«د لیبرالیزم او نشنلیزم جدال» تر سرلیک لاندې زما د یوې لیکنې په اړه ډاکټر صاحب اکبر یوسفي په ډیر تفصیل په همدغه معتبر ویبسایت (اریانا افغانستان) کې، بې له دې چه زما نوم یاد کړي، خپل ملاحظات نشر کړي دي چه زه یې ډېر منندوی یم. دا یادونه هم لازمه ده چه زه د ډاکټر صاحب پوهې او شخصیت ته ډېر احترام لرم. دی د کندهار د احمدشاه بابا لېسې په یوولسم ټولګي کې د یو لنډ وخت لپاره زموږ د ریاضۍ او فزیک استاد و. وروسته زه او دی دواړه د تحصیل په دوره کې د آلمان په بن ښار کې اوسېدلو او کله- کله به مو له یو بل سره کتل.
په دې لیکنه کې هم د ښاغلي یوسفي ملاحظاتو ته تر یو حده ځواب ویل شوي او هم د لیبرالیزم او نشنلیزم پر مفاهیمو نوره رڼا اچول شوې ده.
****
په هر حال داسې ښکاري چه ډاکټر صاحب زما د لیکنې په لوستلو په قهر او غضب راغلی او د آین شتاین د څو مقولو په ذکر کولو یې، د ده په قول، ځانته آرامش بخښلی دی. یوه مقوله وایي «انساني حماقت او کاینات حد اوحصر نه پېژني» یا دا چه د فراست قابلیت په تغییر کې معلومېږي او بیا وایي هغه څه چه بې بیه وي، هېڅ ارزش نه لري او داسې نور. خو زه چه نن سبا مریض هم یم له یوسفي صاحب سره د پولیمیک کولو نه اراده او نه هم حوصله لرم، خو یو څه توضیحات لازمي بولم.
یو زیات شمېر افغانان هر څه ته د تور اوسپین په شکل ګوري، په داسې حال کې چه د تور او سپین ترمنځ ډېرې نورې سایې هم شته. که له یو نظر یا فکر سره موافق واوسو بیا په ډېر افراط له هغه فکر څخه دفاع کوو او که موافق نه وو، بیا اورونه پاشو او په ډېر شدت او عصبانیت هغه غندو.
زمونږ د ډېرو په فکري جوړښت کې د اعتدال نشتوالی د ذهني یا انفسي (Subjective) قضاوتونو مبدا جوړوي او عیني یا (Objective) استدلال او قضاوت توان له لاسه ورکوو. همدا چلند له سیاسي، اجتماعي او علمي مفاهیمو سره هم کېږي. د هر فکر یا مفهوم منفي اړخ ته کتل، د ځینو مفاهیمو په هکله په افراط بدبیني او شک درلودل او د هغو وجودي فلسفه تر پوښتنې لاندې راوستل، د اجتماعي او سیاسي ژوند بنیادي اساسات ردول په حقیقت کې یو نیهیلستي (Nihilistic) چلند دی، چه هېڅ ځای ته مو نه رسوي.
زموږ د ځینو افغانانو بله لویه ستونزه په تفاهم کولو کې ده، یعنې د مقابل لوري خبرو یا لیکنې ته بشپړ دقت نه کوو، چه په مفهوم او محتوا (Context) یې ځان پوه کړو، بلکې همدومره اورو یا لولو، چه ځواب ورکړو یعنې په اصطلاح د بحث په موضوع سر نه خلاصوو او بیا بې خلطې فیرونه کوو.
یوسفي صاحب زما د لیکنې د مقدمې پر لومړۍ جملې چه ګویا «د پخواني شوروي اتحاد سقوط په اروپا او امریکا کې د لیبرالو ډموکراسیو یو مهم بریالیتوب وګنل شو…» انتقاد لري او هغه یو ذهني حکم او نتیجه ګیري بولي.
فکر کوم دا هېڅ توضیح ته اړتیا نه لري چه د پخواني شوروي اتحاد تر سقوط دمخه امریکا او شوروي د نړۍ دوه ستر اقتصادي، سیاسي او نظامي قدرتونه وو، چه تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یې په نړۍ کې د خپل نفوذ او قدرت د خپرولو او زیاتولو لپاره یو له بل سره رقابت کاوه، چه د سړې جګړې د کلونو په نامه یادېږي.
د تېرې پېړۍ په نویمه لسیزه کې شوروي اتحاد په پنځلسو جمهوریتونو وویشل شو، د وارشاو نظامي پیمان چه د غرب لپاره یو ګواښ و له منځ لاړ، د برلین دېوال و نړېد او د شرقي اروپا هېوادونه چه د شوروي اقمار بلل کېدل د ناټو او د اروپایي اتحادیې غړي شول. دا د غربي هېوادونو د هیلو او آرزوګانو انتها وه چه تر لاسه شول.
اوس نو که یوسفي صاحب د داسې یو لوی رقیب ذوال د لیبرال ډیموکراسیو بریالیتوب نه بولي او هغه زما ذهني یا (Subjective) حکم او نتیجه ګیري ګڼي، نو زه به څه ووایم.
ډاکتر صاحب د خپلې لیکنې په بل ځای کې وایي چه «د شوروي اتحاد سقوط باید اول د هغو خلکو د نظریو او د دوی د معلوماتو پر اساس و څېړل شي او دقیق وښودل سي، چه د هغه سیسټم سقوط څنګه لیبرالانو ته کوم بریالیتوب په برخه کړی دی.»
د ښاغلي یوسفي صاحب دا غوښتنه چه د شوروي اتحاد د سقوط عوامل او دا چه غربي هېوادونو په مشخصه توګه کومې ګټې او امتیازات تر لاسه کړل، زما د لیکنې موضوع نه ده. یوسفي صاحب د یو تکړه او په هرڅه پوه لیکوال په توګه، کولای شي په دې اړه څېړنه و کړي او یو څه ولیکي چه موږ هم ورڅخه مستفید شو.
زما د لیکنې موضوع په مشخصه توګه په امریکا او نورو لیبرال ډیموکراسیو کې د لیبرالیزم او نشنلیزم د نظریو د پلویانو ترمنځ د اختلاف او مشترکاتو پر څرنګوالي راڅرخي. په دې لیکنه کې د هرې نظریې پر فکري اصولو او ارزښتونو، منځپانګو، یو له بله توپیر او پر متقابلو تاثیراتو په تفصیل بحث شوی او روښانه شوې ده چه لیبرالیزم او نشنلیزم دوې متفاوتې او متمایزې ایډیولوژيګانې دي.
لیبرالیزم پر خپل اصلي منځپانګه چه فردیت دی تاکید کوي او د خپل ماهیت له مخې د ټولنې د افرادو پر لایتجزا او نه سلب کېدونکو حقوقو ټینګار کوي او په دې توګه یوه جهان شموله ایډیولوژي ده. برعکس نشنلزم نسبت فرد ته، ټولنې ته اهمیت ورکوي او په ټوله کې یوه خاصه او ځانګړې ایډیولوژي ده. دا دوه «ایزمونه» په ځینو برخو کې یو له بله همږغي او سازګاري لري. خو د نشنلیستانو په باور په لیبرالیزم کې د هغه د کثرت ګرایي یا پلورالستي اړخ، په اولس کې د ملي هویت او ملي پیوستون احساس ضعیفه کوي.
د ډاکټر صاحب یوسفي د ادعا خلاف زما لیکنه نه د سیستمونو د مقایسې او نه هم د ډیموکراسۍ د ډولونو په باره کې ده او نه هم ادعا شوې ده چه ډیموکراسي د لیبرالانو په انحصار کې ده. خو نن ورځ لیبراله ډیموکراسي تر هر بل وخت ډېرمنل شوی او پیاوړی نظام دی چه د ډېرو په باور بدیل نه لري. چرچیل هم ویل چه ډیموکراسي (مقصد یې لیبرال ډیموکراسي وه) یو بد نظام دی، خو تر دې بهتر نظام نه شته.
لیبرال ډیموکراسي چه همدا غربي ډیموکراسي ته ویل کېږي، یوه سیاسي ایډیولوژي او د حکومت یو شکل دی چه په هغه کې نماینده ډیموکراسي د لیبرالیزم د اصولو په چوکات کې فعالیت کوي.
د دې نظام په مشخصاتو کې په آزادو انتخاباتو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو ګډون، د دولت د څانکو تر منځ د قواوو تفکیک، د یوې سرخلاصې ټولنې په ورځني ژوند کې د قانون حاکمیت، د بازار اقتصاد، شخصي ملکیت او د خلکو د بشري حقوقو، مدني حقوقو او مدني او سیاسی آزادیو دفاع شامل دي.
لیبرال ډموکراتیک نظام په عمل کې پر اساسي قانون اتکا لري، چه په هغه کې د دولت د بېلابېلو څانګو صلاحیتونه په روښانه توګه تشریح شوي دي. په دې نظام کې د قانون دولت يا (Rechtsstaat) پر اهمیت ټینګار کېږي چه مقصد یې د قانون حاکمیت له اصل څخه پیروي کول دي.
په همداسې لیبرال دیموکراتیک نظام کې سیاسی ګوندونه چه هر یو یې خپله ایډیولوژي او خپل مرام او آجنډا لري، ټول اساسي قانون ته ژمن او وفاداره دي او قدرت ته د رسېدو لپاره په آزادو او عادلانه انتخاباتو کې ګډون کوي. اولس هم پرته له هر ډول قومي، جنسیتي، دیني او نورو توپیرونو څخه خپل د خوښې کاندیدانو ته رایه ورکوي.
د لیبرالیزم نهضت په اروپا کې د روشنګرۍ (Enlightment) په دوره کې د یوې اخلاقي فلسفې په توګه د ۱۶۸۵-۱۷۳۰ م کلونو تر منځ د هغه عصر د فیلسوفانو او متفکرانو لکه توماس هابس، جان لاک، مونتیسکو، ژان ژاک روسو، ولتیر او نورو له خوا د خپل وخت د استبدادي او مطلقه نظامونو او په ټولنه کې د موجودو بېعدالتیو په مقابل کې پیل شو، چه د میراثي امتیازاتو، دولتي یا رسمي دین، مطلقه پاچاهي نظام، د پاچاهانو د الهي حقوقو او حاکم محافظه کار نظام د منځه وړلو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې او پر ځای یې د نماینده ډیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت غوښتنې مطرح کړې.
په ۱۶۸۸ م کال کې د انګلستان د انقلاب، په ۱۷۷۶ م کال کې د امریکا د انقلاب او په ۱۷۸۹م کال کې د فرانسې د انقلاب مشرانو د همدې لیبرال فلسفې په پیروۍ د مطلقه سلطنتي نظام د ظلم او استبداد ماڼۍ نسکورې کړې. د فرانسې له انقلاب څخه په الهام په نولسمه پېړۍ کې په نورو اروپایي او د جنوبي امریکا په هېوادونو کې هم لیبرال حکومتونه منځته راغلل.
د اساسي قانون له مخې لیبرال ډیموکراسۍ بېلابېل ډولونه غوره کولای شي، لکه په انګلستان، هالیند، ناروې جاپان او نورو کې چه مشروطه شاهي نظام ټینګ دی. په نورو هېوادونو لکه د امریکا په متحدو ایالاتو، جرمني، فرانسه، هندوستان او نورو کې بیا د جمهوري نظام په بڼه دي. همدا شان ځینې هېوادونه لکه آسټرالیا، کاناډا، جرمني، هندوستان او اسراییل پارلماني سیستمونه لري او ځیني نورو بیا لکه متحدو ایالاتو او جنوبي کوریا بیا ریاستي سیستمونه غوره کړي دي.
په شلمه پېړۍ کې په اروپا او شمالي امریکا کې د اجتماعي لیبرالیزم (Social liberalism) نظریه منځ ته راغله. د دې نظریې هدف، چه په امریکا کې په ساده توګه لیبرالیزم یادېږي، په ټولنه کې د اجتماعي رفاه د پروګرامونو منځ ته راوړل او پیاوړي کول دي. یعنې داسې یو سیستم چه د هغه په چوکاټ کې دولت خپلو اتباعو ته د ناروغۍ، بېکارۍ او یا تقاعد په وخت کې لازمې مرستې رسوي او هغو کسانو ته چه له مالي ستونزو سره مخامخ وي د بانکي پورونو د ورکولو له لارې آسانتیاوې برابروي. په جرمنې کې دغه ډول د اجتماعي مرستو ادارې ته د سوسیال اداره وایي او ډېر افغان او نور پناه غوښتونکي هم د همدې ادارې له لارې مالي او نورې مرستې ترلاسه کوي.
په انساني ټولنو کې ټول خلک په یوه فکر نه وي او د بېلابېلو نظریاتو او ایډیولوژيګانو تر تاثیر لاندې ژوند کوي. نن داسې یو هېواد چه ټول خلک یې له یوه توکم او قوم څخه وي، په یوه واحده ژبه خبرې وکړي یا د یوې واحدې ایډیولوژۍ، دین یا فرهنګ پلوي وي هېڅ نه شته. له بلې خوا د خلکو په اقتصادي ژوند کې د لویو توپیرونو موجودیت د اجتماعي تضاد د رابرسېره کېدلو په معنی ده چه یوه طبیعي پدیده ګڼل کېږي او خاصې اجتماعي ډلې خپلو غوښتنو او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره خپل سیاسي سازمانونه یا ګوندونه تشکیلوي او د سیاسي مبارزې لار غوره کوي. ځینې ډلې بیا بې له دې چه په کوم خاص ګوند اړه ولري د خپلو مدني حقوقو د ترلاسه کولو په مقصد اعتراضي غونډې کوي او خپلې غوښتنې مطرح کوي لکه په امریکا کې د تورپوستانو د مدني حقوقو نهضت یا د ښځو اجتماعي نهضتونه چه نن سبا په امریکا او اروپا کې د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوي.
د هغو نظامونوچه واک د یوه واحد ګوند یا د خاصې ایډیولوژۍ د پلویانو په لاس کې دي لکه چین، ایران، یا شمالي کوریا چه اولسونه یې له اساسي مدني حقوقو او آزادیو څخه بې برخې دي او مستبد یا (Authoritative) نظامونه بلل کېږي. برعکس په لیبرال ډیموکراسیو کې اساسي قانون د خلکو د بیان د آزادۍ، د اجتماعاتو د جوړولو، د سوله ییز اعتراض کولو او په ټولنیز- سیاسي ژوند کې د مشارکت د حقوقو ضمانت کوي. په دې ټولنو کې د بېلابېلو ګوندونو او سیاسي سازمانونو د موجودیت او فعالیت په خاطر دوی ته د پلورالستي ټولنو خطاب کېږي.
ډاکټر صاحب یوسفي نشنلیزم یوازې د پاپولیزم، راسیزم او نژادي تبعیض مترادف بولي.
ما د خپلې لیکنې په پیل کې په وروستیو کلونو کې په اروپا او امریکا کې د افراطي یا رادیکال نشنلیستي او پاپولیستي ډلو د منځته راتلو پر عواملو، د دې ډلو پر ذهنیت او د حاکمې طبقې یا اسټبلشمنت پر ضد د دې ډلو د مبارزې او غوښتنو په هکله لازم توضیحات ورکړي دي، چه تکرار ته یې اړتیا نه وینم، خو نشنلیزم د یوې مفکورې پر اساس په ټولو ټولنو او حتی ایډیولوژیګانو کې هم وجود لري. په امریکا کې نشنلیزم ته حتی د یوې پیاوړې سیاسي ایډیولوژۍ په سترګه کتل کېږي.
د نشنلیزم د مفکورې پر اساس انسانان اجتماعي موجودات دي، چه په اجتماعاتو کې زېږي او په همدې ټولنیزو ډلو کې کار او فعالیت کوي چه همدا ټولنې د دوی هویت جوړوي او همدې ټولنو ته وفاداره پاته کېږي. د اجتماعي ډلې عالیترینه مرحله په معاصره نړی کې ملت یا نیشن (Nation) دی او څلور ځانګړي خصوصیات لري.
- لومړی: په یوه ملت کې د هغه ټول غړي د یووالي احساس لري، یعنې د ملت تقریباً ټول غړي دا پیاوړی احساس لري، چه د یوې لویې ټولنې غړي دي، په دې معنی چې د خلکو ترمنځ یوه مشترکه او پیاوړې اړیکه موجوده ده.
- دوهم: هر ملت خپل ځانګړی تاریخ، کلچر، ژبې، دین او افتخارات لري، یعنې داسې ګډ عقاید، سلوک او کردار چه د ټولو وګړو ترمنځ مشترک وي او همدا ټکي اولس له نورو اولسونو څخه جلا کوي.
- دریم: د خاورې یا سیمې د تقدس فکر دی. ملتونه له خپلې خاورې یا جغرافیې سره نه بېلېدونکې خاصه او ژوره اړیکه لري او خپله سیمه یا جغرافیه خپل «وطن» بولي. دغه سیمه یا وطن د ملت د هویت یوه نه جلاکېدونکې برخه ده. د خاورې د سرحداتو ساتنه چه اولس د هغه په دننه کې ژوند کوي او د بهرني اشغال، نامطلوبو مهاجرتونو او د بهرنيو د ناوړه نفوذ او مداخلو په وړاندې ساتل کېږي.
- څلورم: وروستي خصوصیت د ملي حاکمیت مسئله ده . ملتونه هڅه کوي پر خپل سیاسي برخلیک یا سرنوشت بشپړ کنټرول ولري او خپل مقدرات په خپله وټاکي. په نړیواله سویه حاکمیت په دې معنی ده چه یو ملي دولت غواړي او هڅه کوي چه په خپلو کورنیو چارو او بهرني سیاست کې د بهرنیو هېوادونو له لاسوهنو او مداخلو څخه په امان وي او مخنیوي یې وکړي.
د نشنلیزم د پورته ذکر شویو خصوصیاتو له مخې زه هم یو نشنلیست یم او فکر کوم چه ډېر نور انسانان به هم همدا شان فکر کوي.
انسانانو د تاریخ په اوږدو کې تل له خپل قوم، عنعناتو او خپلې خاورې سره مینه ښودلې ده، خو نشنلیزم د یوې مفکورې په توګه د اتلسمې پېړۍ په پای کې وپېژندله شوه. د نشنلیزم د مبدا یا منشا د پېژندلو یا پوهېدلو لپاره درې موډله یا (پارادییمه) وجود لري. د ازلیت یا پریموردیالیزم (Primordialism) نظریه وایي چه ملتونه تل موجود وو او نشنلیزم یوه طبیعي پدیده ده.
د اتنو سمبولیزم (Ethnosymbolism) د نظریې پر اساس نشنلیزم یوه له شتابه ډکه ارتقایي پدیده ده او د اولسونو او نیشنلیزم په انکشاف کې د سمبولونو، اساطیرو او عنعناتو موجودیت ډېر مهم بولي او دریمه یې د مودرنایزیشن یا نوسازۍ تیوري (Modernization Theory) ده چه وایي، نشنلیزم یوه وروستۍ اجتماعي پدیده ده، چه د خپلې بقا لپاره د مدرنې ټولنې اقتصادي او اجتماعي جوړښتونو ته اړتیا لري.
همدا شان د ملت لپاره هم مختلف تعریفونه شته چه د نشنلیزم بېلابېلو ډولونو ته لاره هواروي. قومي نیشنلیزم (Ethnonationalism) ملت د ګډ قومي جوړښت، ګډو میراثونو او کلچر له مخې تعریفوي خو مدني نیشنلیزم (Civic Nationalism) د ملت تعریف د ګډ تابعیت، ارزښتونو او موسساتو له مخې کوي اود وطن دوستۍ یا (Patriotism) له مفکورې سره اړخ لګوي.
په عمل کې نشنلیزم هم مثبت او هم منفي اړخونه لري. دا په دې پورې تړلې ده چې موږ هغه ته له کومې زاویې یا په کوم کانتکست کې ګورو.
نشنلیزم د هېوادونو د استقلال غوښتنې په مبارزو کې مهم رول لوبولی دی، د مثال په توګه د یونان په انقلاب کې یا د آیرلینډ په انقلاب کې. همدا شان نشنلیزم د شوروي اتحاد په راپرځولو کې هم مهم رول درلود، خو برعکس په نازي جرمني کې افراطي یا رادیکال نشنلیستانو چه پر نژادي توپیراو تبعیض یې باور درلود او ځانونه یې تر نورو نژادونو لوړ او بهتر ګڼل، د میلیونونو یهودانو په قتل عام لاس پورې کړاو په دې توګه یې د تل لپاره د جرمني پر ملي تاریخ د یو ډېر ستر بشري جنایت تور داغ پرېښود چه هېڅکله به هم پاک نه شي.
سلام
په زړه پورې لیکنه ده علمی بڼه لری کاشکې زموږ یووالی کې د ملیتوب اخلاق ،عزت ،پوهې، هویت ،اعتبار، پېژندګلوی او نور مثبت ابعاد دولس ،هېواد په ګته را برسیره کیدلی چې نه دی. له بده مرغه تور او سبین رنګ دیوه عامل به توګه په خبله دملامت او ناملامت داسې رنګونه زیږوی چې ذهنی او عینی شرایط شاته پرېږدی اوکه دریاضی په چوکاټ کې واچول شی نو آین شتاین ورته ښې بیلګې لری چې بجث بېچلی کیږی اوسطحه یې لوړیږی