ده وايي، چې كومه خبره دې ذهن په رضا او خوشحالي مني او ټينګار ورباندې كوي، هغې ته د شك په نظر وګوره.

موږ ويلى شو، چې لاروي هغه وخت د حقيقت په لور لوى ګام واخيست، چې د ځان او حقيقت تر منځ يې د شخصي غرضونو حجاب لرې كړ.

(ز) جنون: لاروى، چې له اوږدو سفرونو وروسته ښار ته ورسېد، زېږه، وېښته يې ببر او ځان يې لوڅ لغړ و:

” لاروى ښار ته راغلى لوڅ لغړ و

هم په دې اوږده سفر كې

لاروي نه هېرې شوې وې خبرې ډېرې ډېرې

دده هېر و د لوڅتوب او بربنډتوب معنا مفهوم ټول

دى حيران و چې څه پټ كړي؟

او دا څه له چا نه پټ كړي؟

هغه څه چې ده موندلي وو له ځان سره راوړي

له هغو نه مقصد دا و چې ښكاره شي بې پرده شي

نو دا ځكه

لاروى په هغه ښار كې هرې خوا لاړو مشهور په لېونتوب شو

د ښار خلكو به ويلې دى مجنون دى”.

(151 مخ).

په پخواني شوروي اتحاد كې به يې ځينې هغه كسان، چې د نظام مخالفت به يې كاوه د روحي ناروغيو روغتونونو ته استول، چې ګويا لېوني دي. د ځانځاني ښامار لاروي، چې د خپل ځان غوښتونكي شعور او په استبدادي ټولنه كې د واكمن شعور په خلاف بغاوت كړى دى او دا لا څه كوې، چې د انسان او جهان په تعريف كې هم له نورو سره شريك نه دى، طبعاً په مجنون بلل كېږي. دده لوڅوالى د حقيقت د لوڅوالي استعاره ده.

د محبت الهه:

د ځانځاني ښامار په اول څرخ كې (ښاپېرۍ د عشق او مينې) د كتاب يو عنوان دى. پوهاند مجروح د كتاب په لمنليك كې دا ښاپېرۍ داسې راته معنا كوي:

“د ژوند رښتينې منبع، د ځان او ځانځانۍ مينې پر ضد”.

كله، چې كارونه سم روان وو، ښار ښېرازه و، خلك خوشحال وو؛ نو د ښار په ځاى همدې ښاپېرۍ په خلكو حكومت كاوه. د ښامار د واكمنۍ په وخت په ښار كې ژوند مړاوى كېږي، دى پخپله هم په روحي ناروغۍ مبتلا شي او يو ځل، چې د پخوا وختونو او تېرو هېرو خاطرو په اړه فكر كوي؛ نو:

“حيرانتيا وه

چې ده څرنګ هېره كړې، خاطره د هغې شپې وه

چې توپان عظيم راكوز له لويو غرو شو

سيند په كار و، ناكلار و، غرېدلو

په دې وخت كې راپيدا شوله له ورايه

د څپو منځ كې روانه، يوه ګوردمه لويه، لويه

ناڅاپي د خلكو پام شو

چې دپاسه په ګوردمه

يوه مرموزه سره رڼا وه ځلېدله

كه انګار و سور سوزانه په اوبو كې؟

مخلوقات وو تماشې ته راوتلي

ډارېدلي هك حيران وو

دې رڼا ته يې كتل په تروږمۍ كې

په دې وخت كې برېښنا پړق كړو

په دې لنډه روښنايي كې

خلكو وليده يوه ګرګه وه روانه په اوبو كې

يو شين مار كړۍ كړۍ ورباندې پروت و

رڼكارنګه، ټكي ټكي سر تر پايه

غاړه هسكه هره خوا يې تماشه كړه

پاس په سر يې يو سور ستورى ځلېدلو

ګونګوسې د خلكو منځ كې شوې رواني دوى ويلې:

ټولواكمنه د مارانو، ښاپېرۍ د سرسبزۍ وه

پاس په سر يې د سرو تاج و

پكې لال د بدخشان و، ځلېدلو

لاړه، لاړه موږ نه لاړه

زموږ سيمې نه بهر شوه

د هغه درياب په غاړه مېشته خلك

د مارانو ستر واكمنې په هجرت ټول ډېر خپه وو

او د ملك په ابادۍ په نېكمرغۍ كې

دا هجرت ورته ښكاره شو بد شګومه

دا هجرت و په رښتيا يوه لويه پېښه

بيا وروستي نسلو ترې جوړه د تاريخ لويه مبدا كړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب